دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د سیدجیلاني جلان درې نوي غزلونه

د سیدجیلاني جلان درې نوي غزلونه

په اوښکو، درد، په مرګ، تيارو کې هم روښان پاتې يم

عجبه نه ده؟ دومره سختو کې هم ځوان پاتې يم 

څه د حسينو بهانو په شور کې ژوند تيروم 

بس د اوبو په سر روان ځګ يم روان پاتې يم 

زما د ورکې هڅه ناکه کوی هسې هم زه 

د اور هيندارو کې منظر د ګلستان پاتې يم 

کله سر ګرم ، کله يخ زړه، کله شين له خندا 

په قيمارباز عمر مې څه ښکلی تاوان پاتې يم 

نورو ته تيږه يم جلانه! خو يو تا ظالم ته 

روا شراب، ګرمې شيدې، صدقه قربان پاتې يم

سيدجيلاني جلان 

کابل 

٢غویي ١٤٠٠

————–

ناست یم د زړه د ړنګ دیوال ترشاه 

څه به مې حال وي؟ ددې حال ترشاه

ترشـاه یې نیمه ځمکه وښـویده

ویې ښویده په څـڼو شـال ترشاه

دا تانده مینه دا ناهیلي ژونــد اه 

ډیرې سختې وې د زوال تر شاه 

مخ یې راوړاندې کړو ورغلی شومه

ثواب مې مـړ کړو د وبـال ترشاه 

ته د جـلان غــزل ژور ولوله 

پروت یې ګل دښتې دښتې خیال ترشاه 

سیدجیلاني جلان

کابل

۲۸ غويی ۱۴۰۰

——————-

خبره دا ده  چې چاره به د دوښمن کومه

يار به مې وروسته پالم اوس غم د وطن کومه 

منم د اور په ځنځيرو کې مو سبا تړلی

خو زه د ويښ شعور کارونه ورته نن کومه

 ما په لاسونو کې د وړانګو غشي غبرګ نيولي 

د پرښتو غوندې به وار په اهريمن کومه

 جابر حالات که راته ډير راشنه کړي غرونه اغزي 

زه به ضرور دسپين باغي تندي ديدن کومه

جلانه! خاوره مې په مينه په سندرو پالم 

د ستورو کښت مې د مورجانې په لمن کومه 

سيدجيلاني جلان 

کابل 

٣١ وری ١٤٠٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب