پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+لیندۍ (قوس) | عصمت الله صالح

لیندۍ (قوس) | عصمت الله صالح

ژبه هغه وسیله ده، چې د انسانانو ترمنځ پوهاوی پرې کېږي. پوهاوی یانې په ورځني ژوند کې د پېښو، پدیدو، شیانو، بڼو او… مشخصېدل او یوه چا ته یې په اړه معلومات ورکول دي.

خو دا وسیله چې کله په لیکنۍ او ګړنۍ ووېشل شي، نو د استعمال دقیق موارد یې سخت شي، ځکه ډېرې داسې کلمې تلفظ کوو چې په لیکنۍ ژبه کې یې تر کټ مټ لیکلو وړاندې غَور ته ضرورت پېښېږي، مثلاً د لیندیو ([]،()،«»،{}) لیکنښې.

د دغو لیکنښو د کارونې ځایونه به په منظم ډول وښوول شي، مګر په دې تبصره کې یوازې د لیندۍ (قوس/ کوس) کلمې په تلفظ او لیکنۍ بڼه غږېږوو.

مثلاً یوه ورځ په پیغام‌پاڼه کې یوه استاد راته ولیکل چې صالح صاحب داسې مقاله مې پکار ده، چې د لوی قوس په اړه پکې معلومات ورکړل شوي وي.

زه چې د سړي په جمله کې د «قوس» کلمې ته ځیر شوم، لومړی مې ور وخندل هاهاها… بیا مې ور ولیکل چې سمه ده. سړي ژر د خندا علت وپوښت: (ولې دې وخندل، ووایه!؟)

ما ویل استاده هسې. خو سړي ټینګار وکړ، چې نه ووایه.

ما ویل، زه ستا د دې پیغام په جمله کې د «قوس» کلمې ته ځیر شوم. زه پوهېږم، چې ستا موخه په لیکنه کې د لیندۍ د استعمال په اړه د معلوماتو غوښتل دي. مګر دا چې موږ دغو لیکنښو ته په ګړنۍ ژبه کې «قوس» وایو، خو په لیکنۍ کې پکار ده چې د «قوس» پرځای یې «لیندۍ» ولیکو. مثلاً داسې مقاله مې پکار ده چې د لویې لیندۍ «[ ]» په اړه معلومات پکې لیکل شوي.

وګورئ، د نړۍ په هره ژبه کې داسې الفاظ شته، چې لیکنۍ بڼې یې جنسیت، ځای، موقع او… ته په کتو بېلابېلې ماناوې لري. نو د یوه ښه لیکوال، ښه څېړونکي او ښه ژبپوه یوه ځانګړنه همدا ده، چې په هر ډول (رسمي/ نارسمي) لیک کې دغو کوډونو ته پام وکړي او د یوې کلمې پر څو ډوله ماناوو سر خلاص کړي.

نو دا خبره تر هغو کسانو پورې را یاده شوه، چې د خپلې سیمې لهجه ورته معیار ښکاري؛ یا د خوند او ذوق پر اساس هر ډول الفاظ کټ مټ د تلفظ غوندې لیکي، خو له تا سره به بحث پر معیار کوي.


د لیکوال نورې لیکنې:

کوتېشن (” “)؛ د پردۍ جملې د بېلولو نښه

ندایه (!)؛ په رسمي او نارسمي لیکنو کې یې استعمال

د سمیکولن (؛) استعمال | عصمت الله صالح ‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب