سه شنبه, جنوري 25, 2022
Homeخبرونهلوګر کې د طالبانو موټربم برید ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

لوګر کې د طالبانو موټربم برید ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(جمعه، د ثور ۱۰) د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم چاودنه شوې ده.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایي، ځانمرګی برید ملکي روغتون ته څېرمه د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالولي وکیل په پخواني کور کې شوی دی.

ستانکزی زیاتوي چې دغه کور کې د ازرې ولسوالي پولیس اوسېدل چې له دریو اونیو راهیسې هوایي پرواز ته منتظر و.

ستانکزي زیاته کړې، چې دا برید د طالبانو کار دی او په دې ډول بریدونو سره طالبان غواړي چې د خلکو ترمنځ ویره خپره کړي.

ځایي مسولین وایي، چې د پېښې ډېری قربانيان له ازرې ولسوالۍ څخه کانکور ته راغلي زده کوونکي، ملکي مامورين او نور عام وګړي دي چې د عبدالولي وکيل ليليه کې پاتې کېدل او شمېر يې هم د۶۰ کسانو په شاوخواکې دی.

بل خوا له سیمې عام وګړي وایي، چې په پیښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې دقیق شمېره کومې رسمي سرچینې تایید کړې نه ده.

2 COMMENTS

  1. د الله لعنت دې په خوارجواو ټالبانوي . دوی د بېګناه انسانانو په وژلو او وینو څښلو ماړه نه شول . دوی دې د دوزخ په اور ماړه شي .

  2. لعنت په طالبانو! الله پاک مو د ځمکې له مخه ورک کړه سره له پاکستانې بادارانو مو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب