جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهد بریتانیا او پاکستان لوی درستیزان کابل ته راغلل

د بریتانیا او پاکستان لوی درستیزان کابل ته راغلل

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۰) د بریتانیا او پاکستان د پوځونو لوی درستیزان نن په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلل.

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز نیکلاس کارټر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په یو و خت  کابل ته راغلل. ډا لا څرګنده نه ده چې دوی په یوه الوتکه کې راغلي که جلا جلا.

ویل کېږي چې دواړو دا سفر له یو بل سره همږغی کړی دی.

دوی د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې او امنیتي وضعیت خبرې کوي.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې افغانستان ته د جنرال باجوه د سفر په اړه څه نه دي ویلي خو د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون ویلي و چې باجوه د بریتانیا د پوځ له لوی درستیز پاتریک کارټر سره ولیدل.

د بریتانیا او پاکستان لوی درستیزان، چې هیوادونه یې په خپل منځ کې نژدې او ستراتیژیکې اړیکې لری، په داسې وخت کې کابل ته راغلي چې طالبانو جګړو ته له شدت ورکولو وروسته اعلان وکړ چې د اختر په درو ورځو کې اوربند کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب