چهارشنبه, مې 19, 2021
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۰) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۰) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی  لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

لسمه برخه

انساني خارق العادګی یا جرقه

په دې کې هیڅ شکی نه شته چې هومیو ساپینس یا ننی انسان د نړۍ تر ټولو قوي ذات او موجود دی. دغه راز هومیو ساپینس فکر کوي چې له اخلاقي نظر هم تر ټولو بر دی او د انسان ژوند د خنځیرانو، فیلانو او لیوانو په شمول له ټولو حیواناتو ارزښتمن دی. دا لا روښانه نه ده چې  ایا په رښتیا قدرت اصلي شی دی او هغه څوک سمه خبره کوي چې واک لري؟ ایا د انسان ژوند یوازې د دې لپاره تر خوګانو ارزښتمن دی چې د انسانانو ټولنه د خنځیرانو تر ټولنو لویه او مذبوته ده؟ امریکا د افغانستان په پرتله ډیره توانمنه ده ایا دا په دې مانا ده چې د یوه امریکايي ژوند د یوه افغان تر ژونده ډیر ارزښت لري؟ په عملي ډګر کې په رښتیا هم چې د یوه افغان په پرتله د یوه امریکايي ژوند ارزښتمن دی. د تعلیم، روغتیا او امنیت لپاره پر یوه امریکايي د یوه افغان په پرتله ډیرې پیسې لګېدلي دي. که یو امریکایی ووژل شي په نړیواله کچه د یوه وژل شوي افغان په پرتله ډیره غوغا راپورته کوي. له دې ټولو سره سره هرڅوک په دې پوهېږي چې دغه بې عدالتي د جیو پولیټیک قدرت د ناسم انډول نتیجه ده. دا سمه خبره ده چې افغانستان د امریکا په پرتله لږ نړیوال اغیز لري خو د توره بوړې په غرونو کې د یوه ماشوم ژوند ته د امریکا په بیوري هیلس کې د یوه ماشوم له ژوند سره یوه شان ارزښت ورکول کیږي او یو شان سپیڅلی ګڼل کیږي. خو کله چې بر عکس د خنځیر د یوه بچي په پرتله د انسان بچي ته لوړ ارزښت ورکوو نو غواړو دا ووایو چې دا د قدرت له انډوله پورته خبره ده او انسان په طبیعي توګه تر خنځیره ارزښت لري. موږ داسې منلې چې د انسان ژوند له هرڅه زیات دی. د نني انسان یا ساپینس ډیر خوښیږي چې ووايي موږ جادويي استعدادونه لرو چې موږ ته ېې دغسې یو قدرت رابخښلی او ښه استفاده هم ترې کوو. پر دې سره بیره دغه غوره حالت ته توجیهات هم پېدا کوو چې له اخلاقي پلوه هیڅ ستونزه نه لري. خو دغه ځانګړې خارق العادګي یا جادو څه شی دی؟  پر یوه خداي د باور د مفکورې په اساس د دې پوښتنې دودیز ځواب دا دی چې انسان روح لري چې کله هم نه مري. په داسې حال کې چې جسم فنا کیږي او له منځه ځي روح ابدي کیږي او په خدايي محکمه کې به محاکمه کیږي. چې یا به په جنت کې تلپاتې خوشاله ژوند ولري او یا به د دوزخ په لمبو کې پروت وي. له دې چې خنځیران او نور حیوانات روح نه لري نو په دغې اسماني ډرامې کې برخه نه اخلي. دوي یوازې د څو کلونو لپاره په دې دنیا کې ژوند کوي او بیا له منځه ځي او فنا کیږي. ځکه خو باید انسان ته د تلپاتي انساني روح  له امله د یوه حیوان په پرتله لوړ مقام ورکړل شي.

دا د وړکتون د ماشومانو لپاره یو نکل نه دی بلکه یوه لویه او مهمه افسانه ده چې اوس په یوویشتمې پیړۍ کې هم د میلیاردونو انسانانو او حیواناتو لپاره د ژوند چوکاټ بیانوي. دغه باور او عقیده چې انسان تلپاتې روح لري خو حیوانات یوازې فنا کیدونکي بدنونه لري زموږ په قضايي، سیاسي او اقتصادي سیستم کې اساسي غشی دی او دا خبره توجیه کوي چې انسانان نور حیوانات د خوړو او یا ساعت تیرۍ لپاره وژني او دا یوه عادي چاره ده. نوې ساینسي څېړنې د واحد خداي د پيروانو دغه افسانه په کلکه ردوي. لابراتواري څېړنو ثابته کړې چې د دغې افسانې یوه برخه سمه ده. دغه څېړنې ثابتوي همغه ډول چې پر واحد خداي معتقد دینونه باوري دي چې حیونات روح نه لري دا بیخي سمه خبره ده. ټولو دقیقو او له دردونو او کړاونو ډکو څېړنو ثابته کړې ده چې هیڅ داسې کومه نښه او نښانه نه لیدل کیږي چې خنځیران، موږکان او نور حیوانات دې روح ولري. په عین وخت کې پر واحد خدای د معتقدو دینونو د افسانې دغه برخه چې انسان روح لري هم په ژوره او دقیقه توګه څېړل شوې ده او د سوالیه نښه ېې ورته ایښې ده. څېړاندو په نني انسان په زرګونو سختې او بیلابیلې څېړنې وکړې او د انسان د زړه هره برخه ېې وپلټله او د ماغزو هره برخه ېې وسپړله خو تر اوسه ېې کوم خارق العاده شی او معجزه په انسان کې نه ده موندلې. تر اوسه پورې داسې هیڅ علمي ثبوت نه دی موندل شوی چې ثابته کړي انسان روح لري او یا داسې کوم خارق العاده شی دې ولري چې په حیواناتو کې نه شته. که ټوله خبره همدا وي چې انسان ځکه تر حیوان بر دی چې روح لري نو دا به منطقي خبره وي چې ووایو پریږدئ چې ساینس دغه خبره ثابته کړي. که څېړاندو تر اوسه روح نه دی موندلی دا ځکه چې دوي کافي پلټنې نه دي کړي. بیو ساینس د کافي علمي شواهدو د نه شتون له امله  نه یوازې په دې شک لري چې انسان دې روح ولري بلکه دا هم وايي چې د روح خبره د انسان د تکامل له اساسي اصولو سره بیخي په ټکر کې ده. د ساینسي علومو او د تکامل د تیورۍ د دغه شک او ټکر له امله پر واحد خداي متعقده  کسان د ډاروین د تکامل په تیورۍ شک لري.

څوک د چارلس ډاروین له تیورۍ ویره لري

په امریکا کې د ۲۰۱۲ کال د یوې سروې له مخې یوازې  ۱۵ سلنه امریکایان باور لري چې هومیو ساپینس یا نني انسان یوازې د طبیعي انتخاب په اساس او د تکامل د تیورۍ په بنسټ له کومې اسماني مرستې پرته وده کړې. ۳۲ په سلو کې باور درلود چې انسان د میلیونونو کلونو کلونو په اوږدو کې د ژوند کولو له ابتدايي رودو وده کړې خو په ټوله صحنه کې دا خداي دی چې رول لوبوي. ۴۶ سلنه په دې باور وو چې د انجیل د ایتونو په اساس خداي کابو لس زره کاله مخکې انسان پنځولی دی. یوازې ۱۴ په سلو کې ویلي دي چې انسان د تکامل د تیورۍ په اساس له اسماني او ذاتي مداخلې پرته وده کړې او نني حالت ته رسیدلی دی. په دغو کسانو چې د انجیل د روایتونو په اساس د انسان په خلقت باور لري داسې کسان هم شته چې  ماستري او ډاکټري لري. په دې څېړنه کې یوازې ۲۹ سلنه د طبیعي انتخاب او د تکامل د تیورۍ په سموالي باور لري.۱

دا له ورایه څرګندوي چې ښوونځي د تکامل د تیورۍ په برخه کې سم کار نه کوي له دې سره سره دیني بنسټ پال ټینګار کوي چې دغسې تعلیمي نصاب باید د ښوونې او روزنې له سیستم څخه حذف شي. حتی دوي ټینګار لري چې باید د هوښیار ډیزاین «intelligent design» نظریه په ښوونځیو کې تدریس شي. انټیلیجېنس ډیزاین نظریه وايي ټول ژوي د یوه خاص او هوښیار ډیزاین «خدای »په اساس رامنځته شوي.  افراطی مذهبیان وايي ماشومانو ته دواړه نظرېې ورزده کړئ پریږدئ چې ماشوم پکې انتخاب وکړي.

ولې د تکامل د تیورۍ په وړاندې دومره حساسیت موجود دی په داسې حال کې چې د انشټین د نسبیت د تیورۍ او د کوانټوم میخانیک د تیورۍ په وړاندې بې پروا یو؟ ولې سیاستوالان ښوونځي نه مجبوروي چې د دغو تیورۍ ترڅنګ د مادې، انرژۍ، فضا او وخت په هکله بدیلې تیورۍ هم زده کړي؟ دا په داسې حال کې ده چې که د چارلز ډاروین نظریه د انشټین او ورنر هایزنبرګ له نظریوسره په پرتله کې لږه  ګواښوونکې ده. د ډاروین د تکامل تیورۍ په دې اساس بڼه خپله کړې ده چې قوي او پیاوړي ژوي ژوندي پاتې کیږي او دوام کوي. ډیره ساده او اسانه تیوري چې سخته او ستومانه کوونکې هم نه ده. د دې په اپوټه د نسبیت او د کوانتوم میخانیک تیوري ادعا کوي چې انسان فضا او وخت بدلولی شي، او یا دا چې یو څه له هیڅه ترلاسه کیداي شي، او دا چې یوه پیشو په یو وخت هم مړه وي او هم ژوندۍ. دغسې تیوري په سلیم عقل ملنډې وهل دي. خو هیڅوک نه پیدا کیږي چې د ښوونځي ماشومان له دغسې احمقانه نظریو وساتي. ولې؟

دا چې هیڅوک د نسبیت د تیورۍ په وړاندې نه راپاریږي علت ېې دا دی چې دغه تیوري د هغه څه په خلاف کوم شی نه وايي چې پر موږ ګران وي او یا عقیده پرې لرو. ډیر کم کسان به پر دې غبرګون وښيي چې وخت او فضا«ځاي» نسبي دي که مطلق.  دا خبره به درته د منلو وي چې ممکن وخت او فضا بدله او اپوټه شي؟ که کیږي نو مهرباني وکړه. دا په ما پورې هیڅ اړه نه لري او پر ما هیڅ اغیزهم نه لري. خو ډاروین د دې برعکس له موږ نه روح اخیستی دی. که ته په رښتیا غواړې د تکامل پر تیورۍ پوه شې نو په دې به هم پوه شې چې روح شتون نه لري. دغه نظریه نه یوازې پر اسلام او عیسایت باوري کسان ګواښي بلکه ډیری سیکولران هم ترې ویره لري چې هیڅ ډول مذهبي افراط نه لري. خو دوي هم له دې ټولو سره سره غواړي پر دې عقیدې کلک ودرېږي چې هر انسان یو فردی ابدي ذات لري چې تلپاتې دی او حتی مرګ ېې هم نه شي تروړلی. د فرد یا وګړي«individ» توری خپله لغوي مانا لري « هغه څه چې نه شي تقسیمیداي». دغه خبره چې زه «یو فرد» یم  او نه شم تجزیه کیداي په دې مانا دی چې زه یو «کُل» او یا یو واحد یم او له جلا جلا ټوټو نه یم جوړ چې تجزیه شم. دغه واحد او کُل دی چې دوام کوي او له یوې زمانې بلې ته له بدلیدا او تجزېې پرته روان دی. د انسان په توګه زما مازغه او بدن د بدلون یوه دوامداره پروسه کچ کوي په دې پروسه کې زما عصبي حجرې او نیورونونه زیګنالونه استوي، هورمونونه په وینه کې بهیږي، او عضلات انقباض کوي. زما شخصیت، زما غوښتنې، او زما روابط کله هم  په یو ځاي په ټپه نه وي ولاړ او په لسګونو کلونو کې بیخي ځان بدلولی شي. خو له اساسه مې ذات له زیږون تر مرګه یو دی نو هیله ده له مرګ وروسته هم همداسې پاتې شم.

د تکامل تیوري له بده مرغه زما دغه حقیقت ردوي چې زما ذات د تجزېې وړ نه دی، نه بدلیږي او تلپاتې دی. د تکامل د تیورۍ په اساس ټول بیولوجیکي ژوي له فیلانو رانیولې تر ونو، بوټو، او تر حجرو او ډي ان اې پورې ټول له وړو او ساده برخو ترکیب شوي دي چې تجزیه او بیرته یوځاي کیداي شي. فیلان او حجرې د نویو ترکیبونو او تجزیو په اساس ورو ورو بدل شوي دي. هغه څه چې بېرته نه بدلیږي او نه تجزیه کیږي د طبیعي انتخاب په پروسه کې نه دي رامنځته شوي. د مثال په توګه د انسان سترګه یو ډیر مغلق سیستم دی چې له ډېرو نورو وړو برخو لکه عدسیې، قرنیې او شبکېي جوړه ده.  سترګه نا ببره له عدمه  او یا له هیڅه  له ټولو دغو کمالاتو سره نه ده جوړه شوې. بلکه د میلیونونو کلونو په اوږدو کې ېې ګام په ګام بڼه خپله کړې. زموږ سترګې د هومو اریکټوس په نامه انسان ته ورته دي چې یو میلیون کاله مخکې ېې ژوند کاوه او د ډریولیسټس له سترګو سره ېې بیخي توپیر درلود چې یو سلوپنځوس میلیون کاله مخکې په ځمکه اوسېدل. او داسې هیڅ نه ښکاري چې له هغو یو حجروي ژویو سره ورته وي چې کابو سل میلیون کاله مخکې پر ځمکه موجود ؤ او انسان هم له هغو وده کړې ده.

په خپله یو حجروي ژوي یو شمېر واړه غړي یا ترکیبات لري چې دغه یو حجروي ژوي ته دا وړتیا ورکوي چې د تیارې او رڼا فرق وکړي او د رڼا یا برعکس د تیارې په لور حرکت وکړي. له دغسې لرغونو سنسورونو د انسان تر ننۍ سترګې د تکامل پروسه اوږده وه او لوړې ژورې ېې درلودې. که موږدغه میلیونونه کلونه تکامل وکتلی شو نو دغه ټوله پروسه ګام په ګام تعقیبولای شو. د دغې ټولې پروسې کتل سخت وي. که فرض وکړو د سترګو یوه وړه برخه له پخوانیو نسلونو سره د تکامل د تيورۍ په اساس له موټيشن یا بدلون سره مخامخیږي نو ډیر زیات وخت اخلي. د مثال په توګه که د سترګو قرنیه له ګردې دایروي بڼې کروې بڼه پیدا کوي نو دغه بدلون به میلیونونه کاله غواړي. که یوازې همدا سترګه یو واحد موجود یا کُل واي نو دا به شونې نه واي چې د تکامل د طبیعي انتخاب په نتیجه کې بدله شي.

له همدې امله د تکامل تیوري د روح نظریه نه شي منلی. لږ تر لږه دا به ورته د منلو نه  وي چې موږ دې روح نه تجزیه کیدونکی، نه بدلیدونکی او ابدي  وبولو. دغسې یو ذات د تکامل د ګام په ګام پروسې محصول نه شي کیداي. تکامل او د طبیعي انتخاب پروسه د انسان سترګه جوړولی شي ځکه چې سترګه له مختلفو برخو جوړه ده خو روح داسې نه دی بلکه روح یو او واحد دی. که د انسان روح ګام په ګام وده کړي وي د مثال په توګه که د (اریکټوس انسان) له سترګو نني حالت ته را رسېدلي وي نو دغه ګام په ګام برخې له څه شي جوړې شوي دي. ایا د روح یوه برخه په هوموساپینس کې تر اریکټوس ډیره وده کړې؟ دغه ګام په ګام وده څرنګه شوې؟  دا په داسې حال کې ده چې انساني روح له بېلابېلو برخو جوړ نه دی. نو چې له بېلابېلو برخو جوړ نه وي څنګه به ېې ګام په ګام وده کړي وي.

ښايی تاسو ادعا وکړئ چې د انسان روح تکاملي نه دی بلکه په یوه ورځ کې په بشپړه توګه په ټول پرتم سره څرګند شوی دی نو دا کومه ښکلې ورځ ده؟  کله چې موږ د انسان تکامل له نیژدې وڅیړو نو دغسې کومه ورځ نه شو پيدا کولی. هر انسان چې ژوند کړی د یوه نارینه د سپرم او د یوې میرمنې د هګۍ د القاح په نتیجه کې رامنځته شوی. د یوه ماشوم تصور وکړئ چې روح لري. دغه ماشوم مور او پلار ته ورته وي خو په یو شي کې توپير لري او هغه روح دی. دغه ځانګړی روح د ماشوم مور یا پلار نه لري چې ماشوم ته دې ولیږدول شي. زموږ بیولوجیکي پوهه دا توضیح ورکولای شي چې ماشوم ممکن د مور او پلار په پرتله په کُروي عدسیو سره وزیږي.د بیولوجۍ علم  دا توضیح راکولی شي چې په یوه جېن کې ممکن په یوه وړوکی بدلون سره دغه تغییر رامنځته شي. خو بیولوجي دا توضیح نه شی ورکوالی چې ماشوم له یوه روح سره زیږیدلی چې تلپاتې دی او له داسې مور او پلاره زیږیدلی چې د دغه روح یوه زره هم نه لري. ایا په جینونو کې یو بدلون او یا ډېرو زیاتو بدلونونه کفایت کوي چې یو حیوان ته داسې ذات یا روح ورکړي چې د هر ډول بدلون خنډ شي او حتي د مرګ مخه هم ونیسي؟ ځکه خو د روح مسله د تکامل له تیورۍ سره اړخ نه لګوي. تکامل بدلون او پرمختګ ته وايي او داسې موجودات نه شو پیدا کولی چې ابدي او تلپاتې وي او یا ناببره په یوه شیبه کې رامنځته شوي وي. د تکامل د تیورۍ په اساس زموږ ډي این اې تر ټولو انساني ذات ته نیژدې شی دی او د ډي این اې مالیکولونه ممکن بدل شي او موټیشن وکړي خو د تلپاتې کیدا وړتیا نه لري. دغه مسله د ډېرو کسانو بدنونه ریږدوي چې غواړي له روح نه د منکریدا په ځاي د تکامل ټوله نظریه رد کړي.

ولې د ونډو بازار ضمیر او وجدان نه لري

انسان د خپل حاکمیت او برلاسۍ د توجیه لپاره یوه بله کیسه هم کوي. دوي وايي هومیو ساپینس یا ننی انسان شعور او ذهن لري. شعور او ذهن له روح سره بیخي توپیر لري. شعور جادويي او ابدي شی نه دی او نه هم د سترګو او ماغزو په شان د بدن کوم غړی  ګڼل کیږی. شعور او ذهن د  درد، خوښۍ، کاوړ، او مینې په شان د باطني تجربو یوه څپه ده. دغه ذهني تجربې او شعور د پنځه ګونو حواسو، عواطفو او فکرونو تر منځ د یوه تړاو په نتیجه کې رامنځته کیږي چې په یوه شېبه کې روښانه او بېرته خاموشه شي. ورپسې نورې تجربې د بریښنا په شان راڅرګندې شي او بیا له منځه لاړې شي، دغه څپې نا څاپه پورته او بېرته ښکته کیږي.( کله چې موږ ورته غبرګون ښیوو  نو هڅه کوو دغه تجربې په بېلابېلو ډلو وویشو د مثال په توګه په احساساتو، عواطفو او فکرونو ېې ویشو خو په حقیقت کې دا ټول سره اخښلي دي). د تجربو دغه ګډوډ ترکیب شعور او هوښیاري رامنځته کوي. د تلپاتې روح بر عکس شعور او ذهن بېلابېلې برخې لري او په دوامداره توګه بدلېږي او هیڅ داسې دلیل نه شته چې وښيي شعور تلپاتې دی او نه مري. روح یوه افسانه ده چې ځینې خلک ېې مني اوځینې ېې ردوي، خو ذهن یا شعور «consciousness» بر عکس یوه روښانه او څرګنده تجربه ده چې موږ ېې په خپله هره شیبه ترسره کوو او احساس ېې لرو. دا په نړۍ کې یو روښانه حقیقت دی او په شتون ېې شک نه شي کیداي. حتي که شک کې هم یو له ځانه پوښتنه کوو: ایا ذهني یا باطني تجربې په رښتیا شتون لري؟ نو موږ په یقین سره ویلی شو چې موږ شک تجربه کړ. باطني تجربې یا ذهني تجربې په حقیقت کې څه دي چې ذهني څپې رامنځته کوي؟ ټولې باطني یا ذهني تجربې دوه بنیادي مشخصات او ځانګړتیاوې لري: احساس او غرایز یا هیلې. روباټونه او کمپیوټرې شعوراو ذهن نه لري . له دې سره سره چې له حده زیاتې وړتیاوې لري خو هیڅ دول احساس نه لري. نه پر چا مینیږي او نه ېې څوک یادیږي. یو روباټ د انرژۍ یو سانسور لري چې کله ېې باټری ختمیږي دغه سنسور مرکزي سیستم ته خبر ورکوي چې باټرۍ په ختمیدا ده په دې ډول روباټ د انرژۍ د تامینولو سرچینې په لور حرکت کوي او له بریښنا سره نښلي چې باټرۍ چارج کړي. خو کله چې روباټ دغه کار کوي هیڅ شی نه احساسوي. یو انسان چې کله انرژي ونه لري نو د لوږې احساس کوي او هڅه کوي د لوږې دغه نا سم احساس له منځه یوسی له همدې امله ویل کیږي انسان شعوري پنځوونکی دی خو روباټ داسې نه دی. هیڅوک دا حق نه لري له یو انسانه تر هغه کار واخلي چې له پښو لویدلی نه وي خو که یو روباټ تر هغه وخته کار وکړي چې باټرۍ ېې ختمه او له کاره ولویږي  نو فرق نه کوي او هیڅوک دا غیر اخلاق کار نه ګڼي.

خو حیوانات څنګه؟ ایا حیوانات شعور، او ذهني تجربې لري؟ ایا دا له اخلاقي پلوه سمه ده چې یو اس تر هغه کار وکړي چې له لوږې له پښو ولویږي؟ لکه چې مخکې مو وویل  نن سبا د بیولوجۍ څیړاند ادعا کوي چې ټول تي لروونکي حیوانات، مرغان او حتي خزندګان او کبان احساس او عاطفه لري. بیخي نوې نظريې وايي چې احساسات او شعور بیوکمیکل معلوماتي الګوریتمونه دي. موږ پوهیږو چې روباټونه او کمپیوټرې له شعور او ذهني تجربې پرته معلومات او دیټا تجزیه او تحلیل کوي. ښايي همدغه میکانیزم په حیواناتو کې هم فعاله وي؟ موږ په دې خبرې پوه یو چې حتي د انسان په ماغزو کې ډیر عاطفي مرکزونه او احساسي حجرې او لارې شتون لري چې معلومات تجزیه کوي او ډیر ځله په خپل سر د انسان له شعور او ویښتیا پرته هم کار کوی. نو ښايي په حیواناتو کې هم د لوږې، ویرې، مینې، او وفادارۍ په شان د ټولو احساساتو او عواطفو تر شا باطني او احساسي تجربې نه بلکه لاشعوري الګوریتمونه فعاله وي؟ ۲

دغه تیوري د مډرنې فلسفې د پلار «رنه ډیکارټ» له لوري هم مطرح شوې. په اوولسمه میلادي پيړۍ کې دیکارټ ادعا وکړه چې یوازې انسان احساس او عاطفه لري نور حیوانات بې روحه ژوي دي. کله چې انسان سپي ته لغته ورکوي سپی هیڅ هم نه احساسوي او د قهوې د ماشین او یا بل اتومات ماشین په شان د غپلو په وسیله غبرګون ښيي. د سپي غپل د قهوې د ماشین هغه غږ ته ورته دی چې د قهوې جوړولو په وخت ېې لري او له دې غږ او د قهوې له جوړولو پرته بل هیڅ درک او احساس نه لري.

دغه نظریه د دیکارټ په زمانه کې بیخي منل شوې وه. ډاکټرانو او څیړاندو په اوولسمه میلادي پیړۍ کې سپیان له بې هوشۍ او له کوم اخلاقي محدودیت پرته سلاخي کول چې وګوري د بدن غړي ېې څنګه کار کوي. دغو څیړاندو په سپیانو کې کوم غیر عادي شی ونه موند هماغه ډول چې که موږ د قهوې ماشین خلاص کړو له ماشین او یو شمېر پروزو او ګراریو پرته بل غیر عادي شی نه شو موندلی.

په یوویشتمه پيړۍ کې لا هم ډیر داسې کسان شته چې وايی حیوانات روح، عاطفه او احساس نه لري او یا دا چې باوري دي چې تر انسان ډیر ټیټ او بل ډول احساس لري. که موږ غواړو دا ثابته کړو چې حیوانات هم زموږ په شان احساس او باطني تجربې لري غوره ده د ذهن او شعور په هکله ښه پوهاوی ولرو او په دې پوه شو چې شعور او ذهن څنګه کار کوي. دا ډیره سخته او پیچلې پوښتنه ده خو دا ارزښت لري چې وخت ورته بیل کړو ځکه چې د کتاب په راتلونکو څپرکو کې ذهن او شعور د ډګر اصلي لوبغاړي دي. که موږ د شعور او ذهن یا باطني تجربو په هکله پوهه ونه لرو د مصنوعي ځیرکتیا یا ارټیفیشل انټیلیجېنس په شان د نوې ټیکنالوجۍ په عواقبو او نتیجو هم نه پوهیږو. ځکه خو غوره ده د حیواناتو د شعور او ذهن په هکله بحث اوس څنګته کیږدو او په دې خبرې وکړ چې ساینس په عمومي توګه د ذهن، شعور یاهوښیارۍ او ذهني احساس په هکله څه وايي. موږ به پر هغو مثالونو تمرکز وکړو چې  د انسان د شعور ، ذهن او احساس په هکله له ساینسي څېړنو اخیستل شوي دي. دغو څېړنو ته لاسری اسانه دی او له هغه وروسته به بیرته حیواناتو ته راشو او وبه ګورو چې هغه څه چې په انسانانو کې شته اوپرې صدق کوي له وړیو او بڼکوو جوړو ژویو کې هم شته که نه؟ هغه ژوي چې له موږ سره قرابت او خپلوي لري. واقعیت دا دی چې ساینس د ذهن، او هوښیارۍ په هکله په ډېرو کمو شیانو پوهېږي. په عمومي توګه دا منل شوې ده چې شعور او هوښیاري په ماغزو کې د الکټرو کیمیاوي تعاملاتو په نتیجه کې رامنځته کیږي او دا چې ذهني تجربه د معلوماتو یا ډیتا د تبادلې او ذخیرې لپاره مهمه ده.۳

 خو بر عکس هیڅوک په دې نه پوهېږي چې د بیوکمیکل  دغه پراخ عکس العملونه او په ماغزو کې میلیاردونه بریښنايي څپې څرنګه د درد، قهر او مینې په شان  احساسات رامنځته کوي او څه ډول دغه څپې بیا د دغو احساساتو په بڼه تجربه کیږي. ممکن لس یا پنځوس کاله وروسته موږ ته کیسه نوره هم روښانه شي، خو په ۲۰۱۶ کال کې د قناعت وړ توضیحات نه لرو.

د «Functional Magnetic Resonance Imaging» یا « F-MRI scanning» په مرسته او په ماغزو کې د الکټردونو او نورو ظریفو وسایلو په کارلو سره څیړاندو د ذهني تجربو او په ماغزو کې د بریښنايي څپو تر منځ متقابلې اړیکې موندلي دي او په دې پوهېږي چې څه ډول او په کوم دلیل دغه څپې او بیوکمیکل غبرګونونه احساسات او عواطف رامنځته کوي. کله چې څېړاند ستا د ماغزو فعالیت  د ایم ار ای په وسیله وګوري سمدستي پوهېږي چې ته ویښ ېې، خوب وینې، او که په ژور خوب کې ېې. دوي کولی شي یو تصویر تاسو ته در وښيي او له دې پرته چې ته کوم ځواب ورکړې ستا د ماغزو له غبرګونه پوهیداي شي چې تصویر په تاسو کې څه ډول حس پارولی دی. محققان حتي پوه شوي دی چې په ماغزو کې خاصې عصبي حجرې یا نیورونونه معلوم کړي چې ځانګړې ذهني محتوا لري. د مثال په توګه دوي د بیل کلینټن او هامر سیمپسن نیورون ستاسو په ماغزو کې موندلی شي. کله چې د بیل کلینټن نیورون روښان دی دغه کس  د امریکا د دوه څلویښتم ولسمشر کلینټن په هکله فکر کوي او کله چې دغه کس ته د هامر سیمپسن عکس ور وښيي نو د هامر سیمپسن نیورون پکې فعاله شي. په کلي توګه څیړاند په دې پوهېږي چې د ماغزو په یوه خاصه برخه کې که برېښنايي څپې زیاتې نو دغه کس عصبي دی او که په یو بلې برخه کې عصبي رشتې روښانه شي او بريښنايي زیګنالونه ېې پراخ شي نو ښيي چې دغه کس مئین شوی دی.

محققان حتي کولی شي د ماغزو د خاصې برخې په تحریک سره په انسان کې د مینې او یا غوصې احساس رامنځته کړي. خو دا چې څرنګه د ماغزو له یوې برخې بلې ته د الکټرونونو او بريښنايي څپو په انتقال سره د بیل کلینټن ذهني تصویر او یا د مینې او کاوړ احساس رامنځته کیږي؟ دا پوښتنه لا نه ده ځواب شوې. یوه اسانه توضیح دا ده چې ویل کیږي د انسان ماغزه پېچلی سیسټم لري چې له اتیا میلیارډ عصبي حجرو څخه جوړ دی او له یو بل سره اړیکه لري. په دې ډول ېې یوه لویه او پراخه شبکه  او چینل رامنځته کړی دی. کله چې په میلیاردونو عصبي حجرې په میلیاردونو  برېښنايي څپې او زیګنالونه وړاندې او وروسته لیږدوي نو په نتیجه کې ېې ذهني تجربې یا احساسات او عواطف رامخته کیږي. له دې سره سره چې هر بریښنايي زیګنال چې استول کیږي او یا ترلاسه کیږي یوه بیوکیمیاوي ښکارنده ده خو د دغو ټولو زیګنالونو او برېښنايي جریانونو ټولګه پیچلي ذهني او احساسي څپې رامنځته کوي. په ډېرو نورو برخو کې دې ته ورته میکانیزم لیدلی شو. د یوه موټر حرکت یوه ساده چاره ده خو کله چې میلیونونه موټرې په واټونو کې ګرځي ترافیکي ستونزې او د لارو بندول رامنځته کیږي. د یوې ونډې او یا یو شي اخیستل او معامله اسانه او ساده وي خو کله چې میلیونونه کسان په میلیونونو ونډې اخلي نو اقتصادي ستونرې او دیواله کیدل رامنځته کیږي په داسې حال کې چې کارپوهان ډیر ځله پوه نه شي دغه کشاله څنګه رامنځته شوه.

دغه توضیح خاص شی نه شي بیانولی یوازې دا خبره تائیدوي چې ستونزه ډیره پچلې ده. دا موږ ته دغه پوهه نه راکوي چې څه ډول یوه ښکارنده ( په میلیاردونو بریښنايي زیګنالونه چې وړاندې او وروسته حرکت کوي) بیخي یوه بله ښکارنده ( د مینې اوغوصې په شان ذهني تجربې) رامنځته کوي. د ترافیکي ستونزو او د اقتصادي بحرانونو په شان د پېچلو پروسو مقایسه کافي نه ده. کوم شی ترافیکي ستونزې پیدا کوي او لارې بندوي؟ کله چې ته یو موټر ګورې نو په هیڅ شي نه پوهیږې چې لارې څنګه بندیږي، د ډېرو موټرو ترمنځ د تعامل په نتیجه کې لارې بندیږي. الف موټر د  ب موټر پر حرکت  چې د ج موټر لاره ېې بنده کړې اغیز لري او همداسې تر پایه. کله چې تاسو د ټولو ښکلیو موټرو د حرکت نقشه جوړه کړئ او داسې پلان جوړ کړئ چې څنګه یو موټر پر بل اغیز لري نو د ټرافیکي ستونزو او د لارې د بندولو په هکله پوره حاکمیت پيدا کوئ او محاسبه ورته کولی شو. دا به بې ځایه وي چې وپوښتو څه ډول دغو ټولو محرکونو او فعالیتونو لارې بندې کړي دي. ځکه چې د «لارې بندیدل» یوه انتزاعي کلمه ده چې موږ انسانانو فیصله کړې دغې خاصې ښکارندې ته ېې استعمال کړو.

خو کاوړ یا عصبانیت انتزاعي ښکارنده نه ده چې موږ دې فیصله کړې وي چې په ماغزو کې د میلیاردونو بریښنايي زیګنالونو لپاره دې د یوې اصطلاح په توګه وکارول شي. عصبانیت یوه خاصه او پیژندل شوې ښکارنده ده چې د کمیاوي او بریښنايي زیګنالونو په هکله له علم پرته هم سړی پرې پوهیداي شي او درک کوي ېې. کله چې زه وایم : زه عصبي یم. زه یوځوروونکي احساس ته اشاره کوم. که توضیح ورکړئ چې څه ډول په یوې عصبي حجرې یا نیورون کې یوکمیاوي تعامل یو بریښنايي زیګنال رامنځته کوي او څه ډول ورته میلیاردونو کیمیاوي عکس العملونه په میلیاردونو زیګنالونه رامنځته کوي نو دا ارزښت لري چې وپوښتئ: څه ډول دغه میلیاردونو زیګنالونه او ښکارندې یوځاي کیږي او د غوصې په شان یو احساس رامنځته کوي؟

کله چې د لندن له منځه په زرګونو موټر تیریږي نو په نتیجه کې ترافیکي ستونزې پیدا کیږي او لارې بندیږي. خو دغه ښکارنده یو لوي لندني شعور او احساس نه پيدا کوي چې د پیکاډیلې په لوړه په هوا کې ولاړ وي او له ځان سره ووايي « اوف  د لارې  د بندون احساس لرم». کله چې میلیونونه کسان د ونډو په بازارونو کې په میلیاردونو ونډې پلوري او یو اقتصادي بحران رامنځته کیږي نو په وال سټریټ کې داسې یوه روحیه نه راولاړیږي چې ووايي « په غضب ککړ شوم او له اقتصادي کشالې سره مخامخ یم». کله چې په بیلیارډونو د اوبو مالیکولونه په اسمان کې راغونډ شي موږ ېې ورېځ بولو خو د وریځې شعور نه شته چې ښکته راشي او یو احساس را ووروي او ووايي:« زه له بارانه خړوب یم». خو دا څنګه ممکنه ده چې کله په ماغزو کې په میلیاردونو بریښنايي زیګنالونه حرکت کوي او ورسره زما په وجود کې داسې ذهنیت راپيدا کیږي چې د غوصې احساس کوم. تر اوسه چې ۲۰۱۶ کال دی په دې هکله موږ هیڅ معلومات نه لرو.  که دغه بحث ګنګس کړی ېې اندیښنه مه کوه ځکه ته یوازې نه یې او ډیر نور هم در سره دي. حتي ډیر لوي پوهان او څېړاند د شعور او احساس د غوټې په پرانستلو نه دي بریالي شوي. د څېړنو په هکله یوه په زړه پورې خبره دا ده چې کله څېړاند په کوم شي نه پوهېږي نو ټولې ممکنه نظریې او تیورۍ مطرح کوي او په پاي کې ېې بیا په دې ختموي چې باید په خپلې نا پوهې اعتراف وکړو.

د ژوند معادله

څېړاند نه پوهېږي چې په ماغزو کې د بریښنايي زیګنالونو یوه څپه څنګه احساس یا ذهني تجربې راپیدا کوي. تر دې مهمه دا چې دوي حتي نه پوهېږي چې دغه ډول ښکارنده څه ګټې درلودلی شي. دا له ژونده زموږ په پوهې او درک کې یوه ستره تشه ده. انسانان پښې لري ځکه چې د پښو په مرسته زموږ میلیونونو نسلونو سویان ښکار کړي او له زمریانو تښتیدلي. انسان سترګې لري ځکه چې سترګو د زرګونو کلونو په اوږدو کې زمو له پلرونو سره مرسته کړې چې وګوري سویان په کوم لوري منډه وهي او زمری له کوم لوري را روان دی. خو ولې انسان د لوږې او ډار په شان باطني احساسات تجربه کوي؟ په وروستیو کلونو کې د بیولوجۍ متخصصانو دغې پوښتنې ته یو ساده ځواب پیدا کړ. دغه احساسات او ذهني تجربې د دې لپاره دي چې موږ ژوندي پاتې شو. که موږ د لوږې او ډار احساس نه درلودلای نو موږ به د سوي ښکار نه کاوه او نه به له زمري ویریدلو. ولې یو انسان د زمري په لیدلو سره تښتي؟ دا د دې لپاره چې هغه ویریږي او په خپله مخه درومي. باطني یا ذهني تجربو او یا احساساتو د انسان اعمال بیان او توضیح کړل. نن سبا څېړاندو نورجزئیات هم وړاندې کړي دي. کله چې یو انسان زمری ګوري نو له سترګو ماغزو ته زیګنالونه استول کیږي. دغه زیګنالونه ځینې خاصې عصبي حجرې یا نیورونونه تحریکوي چې په غبرګون کې بېرته یو لړ زیګنالونه استول کیږي او د نورو نیورونونو په تحریک سره غبرګون ته زمینه برابریږي. کله چې په کافي اندازې په کافي سرعت زیګنالونه واستوي نو د اډرینالین د تولید غدو ته هدایت رسوي چې په وینه کې اډرینالین زیات کړي، زړه ته پیغام ورکوي چې ټکان زیات کړي او د ماغزو له موټوریکې برخې د پښو عضلاتو ته امر راځي چې په بیړه انقباض او انبساط وکړي  او په دې ډول له زمري د تېښتې لپاره زمینه برابریږي. دا ښايي د ملنډو خبره ښکاره شي که ووایو چې کله دغه پروسه نوره هم منظمه او واضحه شي د شعور او احساس توضیح کول به نورهم سخت شي. څومره چې د ماغزو په جوړښت ډیر پوهېږو هومره احساس او شعور اضافي ښکاري. که دغه ټول سیستم له یوه لوري بل ته لوري ته د زیګنالونو په استولو کار کوي نو د ویرې احساس ته څه اړتیا پيدا کوو. دغه پروسه د ویرې له احساس پرته هم ترسره کیداي شوه. که له سترګو تر عصبي حجرو او د پښو تر عضلاتو یو لړ کمیاويي او بريښنايي غبرګونونه د دې سبب کیږي چې منډې ته زمینه برابره شي نو ولې باید د احساس او باطني تجربو کیسه ورزیاته کړو؟ دغه غبرګونونه کیداي شي یو په بل پسې ترسره شي او سړی له زمري وتښتي نو ویره د څه لپاره؟ نیورونونه یا عصبي حجرې باید ولې احساساتو ته اړتیا ولري چې یو بل تحریک کړی شي؟ او یا د اډرنالین غدو ته امر وکړي چې اډرنالین افراز کړي؟ زموږ د بدن ۹۹ سلنه فعالیتونه لکه د عضلاتو حرکت او د هورمونونو افرازیدل احساساتو او باطنی تجربو ته اړتیا نه لري. ولې په پاتې یوه سلنه کې نیورونونه، عضلات او د هورموني غدې ذهني تجربو او احساس ته اړتیا لري؟

ښايي تاسو ادعا وکړئ چې موږ احساس او ذهن ته اړتیا لرو ځکه چې احساس حافظه رامنځته کوي، پلانونه جوړوي، او نوې نظریې او تصویرونه جوړوي خو بهرنیو محرکونو ته ځواب نه وايي. د مثال په توګه کله چې یو کس زمری ګوري نا ببره په لاشعوري توګه  د ځناور په لیدو سره نه پاریږي بلکه ورپه زړه کیږي چې تیر کال زمري د ده ترور داړلې وه او فکر کوي چې که زمری ېې وخوري ټوټې ټوټې به ېې کړي او دغه راز د خپل ماشومان راتلونکی ورته انځوریږي چې له ده پرته به څه کوې، ځکه خو له زمري تښتي. د ذهن په خپل ابتکار یو لړ پرله پسې غبرګونونه په ماغزو کې ترسره کیږي. دا غبرګونونه د یوه ناببره بهرني تحریک نتیجه نه وي. د زمري په لیدو سره د یوې پخوانۍ حملې خاطره د انسان په ذهن کې تداعي کیږي او په پر له پسې توګه ورپه زړه کوي چې زمری څومره خطرناکه دی. نو دی د قبیلې ټول کسان سره راغونډوي چې زمری له سیمې ورک کړي.

لږ صبر وکړئ! دغه ټولې خاطرې تصورات او فکرونه  څه دي او  له کومه کیږي؟ او د ماغزو په کومه برخه کې او چېرته شتون لري؟ د نویو بیولوجیکي تیورۍ په اساس خاطرې، تصورات، او فکرونه په یو ډول مادي نیم کرې یا فضا کې شتون نه لري. بلکه دا هم د میلیاردونو نیورونونو په وسیله د زیګنالونو د لویو څپو په شان په حرکت کې دي. نو کله چې موږ له خاطرو، تصوراتو او فکرونو سره لوبې کوو نو له یو لړ الکټروکیمیاوي غبرګونونو سره مخامخ کېیږو چې له میلیاردونو نیورونونو یا عصبي حجرو تیریږي او د اډرنالین په غدو کې افرزات زیاتوي اود پښو په عضلاتو کې بدلون راولي.

ایا د دغې پیچلې لارې په اوږدو کې داسې یوځاي هم پیدا کیږي چې د یوه نیورون د تحریک او د بل نیورون د غبرګون په لاره کې ذهن مداخله وکړي چې دغه دویمه عصبي حجره یا نیورون زیګنال ولیږدوي که نه؟ (زینګال پکې روښانه شي که نه؟) ایا په کوم خاص الکټرون کې داسې کوم خوځښت موندلی شو چې د ویرې په شان د احساس او باطني تجربې له امله رامنځته شوی وي؟ او ایا د مخکیني الکټرون له یوې وړې زرې بل الکټرون  نه خوځیږي؟ که چیرې دغسې  کوم خوځښت نه رامنځته کیږي او که هرالکټرون په دې خاطر حرکت کوي چې مخکینی الکټرون خوځیدلی نو ولې موږ د ویرې احساس کوو. په دې هکله موږ په هیڅ شي نه پوهیږو.

فلسفیانو دغه کیسه او معما په یوې عجیبې پوښتنې کې حل کړې ده:

په ذهن کې کوم داسې حالت  رامنځته کیږي چې په ماغزو کې نه رامنځته کیږي؟ که په ذهن کې هیڅ شی نه رامنځته کیږي او هغه څه چې بڼه خپلوي هغه د عصبي حجرو او نیورونونو په یو ستر جال کې رامنځته کیږي؟ نو بیا موږ ذهن ته څه اړتیا لرو؟ او که دا هر څه له ماغزو پورته په ذهن کې رامنځته کیږي نو دا ځاي ېې چېرته دی او له ماغزو بره د ذهن په کوم ځاي کې بڼه خپلوي؟ غواړم له تاسو وپوښتم چې د بیل کلینټن او مونیکا لیوینسکي د رسوايۍ په هکله هومر سیمپسون څه فکر کاوه. په دې هکله تا مخکې فکر نه دی کړی نو ستا ذهن باید دوه بیلابیلې خاطرې سره یوځاي کړي. د مثال په توګه داسې یو تصویر په ذهن کې جوړ کړئ چې هومر بیر څښي او د ولسمشر دغه وینا اوري چې وايي: «ما له دغې میرمنې سره هیڅ ډول سکسي اړیکه نه ده درلودلې». دغه ترکیب د ذهن په کومه برخه بڼه خپلوي؟

د ماغزو ځینې څیړاند باوري دي چې دغه ترکیب د ماغزو د « د کار کُلي ساحې» یا «Global neuronal workspace» په برخه کې جوړیږي چې دغه برخه د زیات شمېرعصبي حجرو یا نیورونونو د شبکې په وسیله رامنځته شوې ده.۴ خو د «کارعمومي یا کُلي عصبي ساحه» یوازې یو میټافور یا استعاره ده. خو د دغې استعارې تر شا واقیعیت څه شی دی؟ په حقیقي مانا کې د معلوماتو دغه بیلابیل ډولونه چېرته سره اغښل کیږي؟ د ځینو ځانګړو نظریو په اساس  په یو ډول په پنځم افلاطوني بعد کې  نه رامنځته کیږي بلکه باید همدغلته په ماغزو کې یو چېرته وي. « Five Platonic Solids» یا د افلاطون پنځه ګوني عناصر خاوره، اور، اوبه، هوا او کاینات دي». غوره ده ووایو چې دا د دو عصبي حجرو د اتصال په برخه کې رامنځته کیږي چې مخکې ېې اړیکه نه وه نو ناڅاپه یو بل ته زیګنالونه استوي. په دې ډول د بیل کلینټن نیورون او هومر سیمپسون د نیورون تر منځ نوی ساینپس «د دو عصبي حجرو د اتصال غوټه» جوړېږي. خو که دغه ترکیب د دوو نیورونونو د فزیکي اتصال په نتیجه کې له رامنځته شوې نو ولې موږ د حافظې یوې ذهني تجربې ته هم اړتیا لرو؟ موږ کولی شو دغه مسله د ریاضۍ په یوه فورمول کې واچوو. ننۍ علمي سپړنه یا دُګم ادعا کوي ارګانیزمونه یو دول الګوریتمونه دي او الګوریتمونه د ریاضۍ د فورمولونو په شان وړاندې کیداي شي. «دگماتېزم دغه اصطلاح د Dogma له كلمې څخه چې د جامد معنا لري، مشتق شوې ده. دگماتيزم هغه تفكر ته ويل كېږي چې اساس او پايله يې په نه بدلیدونکو مفاهيمو ولاړ وي. په ساینس کې هم دا هغه کسان دي چې غواړي د میټافزیک د مسلو حل په علمي رودو سره وکړي. خو په بیولوجۍ کې دګما هغې رودې ته ویل کیږي چې جنیټکي معلومات په  بیولوجیکي سیستم کې تشریح کوي: ژباړن » د ریاضۍ د فورمولونو او عددونو په مټ  د قهوې جوړولو د ماشین له لوري د قهوې جوړولو ټوله پروسه ګام په ګام تشریح کولی شو او یا هغه څه بیانولی شو چې په ماغزو کې د زمري په لیدو سره رامنځته کیږي او انسان ته اخطار ورکوي چې ځان وژغوري. که دا خبره سمه وي  او که ذهني تجربې او احساسات مهم رول لري نو دا ټول د ریاضۍ په وسیله تشریح کیداي شي په تیره بیا دا چې دا د الګوریتم یوه مهمه برخه ده. که موږ وغواړو د «ډار» الګوریتم ولیکو او د دقیقو عددونو او یا محاسباتو په اساس د «ډار» حس ګام په ګام تجزیه کړو باید « ډار» ته په دې ‌ډول اشاره وکړو: « دلته  د محاسبې په درې نوییم ګام کې د ډار باطنی تجربه یا احساس موجود دی». خو ایا د ریاضۍ په دې لویه نړۍ کې داسې الګوریتم شته دی چې ذهنٍي تجربه پکې بیان کړاي شي؟ تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو داسې کوم الګوریتم نه شته. له دې سره سره چې د کمپیوټر او ریاضۍ په برخه کې انسان  ډیر کار کړی او علمي پرمختګونه شوي دي په یوې برخې کې هم احساس او باطني تجربو ته اړتیا نه لیدل کیږي او هیڅ داسې سیستم نه شته چې درد، خوند، کاوړ او مینه احساس کړي. ۵

ښايي موږ باطني او احساسي تجربو ته ځکه اړتیا ولرو چې د ځان په هکله فکر وکړو؟ یو حیوان چې په بیدیا کې ګرځي او محاسبه کوي چې د ژوندي پاتې کیدا او د نسل د زیاتېدا لپاره څومره چانس لري باید د ځان په هکله په خپله اقدام او فیصله وکړي او ځانته هر شی واضح کړي. ځینې وخت ښايي له نورو حیواناتو سره مکالمه هم ولري. کله چې ماغزه د خپلو پرېکړو لپاره د یوې بیلګې د جوړولو لټه کوي نو له یو ډول بې پایه خوځښت او انحراف سره مخامخ شي. له دغسې یوې کړۍ شعور او احساس سرچینه واخلي. دا خبره ممکن پنځوس کاله مخکې د منلو واي خو په ۲۰۱۶ کې د منلو نه ده.

ګوګل ، تیسلا او نورو ډېرو کمپنیو له ډرایور پرته موټر لا له مخکې بازار ته را ایستلي دي. هغه الګوریتمونه چې دغه اتومات موټر هدایت کوي په هره ثانیه کې په میلیونونو محاسبې کوي چې نورو موټرو، پلیو کسانو، ترافیکي څراغونو او د سړکونو کنډوکپرو ته پام وکړي. بې ډریوره موټر دا وړتیا لري چې د ترافیکو سرې اشارې ته ودریږي، که مخه ېې بنده شي راتاویږي، او د ډار او ویرې له احساس پرته له نورو موټرو واټن ساتلی شي. دغه موټر خپل ځان او حدود پیژني او ځان هم په محاسبې کې راولي، او د خپلو پروګرامونو او غوښتنو په اساس له نورو ترانسپورتي وسایلو سره اړیکی نیسي .ځکه چې کله موټر غواړي د مثال په توګه ښي لوري ته تاو شي د نورو ګاډیو پرچال چلند او حرکت اغیز لري. دغه ډول موټر دا ټول کارونه له شعور او احساس پرته بې جنجاله تر سره کوي. دغه ځانګړنه یوازې له ډرېور پرته د اتومات ګاډي په هکله نه ده بلکه ډیر داسې کمپیوټري پروګرامونه شته چې د یو لړ محاسباتو په اساس خپل کارونه په خپله ترسره کوي خو په یوه کې هم شعور او هوښیاري نه شته او یو هم په نورو پسې زړه نه تړي او نه له چا سره مینه کوي.۶

کله چې موږ ذهن او شعور نه شو تشریح کولی او که په دې نه پوهیږو چې د ذهن کار څه دی او کومه تشه ډکوي نو ولې په دې اصطلاح سترګې پټې نه کړو؟ د ساینس او علم تاریخ له ډېرو داسې نظریو او طرحو ډک دی چې څنګته شوي دي. د مثال په توګه لومړنیو موډرنو څېړاندو غوښتل د نور حرکت محاسبه کړي. دوي فکر کاوه چې نور یا رڼا همغه  د «اټر»څپې دي چې په ټول کهکشان کې خپرې شوي. خو څیړاندو د اتر د شتون په هکله تجربي شواهد وړاندې نه کړاي شول، نو د هغه په ځاي ېې د رڼا په هکله بله او ښه تیوري مطرح کړه. اټر تیوري د ساینس او علم  د کثافاتو ټوکرۍ ته ګوزار شوه.«اتر د نور په هکله د فزیک پخوانۍ تیوري ده چې نیوټن او ماکسویل هم په همدې نظر ؤ او اترېې یو ډول نامرئي ماده بلله چې د نور په خپراوي کې رول لري». په همدې ډول انسان په زرګونو کلونو کې د طبیعیت د بې پایه ښکارندو په تشریح کې خداي ته مراجعه کړې ده. ولې تالنده او بریښنا راځي؟ د خداي کار دی. ولې باران اوري؟ خداي ېې اوروي. په ځمکه کې ژوند له کومه شو؟ خداي رامنځته کړ. په وروستېو پېړیو کې د خداي د شتون لپاره څیړاندو تجربي شواهد پيدا نه کړاي شول. خو بر عکس دوي د تالندې او برښنا، باران او پر ځمکه د ژوند په هکله نور توضیحات او شواهد پيدا کړل. نتیجه دا شوه چې له څو محدودو فرعي فلسفي څانګو پرته هیڅ یوې علمي او ساینسي مقالې او څېړنې د خداي شتون ته جدي پام ونه کړ.تاریخ پوهان ادعا نه کوي چې په دویمه نړیواله جګړه کې د متفقینو د بریالیتوب راز د خداي ملاتړ ؤ، څېړاند د ۱۹۲۹ کال د اقتصادي کشالې له امله خداي نه ملامتوي،  او ځمکپوهان دا د خداي اراده نه بولي چې  زلزله وشوه او د ځمکې د لویو وچو ټوټې څنګه سره یو ځاي شوې.

۱۵- د ګوګل بې ډریوره موټر په سړکونو ګرځي

روح او انساني اروا هم له همداسې برخلیک سره مخامخ شوه. په زرګونو کلونو کې انسان باور درلود چې زموږ ټولې پریکړې او عملونه له روحه سرچینه اخلي خو د دې خبرې د تائید لپاره هیڅ ډول شواهد وړاندې نه شول خو بر عکس داسې پرېمانه نظرې وړاندې شوې چې دغه نظریه ېې ردوله نو بیوساینس د روح هر ډول فرضیه څنګته کړه. که څه هم ډیری ډاکټران، بیولوجیستان او عام وګړي په روح او اروا اوس هم  باور لري خو  په دې اړه په نویو علمي رسالو کې هیڅ هم نه لیکي.

 ایا دا امکان شته چې ذهن هم د اتر، روح، او پخوانیو خدایانو په شان د ساینس د تاریخ کندې ته وسپارل شي؟ دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هیچا هم په یوه میکروسکوپ کې د درد او مینې په شان احساس نه دی لیدلی خو بر عکس د مینې او درد په هکله  موږ ډیر بیولوژیکي تفصیلات لرو چې د باطني احساس او ذهن لپاره ځاي نه پریږدي. له بلې خوا د ذهن او روح او دغه راز د ذهن او خداي تر منځ یوه مهم توپیر شته دی.

په داسې حال کې چې د روح ابدیت یو ګمان او حدس دی خو د درد تجربه یو احساس دی چې لمس کیږي او انسان کړوي.( که زه پر یوه  میخ پښه کېږدم درد کوي که څه هم  علمي توضیح ورته نه شته) خو درد احساسوم، برعکس په دې ډاډه نه یم چې که زما دغه ټپ چرک وکړي او مړ شم نو زما روح به تلپاتې وي. که څه هم د روح ابدیت یو ښه احساس راکوي او زړه راکښونکی دی. خو داسې شواهد نه شته چې د روح ابدیت ثابت کړي. هیڅ داسې څیړاند چې درد، تجربه کوي نه شي منکره کیداي چې دغسې احساسات نه شته. یوه بله طریقه چې سړی کولی شي ذهن او شعور څنګته کړي دا ده چې د تر شتون مخکې ېې د تړاو  او انسجام کیسه رد کړو. د ډانیل ډنیټه او سټانیلاس ډيهاینه په شان ځینې څېړاند ادعا کوي له دې پرته چې ذهني تجربو ته مراجعه وکړو که د ماغزو فعالیت وڅېړل شي ټولې پوښتنې چې منسجَمې او له یو بل سره تړاو لري ځوابولی شو. په دې ډول څیړاند په اسانه له خپلو مقالو او ډیکشنریو د ذهن، هوښیارۍ، او باطني تجربو توري لیرې کولی شي. خو د موډرن سیاست او اخلاقو بنسټونه ټول په باطني تجربو استواره دي چې وروسته به په نورو څپرکو ته ورته اشاره وشي. ډیرې کمې اخلاقي مسلې موندلی شو چې یوازې د ماغزو د فعالیت په څېړلو سره ځوابیدلی شي. د مثال په توګه د شکنجې او جنسي تجاوز ستونزه په څه کې ده؟ د نیورولوجي یا د اعصابو د علم په اساس کله چې یو کس شکنجه کیږي او یا تجاوز پرې کیږي په ماغزو کې ېې یو ډول خاص بیوکمیکل غبرګونونه رامنځته کیږي، او یا بیلابیل بريښنايي زیګنالونه د ماغزو له یوې برخې بلې ته حرکت کوي. په دغو غبرګونونو او د بريښنايي زیګنالونو په تلو راتلو سره څه ستونزه پيښيداي شي؟ زیاتره موډرنه انسانان شکنجه او تجاوز له دې امله ناسم بولي چې یو لړ باطني بدلونونه رامنځته کوي او د دغو احساسي او باطني ستونزو له امله ېې له اخلاقي پلوه ناسم کار بولي. که داسې څېړاند پيدا شي چې ثابته کړي باطني تجربې او احساسات له شکنجې سره هیڅ تړاو نه لري بیا به نو مجبوره وي چې له احساسي او باطني تجربو پرته د شکنجې او تجاوز د ردولو او ناسم بللو لپاره یو بل سپیناوی ولټوي.

وروستۍ خو مهمه خبره دا ده چې داسې څیړاند هم شته چې ذهن او باطني تجربې حقیقي بولي اود دوي له نظره ښايي  ستر سیاسي او اخلاقي ارزښت هم ولري. خو په عین حال کې دوي وايي هیڅ ډول بیولوجیکي او کیمايي کاروندوالی نه لري. ذهن د ماغزو د یو لړ پروسو غیر ضروري او اضافي محصول دی. د جټ الوتکو موتور خورا زیات غږ لري، خو غږ د الوتکې چټکتیا نه زیاتوي. انسان کاربن ډاي اکسایډ ته اړتیا نه لري خو هر ځل چې موږ ساه اخلو نړۍ نوره هم له کاربن ډاي اکسایدّ ډکوو. په همدې ډول ښايي ذهن هم یو ډول  رواني تصفیه یا پاکونه وي چې په پيچلو عصبي شبکو کې رامنځته کیږي . له دې پرته ښايي بل کارندوالی نه لري او یوازې شتون لري. که دا خبره سمه وي مانا ېې دا ده چې کیداي شي د میلیاردونو ژویو له لوري په میلیونونو کې ټول هغه دردونه، کړاوونه او خوندونه یوازې ذهني ککړتیا وه. په پرېکنده توګه ویلی شو چې دغه خبره ارزښتمنه ده او باید فکر پرې وشي حتي که سمه هم نه وي. تر ټولو جالبه خبره دا ده چې دغه تیوري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ذهن په هکله تر ټولو ښه تیوري ګڼل شوې ده چې موډرنې څېړنې انسان ته وړاندې کړې ده.

ښايي بیوساینس ستونزې ته له ناسمې زاويې ګوري. د دغه علم په اساس ژوند د معلوماتو یا ډیټا تعامل دی او ټول ژوي هغو ماشینونو ته ورته دي چې محاسبې او پریکړې کوي. د ارګانیزم او الګوریتمونو ترمنځ انډول ممکن له موږ لاره غلطه کړي. په نولسمه پیړۍ کې څیړاندو ذهن د بړاس یوه ماشین ته ورته باله. خو ولې د بړاس ماشین؟ د دې لپاره چې په هغه وخت کې دغه ټیکنالوجۍ په ټولو ډګرونو کې مخکې وه او اورګاډي، بیړۍ او فابریکې ېې چلولې. ځکه نو کله چې به انسان غوښتل ژوند تعریف کړي داسې ېې ګڼله چې دا ټول باید په همدې اساس او فورمول عمل وکړي. د دوي په ګمان ذهن او جسم له یو شمېر نلونو، سلینډرونو، والونو او پېستولونو جوړ دی چې په ګډه کار کوي او فشار تولیدوي او د فشار په نتیجه کې خوځښت رامنځته کیږي. دغه تفکر حتي پر فروئیدز ارواپوهنې هم اغیز کړی دی . ځکه خو تراوسه پورې زموږ د اروا پوهنې کتابونه او ډیکشنرۍ د میخانیکي انجینیرۍ له اصطلاحاتو ډکې دي. د مثال په توګه یوه فروئیدوي استدلال ته پام وکړئ: پوځونه په پوځي ډګرونو کې د ځوانانو د سیکس له ځواک او انرژۍ کار اخلي. پوځونه ځوانان په داسې عمر ګماري چې د جنسي شهوت په اوج کې وي او په همدې وخت کې ېې له حقیقي سکس څخه هم لیرې ساتي. نو د جنسي شهوت فشار په دوي کې ډیر لوړ شي او کله چې دغه فشار وروستي حد ته ورسیږي نو په جنګ کې ترې استفاده کوي. بیخي د بړاس د ما شین په شان. چې په یوه حبس او بند ځاي کې بخار تولیدوي او دغه بخار د فشار سبب کیږي نو کله چې دغه بخار اوج ته ورسیږي نو یوه لاره ورته پرانیستل شي او اورګاډی یا کشتۍ په حرکت راولي. په عسکرو کې هم همدغه کار کیږي. د جنسي شهوت فشار پکې راغونډ شي او بیا يې د جنګ ډګر ته ورخوشې کړي او د پوځي خشونت په توګه ترې کار اخیستل کیږي. کله نا کله موږ شکایت کوو او پر ځان فشار زیات کړو دغه کار یوازې په پوځیانو کې نه کیږي بلکه په هر ډګر کې ېې لیدلی شو. که دغو بېلابېلو فشارونو ته د وتلو یوه دریڅه خلاصه نه شي نو د چاودنې سبب کيداي شي.

په یو یوشتمه پیړۍ کې د بړاس له یوه ماشین سره د انسان د ذهن او روان پرتله کول ملنډې ښکاري. ننۍ ټیکنالوجي او کمپیوټر تر دې زیات معلومات راکولی شي. نن سبا د انسان روان د یوه کمپیوټر د معلوماتي سیستم په شان سپړلی او تشریح کولی شو او ذهن او روان د بړاس ماشین نه دی چې یوازې فشار تولیدوي بلکه ډیر له یوه کمپیوټر سره پرتله کیداي شي چې د معلوماتو ارزونه او سپړنه کوي. کمپیوټر له ټولو ظرفیتونو سره سره ذهن او باطني احساس نه لري. دوي په چا پورې زړه نه تړي، او درد او کړاو نه پیژني حتي که په ویروس ککړ هم شي. حتي که یو ډیکتاتور رژیم ټول انټرنټ بند هم کړي کمپیوټر درد او کړاو نه احساسوي. ولې موږ په ذهن او هوښیارۍ د پوهیدا لپاره د کمپیوټر بیلګه وړاندې کوو؟ ایا موږ په رښتیا دومره ډاډه یو چې کمپیوټر حواس او هیلې او غوښتنې نه لري؟ که اوس دغه وسېله حواس نه لري ایا ممکنه ده  په راتلونکې کې چې نور هم پېچلی او پرمختللی شي شعور او ذهن ته ېې وده ورکړی شي؟ او که دغه کار هم وشو څرنګه ېې لیدلی شو؟ که کمپیوټر د ښوونکو، ډرېورانه او ارواپوهانو ځاي ونیسي نو څرنګه به په دې پوه شو چې کمپیوټر احساس لري که نه، یوازې بې روحه الګوریتمونه دي؟

نن سبا انسان دا وړتیا لري چې د ذهني او شعوری تجربو او د ماغزو د غیر شعوري فعالیتونو ترمنځ توپیر وکړي. که څه هم ننی انسان لا هم په ذهني او شعوري تجربو بیخي نه دی پوه شوی خو څېړاندو د ځینو احساسي او شعوری فعالیتونو برېښنايي او کيمیاوي نښې موندلي دي. په دې برخه کې لومړی څېړاندو غوره وبلله ترهرڅه وړاندې د انسان پر خبرو باور وکړي. په دې مانا چې کله  یو څوک وايي  د یو شي درک او شعور یا احساس لري باید باور پرې وشي. د دغه ګومان په اساس په دویم پړاو کې څېړاندو د دغو کسان په ماغزو کې ځانګړي بدلونونه په نښه کړل. البته دغه کار هغه وخت کیداي شي تر څېړنې لاندې کس خپل احساس بیان کړي او دغه نیورولوجیکي او بیوکیمیکل بدلونونه هغه وخت پيدا کیږي چې انسان پر هغه احساسي حالت او یا باطني احساس اعتراف کوي.

دغه حالت څېړاندو ته دا زمینه برابره کړه چې پوه شي ایا د ماغزو له سکتې سره مخامخ ناروغ خپل شعور هم له لاسه ورکړی دی که یوازې پر خپل بدن او خبرو کنټرول نه لري. که د ناروغ په ماغزو کې د شعور او وېښتیا دغه نښې موجودې وي او ناروغ هوښیار او ذهن ېې فعاله وي نو په خپله هم په دې پوهېږي چې نه خبرې کولی شي او نه ځان خوځولی شي. په دې وروستیو کې ډاکټران بریالي شوي دي چې د FMRI- Scanning په مرسته له دغسې ناروغانو سره مکالمه وکړي. دوي له ناروغه د هو یا نه پوښتنې کوي. د مثال په توګه له ناروغه غواړي که د پوښتنې ځواب هو وي نو خیال دې وکړي چې د ټینس لوبه کوي، او که ځواب منفي یا نه وي نو داسې تصویر دې په ذهن کې جوړ کړي چې خیال کوي په کور کې استراحت کوي. ډاکټران په FMRI کې ګوري چې  کله ناروغ خیال کوي چې ټېنس لوبه کوي نو د ماغزو په قشر کې یوه برخه روښانه کیږي «نو ځواب هو دی». او که ځواب نه وي نو د ماغزو هغه برخه روښانه ښکاري چې د کور د وخت خاطرې پکې خوندي دي.۷

دا د انسانانو لپاره ښه خبره ده خو د کمپیوټرو لپاره څنګه؟ له سيلیکانو جوړ کمپیوټري جوړښت له کاربنه جوړ د انساني ماغزو له جوړښت سره بیخي توپیر لري. نو دا امکان نه لري چې د انسان په ماغزو کې د هوښیارۍ لپاره کیمیاوي او نیورولوجیکي بدلونونه دې له کمپیوټرو سره اړخ ولګوي. نو داسې ښکاري چې موږ په یوې خبیثه حلقه کې راګیر یو. که موږ په دې انګیرنه پيل کوو چې انسان وايي دی فلانی احساس لري او یا هوښیار دی نو موږ په ماغزو کې په دغو نیورولوجیکي او کیمیاوي بدلونونو سره دا خبره تائیدوو او د ماغزو دغه بدلونونه د انسان د هوښیارۍ یا احساس لپاره د یوه شاهد او یا تائید په توګه وړاندې کوو. خو که یو ځیرک ماشین یا مصنوعي ذهن په خپله دا ووايي چې هغه احساس لري او ویښ یا هوشیار دی نو ایا باور پرې کولی شو؟

تر اوسه موږ دغسې یوې ستونزې ته ځواب نه لرو. له زرګونو کلونو راهیسې فیلسوفان په دې پوهېدل چې دا ناشونې ده چې ثابته کړو چې له ځان پرته بل څوک دې دغه ذهني تجربه او احساس ولري. موږ هېڅکله نه شو ډاډه کیدلی یوازې اټکل کوو. تل به دا فکر کوو چې په ټولو کایناتو کې به یوازینی کس یم چې دغه احساس او درک لرم او نور انسانان او حیوانات بې روحه ژوي دي؟ ښايي زه خوب وینم او شاوخوا ټول کسان زما د خوبونو څیرې دي؟ ښایي زه په یوې مجازي نړۍ کې ژوند کوم او شاوخوا ټول موجودات او ژوي حقیقي نه بلکه مجازي دي؟

 د نني ډوګماټیک ساینس« ساینسي دکترین چې د انسان په جنټیکي او بیولوجیکي جوړښت کلک باور لري او بل هیڅ شی نه مني. ژباړن» له نظره ټول هغه شیان چې موږ ېې تجربه کوو زموږ په ماغزو کې د بریښنايي زیګنالونو او فعالیتونو نتیجه ده. ځکه خو باید له نظري پلوه ممکنه وي داسې یوه مجازي نړۍ جوړه کړو چې له حقیقي نړۍ څخه ېې موږ په خپله هم توپیر ونه کړاي شو او بیخي زموږ ذهني حالت ته ورته وي.  د اعصابو د علم ځینې متخصصان باوري دي چې د داسې یو شي جوړول ډیر لرې هم نه دي. ښايي وار له مخې دغه کار له تاسو سره شوی وي. په کومو شیانو چې ته پوهیږې ښايي له نظري پلوه تاسو اوس په ۲۲۱۶ کال کې له ژونده یو ستړی ځلمکی یاست چې د «مجازي نړۍ» په لوبه کې موهیجاني او ابتدايي یوویشتمه نړۍ جوړه کړي وي؟ کله چې تاسو درک کړئ چې دغسې یوه سناریو پیښیداي شي نو ریاضي هم تاسو ته یوه بیروونکې او نا ببره نتیجه وړاندې کوي: دا چې یوازې یوه حقیقي نړۍ شتون لري او د مجازي نړیو د شمېر پوټانشیل ډیر زیات دی نو دا احتمال چې ته په دې یوازینۍ حقیقي نړۍ کې ژوند کوې صفر ته نیژدې دی. هیڅ ساینسي پرمختګ د نورو ذهنونو ستونزه نه ده اواره کړې. تر اوسه پورې یوازينۍ ازموینه چې ترسره شوې د ټورینګ ټیسټ «Turing-test » نومیږي خو دغه ټیست یوازې ټولنیز قراردادونه څیړي. د ټورینګ ازموینې له مخې تاسو په یو وخت له یوه کمپیوټر او یوه انسان سره مکالمه کوئ له دې پرته چې پوه شئ څوک ځواب درکوي «کمپیوټر که حقیقي انسان». په دې ټسټ کې معلوموئ چې کمپیوټر هم ذهن لري که نه. په دغې ازموینې کې تاسو له کمپیوټر او انسان سره مکالمه کوئ او د هر شي په هکله ترې پوښتنې کوئ. ورسره لوبې کولی شئ، حتي د مینې درخواست ورته کولی شئ ، په پوښتنو کې هیڅ محدودیت نه شته. له پوښتنو وروسته باید تاسو پوه شئ چې کوم کمپیوټر دی او کوم حقیقي انسان. که پوه نه شوئ کوم یو کمپیوټر ؤ نو کمپیوټر د تورینګ د ازموینې ګټونکی دی نو تاسو باید له کمپیوټر سره داسې چلند وکړئ چې د ذهن او شعور خاوند دی. دغه ټسټ ښه سند نه دی چې وښيي د بل چا په ذهن پوهیدلی شې. د بل چا د ذهن شته والی په بل ډول نه شي ثابتیدلی، د نورو د ذهن او احساس درک کول او پرې پوهیدل یوازې یو ټولنیز او حقوقي تړون دی. د ټورینګ ټیست د لومړي ځل لپاره د کمپیوټر د لومړني متخصص او د ریاضۍ د پروفیسور الان ټورینګ له لوري په ۱۹۵۰ کال کې رامنځته شو. ټورینګ همجنس باز ؤ او یو وخت په بریټانیا کې همجنس بازي منع وه. په ۱۹۵۲ کال کې هغه په بریټانیا کې د همجنس بازۍ د فعالیتونو په تور په زور د هورمونونو په وسیله په تداوی محکوم شو اودوه کاله وروسته ېې ځان وواژه. د ټورینګ ټیسټ یوه ورځنۍ ازموینه وه چې ویلی شو د همجنس بازۍ د ردولو په خاطر ازموینو ته ورته ؤ چې په ۱۹۵۰مې لسیزې کې باید هر همجنس باز بریټانوي ترسره کړې واي: هدف ېې دا ؤ چې ایا ځان سپینولی شې چې هیټروفیل یا له مخالف جنس سره د مینې تمایل لرې که نه؟ ټورینګ  د خپلې شخصي تجربې په اساس په دې پوهیده چې دا مهمه نه ده چې په رښتیا تاسو څوک یاست خو خبره دا ده چې نور ستاسو په هکله څه فکر کوي. ټورینګ فکر کاوه چې په راتلونکو کلونو کې به کمپیوټر د ۱۹۵۰ کال د همجنس بازو نارینه وو په شان وي او دا به اهمیت هم نه لري چې ایا کمپیوټر په رښتیا احساس او ذهن لري  که نه. مهمه به دا وي چې خلک  د دې کیسې په هکله څه فکر او قضاوت  لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب