شنبه, جنوري 22, 2022
Home+مخ او شاته | عبدالوکیل سوله مل 

مخ او شاته | عبدالوکیل سوله مل 

آسمان تورو ورېځو پوښلی دی. د لمر سترګه کله کله د هغو له منځه ځان راوباسي، ځمکه سپین پړک شي – خو لکه په ځنځیر یې چې تړلې او بندیوانه وي او یا ددې ځای پر وګړو د لمر او رڼا بندیز وي، د سترګو په رپ کې بېرته الونیا شي. کله کله داسې باد او توپان هم راوالوځي، ته به وایې اوس به ټوله ابادي پوپناه شي. دلته باران نه اوري ـ خو چې کله هم ورېدلی دی په لوی سېلاب یې داسې ابادۍ او مخلوق وړی دی چې یاد یې نن هم زړونه ریږدوي او له سترګو په کاسو اوښکې تویوي. 

نه پوهېږم دا به مې څوم کال وي چې په یو نامعلوم سفر روان یم. په هغې ورځ چې دا سفر پیلېده شونډه مې نوې توره وه ـ خو اوس مې په ګرانۍ په سر کې تور ډکي لیدل کېږي؛ ګرد لکه واوره سپین پړک وهي. لار اوږده، زه هم پلی یم، خو زه نه له اوږدې لار او پلي تګ ډارېږم او نه په لارو کې  د شته بلاګانو، ځکه د نېکمرغۍ په لور سفرونه تل له ستونزو او کړاونو ډک وي. له ستونزوګاللو پرته نېکمرغي بې خونده او بې معنا ده. زه دې ته اندېښنه کې یم چې ایا هغه ځای ته به په خیر ورسېږو چې ما او زما نورو همسفرو یې د سفر پڼې په پښو کړي دي!؟

نن نه یوازې توره تیاره ده، ورېځې چاودېدلي او د باران په ځای ږلۍ اوري، د غرونو له منځه په لوی خوړ کې د لوی سېلاب وېرونکی غږ لکه د درندو توپونو غږونه هم غوږونه کڼوي. 

وېرې مې ټول وجود نیولی دی، زړه مې زور نه اخلي، له پښو مې شیمه تللې، ته وا زولنې یې رااچولي دي. پښه نیولی شم، له وړاندې تګ او سفره راګرځم، لوری بدلوم، شاه رااړوم ـ خو شاته مې وېره څو برابره شي، په وړاندې مې لویه هدیره راشنه شي. که څه هم زما پلار، مور، نور خپلوان، ګاونډیان، ښوونکي، همټولګیوال، ملنګان، پاچهان او نور…. په ګڼو وختونو او ځایونو کې مړه او خښ دي ـ خو نن یوه حیرانونکې ورځ ده. په وړاندې مې ټول مړي په یوه واحده هدیره کې سره راټول دي.

د سترگو په وړاندي مې يوه خړه ليکه وينم، نه پوهېږم بهر دي او که زما د حواسو په ورشو کې ليکه ولاړ دي، څه ويل غواړي؟ 

ولې د ټولو سترګې له غوسې سرې دي، ولې غورېږي، شور یې په څه دی؟ ښايي ماته په قهر وي چې ولې یې بلې نړۍ ته د سفرملګری نه شوم، غواړي ما ته رانږدې شي، ښایي ما هم بلې نړۍ ته له ځانه سره بوځي، خو لکه له حرکته چې ولېدلي وي، پښې یې زور نه اخلي، نه یې لاسونه ښوري او نه پښې. خو خولې د ټولو ښوري ، دا ېې یوازینی زور دی چې غواړي ما پرې وبېروي. ژبه د تورې او ټوپک ګولۍ نه ده چې سړی ژوبل او ووژني ـ خو ټپ یې پېړۍ وروسته هم تازه وي، ځکه خو له هر قبره په ما یرغل پیلېږي. 

پلار مې دواره ته وا زما په لیدو شرمېږي او له ما یې کرکه ده، په سترګو لاس ږدي، راته وایي:

ـ بې غیرته ولې دې د خپل تربره نه د ورورغچ نه دی اخیستی؟ 

زه کولی شم دې پوښتنې او غوښتنې ته بلا ځوابونه قطار کړم ـ خو پوهېږم پلار مې پخپل لاس د تربره له وژنې پرته په هیڅ ځواب نه شم راضي کولی.

په پلار پسې مې جوخته مور چې په لوی څادر کې یې ځان رانغاړلی دی هم له بل سره رانارې کړي، په سینه لاس ږدي.

ـ شیدې مې نه دربخښم تر هغې دې چې هغه خور نه وي وژلي چې پخپل مین پسې وتښتېده.

بر سر ته د پلار سره نږدې له بل قبره د کلي ملا چې له خولې یې زګونه بادېږي ،خوله پرانیزي.

ـ هیڅکله به نوره ښه ورځ ونه وینئ تر څو چې بېرته جوماتونو او مدرسو ته مخه نه کړئ ـ او مکتبونه ونه سېزئ.

د ملا وعظ لا خلاص نه و چې د څنګ له قبره زموږ د کلي پیر چې اوږدې تسپې یې په لاس وې رانارې کړې.

ـ په یاد دې دي چې څنګه به زموږ لاړې او د لاسونو د خیرې اوبه درته خدای شفا وګرځول، ټک او پتری به شوئ.

کټ، کټ وخاندي، لکه په معاصر طبابت چې ملنډې وهي.

ـ خو اوس چې مو پیرانو او سیدانو ته شاه کړې ده، څومره ناروغۍ درکې خورې دي؟ 

د هدیرې له منځه د شخړې او دعوې ږغونه پورته شي لکه مړي چې پخپلو کې سره واوړي، یو بل غندي او ګرموي.

ـ نه مې درته ویل چې ځوانان مه بې لارې کوئ. په بې لارۍ نه یوازې زما ارامه پاچاهي ړنګوئ، ټول وطن په کنډواله اړوئ.

لکه پخوانۍ بدۍ چې بیا راتازه شي، څو ږیرور چې سترګې یې په رنجو تورې او سپينې جامې یې په تن وې وغورېږي، یوه چې توره پګړې یې په سر وه ورنارې کړې.

ـ خو دا خلک که ستا رعیت و، د خدای مخلوق هم و، تاسو ورځ تر بلې د خدای له قانونه لیرې کیدئ او د خدای په قانون مو دنیایي قانون غوره باله، موږ څنګه ستاسو په ضد خلک جهاد ته نه وای رابللی؟ ته وا همداسې ویده مو پریښي وای چې ستا واک نورهم غځېدلی وای او جوماتونه مو هم په

مکتبونو اړولي وای؟

 د پاچا سره څنګ کې له بل قبره په غوسې بل مړی وغورېږي.

ـ هیڅوک مه ګرموه! زه پړ یم چې دوی مې ولې ټول په اوله ورځ په دار نه کړل. 

خو پاچا یې پرېکړه غندي، نه یې ستایي.

ـ مه، داسې مه وایه، هغوی چې د نورو په وژلو اقتدارته رسېږي او واک ټینګوي، پخپله هم په مرګ له واکه پرېوزي. ما څوک نه وژل ونه وژل شوم ـ خو تا چې ووژل وې وژلې.

نه پوهېږم، څنګه سترګې پټې کړم او په غوږونو لاس کېږدم، ته وا د ټولې هدیرې مړي راپسې دي. په وجود مې د وېرې خپسه ناسته ده، کلمه تېروم، په ځان بلا ایاتونه چوپ کړم، بیرته مخ رااړوم. خو په وړاندې مې لکه بله لویه هدیره چې رازرغونېږي، ځکه د یو لوی خونړي سېلاب د څپو درانده غږونه مې غوږونه کڼوي، اندېښنې اخیستی یم چې بیا به دا نوی سېلاب څومره کسان له ځانه سره وړي.

لندن ـ انګلستان 

فبروري ۲۰۲۱ 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب