چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+ادبيات او فلسفه|  اکبر کرګر

ادبيات او فلسفه|  اکبر کرګر

 د څيړونکو لپاره ډېر په زړه پورې خو تر حده پيچلی بحث د ادبياتو فلسفه يا د ادبياتو او فلسفې د اړيکو بحث دى. د دې بحث اړوند يوه خبره دا هم ده چې، «چرگه مخکې پيدا ده او که هگۍ» يعنې فلسفه تر مخه وه او که ادبيات« شعر، ډرامه او داستان او نور…» بله خبره دا هم ده، چې ايا د دواړو اړيکې سوله ييزې دي او که له کوم جنجال څخه خلاصی دی؟ او بله خبره دا هم ده چې د دواړو مسالو تداخل په يو بل کې تر کومه حده پورې دی؟

دا او داسې نور ډېر مسايل شته چې کېداى شي بحث پرې وشي.

د ايتاليا د يو مشهور ليکوال «ايتالو کالوينو» په نظر ادبيات او فلسفه تل په خپلو منځو كې سره په شخړه بوخت دي. د فيلسوف سترگې تل د نړۍ له تورتمونو اخوا ويني. پردې ليرې کوي او هغه څه چې شته د کلي ايډياگانو د اړيکو په منځ کې هغه د غڼې له جاله را کښته کوي او داسې قوانين وضع کوي چې د هغو له مخې مخکې وروسته والى سره يوازې څو پلي يا پياده گان د سطرنج پر تخته دروي او نور ټول خپل اغېزمنتوب له لاسه ورکوي.

کالوينو يو داسې مثال وړاندې کوي وايي: «کله چې ليکوال ميدان ته راځي خيالي مهرې لکه پاچا، وزير، آس باندې نومونه ږدي، هر يوه ته نوم ورکوي. هر يوه ته دنده او صفات ورکوي. شاهوار، رهوار او يا روحاني چې په دې وسيله د سطرنج تخته د تورتمو لارو گودرو او توفاني سمندرونو ډگر گرځي. په همدې برخه کې ده چې د لوبې قوانين بدلېږي او د چارو يو نظم ته لاره برابرېږي، هغه څه چې د فيلسوف هدف و، ور سره توپير لري. يا په بل عبارت هغه څه چې د لوبې نوي قوانين پيدا کوي پخپله د نويو فيلسوفانو څيره خپلوي چې بيرته شاته ستنېږي چې وښايي هغه کار چې ليکوال يې ترسره کولی شي د فيلسوفانو په خوله کې لوييږي. دلته په واقعيت کې رخ او فيل نشته، يوازې هماغه کلي افکار دي چې پرده يې پر مخ را کش کړې ده.(۱۔۲۵۷)

 د کالوينو په باور وسله يوه ده دا وسله کلمه ده چې د دواړو حريفانو يعنې فيلسوف او اديب ليکوال په لاس کې ده، خو دا کلمه د بلور په بڼه ده چې بايد وتراشل شي، صيقل شي چې خپله وځلېږي، روښنايي وځلېږي، نو دې کار ته دقت په کار دى. د کالوينو په باور د فلسفې او ادبياتو شخړه نه بايد پاى ولري، خو که دا جگړه تل نوې وي او هر وخت يې ووينو، ډاډ تر لاسه کولي شو چې د کلمې پوسته به موږ ته پخپله لکه تېره څوکه پټه نه بلکې روښانه به وځلېږي. په دې جگړه کې بايد حريفان يو له بله سترگې وانه ړوي، خو يو د بل مورچل ته هم بايد نژد نه شي. فلسفه هم همدا شان که له هغه څه نه زيات د انسان په وجود کي ځاى نيسي او يا په سملاسي او ژونديو تجربو ته لاس اچوي، نو ادبي جذابيت به ان متافيزيکي تجربي او نظري منطق به شاته پاتې شي. اوس پوښتنه دا ده چې ايا فيلسوف ليکوال کولی شي جهان په نوي فلسفي ليد وگوري؟ داسې ليد چې د ادبياتو لپاره هم نوى وي؟ په دې برخه کې د ادبي اثارو په لړ کې د ژان پل سارتر مشهور ناول «زړه بدى» يو فلسفي ناول گڼل کيږي، په دې ناول باندې که د يوې شيبې لپاره غور وکړو قهرمان هلته په هينداره کې خپلې څېرې ته گوري، خو د کتاب په زياترو نورو برخو کې فيلسوف ليکوال بيا په فلسفي لباس کې مالومېږي، نه د ليکوال په ډول چې يو تجربې خاوند ليکوال همداسې کوي. (۱ ـ ۲۵۸)

همدارنگه د فلسفې د ادبياتو له لارې يو څيړونکی مايک کرونين هم په دې باور دى چې:

د فلسفې او ادبياتو اړيکې له زياتو اړخونو پيچلې دي او د بېلابېلو ساحو په توگه په عملي لحاظ نږدې هم دی. نوموړي ليکوال د داسې یوې بېلگې يادونه کوي، وايي فلسفه د ليکلو ډېر او بېلابېل ادبي ډولونه کاروي او خپل هدف بيانوي. پارمنيدس او لوکريتوس شعرونه ليکل، هيراکليتس لنډې وجيزې او ضرب الامثال ليکل، اپلاتون او اگوستين يوتيموس، مالبرانش، بيرکلي او هيوم ديالوگونه ليکل، مونتايگن او ايمرسون مقالې ليکلې نورو فلاسفه وو لکه ولتر، ديدرو، نيچه، سانتيانا، سارتر، مردوچ ځينې داسې ليکنې کولې چې په خپلو ناولونو کې يې فلسفي مطالب ځايول. ځيني فلاسفه وو لکه نيچته د بيلگې په توگه ادبي توضيحات غوره بلل.  په بشپړه توگه کومو ځايو کې چې ځينې فيلسوفانو لکه سارتر او «دې بو وار» خپل فلسفي نظريات په موازې توگه د ادبي روش په ډول په ناولونو او نندارو کې اظهارول.

«همدارنگه ادبي ليکوال تل په فلسفه کې کله هم بې لارې تگ (excursions) کوي. په دې برخه کې په لويديځ ادب کې د پام وړ زيات شمېر کارونه لولو چې فلسفي ليد لورى پرمخ وړي. وړانديز کېږي چې مشغوليت لري، يا له بله پلوه مرکزي رول لوبوي چې د ځينو مشهورو کارونو يادونه دلته کوو:

د داستايوسکي د کارامازوف وروڼه، د ځمک لاندې يادښتونه، جنايات او مکافات، احمق يا ايديوت، د تولستوی جگړه او سوله، د پروست ورک شوي زمان پلټنه، د مانز دکوډو غر، د کامو پردی، وبا او سقوط، د کالوينو بارون په ونوکې نامريي شواليه(knight) کالوين وسکاونت او که د ژمي شپه، د کوندرا مساپر او نور. او ايکو د گلاب نوم او د ټاپو تېره ورځ. (۲ـ۱۴)

له نورو علومو سره د فلسفې اړیکې

د فلسفې ډېرې څانگې د فلسفې له كلمې سره ربط لري، يعنې د فلسفې له كلمي سره د ربط له توري وروسته څانگه او بيا د فلسفې كلمه راځي، لكه د تاريخ فلسفه، د حقوقو فلسفه، د علم فلسفه، د ارواپوهنې فلسفه، د دين فلسفه، د رياضياتو فلسفه، د ژبپوهنې او يا منطق او كله هم د څانگې يا د ربط له توري څخه وروسته ځينې مفاهيم راځي، لكه ذهن (د ذهن فلسفه)، معرفت، عمل، ژبه، اخلاق ازادي، هنر، ليدى شي چې توپير یې دومره زيات نه وي، خو د ادبياتو د فلسفې موقعيت لږ څه پيچلى دى.

د ادبياتو فلسفه بايد د دوديز پوهاوي له مخې د هنر د فلسفې يوه برخه وبولو لكه د موسيقي فلسفه، د نڅاه يا فلم يا بصري هنرونه، د دې خبري مانا دا نه ده، چې د ادبياتو له فلسفې څخه نور پوهاوی رامنځته نه شي، په دې مانا چې که چېرې ادبيات د هنر د مقولي تر سر ليک لاندې مقولاتو کې ونه گڼل شي نو مانا به ونه لري. البته دا روښانه ده چې تر اوسه د ادبياتو فلسفي گړنه ډيره تثبيت نه ده، خو په زياترو څېړنو كې د ادبياتو فلسفه د هنر د فلسفې تر عنوان لاندې گڼل كېږي. يو دليل دا دى چې ټول ادبي هنرونه ان د لرغوني يونان له وخته تر اوسه د هنر د يو ډول په توگه په رسميت پېژندل شوي دي.

د هنر او ښايست پېژندنې په فلسفه كې هم كله نا كله بېلابېل مسايل مطرح کېږي چې په هغو كې اساسي مساله له هنري اثارو څخه د هنرمند فعاليتونه دي. دا کار په لومړي قدم كې د منتقدانو د نظرياتو په اظهاراتو كې شامل دي او په دويم پړاو كې د فيلسوفانو تاملات او دقتونه دي چې كولی شو په سادگي سره همدا عناصر د ادبياتو فلسفې ته وليږدول شي او په دې ترتيب د شاعر، منتقد او فيلسوف بېلابېل نقشونه روښانه کړو، په دې لړ کې تر کومې اندازې چې کولی شو په منطقي دلايلوسره د دغه تقسيم بندۍ اړوند ساده او محتاطانه كتنه وكړو،  خو په دې کار کې يوه اندازه جذابيت هم شته چې بايد سترگې پرې پټې نه شي. د بېلگې په توگه په دې تقسيمبندۍ كې د بېلابېلو برخو او څانگو ډولونه په روښانه توگه ښودل کېداى شي. پاتې دې نه وي چې د ادبياتو د نامه لاندې شعر مهمه مقوله ده، خو د شعر د هستولو او تخليق وس جلا دى.  په دې برخه کې دوه خبرې دي، يوه د شعر هستول او تخليق دی او بل د شعر په باب ليکل دي. د شاعرانه مهارت په هېڅ ډول د شعر په باب ليکلو مهارت سره اړه نه لري. عقيده دا ده چې شاعران په واقعيت کې ښه منتقدان نه دي او بالعکس منتقدان هم ښه شاعران نه دي، خو ډېره اساسي نكته دا ده چې د دې بحث په بنياد له يو لړ مسايلو له څيرمې توپير لري.  هغه دا چې د رومان ليكوال او شاعران له يوې خوا او منتقدان له بلې خوا ټول د ژبو كاروونکې دي خو د قضاوت اهداف او انگيزې، د ليكنو په باب په څرگنده جلا دي. هغه كسان چې هڅه کوي بېلابېلې لاس ته راوړنې سره گډې کړي او په بېلابېلو سطحو كې هڅه كوي چې د منتقد ليکنې او اثار د هنر يو ډول وبولي، دوى د ژور توپير پوهيدنې څخه په دې برخه کې بې وسه دي.  په لومړي او دويم ډولونو يا سطحو کې يو ورته والي موجود دى. که نقد د ادبي اثارو شرحه او ارزونه وبولو، نو بيا خو فلاسفه ښه منتقدان نه دي او همدا ډول منتقدان هم ښه فلاسفه نه دي.(۴ـ۳۱)

د ادبياتو فلسفه له ادبي نظريو سره په هغه مانا چې معمولا هغه د يو هدف په توگه وگڼل شي، کومه سيده اړيکه نه لري. په تېره عيسوي پيړۍ کې د ادبي نظرياتو په برخه کي يو بل په زړه پورې بدلون هم را منځته شو هغه دا چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ يو لړ ادبې لارې او مفاهيم چې د ايزمونو په مانا ايجاد شول. دغه فهرست ساختارگرايي، فيمينزم او د مارکسيزم د لوستونکو د عکس العمل نظريه ارواپوهنه ساختار شکني، پسا ساختار شکني، پسا مدرنېزم، نوې تاريخ باوري، پسا ساختار گرايي څخه عبارت دي. هغه مشهور کسان چې د دې مکتبونو په سر کې واقع وو، لکه: ميخايل باختين، والتر بنيامين، رولان بارت، لوى التوسر، ژاك دريدا، پل دومان ژاك لكان، جوليا كريستوا، لوس ايريگاره، ميشل فوكو او نور دي، خو د ادبي نظرياتو د پلويانو تر منځ ډير پراخ خپور شوی نظر دا دى چې د مشهور قول له مخې د هغو د رونق دوره هغه تېر شوی نظر دی. د «ترې ايگلتن» په نامه يوه پوه په خپل کتاب کې په ۲۰۰۳ کال کې په ډاگه وايي: چې د فرهنگي نظريي طلايي دوره پای ته رسيدلې ده. (۴ـ۳۵)

(ج . هيليس ميلر) مشهور نقاد او د نظر خاوند په دې عقيده دى چې ادبي نظريه نه يوازې د ادبياتو د وژلو يوه هڅه ده بلکې د پريوتو نښه يې هم ده.

هغه زياتوي:

(په معاصره بڼه ادبي نظريه په دقيقه توگه هغه مهال ظهور وکړ چې د ادبياتو ټولنيز نقش خپل رنگ له لاسه ورکاوه. که کيدای شوای دا يو حقيقت فرض کړو چې د ادبياتو قدرت او نقش اوس هم په لوړه درجه کې دی، نو لازمه نه وه چې د هغو په اړوند نظريات وړاندې کړو. د ادبي نظريي غوړيدا د ادبياتو د مرگ نخښه ده.) (۳۷ـ۴ـ)

دې کې شک نشته هغه څه چې په عملي ډگر کې رامنځته شول دا و چې په ادبي نظريه کې د مرگ نښې را برسېره شوې، نه په ادبياتو کې کېدای شي د دې ادعا اړوند داسې استدلال وکړو چې د ادبي نظريي پريوتل او سقوط د ادبياتو د نوي ژوند د پيل نښه ده. د ادبياتو فلسفه په جدي توگه را څرگندوي چې ادبيات د يوې پرله پسې دوامداري تولنيزې پدېدې په توگه د ياد بدبينانه نظر په نسبت چې ذهن ته راځي ډير ټينگ څه دي.

ادبيات د هنر په توگه

دلته زموږ د څيړنې تمركز په ادبياتو كې چې د هنر يوه بڼه ده، دی. زموږ اساسي پوښتنه دا ده چې دا به نو څه مانا او څه پايلې ولري، ځکه چې له يوې خوا په ادبي نظريه كې داسې تمركز په ډېره كمه اندازه تر سترگو کېږي. پر هر ځاى كې چې د هنر په توگه د ادبياتو په باب خبرې كېږي، معمولاً داسې كلماتو او مفاهيمو يادونه کېږي چې په سپکاوي او بې پروايي دلالت كوي، خو ادبيات په عمده توگه د شعر او نندارې په بڼه له ميلاد څخه دوه زره كاله مخکې د هنر يوه بڼه بلل کېده. ارسطو شعر داسې هنر باله چې يوازې د ژبې په وسيله يې تقليد کېږي. البته دا خبره هم كوي چې هېڅ داسې گډ نوم نشته چې هم نظم او هم نثر وپوښتي. هېڅ داسې گډ نوم نه لرو چې هم د سوفرون(sophron) د صامتو تقليدي لوبو او د زنارخوس(xenarchus) لپاره وكارول شي. هم د سقراطي خبرو اترو لپاره او نه بايد داسي نوم ولرو، آن كه دا دوه بېلگې د تقليد په رثايي وزنه يا د شعر يو بل ډول وي.(۴ـ۴۱)

په حقيقت كې ارسطو او لرغونو يونانيانو د هنر نه كوم داسې انگيزه نه درلود چې زموږ له هغې سره د پرتلنې وړ وي. د ارسطو د پام وړ اصطلاح تخنه يا هنر (art) وه چې معمولاً په هنر يا ارت ترجمه کېږي، خو د دې لفظ دقيقه ژباړه مهارت دى. ارسطو په دې ټولو كې شعر ته په يو خاص شان چې د ژبې په وسيله وړاندې کېږي او يا د مرتبې يا په ترتيب او انسجام سره د مطالعې په برخه کې د يو شعري صورت يعنې تراژيدي د روښانه بنسټ ايښودونکی و، چې د شعر هنر د ويستلو لپاره د داسې موضوع په عنوان كې د مطالعې او څېړنې وړ دى.

رومي شاعر هوراس د شعر په باره کې خپله مشهوره رساله چې پخپله په نظم كښل شوې ده، د شعر هنر (حدود ۱۸ ق م) کې ونوموله. هغه د شعر او نقاشي د هنرونو څرگنده پرتلنه لري.  (up picture poesis) يعنې لكه څنگه چې په انځور گري كې ده، همداسې په شعر كې داسې پرتلنه موجوده ده چې د پرله پسې بحث په موضوع بدل شو.  په ځانگړي توگه په اتلسمه پيړۍ كې كله چې گوتهولد لسينگ په لويو كويون (۱۷۶۶) کې اساسي تعريف وړندې كړ. د هنر د دغه ډولونو ترمنځ په رابطه كې هوراس له شعر څخه يوازې ښكلی بيان، بلكې د يادونې وسيله هم گڼله او په دې شكل د اپلاتون تومت ته يې هم ځواب وركاوه چې ويل يې د شعر زيان له گټې زيات دى. هوراس ليکې: د شعر لپاره دا بس نه دی چې يوازې «ښكلي» وي.  بايد هرځاى کې چې اوريدونکي وغواړي، بايد د هغه د روح د ارامۍ او لارښوونې لپاره انگيزه وي. «همدارنگه زياتوي» شاعران غواړي چې يا موږ ته گټه را ورسوي يا موږ خوشاله كړي. يا داسې څه ووايي چې په عين حال كې هم خوشالوونکي او هم زموږ د ژوند لپاره گټور وي، چې په خپل ځاى د بحث موضوع ده.(۴ـ ۴۲)

لکه چې د مخه يادونه وشوه فلسفه په لومړي قدم كې يادونه ده. دا يادونه د اپلاتون او د مُثل په څير يو ډول يادونه نه ده، بلکې د انسان ذهن په دوامداره توگه د پلټنې او كتنې په لور حرکت کوي، دا حرکت د هغو ضوابطو په لور دى چې د معرفت او پېژندنې لپاره تر سره کېږي، کوم چې د کميت او کيفيت له بيروني او دروني تاملاتو څخه گټورتيا ولري، تر لاسه کېږي. کله چې د فلسفې او ادبياتو د پيل يا تقدم او تاخر په باب خبرې کوو، موږ دا تصور نه شو كولی چې لومړني انسان دې د واقعي هجاگانو له ترکیب او كارونې څخه ډيره لږه واقعي خبرتيا ولري. څيړونکي د دې لپاره چې دا مساله روښانه کړي د لومړي بشريت په ژوند کې د ژبې او د هجاگانو او اوازونو موزونيت ته پام اړوي چې د شعريت په ايجاد او تخليق کې پريکنده رول لري. څيړونکي په دې باور دي چې تر زياته حده دا امكان موجود دى چې د هجاگانو د لحن او تون له بدلون او د اوازونو د بدليدو په انعكاس سره چې که دا اوازونه لنډ وو او که اوچت، که د لاس او د بدن په حركاتو او اشارو سره وو، ځان يې ښودلو. هغه څه چې په دې برخه كې يې اهميت درلود د اړتيا له مخې هغه د هجاگانو نفس او ماهيت نه و، بلكې د معترضه اوازونو وزن و، لكه په زور خندا کول، فرياد، زاري او نور، چې د هغو له لارې هيجانات څرگنديدل او په طبيعي ډول يې انعكاس موندلو. دا لړۍ په هماغه ډول په ځنگلونو كې چې نن ورځ د انسان ډوله ډلو په منځ كې تر سترگو کېږي، بريښي چې د لحنونو او تونونو تر منځ رابطه ټينگېږي چې تر يوې اندازې د ځانگړي اهنگ له ضرب سره خاص اهنگ لري چې په زماني لحاظ په عملي ډول په هر ډول مانا لرونکي كلام باندې ړومبيتوب لري. له دې امله کېداى شي په لږ ټينگار سره كولی شو ووايو چې شعر او موسيقي ډيره پخوا د انسان د منقطع او حساب شوي كلام يا وينا ډېره زياته مخکې کارول شوې، گټه او کار ترې اخيستل شوى وو.

کېداى شي چې انسان به په داسې دوره كې په خپل سبك سره د وزن لرونکې او ښايي شعر ډوله يا ډېر لومړني ډول لحن نه كار اخيستی وي. د هغه لحن هم د دې لپاره کارول کېده چې خپلو هم نوعو ته پيغام ورسوي او هغوى لا زيات له هيجاني حالاتو څخه خبر او په عين حال كې هغوی د شرايطو او حالاتو په دننه کې له احتمالي خطراتو څخه خبر کړي. كله هم په دې لار کې آن تر هغې پرمخ تلل چې د يو څه د تر لاسه كولو (مړي يا خوراک) لپاره يا يو مقام د ترلاسه كولو لپاره چې هلته خوراك پيدا کېده هم خلك خبرول. په هر ترتيب ارواپوهانو او هغه كسانو چې د انسان د عقل او ذكاوت د تكوين د مراحلو په باره كې يې مطالعه كوله په دې خبره موافق دي چې: (نه يوازې حسي او حركتي فعاليت په زمانې لحاظ د انسان د عملي او انتزاعي مفهومې هوش څخه له هره پلوه تقدم لري. همدارنگه د نن ورځې د مفاهيمو په مانا د عقل پيدايښت هم د هغه وخت په تناسب دومره لرغونى نه و. البته دغه استعداد يعنې د عقلانيت وده د ژوند له نويو پړاوونو سره اړيکه درلوده.  گويا داسې اړتيا وه چې ښايسته زياته زماني موده دې تېره شي چې انسان په کرار او ډېر ورو او بطي حالت كې د اوليه معقولاتو سره بلد شي، همدارنگه په اوږده زماني واټن كې هغه څه چې په سنتي اسلامي فلسفه كې يې ثانويه معقولات نوموي، په بشري عالم كې وروستي دي، پرې خبرتيا پيدا کوي.) (۳ـ۱۹) ۱۹

له بلې خوا كه په لرغوني يونان کې د فلسفې لرغونتوب فيثاغورث او د هغه شاگردانو ته ورسوو او يا حتی ريښې يې د هغه هيوادونو پورې اړوندې وبولو چې له يونان څخه هم لرغوني وو، نو بيا هم په بشـري فرهنگ او تمدن كې فلسفه ډېره نوې ده، څومره چې فكر کېږي، له ميلاد څخه تر مخه په پنځمه پيړۍ كې داسې كسان و چې له سقراط سره يې ډغره وهله.  له هغه جملې شاعران په لومړي قدم كې سنت پالي وو او د سقراط ويناوې هغوی ته ډېرې نوې وې چې هغو تصور كاوه چې دا ويناوې، لرغوني دود او د هغه مخ په زوال موقف به تخريب كړي، له دې امله دا هېڅ له ياده نه شو ويستلی چې فلسفه نه يوازې د نورو فرهنگي تجلياتو په نسبت تر زياته حده انساني تجليات دي.

د سقراط په ژوند باندې له زيات دقت او غور سره سره بريښي چې د شاعرانو او يوناني تراژيدي ليكوالو سره يې اختلاف درلود. د دې اختلاف په باب چې په سيده توگه د اوسنۍ څيړنې له موضوع سره مخامخ کېږو، بيا هم اړ کېږو چې د يوناني فرهنگ ريښو ته ژور غور وكړو. له دې امله بايد له ځانه وپوښتو چې ولې او څرنگه سوکرات او د هغه مستقيم شاگردان په ځانگړي توگه اپلاتون، د نورو گرځنده شعر ويونكو او له هغه كسانو سره چې د تخيلاتو او موزونو الفاظو له لارې يې عادي خلك ځانته جلبول او له دې لارې د هغوی د واقعي تفكر او تامل خنډ کېدل، مخالفت کاوه. په هر صورت د دې ډول مسايلو د پوهيدلو لپاره بايد د يوناني فرهنگ په بنيادي ريښو كې زيات دقت وكړو چې په حسي توگه په زياته واقع بيني سره زيات فرهنگي زيربنايي امكاناتو باندې وپوهېږو، په هر ترتيب د خلكو متداول سنن او د اعتقاداتو اصلي اساسات د يوناني خلكو د قومي اسطورو پر اساس ولاړ دي او زياته برخه يې د مشهورو شاعرانو لكه «هومر» او «هسيود» د اثارو په استادانونو کې انعكاس موندلى دى. کېداى شي هغه مهال به يې شعر هنري -ادبي جنبه نه درلوده، بلكې تر زياته حده يې د يوناني خلكو اعتقادي ارزښتونه څرگندول. د دغه اشعارو له لارې هغه اسطورې چې د هغوي په وسيله هر وخت تكراريدلې، د يوناني خلكو حافظه او اگاه ضمير او آن ناخود اگاه شعور پياوړى کېده. له ميلاد څخه تر مخه په پنځمه پيړۍ کې سره له دې چې د اتن بنياد نرواکي نظام چې د پريكلس په دوران كې ښاري نظام او حكومت يوازې بالغو كسانو او اشرافو طبقې پورې اړه درلوده، د جمعيت لسمه برخه يي جوړوله او په حالاتو کې هېڅ ډول بدلون نه تر سترگو کېده. په هر حال په لرغوني يونان كې عامه فرهنگ د سنت تابع و او نويو منظومو سترو شاعرانو په دې خاطر شعر وايه چې په رسمي اخترونو او خاصو مناسبتونو كې يې نندارې ته وراندې کړي.  پر دې سربېره لكه چې وويل شول يوه ډله مسلکې شعر ويونكو خپل اثار په پرله پسې توگه د خلكو غوږونو ته رسول او د خلكو ذهنيت يې ورسره عادت كاوه.  د هغو هدف دا وو چې هغه مهال په يونان کې شعر او ادبيات تر يوه حده د نن ورځې په څېر نه وو. د عامه فرهنگ د قدرت او موثريت په پام كې نيولو څخه داسې نه مالوميده چې دا د سقراط او د هغه د پيروانو زده كړې وي، خو مرسته يې ورسره وكړه چې يو ډول ناروا وگڼل شي، عادي خلكو هېڅ ډول د سقراط او سوفسطايانو په منځ كې فرق نه كاوه، هر څه چې د فكر وړ وو، هغه يې د پارمنيدس سره ورته بلل، اپلاتون د سقراط سره له پيژندگلوۍ څخه وروسته د خپلې ځوانۍ د وخت شعرونه وسوځول او په ځينو محاورو كې يې په جدي توگه پر هغو شاعرانو او هغو كسانو چې له دې لارې يې د خلکو له انفعالاتو گټه اخيسته  انتقاد کړی دى.)(۳ـ۲۱)

دا تصور چي فلسفه او ادبيات دې يوه واحده بڼه ولري چې وكړاى شو هغه په بشپړه توگه معرفي كړو، له امكان نه بهر ده. ځكه دواړه په بېلابېلو زمانو او جغرافيايي ماحول كې تل په بېلابېلو ماناوو كارول شوي دي.  له تاريخي پلوه د هغو صور او اشكالو هم ډېر توپير درلود.  کېداى شي د نړې په هېڅ ځای کې ونه شو كړاى د هغو واحده او مشتركه بڼه  پيدا كړو.  البته په ځينو خاصو مركزونو كې چې پوهنتوني مركزونه او علمي اداري نه دي او هلته دواړه څانگې تدريسېږي، هلته ارومرو تل او هميشه د عامه فرهنگ او د خلكو له عقايدو سره يو ځاى وي.  يا په يو بل ډول د ديني بنيادي اصولو په ترڅ او يا د دفتري او اداري كارونو په لړ كې ترې كار اخيستل کېږي، هغه هم پرته له دې چي فني ادبي او فلسفي اصطلاحات يې د اړتيا له مخې وكارول شي. د فلسفې او ادبياتو په احتمالي رابطه كې په لومړي سر كې هغه مانا چې په پام كې نيول شوې بايد زماني او مكاني محدوده يې مشخصه شي.  كه د نړۍ د زياترو قومونو په فرهنگ کې په مستقيمه توگه د فلسفې په باب خبرې نه کېږي او كله هم د هغو د عقايدو اصول په ليكلي توگه موجود نه وو، نو بيا هم په هر صورت خلك په خپل سرې ډول كله د سيمه ييزو اسطورو په كارولو د خپلو اعتقاداتو حضور د خپلو رسومو، عاداتو او سننو په ترڅ كې خپل نظر څرگندوي. نڅاه، سندرې او ډله ييز سرودونه د هماغه اعتقداتو يوه  د لمس وړ ننداره ده. آن كه لازمه نه وي چې لږه گوښې رڼا پرې واچول شي دغه اعتقادات د هغو په كوچنيو چلندونو كې په ضمنې ډول سيده انعكاس كوي.

د بدوي قومونو په نزد چې لرغونی دود او فرهنگ لري او ليك لوست په كې رواج دی، نو ځکه منطقي او فلسفي مفهوم د منظومو او منثورو ادبياتو څخه گوښې گڼل کېده. په هر صورت تفكر هېڅكله له سنتي ادبياتو جلا نه وو او دا اړتيا يې هم نه احساسوله چې د هغو ترمنځ ورته والى او توپيرونه وڅېړي.  البته د شرقي فلسفي څانگې كه مصري وي يا هندي او يا اريايي له هغو انكار نه شو كولی. له مخه يادونه وشوه چې په يونان كې فلسفه له ميلاد څخه تر مخه په اومه او شپږمه پيړۍ كې يو جريان ته ولويده چې مشخص اوصاف لري.  وروسته بيا له ميلاد څخه تر مخه په پنځمه پيړۍ کې  د سقراط په وسيله له اسمان څخه ځمكې ته راوړل شوه.  انسانان د اخلاقي، سياسي او مدني مسايلو سره چې ژوند يې كاوه بلد كړل او د عقل جدل يو طولاني څېړنه د هغو په وړاندې کېښودل شوه. وروسته د اپلاتون د خاصو نظرياتو او د ارستو د هر اړخيزه اثارو چې په حقه سره د لومړي ښوونکي په نامه سره يادېږي.

انسان په داسې دود كې پاتې دى چې د هغو له مخې د غربي دونيا تفكر ټاكل کېږي.  ان په اسلامي ټولنه كې يې هم اثرات شته چې مشهور شخصيتونه له ابن سينا، فارابي او الكندي څخه عبارت دي. پوهان فلسفه او ادبيات په بشپړه توگه يوځاى يا يوشان نه بولي، زياتره فلاسفي ښه ليكوال او شاعران هم وو چې د ارستو نقش په دې برخه کې نه شو هيرولی.

پيتر لامارک بيا په خپل اثر کې دا پوښتنه را مخ ته کوي وايي چې:  لومړی تر هرڅه كومو شيانو ته ادبيات ويلی شو؟ كله چې يو څه په مناسبه مانا د ادبياتو په نوم وپېژندل شي، نو دا به څه پايلې ولري، يو دا چې څرنگه به ولوستل شي او څه هيله ترې کېداى شي؟ څه گټه به ولري؟ او د نورو ارزښتناكو شيانو په لړ كې به څه مقام ولري؟

د لامارک په نظر ادبي منتقدان هم كولی شي فلسفي ليد ولري او تر زياته حده همداسې ليد لري، خو بيا هم کېدیى شي د ليد زاويه يې په نظر کې غير معموله وبريښي. فيلسوف بنيادي اصول، مفهومي پيوندونه او د بېلابېلو فكري خطوطو غافل شوي پايلو ته پام کوي او مانا لرونکي او بې مانا عناصر هغه حدودو ته چې مانا لري او همدارنگه بي مانا والی پكې ممكن او مطلوب وي، سره جلا کوي.  كله چې يو فيلسوف د نظريي وركولو په لټه کې وي او غواړي د پديدو په باب يوه هر اړخيزه نظريه وړاندې كړي، تر هغه چې په وحدت وركولو، روښانه بيان او له تيت پرك عناصرو سره مرسته وكړي.

د ادبياتو په باب فلسفي څېړنه په ادبياتو كې د موجوده او ځای شويو پېښو او فعاليتونو دقيقه څېړنه ده، خو دا ډول څېړنه د دغه فعاليتونو تارېخچه او يا ټولنپوهنيزه شننه نه وړاندې كوي، بلكې په پټو قراردادونو او فرضيو چې دغه ډول فعاليتونو ته هويت وركوي ورته پام اړوي او د داسې منسجمو نظرياتو په لټه كې وي چې كولی شي معقوله مانا وركړي. (۴ـ۱۲)  ۱۲ مخ

د بشري فرهنگ او په  فکري فعاليتونو کې د ادبياتو په اړوند ډېر څه کښل شوي دي، ارزوني شوي دي، شننې تر سره شوي دي، مفاهيم او اصطلاحات يې ارزول شوي دي، په مشهورو اثارو نقدونه شوي دي. تاريخونه يې کښل شوي دي او د فلسفي، ټولنپوهني او ارواپوهني په معيارونو پرې بحثونه او شننې تر سره شوي دي، د بوطيقا اثر يې ډيره غوره او لرغونې بيلگه ده.

 په دې څېړنو کې وينو، هغه څه ته چې د ادبياتو فلسفه وايي کوم نوى شی نه دى، بلکي په ماضي کې يې لرغونتوب ان لرغوني يونان ته رسيږي. د ارستو د «شعر فن» يا بوطيقا يې ډير اغيزمن اثر دى. د زياتره څيړونکو له خوا د شعر فن د ادبياتو د فلسفې ډيره عالي نمونه گڼل شوې ده. په دې مانا هم نه ده چې گوندې د فيلسوف ارستو له خوا کښل شوې ده، بلکې په دې مانا هم نه ده چې يو څرگند او روښانه فلسفي روش په بنياد کښل شوې ده.  د بيلگې په توگه د «شعر فن» د شعر په هکله يو دقيق او کلي تصوير وړاند کوي. د تراژيدي په باب خبرې کوي او د شعر او تراژيدي په اثراتو او اغيزو گړېږي. د دغه اثر جوړونکي برخې، پيرنگ، داستان، شخصيتونه، نوي فکرونه او ژبنی سبک او نور کليدي مفاهيم په ښه توگه ارزوي او د هغو اغېزې په گوته کوي. د شعرونو د ډولونو تر منځ پرتلنه کوي، لکه د تراژيدي او حماسي ډوله شعرونو.

د پيتر لامارک په نظر زياتره فلاسفه وو د ادبياتو په باب يو ډول سطحي او سر سري اشار كړي دي.  لكه ځيني کسانو ادبي اثار د (اپلاتون) په پيروي د ادبي كارونو اخلاقي اغېزي څېړلي، يا د هيوم، هگل، نيچه او شوپنهاور په پيروي يې يو ډول تراژيديو ته اشارې كړي دي، خو د اثارو فلسفې څېړنه او پلټنه او خپله ليكلو او لوستلو ته اشارې او ادبي اثارو ته ارزښت وركول ډېر كم ليدل شوي دي. پر دې ټولو برسيره د ادبياتو فلسفه، لكه چې روښانه ده، فلسفي څېړنه ده. د ټولو جزياتو او مسايلو سره د فلسفې يوه څانگه ده. لکه څنگه چې ارسطو ښوولې ده، دا ډول څېړنه داسې څه دي چې په بنسټيزه توگه د د ادبياتو په ادبي ماهيت خبرې کوي. دا ډول څېړنه په واقعيت کې د موضوع د طبقه بندي د اړخونو د مفاهيمو توصيف او د ارزښتونو ځلول او پيدا كول هم دي. څيړونکي هڅه كوي د ليكلو او لوستلو د ټولو فعاليتونو فعاليت چې له نورو فعاليتونو توپير لري روښانه کړي.

د ادبياتو فلسفه هماغه په ادبياتو کې فلسفه نه ده، سره له دې چې د دې مفهوم سره ناسيده پيوند لري.

(په شعر، رومان يا ننداره كې د بشپړو فلسفي مضامينو څېړنه او ښوونه يو معمول او په رسميت پېژندل شوى كار دى. د تولستوی د جگړې او سولې له اثر وروسته د تاريخ د فلسفې او د بشـر د برخليك ليد توگه موجوده ده. د سارتر او كامو په رومانونو كې اگزستانسياليزم موجود او مطرح دى. د بليك په شعر كې عرفان د عقل د اصالت په وړاندې موجود دى.  د ورد زورث د (The pre lude) يا مدخل كې وحدت وجود ځاى لري.  د داستايوسکي په كارونو كې په رب النوع باندې په نه باور په مساله  په ډېره ظريفانه توگه خبري کېږي.  الهي مشيت او د ارادې ازادي د ميلتون د ورك جنت اثر كې مطرح دى:  ځان پالنه او ځا ن مركزيت د جورج اليوت په كارونو كې او د جورج مرديت په اثارو كې د بحث وړ موضوع ده. داسې نورې ډېرې بيلگى شته) (۴ـ۲۵)

د پيتر لامارک په عقيده فلسفي مضامين په درېيو بېلابېلو بڼو سره په ادبياتو كې د تاملاتو له لارې کولی شو روښانه کړو.  په سيده نقدونو كې کېداى شي دا مضامين بيان شي. د بيلگې په توگه د جگړې او سولې د اثر په باب يو منتقد ليکي:

(تولستوی په خپل كار كې تل د ازلي او ابدي حقايقو په لټه كې دى.  له همدې امله يې داسې انسانان هست كړي دي چې هڅه كوي خپل برخليك د بشريت د نه سرغړاوي د قوانينو مطابق  را څرگند كړي. دا د وحدت وجود يو ډول فلسفه ده.  تولستوی ډېر زيات په دې افكارو ټينگ ولاړ و چې د انسان ډېره زياته هڅه او غوښتنه ناكام مرگ بولي)(۴ـ۲۵) مخ

بله مساله دا ده چې فلسفي مهارتونه او فلسفي ليوالتياوې په سيده توگه يو له بله سره ښکېلتيا پيدا کوي. فيلسوفان ادبي څېړني د فلسفي افكارو له مخې څېړي، د دې لپاره چې وكړاى شي د ادبي اثر روښانتيا، ژورتيا او د فلسفې له موضوعي تشريح سره مرسته وكړي.  هغه فلاسفه چې د سارتر نړۍ ليد چې د «ژوند پوچوالی» يا د اعيانو تر منځ رابطي او خبرتيا سره ليوالتيا لري. د لومړي رومان مطالعه (زړه بدى يا تهوع) به گټوره بولي. زړه بدي يو فلسفي رومان دى، په دې مانا چې له داستاني متن (ادبي) څخه گټه اخلي او له خيالي تحقق نه چې سارتر كومې پايلي ته رسېږي، هغه په غير داستاني فلسفي اثارو او د خبرتيا په باب مفهوم روښانه کوي.

بله نمونه يې د هنري جيمز رومانونو كې پلټل کېږي او په روښانه توگه په هغه اثارو کې جوتېږي. د بيلگې په توگه د لامارک په نظر هغه مساله ده چې د اخلاقو د پرمخ وړلو په باره كې روښانه کېږي.

(ځينې شيان داسې هم دي چې امكان لري اخلاقي حقيقت وي او د سنتي اخلاقو فلسفه د هغه د بيان وس نه لري، خو طلاي كاسه (golden Bowell) په اثر کې په ډېره ښه توگه بيانېږي. كه د اخلاقو د فلسفي هدف د هغه درك وړاندې كول وي چې د بشر د خير په اړوند د دقيقې څېړنې له لارې بېلابېل ډول پوهيدنه د خير د مفهوم په باب وبولو، نو په پام کې داسې راځي چې دا متن او هغه ته ورته متون د فلسفې مهمې برخې دي.

د نوسباوم(Martha Nussbaum) له نظره خبره يوازې دا نه ده چې د جيمز رومانونه فلسفي مضامين لري.  بلكې دغه رومانونه دې په خپل ذات كې مكمل فلسفي اثار وگڼل شي.  سره له دې چې نوسبایوم د جيمز د دغه ډول نرمې لوستنې څخه سخته دفاع كوي خو دا ليد څه كه د جيمز د كارونو په تفسيري مقام كې وي او يا د كلي نظري عنوان لاندې وي د ادبياتو په باره كې د فلسفې په توگه مخالفان هم لري. حقيقت دا دى چې دا كار تر زياته حده په فلسفه كې د ادبي اثارو څخه گټه اخيستنه ده، نه د ادبي اثر په عنوان د روښانتيا په لور گام)(۴ـ۲۳)

په يو لړ اثارو کې فلسفه په ادبياتو کې مفهوم د ادبياتو له فلسفې سره گډون پيدا كوي.  دا هماغه ډول اثار دي چې په واقعيت کې له داستاني اثارو نه گټه اخيستنه د دې لپاره کېږي چې له هغې لارې د فلسفي افکارو ننگول وڅېړل شي او بشپړه شرح يې وشي. هغه داستاني اثر چې د تخيل محصول وي د نظرياتو د انتقال لپاره جدي وي، څرنگه امکان لري او څه ډول کېداى شي فلسفي محتوا ولري؟ ايا د ادبياتو ذات او جوهر به دا ايجاب نه کړي چې د لذت او خوند اخيستني په څنگ كې د زده کړې محتوى هم ولري؟ د پيتر لامارک په نظر دا هماغه مسايل دي چې د ادبياتو د فلسفي ژورو ته لار پيدا كوي.  هغه چې يوازې د ادبياتو په هدف او نيت باندې بحث نه، بلكې دا خبره مطرح كوي چې ادبيات د نورو بحثونو سره څه ډول رابطه لري او له څه ډول ځانگړو ارزښتونو څخه برخمن دي.

گويته شعر ادب او فلسفه

د ادب او فلسفي په باب د مشهور څيرونکي او فيلسوف هانس گادامر څېړني او نظريات هم په زړه پورې دي.  نوموري په دې برخه کې د بېلابېلو شاعرانو او ليکوالو په اثارو او هستونو څېړنې کړي  چې له هغه جملې د گويته، ريلکه او هولدرلين يادونه کولی شو. د گادامر زيات فکري او څيړنيز تمرکز په گويته باندې دی. گويته واقعاً د خپل زمان بې بديله څيره ده چې هم يې له فلسفي اغېز اخيستنې او هم يې په تفکر او فلسفه باندې اغېز ښندلی دی.

د گادامر په شعري او ادبي کارونو کې تفکر او فلسفه  نه خو په منفي او سپکه مانا، بلکې په بشپره مثبته مانا او په ولولو سره ور نږدې کېږې، خو پوښتنه دا ده چې د گادامر هدف له ادبياتو څه دی؟ ايا گادامر ټول ادبي ډولونه لکه رومان، لنډه کيسه شعر، ننداره او نور په پام کې لري يا دا چې د گادامر هدف له ادبياتو نه هغه څه دي چې له نورو يې جلا کوي. په بل عبارت د گادامر هدف له ادبياتو نه په خپلو کارونو کې څه دی او څه ترې هدف لري.

(مطلب دا دی چې د گادامر په نظر شعر يوازې د کلماتو تولگه نه ده او نه د ريتم او وزن ټولگه ده. د هغه په نظر شعر وجود دی چې په کلماتو کې ځان را ښکاره کوي. گادامر ته شعر د هستۍ پيژندنې له نظره هستي پيژندنه ده او معنا لري. د گادامر په نظر شعر د وجود سيمه او قلمرو دی او شاعر هغه څوک دی چې د وجود په نسبت په خلاصون کې د وجود د حقيقت د ظهور مجال په خپلو شعري کلماتو کې را ټولوي. شعر د هغه له نظره يوازې يو موزون متن نه دی، بلکي شاعرانه ليد او نظر دی چې د شاعر په شاعر کيدو لوري ټاکي.  شعر ډېره اصیله ژبه ده چې په هغه کې وجود را ظاهريږي. شعر او تفکر ادبيات او فلسفه دوه حقيقته يو له بله جلا نه دي بلکې شعر هماغه تفکر او تفکر هماغه شعر دی)(۵ـ۹)

د گادامر د اثارو انگليسي ژباړونکو له نظره  گادامر عقيده لري چې: (موږ انسانان د مرگ په وسيله احاطه شوي يو او د زوال په غيږ کې يو، خو هغه څه چې له موږ نه د خاطرې او يادگار په توگه پاتې کېږي. هغه ادبي اثار دي.  چې هغو ته د لاسرسي له لارې کولی شو په خپل دننه کې د ماضي او حال تر منځ پيوند له لارې ابديت تجربه کړو)(۵ـ۱۲)

يادونه وشوه چې گادامر په خپلو ليکنو کې د گويته، هولدرلين اوريلکه په اثارو تمرکز کوي او د دغو شاعرانو په اثارو کې د ادب يا شعر او فلسفي رابطه څېړي. په حقه چې گويته ستر شاعر او ننداره ليکوال او يا که مبالغه ونه کړو فيلسوف و. هغه زياته اندازه د يونان په اسطورو تمرکز کړی دی،  له هغو يې الهام اخيستی دی. گادامر هم چې له سنت او دود سره يې مينه درلوده همدا سنت يې د گويته په اثارو کې پلټلی دی.  هڅه يې کړې چې همدا سنت د گويته په اثارو او اشعارو کې روښانه کړي.  هغه د لويديځ تاريخ ميتافيزيکي تاريخ ته زياته پاملرنه کوله.  همدا ليد توگه د گادامر لپاره په زړه پورې و. گويته يو له هغو کسانو وو، چې د لويديځ فلسفې تر اغېز لاندې و.

گويته د خپل دوران ميتافيزيک فلاسفه او افکارو نه لږ په څنگ و، نه يې خوښيدل، خو کله ډير نږدې او کله ليري مالومېږي. هغه وښودله چې د تفکر خاوند شاعر هم کولی شي د فيلسوف د تفکر په شيوه کې اغيز ولري.

د گادامر په نظر گويته په ټول عمر کې د فلسفې او ميتافيزيک په باب بې پروا و. په يوه قطعه کې اشاره کوي وايي:

افسوس پر ما!

يو عمر مې د فلسفې په وادي کې تېر کړل،

اوږده کلونه مې د قانون په تورتمو لارو کي په لالهاندی تېر کړل،

طبيب شوم او د ازادۍ او فراغت په هيله د خداى پېژندنې اقليم سره مخامخ شوم.

افسوس چې تر اوسه، هم له يو بې عقله سړې پرته بل څه نه يم.

ما استاد بولي او داکتر راته وايي،

ما خپلو مريدانو او شاگردانو سره څه کړي دي؟

پرته له دې چې په تورتم ملک کې مې هغوۍ نڅاه ته رابللي دي،

 او د مجهولاتو غونډيو او تپو لمني ته را بللي وي،

بالاخره مې هغوۍ بې لارې، په خپل حال پريښودل. (۲۱مخ)

د گادامر په نظر گويته يو رومانتيک شاعر و.  هغه له طبيعت سره مينه درلوده. هغه نه شو کولای چې طبيعت ته هدف او پايله په پام کې ولري، ومني چې طبيعت له دې امله هست شوی او رامنځ ته شوی چې انسان ته گټه ورسوي، د گويته له نظره طبيعت خپله يوه پايله ده او انسان د طبيعت يوه برخه ده. طبيعت د انسان په لاس کومه وسيله نه ده، چې وغواړي د خپلې گټې او ښيگڼې لپاره ترې گټه واخلي.

انسان د طبيعت يوه برخه ده او نه شي کولای طبيعت د ځان د گټو لپاره په خپل واک کې ولري او د وسيلې په توگه ترې گټه واخلي. گويته د خپل دوران د تفکر سره چې د طبيعت پايله يې انسان باله او په دې عقيده و چې خدای طبيعت د انسان د گتو د تامين لپاره خلق کړی دی سخت مخالف و. رومانتيکان طبيعت ته اصالت باندې قايل وو او د طبيعت لوړه مرتبه يې په پام کې درلوده او د طبيعت تماميت او پر هغه پوهاوی د بشري عقل په گاړه نه بلل.) (۵ـ۲۳)

د طبيعت په باب د گويته ليد د دې سبب شو چې د کانت فلسفې ته نږدې کړ. سره له دې چې د کانت سره يې اختلافات درلودل، خو د وروستۍ پایلې پېژندني په برخه کې د هغه ليد قبلوي. په خپله وايي:

(زما ستر استاد کانت نړۍ ته ستر خدمت وکړ او بايد زياته کړم چې ماته يې هم کړى دى.  هغه د حکم د قوې په نقد کې هنر او طبيعت په عملي توگه يو د بل په څنگ کې ځاى کوي او دواړو ته دا حق وربخښي چي د سترو اصولو مطابق خو له مقصد پرته عمل وکړي.  له دې تر مخه اسپينوزا د عبث غايي عللو څخه په کرکې او نفرت ماته الهام را کړ.  طبيعت او هنر له هغه څه چې وروستی حد ولري ستر دی او هغه ته اړتيا هم نه لري. هر چيرې مناسبات شته او مناسبات يعنې ژوند.)(۵-۲۵)

وايي چې گويته په هماغه ډول چې شاعر و د طبعيت له مطالعې سره يې هم مينه درلوده. هغه هر در ته په يوه ليک کې وايي:  معماري، مجسمه جوړونه او انځور گري ماته لکه کان پېژندنه، گياه پيژندنه او ځناور پيژندنه ده. وايي:  زه طبيعت او هنر ته په يوه سترگه گورم، په يو نظر هغه څه چې تعقيب وو ناڅاپه ترې ستنيږو)

گويته هېڅکله ځان له طبعيت نه جلا نه باله او خپل خلاقيت يې د خپل وجود د طبيعت مديون باله. هغه له دې امله د کانت ليد توگي ته ورنږدی دی. دا ځکه چې کانت نبوغ د طبيعت د قوانينو او هستونو مولود باله، چې په سترو انسانانو کې يې مشخصې بيلگې زيږولي. د کانت فلسفه د نبوغ له رڼا نه زيات څه نه دي، د هغه چا نبوغ چې له خپل طبيعت نه پيروي کوي او په نااگاهانه توگه يو څه هستوي.

په زړه پورې خبره دا ده چې نىيچه، گويته يو پرشوره انسان په نوم يادوي، وايي: هغه پوهېده چې څرنگه خپل شور او هيجان د دې پر ځای چې د هغه پر ضد وکارول شي، په خلاقانه توگه وکاروي، هغه دومره زړور و چې کولاى يې شول، ټول ژوند او سرشاري او طبىيعي وس او پياوړتوب د زياتې ازادۍ په لار کې وکاروي.

گوىته پر ځان باور درلود اوپه خپل شاعرانه خلاقيت يې وکړاى شول د غربى تفکر اوادبياتو لپاره نوې لاره پرانيزي. هغه ديو شاعر په توگه وکړاى شول خپل درونى قابليىتونه وړاندى او څرگند کړى اوله نړى سره په يو اواز خپل ځان ومومى.  دخپل شعر ويلو اوهستولو په باب وايي چې ما هىڅکله په خپلو اشعارو کې تظاهر نه دى کړى. هغه څه چې مې په ژوند کې نه دي زده کړي اوهغه څه چې زما له نړۍ بهر، و په شعر کې نه دى راوړى. عاشقانه شعرونه مې هغه مهال وليکل چې په رښتينې توگه عاشق وم)(۵ـ۴۱)

دگويته په اثارو باندې څيړونکي په دې عقيده دي چې: گويته دخپل اوږده ژوند په جريان کې دځوانی په کلونو کې هېڅکله داسې دشرقي ذوق لپاره دومره ناکراره اوليوال نه وو هغه ته دشرق صوفيانه رياضت دومره غوره نه وو، ان دزغم وړ نه وو او کرکه يې درلوده، هماغه ډول چې د منځنيو پيړيو له مسيحيت نه يې بدې راتلل.  خو دکلونو په اوږدو کې دا شدت را کم شو، اوپر دې برسېره په معنوياتو کې دسير او فکر کولو شرقي رنگ ونيو.

(۶ـ۲۰۷)

هغه شعرونو چې د زړښت د دوران پوهې په اثر  دتېر عمر افکار صيقل او تزکيه شول نو شرقي قرابت يې پيدا کړي وو، همدا دليل وو چې په سير وسلوک کې يې لاره بدله کړه.  حافظ ته متوجه شو ۔ نه داچې گويته دغربي ژوند په نسبت دشرق ژوند ته ليواله وو ۔ بلکې دحافظ شعرونو په هغه ژور اغيز وکړ  همدا سبب وو چې په ۱۸۱۹کال يې شرقي ديوان خپور کړ.

دگويته مشهور اثر دفاوست تراژيدي په نامه ياديږي ۔ دا تراژيدي په واقعيت کې دهغه نړۍ سره دانسان مبارزه ده چې هغه په کې ژوند کوي.  دا انسان دټول هڅو سره سره بالاخره دخپل برخليک مقهور گرځي.  اوپه ناکامي سره له ژوند نه سترگي پټوي، دگويته په تراژيدي کې ټول شعرونه دهغه ټول ځواکونه چې دقهرمان په وړاندې صف تړي له طبيعت نه پورته دي، په بل عبارت هغه څه چې دهغه په وړاندي رامنځ ته کيږي دهغه داعمالو زيږنده نه دي لومړني هستوونکي ذات هم ټينگار نه کوي سره له دې چې د دغه قدرتونو سره جنگيږي دا ځکه چې دهغه برخليک لا له مخه روښانه دى.  فاوست دابليس په لاس د لوبو وسيله ده او له لومړۍ ورځي قانع دى  چې تريخ ژوند به ولري. په واقعيت کي گويته په همدې اثر کې لوستونکي ته اسطوره بيا راژوندي کوي او دبشريت ژوند ورته تمثيلوي ۔ چې دشعر اوادب په خوا کې دفکر کولو يا تفکر نه مالامال اثر دى.

ژان پل سارتر ادبيات د فلسفې لپاره

مشهور فرانسوي وجودي فيلسوف ژان پل سارتر يو له هغه متفکرينو څخه گڼل کيږي ثې هغه زياتره ادبي اوهنري کارونو دخپلو فلسفي نظرياتو د څرگندولو لپاره کارولي دي.  کله نا کله خو دهغه په اثارو کې فلسفه اوادبيات سره گډيږي په دې مانا چې يو دبل دخدمت لپاره کارول کيږي.

سارتر په ۱۹۳۸ کال کې خپل مشهور رومان چې تهوع يا گرځون نوميږي وليکه.  ددې اثر بهانه اواصلي هدف هم دا وو چې دخپلې فلسفي مفکوري يعنې وجودي فلسفي او اصالت لهپاره يې بيان کړي. د ياد رومان اصلي شخصيت هماغه راوي دي يا پخپله سارتر دئ يا په بل عبارت دهغه هېنداره لرونکى دى.

د سارتر دگرځون اثر اصلي مساٴله وجودي فلسفه ده.  ̓وجود چې زه تل ترې خبر وم.ما دوجود لرلو حق نه درلود ۔ دتصادف له مخې منځ ته راغلم.  لکه يوه ډبره، لکه يوه گياه، لکه يو ميکروب. هرکله چې د رومان کرکتر «روکانتين» خپلې خوا وشا ته گوري داسې حس ورته پيدا کيږي  چې خپله يې گرځون يا تهوع بولي.  انتوان روکانتين درومان اصلي شخصيت دى هغه تاريخ پوه دى چې له ډيرو کلونو وروسته دسفر کولو پريکړه کوي، چې د بوويل کوچني ساحلي ښار ته ولاړ شي اوهلته ژوند وکړي.  دمارکي دورولبون په نامه يو کتاب وليکي.  خو دا بايد روښانه نه شي چې مارکي دورلبون زما د وجود يواځينی توجيه ده. روکانتن يوازې دى  هغه عقيده لري چې په رښتيا سره به يو وار له دوستانو لا درکه شي.  له هرې خوا ځان خلکو ته نږدي کوي خو ځان يوازي ويني. دهغه زياته انديښنه وجود دۍ.  وايي: « تل ترې خبر وم.  ما دموجوديت حق نه درلود. دتصادف له مخې منځ ته راغلم لکه يوه ډبره يوه گياه يو مکروب مې وجود درلود.» هرکله چي روکانتن شا وخوا گوري يو حس ورته پيدا کيږي ۔ همدغه حس ته تهوع يا گرځون وايي. روکانتن له يوي مودي تجربي وروسته پوهيږي چې موسيقي او دهغه اغيز باندي ډاډه يم چې خبره له ډبري تير ه شوې او اوس په لاس راغله.  هو پخپله ده يو ډول تهوع په لاسونو کي خودهنر په وسيله يو دم گرځون لا درکه کيږي. روکانتن چې له دې پړاوه تېرېږي په دې فکر کيږي چې ځان ته پخپله ارزښتونه ايجاد کړي.  ادبياتو ته مخه کوي اوپه ليکوالى پيل کوي چې له بې مانا ژونده ځان بهر کړي. فکر کوي چې يو شمير کسان به پيدا شي چې دا رومان ولولي اووبه وايي چې دا انتوان روکانتن ليکلي دي. يو سور سرې سړې و چې په کافي کۍ به يې قدم واهه.  (۷ـ۳۰۹)

کله چې روکانتن خپل شاوخوا ته پام اړوي گوري چې ټول کثرات رنگ بايلي او يو ډول وحدت ته رسيږي.  له بلي خوا دوجوداوزمان ديو والي مساله دسارتر لپاره ډيره عمده هغه ده۔ وجود په زمان کې غځيږي.  دشيانو ډولونه فرديت څرنگوالي او ظاهر يوه ماېع گرځي.  اوهره شيبه له مخکيني هغي نه بدله وي.  دسارتر او دقهرمان د اخبره ذهن ته دهراکليتس هغه مشهوره خبره تداعي کوي چېويل به يې: «په يوه شيبه کې دوه وارې له يوسيند څخه نه شو تېريدای»  روکانتن دا وس نه لري چې خپله تېره ماضي وساتي.  هغه هره شيبه ځان په بدلون کې ويني.  ان تردې چې کله يې په ځان باور هم نه راځي چې گوندې هما غه څوک دي چې پرون و،

له يوې مودې وروسته روکانتن دخپل موجوديت علت  په فکر کولو کې بولي.  فکر کوم نو يم. (Cogito ergo sum) نو ځانته ارزښتونه جوړوي. سارتر په دې رومان کې له هر څه زيات وجودي فلسفه انسان ديو مستقل موجود بولي چې له فرهنگ ادابو رسومو وفنونو نه جلا دى.  سارتر دروکانتن شخصي ژوند ته پام کوي او هغه دټولو ځانگړنو له مخې څيړي.  دا دوجودي فلسفي يوه ځانگړنه ده.  چې انسان له هر څه جلا مطالعه کوي.

ليکوال درومان په يوه برخه کې د خپلې ليکني متود دانتوان روکانتن له ژبې بيانوي: «حقيقت دادى چې زه نه شم کولۍ خپل قلم يوې خواته کښيږدم. گومان کوم په گرځون اخته کيږم.  داسې احساس کوم  چې دهغه په ليکلو سره ځنډ کوم.  په دې اساس هر څه چې زما ذهن ته راځي ليکم:» او په دغه اثر کې په يو بل ځاى کې وايي: « اوس دهېڅ چا په باب فکر نه کوم اوان دکليماتو دپلټلو زحمت ځانته نه ورکوم. پخپله په چابکی لږو ډېر زما په ذهن کې جاري کيږي. څه شى نه ثبتوم اجازه درکوم  چې پخپله لور ولاړ شئ.»

په دې اساس دليکوال دغه اثر چې زموږ په وړاندې دۍ لکه څنگه چې خپله يې ليکلي دي، په جدي توگه له وجوده حيرانيږي او د دې سوال او ځواب په لټه کې دى.

دا شخصيت له يوې خوا دگرځون تر حملې لاندې دى، گرځون چې ناڅاپه ورته پيدا کيږي.  او روکانتن هم نه شي کولي هغه توصيف کړي. «هېڅ شى نه دي بدل شوي اوپه دې حالت کې ټول شيان په يو بل شکل موجود دي. نه شم کولي وې ستايم، لکه گرځون» د دې داستان راوي داسې شخصيت دى چې مفاهيم ترې له لاسه ووځي.  اودپديدو له تعريف کولو نه بې وسه دى.

***

 د سارتر د تهوع يا گرځون په رومان کې انساني ذهن چې دگرځون روايت کوي اوهغه ليکي په ناخبري توگه په فکر کولو مشغوليږي دا فکر کول د گرځون سبب کيږي، خو دې هيلې چې دهغه په دننه (درون) کې ځاى نيولي دى چې کاشکې کولاى مې شواۍ دخپل فکر کولو مخه ونيسم.  «زما فکر زه پخپله يم: د همدې لپاره نه شم کولاى د خپل ځان مخه ونيسم. شته يم ځکه چې فکر کوم او نه شم کولي د فکر کولو مخه مې ونيسم.»(۶۔۔۔)

دگرځون د داستان راوي دبېلابېلو وجودونو په وسيله احاطه شوی اودا محاط کيدل يې په درک او گرځون کې د سرگرمی سبب شوي وي.  نو په دې اساس بايد پام وکرو چې موجوده گرځون اوخپگان د «گرځون» په رومان کې فلسفي مساله ده.

سارتر د يوه ليکوال او فلسفي په حيث چې دغه رمز يې ايجاد کړى چې دپديدو او چارچاپيرو پيښو اوتصادفاتو نه اغيزمن دي گټه اخيستي ده.  «خدايه نن څومره د شيانو موجوديت (شتون) سخت دى.  په کوچني لوسين تيرى شوى دۍ. زندۍ کړى يې دی. بدن يې لا شته (وجود لري) ټپي وجود يې.  نوره دا نجلۍ نشته. لاسونه يې نور نشته. په منظمه توگه دفکر کولو په حال کې دي.  ددې ډول مسايلو اودهغو تړاو دوجود اودهغه دا صالت سره دى ۔ ځکه چې دوه ځلي اوڅو ځلي يې ليکي:

***

گرځون اگزستانسياليستي درسونه لري. داسې نه ده چې له دې رومان نه ځانگري درس تر لاسه شي.  په دې ترتيب د دې رومان په لوستلو سره دبحث وړ فلسفه د داستان په قالب کي تشريح شوي، نثريي دفلسفې رسالو په څير وچ نه دى.

ايريس مردوک په خپله شننه کې ددې رومان اروند ليکي

̒ ̓ ̓گرځون دسارتر لومړني اوله سياسي ليوالتيا و پرته يو رومان دي چې له سياست نه پرته دهغه ټول علايق په کې ځائ لري.

دا اثر دازادې، ناسم نيت، بورژواژي شخصيت، پديده پيژندنه، دافکارو دکيفيت او ماهيت پوهيدنه، خاطري او هنر، دا ټولي مقولي دکتاب دقهرمان انتوان روکانتن دماورالطبيعي (متافزيکي) علايقو په اساس چې دکشف اوشهود په پايله کې مطرح کيږي، دا مکاشفه په فلسفي بيان سره ددې ټکي يا مسالي کشف دئ چې نړى احتمالي خصلت لري، موږ دعقل اواستدلال لهلاري ورسره رابطه لرو نه دحدس اومکاشفي له لاري.

روکانتن دسيند په غاړه يوه ډبره را پورته کوي غواړي هغه سيند ته گوزار کړي اوبيا ليري کيږي.  هغه دورته تجربو په لړ کې هم ويني، دشيانوپه وړاندې يو وحشت احساسوي خو نه شي کولي په دي پوه شي چې ايا دا همدې خپله دى چې بدلون يې موندلي دي يا شيان دي چې بدل شوي دي. (۸ـ۱۵)

 هغه په داسې حال کې  چې دکافي دخاوند دبيرو گيلاس او دپرتاگه پرتوگاښ ته گوري يو ډول زړه بداوې ورته پيدا کيږي. په هينداره کې خپلې څېري ته گوري، ناڅاپه خپله څيره غير انساني اودکب په ډول مومي، بالاخره ورته کشف کيږي چې کومه پيښه نه ده. پيښې هماغه داستانونه دي اوانسان د داستانونو په ډول ژوند نه کوي.  وروسته همدا پيښه نقلوي پيښه را ظاهره کيږي، اوبيا وروسته عواطف او نورې را مخ ته شوې پيښو ته رنگ ورکوي.

دمردوک په قول روکانتن فکر کوي چې نور هغه نه شي کولي چې ځان ياد ته راوري  اوڅرنگه کولي شي چې خپله تير مهال  له هيرولو نه ځان وژگوري.  ناڅاپه په دې خبره يې سر خلاصيږي چې په واقعيت کي تير مهال يا ماضي اصلن وجود نه لري.  يوازې نښي اوطواهر دې چې وجود لري.  يا په بل عبارت دحال زمان يا اوسمهال دى چې موجود دئ.  هغه وايي:  زه چې خپل شتون ته دوام ورکوى يوازې هماگه ماده تل په خوځنده اومتحرکو هيجاناتو او توټه ټوټه افکارو کې ځائ لري. (۸-۱۵)

يادښتونه:  

۱ـ ايتالو كالوينو.ادبيات وفلسفه. مجله بخارا. شماره ۴۷ بهمن -اسفند ۔۱۳۸۴

2.Jukka, Makonnen. Philosophy through literature. University of Tampere. Finland.2011

۳۔کريم مجتهدي. جستارهائ درباره فلسفه ادبيات.  پژوهشگائ فلسفه علوم انساني.  چاپ اول ۱۳۹۷۔

۴۔ پيتر لامارك.فلسفه ادبيات. (ترجمه ٴ ميثم اميني) فرهنگ نشر نو ۔ با همكاري نشر ايسم، تهران ۔۱۳۹۶

۵ـ هانس گيورگ گادامر.ادبيات وفلسفه درگفتگو ۔(به کوشش رابرت پاسليک)۔ترجمه زهرا زواريان. چاپ ارين.  چاپ سوم ۱۳۹۴۔

.۶ـحسن شهباز۔ تراژيدي شهباز ۔ انتشارات علمي ۔ چاپ۱۳۶۳

۷. ژان پل سارتر ۔تهوع،(ترجمهٴ امير جلالدين اعلم)۔انتشارات نيلوفر ۔ چاپ ششم ۔ ۱۳۸۱

۸.ايريس مردوک. نقد و بر رسې رمانهائ، ژان پل سارتر (ترجمه خ م، ح عباسپور، تميجاني) انتشارات مرواريد. چاپ اول. ۱۳۵۳

 دليکوال يادښت: دا مقاله دليکوال ديو څيړنيز اثر يوه برخه ده ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب