چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+وېره، ترهه وه ژوندۍ | حیات ژوند

وېره، ترهه وه ژوندۍ | حیات ژوند

د کوټې په کونج کې له کټ لاندې ستمی راته. ژر ژر ساه اخیستل کېده، کوچنۍ او یو په بل پسې ساګانې چې ګومان کېده د ژوندانه وروستۍ ساګانې دي او د ستمي والا یوه څاڅکي اوبو ته اړ دی، چې ستونی یې لوند شي او په ارامه ومري.

ما کټ ته سترګې نیولې وې، دېوال ته مې ډډه وهلې وه، څو ځلې مې ملا له دېواله رابېله کړه، چې ورپورته شم؛ خو لکه دېوال چې زما روح په ځان پسې کلک سریښ کړی او ټوله اراده يې رانه په ولکه کې اخیستې وي، ټینګ يې نیولی وم. دا ځل مې په ټول ځواک له دېواله ځان راجوخت کړ، پښې مې راپسې غونډې کړې او د غله په شان مې کرار کرار ګامونه د کټ پر لور واخیستل. پر کټ دیارلس کتاره بړستنې پرتې وې، ملا مې ښه ټيټه کړه، لاس مې د وسپنیز کټ پر اوږدې میلې تکیه کړ، تر کټ لاندې مې سترګې وغړولې، تورتم و، ستمی مې لا هم د غوږونو سندان له څټک سره واهه او په هر ځل اورېدو یې زما په زړه کې وېره زېږوله. 

په دوه پښو کېناستم، پر کټ پرته روجايي مې غونډه کړه او په جرأت مې سر تر کټ لاندې ننویست، هېڅ نه و. دوه درې ځلې مې پښې پر ځمکه وډبولې، تر کټ لاندې ستمی لږ کرار او لرې شو. رابېرته شوم، غوښتل مې بتۍ (لاسي څراغ) پسې راواخلم او وګورم، چې دلته زما په خونه کې کومې بلا ځاله کړې ده. 

د سترګو په رپ کې مې بېرته بتۍ په لاس کې وه او کټ ته مخامخ ناست وم. د بتۍ په لګېدو مې ناڅاپه شا ته ټوپ کړ؛ په لومړۍ سر کې يې پشاري ووېرولم او ګومان مې وکاوه، چې مار یا سمسېرې ځاله جوړه کړې؛ خو بېرته ډاډه شوم او یو ځل بیا مې بتۍ روښانه کړه. دوه بلوري سترګې، خړ کوچنی او نازنین وجود او متوسطې اوږدې توربخونې کرښې پر ملا برېښېدلې  – ملایانو به ویل، پيغمبر پرې لاس راکښلی دی –. پیشو په وېرېدونکي حالت مخ په شا دېوال ته زور کاوه.

ژبه يې راایستلې وه، له هر ستمي سره يې پښتۍ د پوستکې دننه څرګندېده او بېرته ورکېدې. له کټه راپورته شوم، د پخلنځي پر لور مې چټک ګامونه واخیستل، دوه کاسې مې له المارۍ راپورته کړې، د شیدو کوتی مې په غاښونو د ګوتې د یوه بند په اندازه څیرې کړه . زه ډېر ژر د کټ مخ ته د شیدو او اوبو له دوو کاسو سره په دوو پښو ناست وم. کاسې مې تر کټ لاندې ورته کېښووې، دوه بلوري سترګو لا هم په تورتم کې سترګکونه وهل، بتۍ ته مې لاس کړ، پیشو په زوره کریغه کړه او ما له کټه نیم یو متر شا ته ټوپ کړ. پیشو پر کټ د پرتې روجايۍ له بېخه په چټکۍ راووتله، یوې خوا او بلې خوا يې وکتل، ما بتۍ په لاس کې ټینګه کړه، ګومان مې وکاوه، چې پر ما به چمباړي راکاږي او مخکې تر دې چې په ما وار مخکې کړي، باید د بتۍ په ګوزار يې د ځمکې کړم. پیشو په چټکۍ زما تر څنګ تېره شوه، په کړکۍ لنډه انګړ ته واوښته؛ زما لاس په هوا کې چې بتۍ مې ګوزار ته برابره کړې وه، پاتې شو.

بهر انګړ ته مې منډه پسې واخیستله. پیشو تری تم شوې وه. د برمې تر څنګ ولاړو تیرانو ته چې په دېوال پورې مو درولي وو، ودرېدم. انګړ ته په راوتلو سره مې د پیشو میو میو د همدغو تېرانو له منځه اورېدلی و. د ولاړو تيرانو پر خوا مې ورو ورو ګامونه واخیستل او غوښتل مې چې د خېټې تر مړېدو وروسته ورته دروازه پرانیزم، چې یو ځل بیا خپله ازادي وګټي او په کوڅه، پر بام او پر هر دېوال چې وغواړي ازاده وګرځي. د تيرانو منځ ته د لمر وړانګې ورلوېدلې، خو لا هم د تیرانو ترمنځ تورتم و. بتۍ مې په ورغوي کې خوله شوې وه، باید روښانه کړې مې وای. د بتۍ پر بټن مې بټه ګوته کېکاږله، رڼا يې د لمر روښنايۍ له ستونې تېره کړه. د تیرانو منځ ته مې بتۍ وردننه کړه؛ خو تورتم لا هم د تیرانو ترمنځ لکه پر خزانې چې ښامار واکمن وي، واکمن و.

بېرته راوګرځېدم، خونه کې د پیو او اوبو کاسې جړپېدلې او پۍ او اوبه په غالۍ کې زېم شوې وې. کاسې مې یوه یوه په لاس کې ونیوله، تر وره راورسېدم، بتۍ مې رایاده شوه، ورتاو شوم، خو د بتۍ رڼايي چې د لمر د روښنايۍ له کبله کمزورې وه، نه مې پکارېده. د تیرانو تر مخ او د برمې تر څنګ مې دواړه کاسې کېښوولې. ښه مې وګڼله، چې زه هم ورته میو میو وکړم، ګوندې وګڼي، چې همنوع يې موندلی. د خپلې خونې په وره کې ودرېدم، میو میو انګازې مې د کوچني انګړ له هر دېوال سره لګېدې او خپل طبیعي والی يې له لاسه ورکاوه. ما فکر وکړ، چې په دې سره به پيشو وویرېږي، چې له هر ګوټه پرې د خپل همنوع لښکر ورغلی او ښايي د ژواندانه کاسه يې ورنسکوره کړي. ما خپل غږ لږ ورو او لنډ کړ؛ خو د پیشو څرک ونه لګېد. فکر مې وکړ، چې په دې کوچني انګړ کې بل هېڅ ځای د پيشو پټېدو ته نشته او حتماً په همدې تیرانو کې ننوتلې ده. تر یو دوو نورو میو میو وروسته مې د پیشو ځواب واورېد، په بدل کې یې زما غږ تکرار کړ. 

یو پاو د خونې په وره کې ودرېدم، په دې دلیل چې ډاډه شم، چې پيشو شیدي څښلې دي. نیم ساعت نور او بیا تر یو ساعت او یو پاو د خونې په وره کې ولاړ وم؛ خو پيشو چې ښايي زه یې د تیرانو له منځه لیدلم او واکمنې وېرې نه راپرېښووله، دوه پيکه میو میو وکړل.

له ډېرې ستړیا او انتظار وروسته خونې ته لاړم، د کړکۍ له کونجه مې د تیرانو څار پیل کړ. نژدې لس دقیقې وروسته پیشو د تیرانو له منځه رابهر شوه، خوله يې پرانیسته، برېتونه يې تر غومبرو رسېدل. سترګې يې وروستلې او په چټکو ګامونو د شیدو او اوبو کاسو ته روانه شوه. اه، له دې نندارې زما په وجود کې عظیم خوند په څپو و. کړکۍ ته مې ځان ورنژدې کړ، چې دا ننداره نوره هم په پوره حواسو حس کړم. په همدې ډوب خوند کې زما زنه د کړکۍ پر لرګي ولګېدله او د لرګي له غړچي سره سم پیشو یو ځل بیا په تیرانو ننوتلې او کاسې ډکې پاتې شوې وې.

ما ځان ته سل ځلې بدرد وویل، خو وروسته مې وویل: «ولې وېرېږي، ان زما د وجود په ښورېدو او په کوچني حرکت ځان تری تم کوي.»

یو ځل بیا مې تیرانو ته وکتل، پيشو نه وه. پر سترګو مې ورغوي راکښل، فکر مې کاوه، چې له بېخوده شوی یم، ځکه ورو ورو یو یو تیر زیاتېده او پر سترګو مې تیاره خپرېده او په همدې سره مې ګومان کاوه، چې زه پخپله په تورتم کې ولاړ یم او پیشو راته وايي: «زموږ نیکه دې چې په لوی ګاټي وویشته، په یاد دې دي؟»

فکر مې وکړ، حواس مې راټول کړل، پیشو، ګاټی، وار هېڅ مې ذهن ته رانغلل.

ــ «ملا دې ورماته کړې وه، مړ شو.»

زه پيشو ته ځير یم، له خولې مې یو لفظ هم نه راوځي، لکه پر خپلې ګناه چې اقرار کوم. پیشو په زهیر انداز خپله خبره غځوي: «زما د نیکه وېره له یوه نسله بل هغه ته تر دې دمه راغځېږي او ښايي په نسلونو نسلونو دا وېره دوام وکړي او ښايي په نسلونو نسلونو زموږ او د انسانانو لارې بېلې وي. موږ اوس یوازې له تا نه وېرېږو، زموږ ټول همنوع له تاسې څخه وېره لري.»

د پيشو انځور زما پر ټولو حواسو واکمن دی، فکر کوم، زما ټول حواس يې تروړلي دي، د ځان خوځولو او غبرګون وس نه لرم. پیشو په برېتونو ژبه تېروي او وايي: «تاسې ان زموږ یوه نیکه په کرار نه دی پرېښي، په کوم زړه، په کوم جرأت تاسې درشو او ستاسې تر څنګ ژوند وکړو؟ زموږ هر یو وژل شوی، مړ شوی نه دی، له یوه وجوده په بله کې رزغون شوی دی او ټولې پخوانۍ خاطرې، وېرې او ترهې له پخوا سترې شوې دي.»

د پیشو انځور زما د سترګو تر مخ په پيکه کېدو او کوچني کېدو شو. په خونه کې د کړکۍ له بېخه نیم متر شا ته لاس تر زنې ناست وم او ګاټی، په زوره ګوزار او په ذب ذب وجود د پیشو د نیکه تګ رایادېده.

کابل – ۱۴۰۰، وري ۳۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب