چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+سره او شنه سیاستونه | نعمت الله صدیقي

سره او شنه سیاستونه | نعمت الله صدیقي

له تېرو څو لسیزو راهیسې چې هر کال د ثور د اوومې او اتمې د تاریخ عدد راځي، زموږ د سوشل رسنیو ډیسک یو بحث له ځانه سره راوړي. ښايي د تاریخ د تکرار یوه ضمني مانا همدا وي، چې که فیزیکل تکرار نه وی؛ نو حافظې او یادښتونه خو ضرور راپاروي.
د ثور د اوومې او اتمې یو ډېر عرفي بحث دا دی، چې د ښکیلو غاړو کومه خوا او څوک ملامت وو او دي؟ وطن چا او ولې وران کړ؟ دا داسې یو بحث او مکالمه ده، چې دا دواړه لوري (انقلابیون او مجاهدین) یې پر یو او بل وراړوي او ان احساساتي چلن کوي. پر یو او بل وشنیږي، ښکنځل وکړي، بدې ردې ووايي، د پور او پېغور له ژبې وروسته دا بحث بل کال ته پاتې شي. نه څوک ملامت دی او نه څوک سلامت. خو وطن او سیاست یې د همغه د اوومې او اتمې په څېر له عملي رنځه همدا اوس هم تېږي او کړېږي.
موږ هم نه غواړو چې څوک سره ملامت یا سلامت کړو. دا خبره اوس تقریباً نهايي شوې، چې که هرڅوک په حقه وو یا نه وو؛ مګر وطن (سورکافر!؟) و. کله چې وطن کافر او ملامت دی؛ نو دغه دواړه لوریو ته یې خیر شه؟ بس وطن خپله جزا ګاللې او پر خپل عمل رسېدلی!؟
زه نه وایم چې په دې وطن کې له غلطۍ او غولطیو وروسته څوک حق نه لري؟ دا نساني او سیاسي ظرف هم نه ایجابوي؛ خو که لږه سیاسي حیا او شرم هم وای. فکر نه کوم، چې پر غلطیو دې څوک دومره کلک ودرېږي او یا دې پر بریو او ملامتیو څوک داسې توجیه کوي، چې ان څوم نسل یې هم د اور له تاوه خوندي نه وي.
زموږ یو تر ټولو بد اجتماعي خوی او عادت دا دی، چې له تېرو یې نه زدکوو او دا نه زدکړه هم خپله جزا راکوي او موږ خوشحال یو، چې چزا مو د منصور د مینې او خود دارۍ په قیمت ده. د تېرو څلويښتو کلونو د سرو او شنو سیاستونو یوه چزا په همدې بڼه هم وه. چې موږ یې له هیڅ کوم اړخه زده نکړه. هغه زدکړه چې ښايي دونیا یې لا په خوب کې هم ونه ګوري خو هوس یې ورسره وي؛ مګر دا دی موږ تېره کړه لا یې هم تېروو او تجربه کوو.
زموږ د تېرو سرو او شنو سیاستونو پر دقیقو عواملو خبره زما د دې کالم د وس کار نه دی؛ خو هغه درد چې له (دستوره یې زګېروي خېژوي) په بهانه او مصدق دا غوټه په همدې موخه سپړم، چې که خدای دغه بحث کوونکیو او خواو ته د یوې وړې او بېخي لږې منطقي او فکري ساه اخیستي استدلال توفیق هم ورکړ؛ ګویا موږ به یې وګټو!؟
زموږ د تېرو سرو او شنو سیاستونو یو غټ تاوان دا و، چې مقدسات او ارزښتونه پکې لېلام شول، خبره، جرکه و مرکه، استدلال، مکالمه، اخلاق، احترام او راوداري، چې زموږ د ولسونو او خلکو پاخه ارزښتونه او تړې وې. ټول یې له یوې مخې منفور وګرځول. زموږ د بیا احیا لومړۍ تاده باید چې همدا ارزښتونه رغول وي. علم، بحث او مکالمه د دې ارزښتونو لومړني اوزار دي.
پردیو بې بندوباره سیاستونو او ایډیالوژیو د سیاستونو په نامه فکري او سیاسي نظامونه وشرمول. تر هغې چې سیاستونه بېرته یو نظریاتي ډسکورس ته نه وي راغلي، تر هغې د سیاست رغول خیال او خوب دی. پروژوي او جوړښتي سیاستونه لنډمهالې وي، د اوږد مهالو، ملي او نظریاتي ګټو لپاره سیاسي ايډیالوژي او یا نظریاتي سیاست اساس او بنسټ دی.
زموږ دسرو او شنو سیاستونو په منځ کې هر شعار و، مګر شعار ــ شعار وي. فکر، سیاست، نظریه د ملي ارمانونو په نامه دا ټول څه په کې وو؛ مګر یو شی، چې د نوم تر حده هم پکې ګنهګار و هغه ملت، خلک او وطن و. په دې سیاستونو کې هر څه وو؛ مګر وطن او د وطن انسان نه و.
 پوهې، فکر، علم او فرهنګ په وړاندې چګړه، ټوپک، د زرو زورقدرت، وژل هغه معادل لفظونه او کړنې وې، چې د کفر او اسلام تر حده خلکو پر یو او بل وازمویل. خو پایله دا دی اوس هم صفر ده.
مقصد د خبرې دا دی، چې پورته ټول هغه څه چې زموږ د سرو او شنوسیاستونو، انقلابونو او جهادونو ثمره وو، په دې نه ارزي، چې موږ کومه خوا دې پرې وویاړو او یا دې یې هم په افتخار یاد کړو. ویاړ به دا وي، چې په یادلو یې په خپلو تېرو تېروتنو فکر وکړو او سبا د پرون په تجربو وران او یجاړ نه کړو.
نړۍ دا وخت د یو نظریاتي او فکري سیاستونو وراخوا پټ او دوه مخي سیاستونه پر مخ بیايي. په دغه سیاستونو کې هر هغه څوک لاندې دي، چې د خپل ملي استحکام بنسټونه یې ویجاړ وي او ملي وحدت یې ورکه وي. د ملي وحدتونو ورک همغه ده، چې د یوه وطن یوې عقېدې او د یوې رشتې په تار تړلي یو او بل سره خوري.
د استعمار دا حربه (ښکیل یې کړه او ایل یې کړه) په همدغه مصدق او مانا په درېیمه نړۍ هېوادونو کې روان دی، تر هغې چې دې ښکلتیا ته نه ونه ویل شي. استعمار به زموږ له ښکلتیا ګټه اخلي او په همداسې وړو وړو خبرو سره ورک یو. استعمار ټول هغه احتیاج ته وايي، چې په شته امکاناتو کې دې بل ته لاس نېولی وي.
خلاصه دا چې نه فعلاً شنه سیاستونه چلېږي او نه سره؛ بلکې ټول هغه سیاستونه چې بنسټ یې پر فکري، شعوري او ملي ارزښتونو ولاړ وي، د رښتینې ملي او نظریاتي سیاست ارزښت او مرام دی. دا ارزښت په ښکنځلو، سپکو سپورو، بد چلن او د پېغور په ژبه نه دی ولاړ؛ بلکې بحث، علم، اخلاق او مکالمه یې اساس دی. د شاعر خبره ده:
نه زوړ منطق چلېږي دلته نه زاړه فکرونه
ځېرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب