شنبه, جنوري 22, 2022
Home+د وردګو کوچنی اختر

د وردګو کوچنی اختر

لومړۍ برخه

ګل آغا احمدي وردګ

د انسانانو د ژوند نظام داسې تنظیم شوی چې هره انساني ټولنه هرو مرو په ژوند کې ښې او بدې ورځې لري، د خوښۍ او خپګان شېبې لري او ژوند یې د غم او خوشحالۍ له شېبو څخه خالي نه دی. همدارنګه هره انساني ټولنه یو شمېر ځانګړي دیني، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه لري، مېلې خوښۍ او اخترونه لري او د خپل خدای ورکړي حق له مخې د مېلو، جشنونو او اخترونو پر مهال د خوښۍ اظهار کوي. همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې انسانان هڅه کوي چې خپل دیني، ټولنیز، کلتوري او فرهنګي ارزښتونه، دودونه او عنعنات د نورو په وړاندې د نندارې په ډګر کې کښېږدي او نورو انسانانو ته یې ور و پېژني.

له بلې خوا د کوچني او لوی اختر ورځې د مسلمانانو دوه لوی کلني جشنونه دي چې د هر کال په اوږدو کې له یو بل څخه په کمه فاصله کې د اسلامي نړۍ د وګړو پر ژوند مېلمانه کېږي او یاد اخترونه له خپل ځان سره د لوی خدای (ج) په امر د ځانګړي عبادت تر څنګ ډول ډول خوښۍ او مراسم راوړي او اسلامي امت یې د خپلو مشترکو دیني مناسکو او بېلابېلو کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو په توګه نمانځي. همدارنګه هره انساني ټولنه په دې برخه کې بېلابېل دودونه، عنعنات او رواجونه لري.

په افغانستان کې ټول افغانان او د افغانانو په ترکیب کې مختلف قومونه د کوچني او لوی اختر په باب یو شمېر مشترکې او ځانګړې نمانځنې لري، په ګران افغانستان کې مېشت هر قوم، قبیله او پاړکی یې په ځانګړو مراسمو سره نمانځي او د اخترونو په خوښیو کې ګډون کوي چې په دې قومونو کې وردګ قوم هم شامل دی.

مشهوره لنډۍ ده چې وایي: 

ته د اختر په سبا راشه 

زه به درووزم تورې سترګې سره لاسونه

موږ غواړو چې په دې لیکنه کې په هغو مراسمو لنډ معلومات وړاندې کړو چې وردګ قوم یې د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د کوچني اختر په مناسبت اجرا کوي او کوچنی اختر (عید سعید فطر) نمانځي. باید وویل شي چې وردګ قوم په افغانستان کې د نورو مېشتو قومونو په څېر یو دروند، عزتمن، علمي او لرغونی قوم دی، د دوی په سیمه کې مېشت وګړي د کوچني اختر مشترک او ځانګړي اساسات لري او خپلې اختریزې خوښۍ د رنګارنګ مراسمو په ترځ کې نمانځي چې په دې لیکنه کې به خبرې پرې و شي.

کوچني اختر ته چمتوالی

د وردګو د کوچني اختر د چمتوالي په مرحله کې یو شمېر اقدامات تر سره کېږي لکه:

۱. د مسافرو راتګ: د امکان په صورت کې خپلو کورونو ته د کوچني اختر په مناسبت له لرې او نږدې سیمو څخه مسافر وردګ خپلو کورونو ته راځي او د اختر خوښۍ د خپلو عزیزانو، خپلوانو او کورنیو له غړو سره تېروي. مشهور پښتو متل دی وایي چې: «سل روپۍ پور کړه، د اختر ورځ په کور کړه.» له ۱۳۵۷ هجري لمریز کال څخه د مخه به د وردګو سیمې ته د مسافرو راتګ رنګینه بڼه درلوده، هېڅ شخص په بل چا کار نه درلود، هېچا د بل چا په ژوند کې لاسوهنه نه کوله، ټوله سیمه د سولې په ورېښمینه فضا کې پوښلې وه او وردګ مسافر به په ډېره ډاډمنه توګه، آزادۍ او اطمئنان له لرې او نږدې سیمو او حتی له بهرنیو هېوادونو څخه د کوچني اختر د رخصتیو تېرولو لپاره خپلو کلیو او کورونو ته تلل او د اختر په خوښیو کې به یې ګډون کاوه. په دې هکله ګڼې فولکلوریکې لنډۍ شته چې پښتني قومونو له پېړیو، پېړیو راهیسې د اختر په مناسبت پنځولې دي.  له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د ۴۳ کلنې غمیزې په ترځ کې په حالاتو له تبصرې څخه ډډه کوم ځکه چې په ملي او نړیواله کچه ټولو ته جوته ده چې د افغانانو اخترونه، سیمې ته مسافرو ورتګ او نور مراسم د ناورین په لسیزو کې په څه ډول وو او اوس مهال په څه ډول دي؟

۲.کوزده شوو نجونو ته د پوښ وړل: د کوچني اختر څخه د مخه یو مهم کار چې وردګي کورنیو به سر ته رساوه، کوزده شوو نجونو ته پوښ وړل شامل وو چې په دې پوښ کې به دوه درې جوړه اصیل کالي، یو یا دوه جوړه بوټونه، ټکري، نکرېزې، اعلی درجه وچه مېوه، یو څه زېورات، د سینګار سامان او داسې نور څیزونه شامل وو. خو اوس مهال که کوزده شوې نجلۍ موبایل و نه لري نو هغې ته په اختریز پوښ کې د مویابل یو سېټ او کریډیټ کارت هم لېږل کېږي څو له خپل خاوند او خپلوانو سره خبرې پرې وکړي. دغه پوښ به د هلک د کورنۍ د یو تن مشر، یو تن ځوان او یوې تنې مېرمن (خېښې) په ملتیا له کوچني اختر څخه څلور یا پنځه ورځې د مخه د کوزده شوې نجلۍ کور ته وړل کېده او له پوښ سره تللی پلاوی به هم د خېښانو له لوري په جامو او ځینو نورو ډالیو نازول کېدل.

۳.کوچني اختر ته بشپړ چمتوالی: په وردګو کې کوچني اختر ته د چمتوالي په مرحله کې مېوه اخیستل، د نکریزو تابیا کول، نوې جامې کول او د هغه ګنډل، که به د نوو جامو توان نه وو د پاکو جامو برابرول، د وچې مېوې اخیستل، د اختر د ورځو لپاره د ضروري سودا لکه غوښې وریجو، دیګ مساله او داسې نورو ضروري څیزونو را نیول او د اختر د ورځو د ټولو مراسمو د غوره سر ته رسولو لپاره په ذهني توګه پلان جوړول شامل وو.

د کوچني اختر اعلان 

د رمضان د میاشتې په وروستي ماسختن به د کوچني اختر د ورځې اعلان پخوا تر دې چې د انټرنټ سهولت نه وو، په هېواد کې مطبوعاتو هم د اوس په شان پراخه وده نه وه کړې په بېلابېلو طریقو سره تر لاسه کېده او د وګړو به زیاته تلوسه وه څو دغه اعلان واوري، ځانګړې خوشحالي وکړي او ځان د اختر له راتګ څخه ډاډمن کړي. د کوچني اختر د اعلان په اړه باید وویل شي چې که به د رمضان د میاشتې روژه ۳۰ ورځې شوه نو په هغه صورت کې به د وګړو له خوا د اختر اعلان ته دومره تلوسه نه وه ځکه دوی په اوتومات ډول پوهېدل چې کله د رمضان د میاشتې ۳۰ ورځې روژې پوره شي نو په سبا یې کوچنی اختر دی. د اختر اعلان ته به د وګړو زیاته تلوسه د رمضان د میاشتې  د ۲۹  روژ په تېرېدو سره پیدا کېده او اوس مهال هم دا تلوسه موجوده ده. له همدې کبله به یې پخوا د دېرشمې روژې په ماسختن د افغانستان او سعودي عربستان راډیوګانو ته په دې موخه ته  غوږ نیوه چې که چېرې د روژې میاشت ۲۹ ورځې شي نو باید دوی د اختر له اعلان څخه بې خبره پاتې نه شي او د سبا ورځې کوچني اختر ته لازم چمتوالی و نیسي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د نړۍ د مسلمانانو اکثریت او په ځانګړي ډول افغانان دغې خبرې ته زیات خوشحاله کېږي چې که د روژې میاشت ۲۹ ورځې شي او د رمضان د میاشتې روژه له ۳۰ څخه ۲۹ ورځو ته راکمه شي ستر غنیمت یې ګڼي. خو یو شمېر کسان چې ځانونه په ظاهره زیات دیندار ګڼي او د قمري میاشتو په هکله یې معلومات محدود وي، په دې عقیده دي چې د رمضان میاشت هرو مرو باید ۳۰ ورځې شي. که به دغه میاشت ۲۹ ورځې شوه نو ځانونه به یې د کوچني اختر د اعلان په لومړیو شېبو کې لږ شانته خپه نیولي وو او ویل به یې:«هی هی، باید داسې نوی شوي، سږ کال بیا روژه یوه ورځ کمه شوه، باید د رمضان میاشت ۳۰ ورځې پوره شوې وای.» که به د رمضان میاشت ۳۰ ورځې پوره شوه، بیا به هم اختر ته خوښي کېده خو په هغه پيمانه به هېڅکله نه وه چې زیاتره وګړي، ماشومانو او ځوانانو په هغه صورت کې کوي چې د رمضان میاشت ۲۹ ورځې شي. پخوا به د روژې په وروستي ماسختن په کلیوالي سیمو کې د جومات ملا صاحب او هغه کسان چې په عربي ژبه پوهېدل، د کوچني اختر د اعلان تر شېبې پورې به ډېر مهم کسان ګڼل کېدل او دغو دواړو طبقو به هم ځانونه یو څه په خیال کې نیولي وو، یو ډول ناز به یې کاوه چې ګواکي نن لویه دنده ( د کوچني اختر اعلان) ور په غاړه دی او په عربي ژبه پوهېږي. زیاترو خلکو به د روژې په وروستي ماسختن دوی ته په جوماتونو کې څک څک غوږونه نیولی وو چې ګوندي د اختر د اعلان زېری پرې وکړي. همدارنګه د رمضان د میاشتې په ۳۰مه نېټه به خلکو د تراوېح لمونځ هم په زړه نازړه توګه کاوه او هیله به یې درلوده چې ګوندې د اختر اعلان و شي او نور په جوماتونو کې د تراوېح د لومړۍ درجه ګړندي لمانځه څخه خلاص شي. له راډیو څخه علاوه به د اختر اعلان په لوړو غونډیو او غرونو د اورونو د بلولو، یو او بل کلي ته د پلاویو د لېږلو، د مجاهدینو په وخت کې په هوایي ډزو، لوډسپېکرونو او داسې نورو وسیلو سره کېده. خو اوس مهال دغه چاره ډېره آسانه شوې، نه یوازې په ښاري سیمو بلکی د هېواد په زیاترو کلیوالي سیمو کې هم ډېری خلک د انټرنټ د شبکې پر مټ د خپلو تیلفونونو، ټولنیزو پاڼو، تلویزیوني شبکو، مسیجونو او داسې نورو وسیلو له لارې کولای شي چې د کوچني اختر د ورځې اعلان په آسانۍ سره و ګوري، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او سعودي عربستان اعلان په یوه شېبه کې یو بل ته انتقال کړي او خپل ځانونه د کوچني اختر د راتګ څخه ډاډمن کړي. په هر صورت که د کوچني اختر د اعلان اورېدل به هر څومره ستوزمن وو او په بېلابېلارو لارو به تر سره کېده، آخر به ټول وګړي د اختر له اعلان څخه هرو مرو خبرېدل، پښتو متل دی وایي: «اختر پټ مېړه نه دی چې تېر شي.» 

د همدې لیکنې په دویمه برخه کې به د وردګو د کوچني اختر د نورو  مراسمو په هکله معلومات ډېر ژر شریک شي له موږ سره اوسئ… 

نوټ: د کوچني اختر موضوع یو لوی بحر ته ورته موضوع ده او د دې کرښو لیکوال په هېڅ ډول ادعی نه کوي چې د موضوع په اړوند یې پوره، هر اړخیزه او د خپلې ټولنې د ټولو وګړو په استازیتوب معلومات را اخیستی دی. ځکه چې له ځینو مشترکاتو سره سره د کوچني اختر د ستر دیني، کلتوري او ټولنیز جشن مراسم حتی له یو کلي څخه تر بل کلي او له یو کور څخه تر بل کور  پورې توپير کوي. له همدې کبله د مقالې لیکوال له درنو لوستونکو څخه هیله کوي چې په دې برخه کې خپل شته معلومات ورسره شریک کړي. 

برېښنالیک:[email protected]

l.com 

وټس اپ:0799301833 

فېسبوک:Gul Agha Ahmadi 

1 COMMENT

  1. احمدی ورور!
    ما په همدی تاند کی د وردگو د مجاهد مشرغازی محمدجان خان په ارتباط لوستی وو؛ چی هغه د مجاهدینو د تجهیز لپاره د کور زیورات خرڅ کړی وو؛ چی دا یو ښه درس دی،هر افغان او بیا هروردگ ته
    دا ډول افتخارات او رجال زموږ هر قوم یی لری؛خو د تاسی په وینا
    د ۱۳۵۷را پدیخوا ذکرشوی افتخارات او درسونه کم او اوس نشت سره نږدی دی
    مع الاسف اوس انسانیت ګراف خپل نزولی سیر ته دوام ورکوی او اثبات یی د دشت برچی او نوری پیښی دی چی ټول پری شاهد یو
    نو که تنظیمی لیدرانو ؛ولا تنازعوا،باندی ایمان او عمل درلودی،نن به ملت اختر ته تیاری نیولو!!!
    خو اوس یواځی ارذل الناس مفسدین،په شراب او وینو مست کلاب ،اخترلری ،نه زما مظلوم ملت
    اوس زما ملت د اختر او خط و خال خبری نشی کولی او هغه غله،بلډینګ پرستان چی بهر عیاشی اوفحاشی مصروف دی له جهاد او وطن،تشتیدلی موجودات دی نه مرد افغان
    ولاتزدالظالمین الاتبارا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب