چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+په ۱۹۵۰ د ویښ زلمیانو تاریخ جوړونکې مظاهره

په ۱۹۵۰ د ویښ زلمیانو تاریخ جوړونکې مظاهره

لیکوال: سلیم پاینده

لومړي وزير محمدهاشم میوندوال، گل پاچا الفت، قیام الدین خادم، محمدرسول پښتون او د ببرک کارمل پلار غُنډمشر محمدحسېن د ويښ زلميانو په مظاهره کې (انځور يې ښيي) د شور بازار‌ د حضرت مجددي او سخت دريځو ملايانو پر وړاندې د خپل نرم‌ځواک تر څنگ، په ۱۹۵۰ کې د صدارت څلورلارې کې د خپل فزيکي موجوديت نندارې وړاندې کولې. عمدتأ دغه مظاهرې د ملايانو او مذهبي ډلو ځوابيه غبرگون وو.

هغه وخت چې د ويښو زلميانو مقاله “دعوت مردم به خرافات” تر لومړۍ هغې یوه اونۍ وروسته، د وري پر ۱۹مه په ندای خلق کې خپره شوه، د ملایانو پراخه غبرگون یې را وپارولای شو. د گوند یو مشر غلام حسن ساپي د مذهبي جوړښت او لوستې پوړۍ غړو تر منځ یو بشپړ جنجال رامنځته کړی وو، ځکه نوموړي په ​​ښکاره ډول پر والي او ملایانو د پیغمبر د وېښته لپاره، د زیارت د جوړولو په خاطر نیوکه کړې وه:

د زیارت د ودانۍ جوړولو په خاطر د ښوونځي ودانېزې چارې ودرول شوې، آن د هغې ټول تخنيکي توکي او ساختماني مواد د زیارت لپاره وکارول شول. پوښتنه داده، چې د مذهب او مډرن ژوند د غوښتنو پر اساس چې نران او ښځې دواړه زده کړو ته اړ باسي، آیا موږ اړ یو چې ښوونځي جوړ کړو که زیارتونه؟ زموږ اوسنی حالت د شرم وړ دی. اړ یو چې د خلکو سترگې د هېواد په زړه‌-بوږنونکو واقعیتونو بينا کړو او د هغوی سره مرسته وکړای شو ترڅو هېواد د ناپوهۍ، شاتگپالنې او خرافاتو څخه وژغوري، افغانستان او په ځانگړې توگه ختیځ ولایتونه مډرنو ښوونځیو ته اړتیا لري. موږ هیله لرو چې زموږ لوی دینپوهان [علماء کرام] او روڼاندي ځوانان به د دا ډول خرافاتي او شاتگپالو کړنو پر وړاندې مبارزه وکړي.

مقاله په کابل کې د خلکو د لاریون لامل شوه، چې مشري یې د هیواد د ترټولو مشهور مذهبي مشر، د شور بازار صوفي حضرت فاضل عمر مجددي پر غاړه وه. حضرت مقاله استثناء کړله او په دې هڅه کې شو چې په غلام حسن خان ساپي باندې د (تکفیر او رجم) تور ولگوي او غوښتنه یې وکړه چې د شریعت له مخې باید سنگسار شي. یو لوی شور او پراخه غوغا راپورته شوه، مجددي ډیر ملایان راټول او یو ځای کړل. هغه حتی کوښښ وکړ چې خپل پلویان د سویلي پکتیا ولایت څخه کابل ته راولي. د ساپي په دفاع کې، د ډیموکراتیکو گوندونو په مشرۍ، د لوستو ټولگیو غړو هم پراخ او عام لاریون وکړل. د مجددي کورنۍ د تاریخ په اوږدو کې له سمون غوښتونکو او روڼاندو سره په مستقیمه شخړه کې واقع وه. ساپي ونیول شو، محاکمه شو او تر هغه بندي شو چې “د توبې او اصلاح نښه د هغه پر تندي څرگندیدله”. خو لاریونونو دوام وکړ. مذهبي مشران د هغه څه څخه چې “سپک مجازات” یې بلل خوښ نه ول. له همدې امله یې د نورو لارو څخه هڅې پیل کړې. د ۱۹۵۱ د جولای پر اوله په کابل کې د پاکستان د سفارت په خپرې شوې اعلاميې کې راغلی وو چې، د افغانستان د ټولو سیمو علماء او ملایان پاچا ته لاندې غوښتنې وړاندې کوي:

لومړۍ: ساپي او د هغه اصلي پلویان باید د اسلامي هېوادونو لکه؛ مصر، عراق او حجاز د یوه بورډ له خوا محاکمه شي.

دوهم: د ندای خلق خپلواکه رسنۍ چې د پاچا او خلکو په وړاندې ناراضایتي رامنځته کوي، وتړل شي.

درېیم: هغه لیکوالان چې د خپلو لیکنو له لارې په سیمه ییزو رسنیو کې کمونیسټ تفکر خپروي، مجازات شي.

د دیني عالمانو غوښتنه، له لویه سره دا وه چې له هغوی پرته نورو خلکو یا سازمانونو ته اجازه ورنه ورکړل شي چې له اسلامي موضوعاتو سره نيږدي پاته شي، یا نوی تفسیر وړاندې کړای شي، دوی دا یوازې خپل ځانته ځانگړې کړې وه. د دوی غوښتنه په روښانه ډول د غلام حسن ساپي د مجازاتو لپاره لوی چوکاټ غوښت چې د ورته نورو پېښو لپاره لارښود پاته سي، په همدې دلیل دوی هڅه کوله چې د نورو اسلامي هېوادونو څخه دیني عالمان داخل کړي. د دوی په نظر د ساپي مقاله د یو سیاسي گوند نظر څرگند کړی دی، نو مسئالې ته باید په پراخه کچه پاملرنه وشي، نه یوازې لیکوال ته مجازات ورکړل شي، بلکې گوند یې هم وتړل شي. ددې سربېره چې د ساپي په ملاتړ په کابل کې لوی لاریون ترسره شو، د دیني عالمانو نظر دا وو چې ټول هغه څوک یا څه چې د دوی واک ننگوي باید کمونست وگڼل شي، او کمونسټ گوند به نه یوازې چې د افغانانو غوسه راپاروي بلکې د نړۍ له گوټ گوټ څخه به د مسلمانانو پام ځانته را واړوي، چې په دې توگه قضیه یوه نړیواله مسأله گرځي. د “کمونېزم” کلمې په یادولو، دیني عالمانو ټینگار کاوه چې د ساپي د مقالې تر شا اسلام ضد اوږدې ریښې پرتې دي.

د ملايانو او ملتپالانو ترمنځ شخړه او د اهدافو په ترلاسه کولو کې د روحانیونو ناکامي، ځینې ځوانو ملایانو ته د خپل سیاسي گوند د رامنځته کولو په اړه فکر ورکړ. هغوی نه یوازې د خپلو نظرونو د خپرولو لپاره، بلکې د ملتپالو ډموکراتیکو سیاسي گوندونو سره د سیالۍ لپاره لېوالتیا لرله. دوی د ویښ زلمیانو څخه زده کړل، ددې لپاره چې خپلې موخې ترلاسه کړای شي او سیاسي دریځ یې پیاوړی واوسي؛ اړ دي ځانونه په سیاسي چوکاټ کې تنظیم کړي. فضل رحیم مروت څرگنده کړې ده چې د مجددي د کورنۍ ځوانو غړو پریکړه کړې وه، چې یو داسې سیاسي گوند رامنځته کړي چې د کمونیسټ پلوه ښکیلو لوریو پر خلاف کار وکړي. ځینو مؤرخینو او د افغان سیاسي تاریخ څيړونکو ادعا کړې ده چې نوموړی گوند د ۱۹۵۲ په لومړیو کې رامنځته شو، مگر لا هم دقیق مالومات د هغوی په اړه نشته. په حقیقت کې روحانیون په هغه وخت کې د اسلامي گوند په جوړولو کې پاته راغلل. مگر د اړیکو په رامنځته کولو او منظمو غونډو په جوړولو سره دوی د یوه مذهبي اسلامي جریان پروسه پیل کړای شوه.

دا د مذهبي بنسټونو او روڼاندو ترمنځ په افغانستان کې لومړۍ ښکاره مخامخ کېدنه او شخړه نه وه. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې روحانیونو خلک راټول کړي وو او د افغانستان د سویل او ختیځ په لیرې پرتو سیمو کې یې د حکومت په وړاندې بغاوت رهبري کړی وو. په هرصورت، دا ځل په کابل کې جگړه او تقابل د عامه لاریونونو له لارې وشو. دا د یو ډیموکراټیک ملتپال گوند پروړاندې لاریون وو چې د مذهبي ايډیالوژۍ پرځای یې د قانون د واکمنۍ او ملتپالنې پلوي کوله.

دواړو لوریو خپل نظریات د وسلوالو پاڅونونو پر ځای د عامه لاریونونو له لارې څرگند کړل. په حقیقت کې دغو لاریونونو په هېواد کې د نوي ځواک په توگه د روڼاندو د مطرح کولو سره مرسته وکړله او په نهایي غایه کې د ویښ زلمیانو په گټه پای ته ورسیدل. که څه هم حکومت غلام حسن ساپی بندي کړی وو، خو په لویه کې یې ځان د روڼاندو سره په تقابل کې نه راويستی، پدې توگه يې د ملايانو غوښتنو ته ځواب ونه وایه او په ښکاره ډول یې د ساپي مقاله د کمونسټي دوکتورینو د خپراوي په توگه جدي ونه گڼله. د ساپي سزا یې را ټیټه کړله، د هغه اعدام ملغا یې کړ او حتی د عمر قید جزا یې پلي نه کړله. دا چې د هغه د مجازاتو موده د دولت په لاس کې وه، له دوه کلن بند وروسته یې هغه خوشې او په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل وټاکل سو. دا کار د “ملايانو” په وړاندې د حکومتي پالیسۍ ژور بدلون څرگندوي. د مذهبي جوړښتونو څخه د رضایت او له هغوی سره د یوځای کار کولو څخه حکومت خپل کار پای ته رسول غوښت، حکومت نور د قدرت ساتلو لپاره د روحانیونو په ملاتړ تکیه نه کوله.

له دې هاخوا، د مذهبي روحانیونو او ویښ زلمیانو تر منځ تقابل او شخړه تر ورځپاڼو او عامه مظاهرو پورې محدود پاته نه شوه. گوند نورې لارې هم کارولې، لکه د کتابونو خپرول، تر څو د مخالفو غبرگوني ځواکونو سره مبارزه وکړای شي. د بیلگې په توگه، په ۱۹۴۸ کې، ویښ زلمیانو «د شوربازار حضرت څوک دی؟» په نوم یو کتاب خپور کړ، په دې کتاب کې د نقشبندي صوفي مجددي کورنۍ د مشر او په هیواد کې ترټولو نفوذ لرونکي روحاني په اړه ناویل شوې خبرې راغلې وې . کتاب کې، نه یوازې د افغانستان په سیاسي ناکرارۍ کې د حضرت منفي رول بیان شوی وو، بلکې د شاتگپالو مذهبپالو لخوا د هېواد پرمختگ ته متوجه زیانونه هم تشریح شوي وو، ددې تر څنگ په شلمه پېړۍ کې د افغانستان پر کورنۍ سیاست هم منظم بحث شوی وو. کتاب په پټه ویشل کېدی.

که څه هم، ویښ زلمیان او د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۲ ترمنځ نور سیاسي گوندونه د مذهبي جوړښت پروړاندې غالب ول، مگر د حکومت پر وړاندې یې د میدان توپ له لاسه ورکړ. د دوی خپرونو، لاریونونو او په ځانگړې توگه ملي شورا کې پر حکومت انتقاد ددې لامل شوی وو چې حکومت دوی د ۱۹۵۲ په اپریل کې سرکوب کړي، دا د سیاسي مبارزې د یوې دورې د پای په مانا گڼلای شو.

که څه هم حکومت د ویښ زلمیانو د ملت پالنې ځینې غوښتنې عملي کړې، لکه د پښتونستان مساله، د پښتو ژبې وده او د عصري زده کړو خپرول، اما د مشروطه دولتجوړنې سره یې علاقه ونښودله. د ویښ زلمیانو گوند له منځه وړل د افغان سیاسي تفکر لپاره نه ملهم کېدونکی او ژور زخم رامنځته کړ. تر ویښ زلمیانو وروسته هېڅکله هم بیا ملتپالنه، مشروطه غوښته او د قانون واکمني د سیاسي تنظیم او تحرک لپاره محور ونه گرځېد. پرځای یې، د اساسي قانون لسیزې په جریان کې، د ۱۹۶۴ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ یو شمیر سیاسي گوندونه راڅرگند شول، مگر هغوی په پراخه توگه د سخت دریځو ایډیالوژیو لکه مارکسيزم او اخواني اسلامیزم څخه ملاتړ وکړ.

د ملتجوړونې هغه موډل، چې د ویښ زلمیانو گوند تشهیر کاوه د گڼ توکمیزو گټو پر استازولۍ ولاړ وو او پښتانه پکې د ملت زړه گڼل کيدل. د پښتنو اخلاقي ارزښتونه او کړنې پکې څرگندې شوې وې، او په ژوره توگه پښتون-محوره احساس پکې نعښتی وو. توکمېز پیوستون د ټولنیز-سیاسي او اقتصادي تړاو پر بنسټ وو. د ویښ زلمیانو کړنلاره د پښتو ژبې پر ودې او پراختیا ټینگار کوي، د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه ننگه کوي، لرغونو تاریخي او ملي میراثونو ته درناوی لري، سائنس او مډرن انساني فرهنگ خپروي او د ملت او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کوي.

د ویښ زلمیانو پلټفورم دا هم څرگندوي چې څرنگه د شلمې پیړۍ په منځ کې د لوستې طبقې، د حاکمو نخبگانو یوې برخې او نشنلسټي افکارو په گډه د حکومتونو پر تختونو ویده حکمفرمایان راویښ کړای شول. مگر ډېر ژر دوی وموندله چې په سیاسي پروسه کې خپله ایډیالوژیکه اتورېته له لاسه ورکوي. دې چارې له دوی څخه ځیني د دې په اړه فکر کولو ته اړ کړل چې څرنگه خپل ځان په بدلیدونکې نړۍ کې تنظیم کړي ترڅو د دوی د نظریاتو لپاره په ټول هېواد کې د حکومتي حاکمې طبقې او نورو په هڅولو سره د خپل ایډیالوژیک تسلط مراندې پیاوړې کړي. هغه برخه چې ددې نظریې سره په مخالفت کې واقع شوه د اسلامي گوند جوړولو ته وهڅول شوه او په دې توگه په افغانستان کې د سیاسي اسلام د رامنځته کیدلو لومړی پړاو هم پیل شو.

دغه سیاسي-ايډیالوژیک توپیر او بدلون د یوې اوږدې لانجې پیل وکړ چې تر نن ورځې پورې دوام لري او دا یې په ډاگه کړه چې د شلمې پیړۍ په منځ کې ترټولو فعال او متحرک سیاسي گوند، ددې پر ځای چې اسلامپال واوسي، ملتپال وو.

2 COMMENTS

  1. د لوستونکو د زیات معلومات له پاره :
    په تصویر کي د میوندوال کیڼ لاس ته ( چي موږ ته ښی لاس دئ) د ویښ زلمیانو مشر محمد رسول خان پښتون او د هغه څنگ ته په اوږده چوخه کي مولوي عبدالخالق واسعي دئ ( د شهید عبدالواسع اخندزاده زوی).

  2. افغانستان شاید د نړۍ پر مخ یوازنی هیواد وی چی ځینو یا ډیرو تاریخی ترخو واقعیتونو ئې لسیزی لسیزی وروسته بیا هم د جغرافیا ستونی ور تنګ کړی او ګریوان ئې ور څیرلی دی ، هغه څیرَوَنه چی حتی وروستی او بعدی بدلونونو ئې هم د ګنډلو او رغَوَلو توان نه دی موندلی.
    په هره توګه،
    چی له هره سره ګز سی خو نتیجه همهغه نتیجه ده یعنی:
    د دوو سترو قدرتونو ( شوروی او انګرېز ) خپل منځنی رقابتونه او خطرناک فکری – عقیدتی – سیاسی تمرینات او یو بل ته د دې خطرناکو تمریناتو د حساسیتونو د انعکاس د کچی او کیفیت معلومول طبیعتاً دداسی پیښو د را منځته کېدو لامل ګرځیدلی دی.
    زموږ د ټولنی د موجودیت د باغ یو پلو ته د ایشولو او ګرمو اوبو ویاله او بل پلو ته د یخو او بعضاً کنګل ځپلو اوبو ویاله بهېده او بهیږی.
    امّا
    د شوروی او انګریز او د وخت د حُکامو ستر خیانتونه زموږ په حق کی دا وه چی:
    موږ ته ددې فرصت او واک را نکړه سو چی د دواړو ویالو اوبه یو غټ جهیل ته هدایت او د ترکیب په صورت کی یو معتدل عنصر رامنځته او مدیریت او توزیع ئې پخپل لاس او واک کی ولرو او د خپلو ملی ارمانونو باغونه او مځکی په خړوبی کړو. په بله ژبه، دېته پرې نه ښودل سوو چی هم سُنت او هم تجدد اصلاح او نرم او بیا یو د بل سره پیوند کړو.
    بناً
    د درو واړو افراطی کړنی د سختی او افراطی غندنی وړ دی ( که مجددیان وه یا غلام حسین ساپی غوندی وچ مَیَنان یا مستبد او د ټولو قدرتونو مشترک مزدور حُکام ).
    تر ټولو د سختی غندنی وړ هغه کسان دی چی د تاریخ څخه ئې عبرت نه واخیست او د ۱۹۶۵ کال د جنوری په لومړۍ نېټه ئې د کابل په څلورمه کارته کی د هغه آتش فشان له خولې څخه ستری ستری ډبری لیری کړی کوم چی د بل آتش فِشان د فعّال کیدو مخه ئې نیولې وه چی البته ددې وضعیت په مسئولیت کی هم د حاکمی دستګاه رول او برخه د انکار وړ نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب