جمعه, جنوري 28, 2022
Homeټولنیزد بیوزلو ټولنو د پرمختګ لپاره څه کول پکاردي؟

د بیوزلو ټولنو د پرمختګ لپاره څه کول پکاردي؟

محمد عارف رسولي –

وروسته پاته ټولنې د ځینو افتخاراتو سره سره ځینې ژورې کلتوري ناسمې انګیرنې لکه بیځایه سیالۍ، منفی فکر ونه، د امیدوارۍ او مثبت فکر کموالئ، یو بله کرکه او د ناکامیو او بریالیتوبونو د ارزونې کمزورتیا او نور کمښتونه لري. له ځینو خلکو پرته د داسې ټولنو د ډېرو وګړو دګډ کار، یو په بل لورینې، د غوره بدلون احساس او تنده، یو بل منلو، د ګډو هیلو لرلو او د ګډو هڅو کولو مزه نه وي لیدلې او په بیځایه تربګنیو کې ښکیل وي. دا حالت د هغوي په بیوزلۍ او نه پرمختګ کې ستره ونډه لري او له پرمختګ څخه يې راګرځوي. که غواړو په داسې ټولنه کې مثبت بدلون راولو اړینه ده چې له خلکو سره کار وکړو، ناهیلي په امید، کرکه په محبت او ځانځاني په ګډو موخو او ګډو هڅو بدل کړو.

پوهان وايي چې بیوزلۍ هلته ورکیږي او پرمختګ راځي چې خلک وغواړي، مسؤلیت ومني او په ځان کې اړین شرایط او بدلون پیداکړي. په داسې ټولنو کې له وړاندې یو څه کسان او کدرونه یوازې ښه انساني پانګه، لکه پوهه، د ارزونې توان، لیک او لوست، روغتیا، د کار وړتیا او نور لري چې په خپل ځای کې خورا ډېر اهمیت لری. خو د لا ښې ودې لپاره اړینه ده چې انساني پانګې ته په ټولنه کې نوره وده هم ورکړل شي او همدارنګه د نن وخت یوې بلې مهمې او اړینې پانګې ته هم پاملرنه وکړي. دا مهمه پانګه ټولنیزه پانګه (Social Capital) ده او د پرمختګ لپاره ورته ډېره اړتیا ده.

ټولنیزه پانګه و نهادونو، اړیکو، نورمونو او منل شوو تګلارو ته ویل کیږی کوم چې د ټولنیزې راکړې ورکړې کیفیت او کچه ټاکي. زیاتیدونکي شواهد ښيي چې ټولنیز پیوستون د ټولنو د اقتصادي ښیرازۍ او تل پاته پرمختګ لپاره خورا زیات اړین دئ. ټولنیزه پانګه یوازې د هغو نهادونو مجموعه ده کوم چې په ټولنه کې شتون لري – بلکه هغه یو داسې سریښ او جاذبه قوه ده چې دټولنې خلک یو له بل سره یوځای ساتي.

په وروسته پاته ټولنو کې خلک داسې فکر کوي چې دا پورته مسؤلیتونه یوازې په دولت پورې اړه لري. دا سمه خبره ده چې دولت د دې پانګو په وده کې زیات رول لري خو نن دا ثابته ده چې که خلک او دهغوی شوراګانې او مدني ټولنې له دولت سره لاس یو نکړي نو پایلې به ښې نه و‎ي. د دولت، نا دولتي موسسو، مدني ټولنو، خپله خلکو په ګډه کار کولای شي چې د بیوزلۍ ورکولو او پرمختیایي پروګرامونو لپاره یو ښه بستر او شرایط جوړ کړي. موږ ګورو چې د یوه دولت تر سیوري لاندې ځینې سیمې له پروګرامونو څخه ښه ګټه اخلي او بله سیمه بیا نه یوازې ورڅخه ګټه نه اخلي بلکه ستونزې هم ورته جوړوي. خو په خواشینۍ سره دوی به د دې بدې اغیزې تر څو کلونو وروسته وګوري.

په کومو ټولنوکې چې خلک د مثبت بدلون لپاره تیار وي او د خپلو خلکو پرمختګ اوپرمختیا غواړي نو د پروګرامونو په جوړولو او پلي کولو کې ونډه اخلي، نظارت ورباندې کوي، روڼتیا او شفافیت تامینوي او د بیعدالتۍ مخه نیسي. د داسې ټولنو د خلکو سیاسي او ټولنیز شعور تر څه وخت وروسته لوړیږي، له دولت او تمویلوونکو مرستې اخلي او پلي کوي یې خو په خواشینۍ سره په ځینو نورو ټولنو کې چې ټولینزه سرمایه یې کمه وي دا مرستې او پیسې له دولت څخه نشي اخیستلئ او یا د کمو فاسدو خلکو جیبو ته ځي.

په ځان کې د تغیر، رهبرۍ او ټولنیزې وړتیا رول

د بیوزلۍ ورکولو، پرمختګ کولو او ښو کارونو لپاره لمړئ شرط په ځان کې د مثبت بدلون راوستل اړین دي. د سپیڅلي قرآن صریح نص هم راښیی چې: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړی ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي. ترڅو هغوی له خدایه په رښتیا ونه ویریږی، تقوا او ریښتینولي خپله نکړی، له بخل، کینې، ځان ځانۍ اوله یو بل نه زغملو ځان ونه ژغوري او د لورینې، یو پربل د ویسا لرلو چاپیریال رامنځ ته نکړی، پوهنې او ګډ کار ته وده ورنه کړي نو الله تعالی ورسره مرسته نه کوي.

اوسني بشری علوم هم بیانوی که یو قوم او ملت د خپل ځان د اصلاح او ودې لپاره تنده او تلوسه ونلری نو بهرنی څوک لکه حکومت، موسسې او پرمختیایی کارکوونکي ورسره ډیره مرسته نشی کولای. پوهان وایی که یو قوم، ملت او یا یو سازمان د دنیا ترټولو ښه کړنلاره (ستراتیژی ) د چا په واسطه جوړه کړی خوکه په خپلو ځانونو کې د تغیر اړتیا او سوچ پیدا نه کړي په خوا شینۍ ډېر څه نه شی کولای.

دا تنده د پرمختیایی پروګرامونوپه جوړولو، د لیک لوست او سواد په خورلو، دکتاب لوست په عامولو، د سپیڅلو علمي او روحاني شخصیتونو او رهبرانو په هڅو، په هدفمندو علمي بحثونو، لکچرونو، د موخه لرونکو او پیغام لرونکو غوره لیکنو، او په عامه خلکو کې د ټولنیز پوهاوي په مرسته او داسې نورو رامنځ ته کیږي. مدني خوځښتونه او مدني شخصیتونه په ټولنه کې پرمختیایی ټولنې او شوراګانې جوړوی او ورته د لورئ لید او آرمان په ټاکلو کې، د پرمختیایی کارونو لکه پلان جوړولو، ګډ ټولنیز دریځ رامنځ ته کولو، د فحشا او فساد سره مبارزه، د شخړو په حل، د پروګرامونو په نظارت او ارزونه کې ورسره کار کوي او د تورتم او جهالت ورکولو او پرمختګ لپاره لاره اواروي.

د دې تندې د راپیدا کیدولپاره په ټولنوکې د روڼ اندو، ریښتینو، په وطن او قام مینو مشرانو د راپیدا کیدو او شتون ته هم اړتیا ده. رهبري هغه وړتیا او ظرفیت دئ چې دخلکو یو ګروپ د یوشمیر ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره تنظیم کړي، او چې دهغوی دوام لرونکې همکاري ددې موخو د ترلاسه کولو لپاره یقینی کړي. مشران او مل کدرونه یې په ټولنو کې د ښه کار او لاسته راوړنو لپاره وړتیا لوړوي. دټولنې وړتیا عبارت دئ له: ټولنیزو شبکو، سازمانونو، خاصیتونو، رهبرۍ اوله هغه مهارتونو څخه کوم چې اجازه ورکوي چې ټولنې د خپلو اړتیاوو او لمړیتوبونو سره سم پرمختګ وکړي.

دوړتیا وده هغه پروسه ده دکومې په اوږدو کې چې کسان، سازمانونه اوټولنې وکولای شی چې دخپلو پرمختیایی موخو د ټاکلو او ترلاسته کولو لپاره توان پیدا، ټینګ اووساتي. یا په بل عبارت دوړتیا وده یوه پروسه او جریان دئ چیرته چې خلک، سازمانونه او ټولنې په مجموع کې دوخت په تیریدو سره وړتیا آزادوي، تقویه کوی، خلق کوي، دځان په شرایطو برابروی او ساتی یې.

د پرمختګ لپاره تر شرایطو برابرولو وروسته اړین سکتوري کارونه

کله چې غواړو په بیوزلو ټولنو کې بیوزلي ورکه کړو نو تر یو څه اړین ټولنیز کار او عامه پوهاوي وروسته د بیوزلۍ ورکولو لپاره اړینه ده چې: (۱) بیوزلو خلکو ته توان، جرئت او امید ورکړو، (۲) د بیوزلو خلکو لپاره اړینې صنفی اتحادیې او یا کوپراتیفونه جوړ کړو ترڅو هغوي یو بل ته لاس ورکړي، (۳) بیوزلو ته د مالی مسئلو او محاسبې، د وړو کارو بارونو مدیریت، بازار موندنې، د ټولنیزې پرمختیا، د فني مهارتونو لکه د ارزښتونو زنجیر او په بل عبارت په خپلو پیداوارو او تولیداتو ارزش ورزیاتولو ته اړتیا ده ترڅو هغوي په خپل کار ګټه ترلاسه کړي، (۴) بیوزلو ته دې مناسبو قرضو، د بیمې د خدمتونو برابرول او د نورو مالي خدمتونو برابرول اړین دي، (۵) د وردګو ځوانانو لپاره فنی او حرفه اي کورسونو ته ډېره اړتیا ده ترڅو له غیر فنی کارګرانو په فني کارګرانو بدل شي نو بیا که مزدوري هم کوي نو ښه اجوره به اخلي او ډېر به کار و بار او تشبثات شروع کړي او د خټو په ځای به ګټې وکړي، (۶) همدارنګه د بیوزلو لپاره د ښو قوانینو او یو سم کارو باري چاپیریال او مرستندویه حکومتولي اړین دي ترڅو دکار په مخ کې یې خنډونه ورک شی، کار یې وده وکړي او لاس نیوئ یې وشي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    مشر استاذ رسولي صاحب هر وخت ډېرې ښې ، علمي او متوجه کوونکې ليکنې کړي او کوي ېې . ډیره مڼنه.
    زه به یوه لڼډه تبصره وکړم: انساني پانګه یا سوسیال کاپیټال په کافي اندازه په وطن کښې موجود دی ،خو اصلي ستونزه په (یو بام او چند هوا!!!) کې ده. ځانګړې ډول دا ۲۰-۳۰ کاله دولتمشرانو ،او تش په نامه قومي مشرانو (ټیکه دارانو …) غوښتي صرف خپل ټبر او منطقې ته حلال او حرامې مرستې او امکانات ور شیوه کړي او د نورو په مقابل کې ېې سوء تبلیغات ، د پرمختګ مخنیوونکي پلانونه ، او بد ترین ېې د باندنیو د جاسوسیو له لیارې خود کش-بیګانه پرستي کول دي .
    متاءسفانه ، که پښتون تش په نامه مشر درلودلی هم، بیرته ېې خپل خلک ځپلي او دولتي ،غیر دولتي امکانات يي نورو ته ورکړي ؛ بالمقابل دا نورو که له خپله حقه زیات هم اخیستي بیا هم قناعت نه کوي او توکم یا ملیتونه ېې هم د ښو او بدو صفت کوي .
    لاکن پښتانه د خپلو ښو هم ريښې وهي چې ستاسو په لیکنه منفي پایڼټونه دي .
    راځئ چې (د خټو پر ځای ګټې وکړو !!). او ټول دولتي او انساني کاپیټالونه په یو ژغ !: (تر ټولو مخکې افغانستان!)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب