شنبه, جنوري 22, 2022
Homeمقالېد آخرت په سفر تللې مورې!| ولي الله ملکزی

د آخرت په سفر تللې مورې!| ولي الله ملکزی

 نن، د مې د میاشتې نهمه نیټه ده. نړۍ والو د نن ورځ، د مور په نوم، نومولې ده. نن، د دی بې تنابه او پراخې مځکې په لر او بر کې د مور مقام ته د درناوي په خاطرغونډې جوړیږي، کارتونونه انځوریږي او د پوستې ټکټونه چاپيږي. شاعران یی د شعر په ژبه او لیکوالان یې د قلم په څوکه ستایي. خو زموږ په ټپي او ټوکر ټوکر هیواد کې د وینو فوارې په نڅا دي. یتیمان او بی اسرې بچیان، د میندو دا ورځ په خپلو سلګیو او اوښکو لمانځي.

له بده مرغه، زموږ د وطن ځینې خلک، د میندو د سترګو په وړاندې، د دوئ ځامن د تکبیر له نارو سره د موچي په تار حلالوي او یا یې ټټر ته د پاپه شې شاجور نیسي. همدغه خلک د مور د ورځې لمانځل بدعت، ګمراهي او دغرب تحفه ګڼي. خو غربیان په کال کې، لږ تر لږه یوه ورځ د انسانیت په نوم، د بشري عاطفې له مخې او د فطرت په حکم، د سرو ګلانو په ګیډیو سره د خپلو میندو ورځ لمانځي او د هغوئ له ځورولو ځان ساتي. نو که د مور ستاینه او لمانځنه بدعت وي او له مرګ وروسته د هغې سره مینه او یادول یې ګناه وي، نو زه بیا پوخ ګناهګار یم.

له نن څخه یوولس کاله وړاندې، زما رنځورې مور خپله اروا د رژوې په مبارکې میاشت کې د ارواو خالق ته وسپارله.  زه مسافر وم؛ قلم مې رنګ نه درلود؛ نو د خپلو اوښکو په څو همزولو څاڅکو مې څو ټکي ولیکل او د هغې قبر ته می نذرانه کړل. زه دا لاندینۍ ماتې ګوډې کرښې، د خپلې نازولې مور تر څنګ ټولو هغو قدرمنو میندو ته ډالۍ کوم چې اوس په شاړو هدیرو کې د قبرونو د تورو خاورو میلمنې دي.

خوږې مورې! زما دنیاګۍ ډیره وړه او په هغې کې داسې ژبه نشته چې ستا د مینې لمانځنه او ستاینه پری وشي.

نیازبینې مورې! زما په بدن کې داسې سترګې نشته چې ستا له ښکلا پورته، د بلې ښکلا ننداره پری وشي.

قدرمنې مورې! ستا یادونه تل تازه او خاطرې دې له ټولو خاطرو خوږې دي.

پتمنې مورې! ته د کړاوونو په تورې ترږمۍ کې، زما د رڼا څلی او زما د زمانې غږ وې.

درنې مورې! د ژوند په هرې ناخوالې کې، ته زما د تسل څرک او د امید غوټې وې‌.

خوږې مورې! د دې هستۍ په زړونو کې، له ټولو نرې او نرم زړه همدا ستا وو.

نه هیردونکې مورې! د ټولو مخلوقاتو په متن کې، له هر چا زیات مهربانه خلقت همدا ته یې.

د زړه په تل کې مورې! زما د درد او ژړا په مهال تر ټوله غوره ځای، ستا غیږه وه.

پیاوړې مورې! ته په هر مصیبت کی ډاډګیرنه او زما د هرې کمزورتیا، پیاوړتیا وې.

عزتمنې مورې! ته هغه هنداره یې چې ماته دی خپل رنګ را بښلی او زما ځلا ستا له ښکلا څخه ده.

ګرانې مورې! ته د خوا خوږۍ سمبول وې، د سرښندنې مناره او د مینې مظهر.

د زړه په تل کې میشتې مورې! ستا د نیمې شپې د شوګیرو په خاطر، د الله هو، للوللو په خاطر، ستر رب حکم کړی چې موږ ستا هره خبره د زړه په غوږنو واورو او تا ته د اف کلمه هم ونه وایو.

په قبر کې زما میشتې مورې! آیا ته پوهیږې کله چې یو صحابي خپله بوډۍ مور په اوږو کښینولۍ او له کعبې څخه یی ورباندی د طواف کولو وروسته له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چې آیا ما د خپلې مور حق ادا کړ، کنه؟ نو مورې پوهیږې چې ستا پیغمبر ورته په ځواب کې څه وویل؟ «نه، تا د خپلې مور د هغه درد  یوه برخه حق هم نه دی اداء کړی کله چې ته یی زیږولې».

د آخرت په سفر تللې مورې! ستا خدمت د غزا او جهاد څخه هم لوړ او ارزښتتمند دي، ځکه چې ستا د قدمونو خاوره له جنت سره نښتې ده. د اسمان څخه هر راغلي کتاب او هرې صحیفې ستا ارزونه او سپارښتنه کړېده.

نازولې مورې! ستا د هیواد یوه مور هم جګړه ماره نده، خو بیا هم هره مور، د هری جګړې قرباني ده. ستا د وطن دا تورمخي جګړه ماران د کال په هره ورځ، ګړۍ په ګړۍ او ګام په ګام ستا په څیر سپین سرې میندې ژړوي.

خو صابرو میندو! یوه ورځ به حتما د دی کور ړنګې جګړې متره وچه شي، د پردیو دا ټوپکونه به له اوږو کوز شي، د ورور وژنې دا ماشې به یوه ورځ ماتې شي. د ژړلیدلو میندو دا سوړ ژمی به هم تیر شي، خو د نبي د ځینو دروغجنو وارثانو دا سکاره مخونه به، همداسی تور پاتې شي.

مورې! زه خپل ځان نیکمرغه بولم چی عزرائیل دی د کټ په سر ولاړ وو او ما ته دی په ټلیفون کی وويل: زویه زه در څخه راضي یم، بده ورځ ونه ګورې. زویه، د الله رسۍ او د خپل ولس لمن ټینګه ونیسه، پام کوه له دوئ جلا نه شې. مګر بد نصیبي می دا ده چي ستا د جنازې کټ له می اوږه ورنکړه او ستا د قبر په سپیرو خاورو می یو څاڅکی اوښکې توئ نه کړې.

خو مورې! په هغه رب قسم چی تا ته یی د مورولۍ مقام درکړی، زه دی په هره سجده کی یادووم او د اصلي منزل په لور ستا د مزل د اسانۍ غوښتنه کوم. د مور پدی ورځ، په جار سره چغه وهم:

زما رنځیدلې او کړیدلې مورې! په هدیره کې زما میشتې موری! د تورو خاورو لاندی نازولی مورې! الله تعالی دی تا د جنت په یوې دنګې ماڼۍ کې خپله میلمنه کړي. دا ورځ دی تا او د نړۍ پر مخ هرې مور ته مبارکه او موږ ته له خاطرو ډکه وي.

اروا دې ښاده، یادونه دې تل تازه

ستا مسافر زوی، ملکزی

1 COMMENT

  1. سلام
    الجنة تحت الاقدام الامهات. عالی او په زړه پورې لیکنه ده .وایی چې مور په یوه لاس ځانګو او په بل لاس جهان ځنګوی دمور د حقوقو په رعایت کې ستا ټولې خبرې پرځای دی ماته دمور سپېڅلی حق په هکله یوه پخوانی کیسه رایاد شوه اوهغه هم د ګاونډیتوب حق کې مور خو لا پریږده .
    دکوفې امیر لخوا یو مجرم ته دمرګ سزا وټاکل شوه. مجرم امیر ته وویل چې زما موراوپلار په بصره کې ستا ګاونډی ول
    نوایا دګاوندی توب درعایت په خاطر زه دعفوې یابښنې مستحق نه یم امیر پوښتنه وکړه ستا دموراوپلار نوم څه دی هغه وویل په داسې وخت او حالت کې ما نه زما خپل نوم هېر شو نود موراوپلارڅنګه ووایم؟
    امیر وخندل او دمرګ سزایی ور ته معاف کړه.اسلام کې دمور عظمت ،شخصیت،کرامت ،خواخوږی اوعفت په ایمان ،باور او ا انسانی امتیازاتو کې راڅرګندیږی او هیڅ ډول ظاهری سازش سره کار نه لری یومعنوی ، فطری اوله عاطفې ډک احساس سره ملګری دی .دحیرانتیا خبره داده چې زموږ ملی او اسلامی فرهنګ ولې په دې برخه کې دومره ګونګ دی ،بې محتوا او بې لاسو او پښو دی؟چې زمینه یی یو شمیر کرایی، جاسوسو ،لوڅو اوبربندو اپه ګانو ته د ښځو دحقوقو په نوم برابره کړی او په بله نړۍ کې ډنډورې چیغې او نارې وهی ؟ وایی ږیره دما واک یې د ملا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب