چهارشنبه, مې 19, 2021
Homeټولنیزاپلاتون، د فلسفې پلنې اوږې او تلپاتې مفکورې

اپلاتون، د فلسفې پلنې اوږې او تلپاتې مفکورې

شاعران او مفکرین
ژباړونکې: اناهیتا روهي
اپلاتون
د فلسفې پلنې اوږې او تلپاتې مفکورې

زېږېدنه: ۴۲۸/ ۴۲۷ کاله مخکې له میلاده، اتن
مړینه: ۳۴۷ کاله مخکې له میلاده، اتن

په اتن کې یو زلمکی اوسېده چې پلنې اوږې یې درلودې. په ښوونځي کې د سپورت ښوونکي دی اپلاتون وباله. په یوناني ژبه کې پلنو اوږو ته اپلاتون وايي. دا نوم په دې زلمکي داسې ونښت چې تر ننه یې خلک په همدې نوم پېژني.

اپلاتون د سوکرات شاګرد و او د ده له خبرو سخت متاثر و. ده هم د خپل استاد په څېر دا هڅه کوله چې د انسان د روح اسرار پيدا کړي. اپلاتون په دې باور و چې یوازې فیلسوفان د دې وړتیا لري، چې ښه حکومتداري وکړي. ځکه فیلسوفان تر نورو وګړو ژور فکر کوي. ویل کېږي، د پولېتیک یا سیاست کلمه هم د لومړي ځل لپاره اپلاتون کارولې ده.

اپلاتون غېښتلې ځواني درلوده. خو د ځوانۍ په پرتله یې غږ ډېر نری او مهین و. د ده خبرې ورو، خوی یې ارام او څېره یې جدي وه. د ده دوستانو به ویل، موږ هېڅکله اپلاتون په خندا کې نه دی لیدلی.

************

هغه مهال سیراکوز (Syrakus) د یونان يو ښکلی ښار و. دا ښار د سیسیل جزیرې په ختیځه برخه کې پروت دی. د دې سیمې فرمانروا لومړنی دیونېزیوس (Dionysios I.) و. دیونېزیوس ځان تیران (Tyrann) باله. د تیران کلمه په اوسنۍ ژبه کې د (جابراو ظالم پاچا) معنا ورکوي. د دیونېزیوس د خور خاوند، دیون (Dion) د اپلاتون له ملګرو څخه و. اپلاتون په دې پوهېده چې له ده سره د دیون دوستي او ملګرتیا د دیونېزیوس د سترګو اغزی دی.

له دیونېزیوس سره دا ویره ورسره وه چې اپلاتون به دیون، د ده په وړاندې راپاڅوي. دی به خپل قدرت له لاسه ورکړي. له همدې وېرې یې اپلاتون ته کله یوه پلمه او کله بله پلمه نیوه. یوه ورځ دیوونیزیوس له دیون سره د خپل حکومت په اړه خبرې کولې. دیون د عامو خلکو په طرفدارۍ له دیونېزیوس سره خبرې واړولې. د دیونېزیوس لپاره پلمه جوړه شوه ده وویل، دا ټول د اپلاتون لمسونې دي. دی غواړي زما حکومت له منځه یوسي. دیونیزیوس د اپلاتون د غلامۍ فرمان صادر کړ.

اپلاتون ونیول شو او د خرڅلاو لپاره یې د أجانيتس (Aegina) جزیرې ته په بېړۍ کې واستاوه. د بېړۍ تر رارسیدو د مخه په دې جزیره کې د غلامانو په اړه نوی قانون تصویب شوی و. په قانون کې راغلي وو: د اتن هغه وګړي چې له محکمې پرته دلته راوستل کېږي، که چا د غلامۍ په نوم واخیستل خو غلام به شي کنه باید اعدام شي.

اپلاتون د اتن اوسیدونکی و. د ده له راتګ سره سم یو نفر راغی ده ته یې وکتل او ویې ویل: زه دا پېژنم، دا یو فیلسوف دی. زه غواړم دی د غلام په توګه واخلم. د دې پر ځای چې اپلاتون اعدام شي، د دیارلس کیلو ګرامه سپین زرو په بدل کې خرڅ شو. پېردونکي ځان د اپلاتون ملګری وباله او دی یې بېرته اتن ته واستاوه.

دا هر څه دیوګېنس لایریتیوس (Diogenes Laertius) چې د یونان د فیلسوفانو ژوند لیکونه یې لیکل، شپږ سوه کاله وروسته د اپلاتون پېژندنې په برخه کې لیکلي او ثبت کړي دي. که څه هم اپلاتون ډېر اثار له ځانه پراېښي دي، خو د خپل ژوند په اړه نه ده څه لیکلي دي او نه هم نورو ته معلومات شته.

دومره ویل کېږي چې اپلاتون له یوې درنې کورنۍ سره تړاو درلود. دی په ۴۲۸ یا هم ۴۲۷ کاله مخکې له میلاده په اتن کې زېږېدلی دی. ځینې خلک یې اجانیتس، چې دی څلوېښت کاله وروسته د غلام په توګه واستول شو، اصلي ټاټوبی بولي. مور یې پېریکتونې (Periktione) او پلار یې اریستون (Ariston) نوميده. کله چې دی وزېږید مور او پلار یې په ده د ارستیکولیس (Aristokles) نوم کېښود.

ارستیون د اپلاتون پلار په ځوانۍ کې مړ شو. نو له همدې امله اپلاتون له خپلې مور سره د پیرالمپیس (Pyrilampes)کور ته چې د مور خپلوان یې کېدل په کډه شو. پيرالمپیس د اتن له مشهورو سیاستمدارانو او دیپلوماتانو څخه و. ده وروسته د اپلاتون له مور سره واده وکړ.

اپلاتون دوه وروڼه او یوه خور درلوده. یو ورور یې ګلوکن (Glaukon)، بل یې ادایمانتوس (Adeimantos) او خور یې پوتونې (Potone) نومیدل. د اپلاتون ماما چارمیدیس (Charmides) او د هغه زوی کریتاس(Kritias) د اتن له مشهورو سیاستوالو څخه وو. دوی دواړو په اپلاتون کې د سیاست جذبه راویښه کړه.

اپلاتون له خپلو وروڼو او یوې خور سره یو ځای په جمنازیوم کې درس وایه. جمنازیوم هغه ښوونځی و چې د اولمپیک د سیالیو لپاره به یې زده کوونکي روزل. دوی هلته پر سپورت سربېره لیکل، لوستل، حساب او د مشهور شاعر هومر اثار مطالعه کول.

*************

اپلاتون د ځوانۍ له پیله له سوکرات سره یو ځای د اتن په بازارونو کې ګرځېده. د ده له خولې هم کله چا د زړورتوب او سرښندنې الفاظ نه دي اوریدلي. ده په فکري لحاظ له سوکرات سره ډېر ورته والی درلود. دی به په سرک روان و، ناڅاپه به ودرید. د ده دریدا به ساعتونه ساعتونه وخت ونیوه. دی به په فکر کې ډوب و او هېڅ ډول حرکت به یې نه کاوه.

د اپلاتون له دې ډول کړو وړو سره یې د ښوونځي ملګري بلد وو. ده به ډېر وخت په ښوونځي کې له هلکانو سره په فلسفي بحثونو تېراوه. ده سوکرات ته خاص درنښت درلود. ده به هڅه کوله چې له ده سره په فلسفي بحثونو کې ونډه ولري.

اپلاتون په شل کلنۍ کې دا پرېکړه وکړه چې د سوکرات شاګرد شي. تر څو د فلسفې په اړه له ده څخه ډېر څه زده کړي. اپلاتون نهه کاله د سوکرات شاګرد پاتې شو. نهه کاله وروسته کله چې سوکرات په مرګ محکوم شو، اپلاتون حیران ودرید. دی نه پوهېده چې په څه ډول خپل استاد له مرګه بچ کړي. ده ته یې د تېښتې سلا وررکړه. لېکن سوکرات د ده خبره ونه منله او ده ته یې وویل چې تېښته د قانون تر پښو لاندې کول دي.

د سوکرات له مرګ وروسته اپلاتون ته هم د خپل ژوند په اړه وېره پیدا شوه. دی او د ده څو تنه ملګري له اتن څخه ووتل. دوی لومړی میګارا (Mégara) بیا مصر او تر هغه وروسته سیسیل ته لاړل. په دې موده کې اپلاتون له سیاسته لاس واخیست. دی د هغه پېښو شاهد و چې په ۴۰۴ کال کې دېرش تنو تیرانو د قدرت لپاره داسې ناندرۍ وکړې چې ۱۵۰۰ اتني دیپلوماتان او سیاستوال یې د مرګ کومې ته واستول. په دې سیاستوالوو کې د ده ماما او د ماما زوی هم شامل وو.

د سوکرات له مرګ وروسته اپلاتون په حکومت او د دوی په سیاست خپل باور له لاسه ورکړی و. ده خپله ټوله پاملرنه یوازې او یوازې فلسفې ته وقف کړې وه. که څه هم دی په دې پوهېده چې یو عادل حکومت او ښه سیاست به د ده په فلسفه کې د پام وړ رول ولوبوي.

************

اپلاتون په دې عقیده و چې د خلکو په اذهانو کې پټې مفکورې خوندي دي. د همدې لپاره ده وویل، مفکورې تلپاتې دي. دی په دې معتقد و، کومه نړۍ چې موږ یې وینو او احساسو یې، هغه د اصل کاپي او نقل دی. کوم څه چې خلک په دې نړۍ کې ترسره کوي، هغه د دوی د مفکورو سیوری دی.

په ۳۸۸ کال کې اپلاتون د فیثاغورث ښوونځي ته لاړ. د فیثاغورث د ښوونځي بنسټ په سیسیل کې په خپله فیثاغورث ایښی و. دا ښوونځی د سیاسي او مذهبي فیلسوفانو لپاره و. د دې مکتب قوانین ډېر سخت وو. دوی د بشریت لپاره د خدايي نظامونو ګټې، ولسواکي او په سیراکوز کې د تیرانیانو ضد زده کړې ترسره کولې.

اپلاتون بېرته اتن ته راستون شو. ده د فلسفې یو مکتب چې په اکاډمۍ مشهور دی، جوړ کړ. اپلاتون په اکاډمۍ کې د فلسفې په تدریس بوخت شو. ده زده کوونکو ته ویل، لیکل شوي متنونه نه زده کېږي او نه هم پوښتنې ترې جوړیږي. لیکنې باید د یوې مناظرې او دیالوګ په توګه وي. د دوو تنو تر منځ خبرې په خپله پوښتنې رازېږوي. د همدې لپاره د ده ټول اثار د دوو تنو ترمنځ د دیالوګ په بڼه لیکل شوي دي. د اپلاتون تر ټولو مهم فلسفي او سیاسي اثر سیاست او حکومت یا (جمهوریت) دی. د اپلاتون بل اثر چې اپولوژي نومېږي، د سوکرات د محاکمې دیالوګونه پکې راغلي دي.

شل کاله وروسته د دوهم ځل لپاره اپلاتون له سیسیل څخه سیراکوز ته لاړ. هغه وخت لومړنی دیونیزیوس مړ و. دی په دې هیله و چې دوهم دیونېزیوس به له دیون سره پخلا کړي او د تیران نظام به ختم کړي. خو د ده دا هیله پوره نه شوه. دوهم دیونېزیوس د جاسوسۍ په تور دیون وسوځاوه.

اپلاتون په خوارۍ سره ځان اتن ته ورساوه. دی خپلې اکاډمۍ ته ستون شو او تر مرګه یې هلته د فلسفې درس ورکړ.

سوکرات (سقراط) (د حقیقت لپاره مرګ) اناهیتا روهي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب