چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+افغان حکومت او ننګونې | جاوید ستانکزی

افغان حکومت او ننګونې | جاوید ستانکزی

د ننې لیکنې موضوع حکومت ته د ورپیښو ځینو مسایلو په اړوند راڅر خي چې ځینې غیر اختیاري دي او ځینې بیا د چارواکو د بی باکۍ او یا بی کفایتي له امله رامنځ شوي. که څه هم د ولسمشرغني حکومت (تیره دوره او روانه دوره) تل له ستونزو سره مل دي خو په دغه لیکنه کې یواځې دوه یا دري مسایلو ته اشاره شوی.

ښاغلی محمد اشرف غني احمدزی خپله لمړۍ او دوهمه دوره کې له خپل سیاسي سیال ډاکټر عبدالله عبدالله سره شریک حکومتونه جوړ کړل، البته دغه دواړه سیالان په خپلو ډلو کې ګڼ شمیر شریکان لري چې د هغوی د ساتلو په موخه یې په خپل منځ کې ډول ډول معاملې ترسره کړي. ایتلافي حکومتونه له سیاسي پلوه کمزوري یا زیانمنونکي وي او د چارو  د مخته وړو  په موخه له شریکانو سره همږغي ته اړتیا لري چې تر ډیره دغه مسؤلیت د حکومت پر اوږو وي او کچیري یاد ایتلاف په ښه توګه مدیریت نشي نو د داخلي سیاسي بحرانو سبب ګرځي. سیاسي بحرانونه کله طبیعي، غیر ارادي او کله هم خود ساخته وي چې له خاصو مسایلو څخه د توجه اړولو یا د خاصو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه په مصنوعي ډول ایجادیږي.

سیاسي ایتلاف:

د ایتلاف جوړول یا له کومې ډلې سره په واک کې شریکیدل اسانه خو پالل یې ګران کار دي. که څه هم ولسمشر غني له خپلو ایتلافیانو سره د اتحاد په جوړولو کې چټک خو په ساتلو کې یې خورا کمزوری دی، د بیلګې په ډول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د واک له ویشه وروسته د چارواکو د ټاکلو او عزل پر سر ستونزې چې دغه لړي تر اوسه دوام لري. پر دی سر بیره ولسمشر په خپل ټیم کې په تیره دوره کې له مارشال دوستم او په موجوده دوره کې له استاد عطا محمد نور څخه نیولې تر ارغندیوال پورې ایتلافونه جوړ کړل خو ډیر ژر سره پریوتل چې اوس یې ستونزې لا زیاتې شوي. ولسمشر غني د خپلو شریکانو یا د هغوی په ورپیژندل شوي وزیرانو یا والیانو په هکله یواړخیزه فیصلې کوي چې دغه عمل د ایتلاف د اصولو خلاف دي، البته دلته هدف دا نه دی چې ګواکې ولسمشر باید د فساد یا د چارواکو د بې کفایتي په مقابل کې چپ پاتې شي بلکه هره فیصله چې کوی باید له خپلو سیاسي شریکانو سره یې په ګډه وکړي څو د حکومت ستونزي د میز پر سر حل شي او بله دا چې د فساد او بی کفایتي په مقابل کې د ولسمشر اقدامات یواځې په واک کې شریکو ډلو پوری محدود پاته نشي بلکه دغه لړې باید د ده په خپل ټیم هم تطبیق شي ولو که هغه تورونه د کابل ښاروال، د پروموت پروګرام چې لمړۍ میرمن یې په رأس کې قرار لري او یا د چارو د اداري په لوی رئیس پوری کیږي، آزادانه پلټنې ترسره شي. دغه ډول خودساخته بحرانونه چې د یو اړخیزه فیصلو په نتیجه کې رامنځ ته کیږي یواځې د حکومت د کمزورتیا سبب ګرځي او له اصلي هدف څخه چې د فساد له منځ وړل دي توجه ګرځوي.

سیاسي اجماع:

ولسمشر غني تل په خپلو څرګندونو کې د سیاسي اجماع ذکر کوي خو په حقیقت کې ولسمشر په هیواد دننه له اکثرو سیاسي مشرانو، ګوندونو او حتی له خپلو حلیفانو سره ښي اړیکې نلري چې دا لاسته راوړنه نه بلکې کمزوري ګڼل کیدای شي. ولسمشر تر اوسه په دی ونه توانید څو په هیواد دننه د سترو سیاسي ګوندونو مشران او قومي مخور په یو میز راټول او په ملي مسایلو کې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي. افغانستان له داسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې له هر وخته زیات اوس یو موټي کیدو  ته اړتیا لري. کچیري ولسمشر غني په دی وتوانیږي چې ټول سیاسي مشران په یو میز راټول او د هغوی ملاتړ د نظام او حکومت په ګټه جلب کړي نو دغه خلا چې د بهرنیو ځواکونو د وتو له امله رامنځ ته کیدونکې ده ممکن په یو ښه فرصت بدله شي. په یواوالي کې برکت وي خو باید دغه اجماع نمایشي نه وي، بلکه د طالبانو په ګډون د هیواد ټولو سیاسي احزابو ، قومي مشرانو او مدني ټولنو ته په کښې د دولت په محوریت د ګډون زمینه مساعده شي. که څه هم په افغانستان کې واقعي ملي سیاسي ګوندونه چې خاص سیاسي فکر او ارزښتونه ولري وجود نلري او هغه  ډلې چې د سیاسي ګوندونو په ډول فعالیت لري په اصل کې قومي، سمتي او مذهبي جوړښتونه لري. له بده مرغه د سیاسي فکر د ودې لپاره نه د ښاغلي حامد کرزي او نه هم د ښاغلي غني په دور که توجه وشوه چې له امله یې موجوده سیاسي نظام بی ثباته پرځای پاته ده. د ولسمشر غني حکومت اوسمهال سیاسي اپوزسیون نلري او کولای شي هغه تیوریانې چې ولسمشر یې په خپلو ویناؤ کې یادوي په عمل کې تطبیق کړي او په هیواد کې موجود لوی احزاب، د قومونو مشران او رښتیني علما د دولت په محوریت د نظام د دفاع او تل پاتې سولې په موخه په یو میز راټول کړي.

ددی ترڅنګ د سیمي او اسلامي نړې په ګډون یوه سیمه ایزه اجماع رامنځ ته کولو هڅې ګړندې شي چې دغه پروسه د بهرنیو چارو د وزارت په رهبري پیل او د ملي سیاسي اجماع له بشپړ ملاتړه برخمنه شي.

د دولتي ارګانونو پیاوړي کول یا د ظرفیت لوړوالی:

له ټاکل کیدو د مخه ولسمشر اشرف غني له ولس سره خورا زیاتې وعدې کړی وی خو تر ډیرو مهمې یې د دولت په دستګاه کې اصلاحات او د دولتي ارګانونو پیاوړي کول ؤ. دا خورا مهم اصل دی او که د نړې پرمختللو هیوادو او په سیمه کې مخ پر ودې هیوادو ته ځیر شو نو د هغوی د پرمختګ راز هم د دولتي ارګانونو او بنسټونو په خپلواکي او پیاوړتیا کې موندلای شو.

خو واک ته له رسیدو وروسته دغه وعده پوره نشوه او د مختلفو دولتي ارګانو په چارو کې د مداخلې عمل پیل شو، که څه هم هغه څه چې د ده د واک په لمړۍ دوره کې تر سترګو شول تر دوهمی دورې یو څه بهتر ؤ. د ده د واک په لمړۍ دوره کې دولتي ارګانونه تر یو څه حده خپلواک ؤ، په خپل چوکاټ کې یې کار کولو او تر یوه حده په اصلاحاتو هم کار کیده خو له بده مرغه د ولسمشر غني دوهمه دوره کې حالات خورا خراب شوي. د دولتي ارګانونو واک یواځې د چارو د ادارې لوی ریاست په خاصه د چارو د ادارې لوی رئیس او د ملی امنیت سلاکار و لاس ته غورځیدلي چې دغه عمل د ولس د بی باورۍ او د حکومت د ضعف سبب ګرځیدلی او په راتلونکی کې به لا ډیر بد عواقب ولري. دغه دواړه ارګانونه نه یواځې د مختلفو وزارتونو په کار کې مداخله کوي بلکه په مختلفو ارګانونو کې د مقرریو لا لاري د خپل نفوذ د پراخولو هڅې کوي چې دغه عمل د یادو ارګانونو به مؤثریت او ظرفیت مستقیم اغیز لري. دا خبره اوس یو روڼ حقیقت دی چې په دولتي دستګاه کې د دندې کلي یا د چارو د ادارې له لوی رئیس (چې د فضلي ګروپ په نوم یادیږي) یا د ملی امنیت د شورا د مشاور (چې د محب ګروپ په نامه یادیږي) په جیب کې ده. که مربي لری نو مربا خوره. د ښځو د ونډې په نامه یواځې هغه څوک په لوړو دندو  ګمارل کیږي چې کاري تجربه یې یواځې د یادو چارواکو آشیرواد وي. د ملی امنیت د مشاور پوسټ یو غیر اجرایوی پوسټ دی خو داسي بریښي چې امنیتي سکتور دده تر رهبري لاندي کار کوي چې دا په خپل ذات کې د امنیتي ارګانو په کار کې مداخله ګڼل کیدای شي او د مؤثریت نښانې یې د کابل په ګډون د لویو ښارونو امنیت په ګوته کیدای شي.

د یادو دواړه ارګانو مداخله تر هغه حده غځیدلې چې د حکومت اکثره ادارې په خاصه د بهرنیو چارو وزارت چې د سولې په پروسه کې کلیدي رول لوبولی شي غیر مؤثره کړی چې له امله یې د پورته ذکر شوي اجماع د رامنځ ته کولو مخه هم ډب کړی.

پای نوټ: د ولسمشر غني په پوهه او کاري تجربه کې هیڅ شک نشته او نه یې هم صداقت ته څوک ګوته نیولای شي خو د ده د حکومت په چوکاټ کې ځینې مهمې ستونزې موجودی دي چې په ګوته کول یې اړین دي. د حکومتي چارو د پرمخ وړو لپاه تل یو ښه صادقه، تجربه کار کاري ټیم درلودل، د دولتي ارګانونو پیاوړتیا او د ایتلافي ډلو ترمنځ همږغي ته اړتیا وي چې پرته له هغه د ټاکل شویو موخو ترلاسه کول ستونزمن کیږي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ولسمشر د دغه ګډ کور مشر دی، د کور په انګړ کې د ټولو احزابو، اقوامو او ډلو راجمع کول د ولسمشر دنده ده.

د فساد د مخنیوي او له منځه وړو دپاره د څیرو بدلولو پرځای د سیستم رغولو ته اړتیا ده. د فساد په زرهاؤ دوسیې په لویه څارنوالي کې ثبت دی خو نتیجه یې لکه د تورن اسماعیل خان د دوسيې په څیر ده چې ولسمشر د خپل لمړي معاون په سپارښتنه پرې اجرأت وکړل حقیقت دادي چې د فساد په نامه هغه دوسیې چې په لویه څارنوالي کې ثبتیږي د فساد د ترویج سبب ګرځي. په دولتي سیستم کې اصلاحات او اصلاحات یې یواځینی حل دی.

د هیواد په نافذه قوانینو او طرزالعملونو کې د دولتی ارګانو صلاحیتونه او حدود واضح دي او هیڅ ارګان باید د بل یوه په حریم کې مداخله ونکړي بلکه د همږغي په فضا کې په ګډه د عمومي موخو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي. د پورته ذکر شویو ستونزو د حل لپاره له ولسمشر غني چې د ناکامه دولتونو د جوړولو کارپوه دي بل وړ کس نشته او باید هرڅومره ژر چې کیږي د چاپلوسانو له هستې ځان بهر او د خپلو تیوریانو د تطبیق عمل پیل کړي.

لیکوال: جاوید ستانکزی – لندن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب