چهارشنبه, مې 19, 2021
Homeکالمونهسنګرافغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

پنځمه برخه
د پښتنو ملي غورځنګونه
استاد شهسوار سنګروال
ډېر ځله افغانانو د خپل واک او ځواک ماڼۍ د وينو به قېمت جوړه کړې ده ولې دا رنګه يې خپله دب دبه د خپلې بې اتفاقۍ له امله له مينځه وړې هم ده ،په سختۍ يې ګتلې په اسانۍ يې بايللې د سرونو په قربانۍ يې د پښتنو شان او شوکت ته رنګ او خوند بښلی دی ،ولې د نايووالي ترخو زهرو د دوی ستونی زبېښلی هم دی.
د تورې او ننګ اتلان، په پت او عزت مين، خو د خپلو وروڼو په وړاندې د ځغم وړتيا نلري.
افغانانو د هند په تاريخ کې داسې کارنامې د تاريخ پاڼو ته سپارلې دي، چې اوس نه يوازې افغانان پرې وياړې بلکې د هند وګړي ورته هم د احترام سر ټيټوي.
ولې بايد په خواشينۍ سره وويل شي، د هند پښتنو چې د خپلې بې اتفاقۍ له کبله څومره په خپل ځان ظلم کړی دی، دومره يې په نورو ندی کړی. د لوديانو او سوريانو د واکمنۍ د ړنګېدلو بنستيز لامل د افغانانو نايووالی و. .‌ .لودي بهلول او سوري شېرشاه نه يوازې د هند په تاريخ کې بلکې د سيمې په تاريخ کې د پام وړ ځای لري.
هغه د سراولف کارو خبره چې «پټانز» نومي کتاب کې ليکلي دي:
«يو وخت ما له خپل وزير اعلی ډاکتر خان صاحب څخه پوښتنه وکړه ،ډاکتر صاحب! راته ووايه چې د هند د نيمې وچې په تاريخ کې ستا قهرمان څوک دی؟
ماله ځان سره فکر کاوه چې دی به هرومرو جلال الدين اکبر وښيي ځکه چې د ده حوصله مندي د ټولو قومونو سره يوشان وه.
د ده ځواب و! «شېرشاه»! او ولې؟ ده زياته کړه چې شېرشاه يو ريښتينی پښتون و، دی همېشه سملاسي اصلي ټکي ته راتلو، اخوا دېخوا يې ځان نه غلطاوه…»([1])
موږ د جلال الدين اکبر يادونه وکړه او دې يادونې نه د ليکوال موخه دا وه چې ګني مغلي اکبر د هند دنيمې وچې اتل دی.
هر قوم اوولس هره سيمه او خاوره خپل اتلان لري. د هند د هغه مهال په تاريخ کې مغل توکمو ته جلال الدين اکبر يو اتل وه ولې د افغانانو لپاره يو قاتل.
«د افغانانو په وړاندې د اکبر د کرکې روحيه د ګورګانيانو په ټولواکمنۍ کې ان د شاه جهان او اورنګ زېب په ټوله دوره کې ژوندی او دومره خپره وه چې د يووينيسي سيلاني «منوسي = منوکي» د پام وړوګرځېده… افغانان بايد هېڅکله په کال کې له څلور زرو (۴۰۰۰) نه زيات معاش ونلري او دوی بايد هېڅکله د يوه ګورنر (والي) په توګه مقرر نشي يوازې ترې د يوه سپاهي (سرتېري) په توګه کار واخستل شي.»(۲)
کله چې افغانانو او د افغانانو په څېر په هند کې مېشت نورو قومونو د ګورګانيانو ناوړه چلند وليد نو د دوی له دربار نه ووتل ځای ځای يې له دوی سره جګړه هم پيل کړه. که څه هم د ګورګانيانو د واکمنۍ پرمهال يو شمېر درباري تاريخپوهانو لکه ابو فضل، نظام الدين احمد بخشي، شيخ عبدالقادر بدايوني او په لسګونو نور يادولی شوچې د دوی ستاينه يې کړې ده.
له دې سربېره په بابرنامه، اکبر نامه او نورو شاهي نامو کې هم د مغلي واکمنو د ښېګڼو په اړه ان د مبالغې تر کچې بلا څرګندونې شوې دي.
ولې له بده مرغه چې پښتنو واکمنو دغې مسئلې ته په خپل وخت کې د ګورګانيانو په پرتله پاملرنه نده کړې اوس ځکه خو د پښتنو تاريخ په خړو کې ورک دی او که يو څه ګوټونه يې ځلېدلي هم دي بيا هم يوه تته رڼا يې په مخ پرته ده.
کوم پښتانه قومي مشران چې د مغلو په دربار کې منل شوي وه، د ساري په توګه د سکندر سور زوی عبدالرحمن او غازي خان چې په ۱۵۵۷ز کال ګورګاني دربار کې په کار بوخت شول، غوښتل يې يو شمېر نور افغانان هم دېته وهڅوي چې د مغلو په چوپړ کې شي. ولې د مغلو چارواکو د ناوړه چلند له مخې دوی هم وروسته له درې کالو نه د هغوی چوپړ پرېښود او د ګورګانيانو په وړاندې پاڅون وکړ.
همدا رنګه محمودخان سور (۱۵۷۲ز کې)، د عادلشاه زوی حسين (۱۵۷۴ز کې) او نورو له خپلو دندو لاس واخست او اکبر پاچا هم په ډېرې بېرحمۍ دوی وځپل.
کله داسې هم شوي دي چې ګورګاني چارواکو يو شمېر افغانانو ته د داسې دندو ورکولو ژمنه هم کړې وه چې دوی ته به هغه مهال ښه دنده ورکول کېږي، چې د مغلو د دښمنانو په وړاندې ډېر وجنګېږي. موږ د بېلګې په توګه خان زمان پښتون يادولی شو، چې نوموړي ته يې وويل چې ته بايد په همدغو لږ شمېر افغانانو بنګال ونيسې.
داسې په سلګونو بېلګې لرو چې د هندوستان په بېلابېلو سيمو کې افغانان دېته هڅول کېدل چې د ګورګاني حکومت له مخالفينو سره ښه وجنګېږي او که به کوم افغان مشر له دې نه سر غړاوه نو بيا به يې د هغه ځمکې او شته په خپلو پلويانو او جنرالانو وېشلې.
«جلال الدين اکبر ډېرو افغانانو ته اقتصادي ستونزې په خپل لاس پيدا کولې چې ده ته افغانان د غلامۍ سر ټيټ کړي. د ډېرو خانزادګانو ځمکې يې ونيولې.»(۳)
له دغو خانزادګانو نه موخه پښتانه مشران او خانان وه چې ابو فضل نه يوازې دغه خبره مني بلکې ده په خپلو ليکنو کې څرګنده کړې ده چې: «شېرشاه او اسلام شاه د خپلې واکمنۍ په مهال ډېرو پښتنو ته ځمکې ورکړې وې»(۴)
د جلال الدين اکبر منشي او درباري تاريخ کښونکي ابو فضل ډېرې داسې څرګندونې کړې دي چې تاريخ پوهان ترې ښه ګټه اخستلای شي، هغه پدې مانا چې ده ليکلي دي چې اکبر د بهار او بنګال پښتانه پخپلو پوځونو کې ونيول.
دا رښتيا ده کله چې مغلي ځواکونو بنګال او بهار له پښتنو نه ونيو، نو بيا يې يو شمېر پښتانه ځوانان د نورو پښتنو سيمه ييزو مشرانو د ځپلو لپاره خپل لښکر کې ونيول.
د هندوستان ډېر تاريخپوهان په دې اند دي چې پښتنو جنګياليو د زړه له کومې د اکبر پاچا په لښکرو کې خدمت کاوه خو مغلي چارواکو پرې باور نه کاوو.
«حاجي خان د خواص خان يو ورور سليم خان کاکړ، بابو منګليو سيد خان کرلاڼی، شهباز خان نيازی، ابراهيم خان کاکړ، ابراهيم خان ميانه، محمد خان نيازی، حبيب الله، فتح خان سور، دولت خان لودي، بهادر خان قدردار، سليم خان لواڼی، عيسی خان مشواڼی، سلطان سور، الله داد خان لواڼی، نصير خان ميانه، ماتو خان لواڼی، تاج خان لواڼی، شېر خان او نور د اکبر په لښکرو کې داخل شول او د ګورګانيانو امپراتورۍ لپاره يې نه هېريدونکي خدمتونه وکړل. خو يو يې هم لوړې رتبې ته و نه رسېد. اکبر په ترکانو، پارسيانو، هندوانو او ان نورو ته يې لوړې رتبې ورکولې خو له افغانانو سره يې چلند بل ډول و.»(۵)
پښتانه په افغانستان او هند کې له دا ډول بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې هم پخپلو کې په جګړو اخته وه، هم اکبر د خپل واک لپاره له خپلو دښمنانو سره جنګول او که کوم يو به ياغي شو نو هغه به بيا ګورګاني ځواکونو له مينځه يووړ.
په پای کې افغانان دې ته اړ شول چې د مغلو په وړاندې ودرېږي،ولې پرې ډېر ناوخته شويوه،سره دهغې هم د دوی د ظلمونو په مقابل کې په پاڅونونو لاس پورې کړ،چې څوبېلګې به یې په را تلونکوڅپرکو کې وړاندې کړو . ( نوربیا )
—کاروسراولف ، پټا نز۲۲۰ مخ
— سیر المتا رخین ۲۵۸ مخ
—- خا ن جهان لودی ۳۴ مخ
— ماثر الامرا ۲ ټوک ۲۱ مخ
— پټا نزهماغه اثر۲۲۳ مخ
—- عباس خا ن سر واڼی ۱- ب – ۱۲ مخ
— ډاکترعبد الرحیم هندوستان … ۲۶۵ مخ
[1] – کارو سراولف پټاننز ۲۲۰ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب