شنبه, جنوري 22, 2022
Home+د واک حرص، خيالي غرور او ورکه سوله‎

د واک حرص، خيالي غرور او ورکه سوله‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

زموږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه تقریبا د همدغو ډلو لخوا د امریکا تر يرغل مخکې ريښې او شاليد لري. دا هغه وخت وه چې د طالبانو د اسلامي امارت او د ربانى د اسلامي دولت ترمنځ جګړه روانه وه. طالبانو د هيواد په نوي سلنه خاوره باندې تسلط درلوده. په استثنائاتو باندې خبره نه کوو، خو د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته عمدتاً واک د جګړو بنسټ ګرزيدلى دى. توپير دا دی چې په افغانستان باندې د امریکا د يرغل په نتیجه کې له طالبانو سره د هغه مهال حکومتي چارواکو پارونکي چلن، په ګاونډيانو او سيمې کې د امریکا د شتون په تړاو حساسيتونه او د بن غلطې پريکړې په افغانستان کې د جګړو لمبو باندې تيل وپاشل، وسلوال مقاومت ته يې د مشروعیت دلائل او  امکانات پيدا کړل.

طالبان د جګړې د اغيزمن اړخ په توګه په سوله کې هم د مهم رول درلودلو مستحق دي، خو مسئوليت يې هم په همدغه کچه دروند دی. په جګړه کې د شدت او لوړو ملکي تلفاتو د مسئوليت نه منل او غندل هغوى ته  برائت نشي ورکولاى. که د طالبانو ترشا پټ نورې وسلوالې ډلې د جګړه ايزو کړنو مرتکب کيږي نو ګټه هم طالبان ورڅخه اخلي او د مختلفو وجوهاتو پربنسټ يې پړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په طالبانو باندې اچول کېږي.

د جګړو دوکتورين (فلسفې اړخ) دا دی چې مذاکراتو ته د مخالف اړخ د اماده کيدو په موخه وخت ترلاسه شي. کله چې دښمن مذاکراتي عمل ته تيار شي نو د جګړو لامل ختميږي ډزبندي کيږي او سولي ته فرصت ورکول کېږي. مګر د طالبانو له اوسنیو جنګي هڅو څخه ښکاري  چې هغوى د بيځايه غرور په رنځ اخته دى.  د اوسنى وضعیت د ترينګلتيا کچه نشي درک کولاى. متأسفانه دا هغه څه دي چې هيواد مو فرصت له لاسه ورکوي، طالبان  په سياسي ډګر د انزوا لوري ته بيايي او ولس له يوه تازه ناورين سره مخ کيږي.

مونږ باور لرو چې د طالبانو لخوا د اسلامي نظام خبره او د حکومتي اړخ د لاسته راوړنو د خوندیتوب مسئله اوس په جګړه پورې نه، بلکې په ايماني فراست، ښه مديريت ملي احساس او افغاني همت پورې تړلې ده، خو متاسفانه دغه وړتیاوې په دواړو غاړو کې نه ليدل کېږي.

حکومتي چارواکي سولې ته د رسيدو په هڅو باندې د تمرکز پرځاى په  غندنو، د انتقام اخيستلو په ژمنه او طالبانو باندې د پړې په اچولو بسنه کوي. په واک پاتې کيدل او يا هم د تيرو ټاکنو غوندې جنجالي ټاکنو په کولو واک خپل حليف ته سپارل د بريا لاره ګڼي. غوښتنې يې هره ورځ بدلون مومي او سرې کرښې يې زرغونې کيږي. که په واک کې پاتې کيدل يې خوندي شي، نو له هرچا سره هر ډول معامله کوي. دغه ډول تګلاره د ستونځو د حل پرځاى ستونځه نوره هم پيچلتيا ته بيايي او زيان به يې ملت رسيږي. که حکومتي اړخ د اجماع جوړولو پرځاى د نظر خاوندان، سياستوال او رسنئ ګواښي چې صف معلوم کړي. د حفيظ الله امین منطق کاروي چې ويل به يې؛  “با ما باش، و يا دشمن ما باش” او طالبان د خيالاتو له نيلي څخه نه را ښکته کيږي، نو اسلامي نظام ديموکراسي او لاسته راوړنې به ټولې پاتې او هيواد به مو بحران ته ځي.

د معلوماتي تکنالوژۍ په اوسني دور کې د حقائقو پټول او د سياسي مخالفت حق سلبول ليونتوب ده. د دغه اصل په اړه د طالبانو غير معقول دريز هغوى ته ستونځې ايجادوي. معلوماتو ته د لاسرسي په اوسني معاصر دور کې په نيوکو، سياسي مخالفت او د رسنیو سانسور له وخته تيره تګلاره ده. هيڅ لورۍ خپلو نيمګړتياو ته د متوجه پرځاى د نيوکو په مخنیوى کولو واقعيتونه نشي پټولاى.

دا سمه ده چې طالبان يو ملموس او محسوس ځواک ده! دروند ځمکنى واقعیت ده. جګړه کولاى شي، هر ځاى چې وغواړي حمله کولاى شي، هر ډول قرباني ته تيارې بشري زيرمې لري، مګر  ټوله ځواکمنتيا يې د جګړې په ډګر کې رانغښتي ده او جګړه په خپل ذات کې هدف نه وي. جګړه کې وينه توئيږي او وينه توئيدل که جهاد هم وي نو سپيڅلتيا يې له جګړې څخه د وروسته پړاوونو لپاره ده. اوس خبره هغو پړاوونو ته رسيدلې ده. اوس نوښت ته اړتیا ده ايماني فراست ملي ويښتوب او اسلامي عاطفي آ اړخ خپلول اړين دي.

طالبان د بريدونو په زياتولو ګډوډي جوړولاى شي، نظام ګواښلاى شي حتى  ځينې ولايات له سقوط سره مخ کولاى شي خو د حکومت جوړولو لپاره هيڅ نلري. د  ګډوډيو زيان افغانستان او افغان ملت ته رسيږي. که طالبان احياناً د کابل په نيولو بريالي هم شي، نو جګړه به حتماً وي. د خپلو تيرو او روانو اشتباهاتو، په ملي او نړيواله کچه له هغوى سره د حساسيتونو شتون  له امله  د سياست په ډګر کې پاتې راځي او حکومت به يې نسکوريږي.

روانه جګړه ورځ تر بلي پيچلتيا مومي، وچ او لانده سوځوي مختلف بعدونه خپلوي،  د سپيڅلتيا له پولو اوښتې او  د مختلفو لاملونو پربنسټ د ولسي مخالفت په څوکه کې قرار لري. که ښکېل اړخونه هرڅومره د جګړې د تقدس هڅه وکړي د ولس باور نشي ترلاسه کولاى. له امریکا سره د طالبانو د سولې تړون،  د سولې لپاره د فرصتونو شتون، د بهرنيو ځواكونو وتل، په لارو کوڅو مساجدو روغتونونو او ښونځيو کې بريدونه، په جګړه او له جګړې وروسته د ملي تأسيساتو نړول، په حکومت کې د پراخې کچې فساد په ديموکراسي کې افراط او په حکومت کې د ننه ژور اختلافات د دې لامل ګرزيدلې چې ولس د دواړو غاړو ترمنځ په روانه جګړه باندي باور له لاسه ورکړي.

څومره به ښه واى چې طالبانو د سولې په نوم په دوحه کې د سياسي دفتر له پرانستو سره سم د سولې لپاره په منطق او واقعيتونو برابر نوښتونه کړي واى، د خپل ولس دردونو او ستونځو ته يې کتلي واى او د خپل سياسي ليدلوري لپاره يې په نړيواله کچه کره او پخه لابي کړې واى، خو داسې هيڅ ونشو. طالبان تر اوسه پورې د سولې لپاره د مشخصو وړانديزونو په وړاندې کولو کې مطلقاً پاتې راغلي دي. هغوى له امریکا سره په سوله او له افغانانو سره د جګړې په کولو خپل ولس ناهيلى کړ. کله کله وړې سهوې د خپل تاريخ د خرابولو لپاره بسنه کوي. له قرائنو څخه داسې ښکاري چې د خپلو افرادو د نيمګړې روزنې له امله طالبان د سولې په هکله د سختو خپلمنځي اختلافاتو په رنځ اخته دي.

حکومت او طالبان باید ياد ولري چې دلته روانه بدمرغه جګړه د يو بل په پړه ګڼلو،  پيغورونو، ښکنځلو او د خپلو ناوړه کړنو د مسئوليت بار په مقابل اړخ باندې په اچولو نه، بلکې له سينې څخه د سمندر په جوړولو، د دښمن زغملو، له دښمن سره د  امتیازاتو په ويشلو،  د هيواد او ولس د ستونځو ختمولو لپاره ګډ کار کولو ته په کلک هوډ ختميداى شي.

د جګړو داوړه اړخونه باید  په خپلو لمړيتوبونو کې بدلون راوړي، د ملت په حال رحم وکړي، وينه تويول بند کړي، جکړه مو د خپلواکي نه، بلکې د غلامي خواته بيايي،  د سولې په هکله سنجول شوي دريز  ونيسي، د قضيې مختلف ابعاد وسنجوي،  واک له سليمان عليه السلام،  سکندرمخدوني، فرعون، نمرود چنګيزخان او هلاکو خان سره هم وفا نه ده کړې، خو تاريخ د هر چا يادونه په خپله سينه کې خوندي کړي دي. په يوازې سر نه موجوده حکومت او نه هم طالب حکومت کولاى شي. باور لرم چې  غني د جمهوري نظام او  طالبان د اسلامي نظام د تأسيس او پلئ وړتیا نلري.  که دواړه لوري ملي فکر خپل نکړي، ملي دريز نه نيسي، په خپلو دريزونو کې د انعطاف هڅه نکوي او په يو او بل باندي د سولې په وړاندې په خنډونو اچولو پړه اچوي، د لا سختو جګړو ګواښونه کوي نو سوله به څنګه راشي؟

عبدالوحيد “وحيد” کابل افغانستان

7 COMMENTS

  1. دروند وحید صاحب قلم مو تاند او خوځنده وواسه تل مو په خپلو لیکنو کې له جګړو په منطق رد ویلی او د نوي نسل غوښتنې مو تل احساس کړي او که ښکیل لوري زغم او یو بل منلو ته غاړه نه ږدي نو د راتلونکي بد وضعیت مسوولین دي.

  2. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب عبدالرحمن صاحب
    بس ايله مو د روانې جګړې په مخالفت همدومره وس ده. اى کاش چې زيات څه مو د خپل ايمان وجدان هيواد او خپل ولس لپاره کولاى شواى.
    ورور مو وحيد

  3. عبدالوحید صاحب
    ښکلی اودحقیقت ډکه لیکنه
    کاشکی چه دالیکنه دولتیان اوطالب چارواکی عملی کړی

  4. وحید صاحب ډیره مننه د جګړې د ختمیدو لپاره مو ښه لامل په ګوته کړی ستا قلمی کړنې ستاینه کوم له ټوپک څخه قلم زورور دی خو چې اخلاص ایمانداري او هېوادنۍ مینه ولری لک ستا به لیکنه کې چې لیدل کیږی.

  5. سلامونه نيکې هيلې او درنښت جناب نيازى صاحب محترمه.
    کاش چې مو په هيواد کې د سولې لپاره ډير څه کولاى شواى

  6. سلامونه او مننه جناب غرغښت صاحب محترمه
    خداى ته هيله مند يم چې يوه ورځ خو به د جګړو مشران د مظلوم ولس غږ واوري

  7. سلام
    دافغانستان کړکېچ څخه دارواښاد اول میر سندره جوړه شوې عین بغاوتګریې له ګلمجمو سره په سپېدار ه ماڼۍ کې له طبلې سره وایی او هندوان دبالیوودملګری یی ورسره مرسته کوی غین دارګ له برچمیانو سره چې دحمدالله امرالله جمع ورک بت پرست دفاع وزیر اسدالله مطلق بیسوااد منفی لوي خوګ خورد ضابط ګلم جم دوستم اوقوس کې لیونی سپی دناتو مشر شتولتن بېرګ مساوی په انارشی ،ظلم وبېداد ، سهامی شرکت او نور تولنیزو مرداریو .داحرص ،غرور نه دی بلکې بشپړ حماقت دی یوم البتر اوشرم دی ۴۹ هېوادونه دوه لسیزې د«پشتنو عام وژنه » باندې لګیا دی خو لا ارمان یې بوره شوی نه ده. زه د معادلې د طرحې په ابزارو او عواملو له تا سره موافق نه یم.دکتورین فلسف له بخران سره سازش نشی کولی هلاکو چنګېز اوسکندر مقدونی هماغه دیګ همغه وخت او همغه ټېپر! له کلی ووځه له نرخه مه وخه دسولې د کمزورتیا او ناکامولو پټ او ښکاره رنګارنګ شیطا نان دیر زیات دی .کورودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب