جمعه, اکتوبر 22, 2021
Home+پر جوجو ناول يو- دوې خبرې | ميوند بختيار

پر جوجو ناول يو- دوې خبرې | ميوند بختيار

جوجو د تکړه کيسه ‏ليکوال او ناول‏نګار نصير احمد احمدي د ناول نوم دی، چې په ۱۳۹۲هـ کې چاپ شوی دی او څه کم نوي مخونه لري.

ښاغلی احمدي په پښتو اوسنيو ناول‏ليکونکيو کې د اوچت نوم خاوند دی، تر اوسه يې پر نور اثارو سربېره د لنډو کيسو او ناولونو دا لاندې مجموعې چاپ شوې دي، ممکن اوس يې نور آثار هم چاپ شوي وي، د دې ليکنې پر وخت يې همدغه آثار چاپ ول:

۱- سړه سيلۍ (د لنډو کيسو ټولګه).

۲- مينه (د لنډو کيسو ټولګه).

۳- د واورې سړی (د لنډو کيسو ټولګه)

۴- بوډا او د لېوانو پلونه (ناول)

۵- رڼا (ناول)

۶- بړبوکۍ(ناول)

۷- اغزن سيم (ناول)

۸- خونکار (ناول)

۹- يوه خبره درته وکم؟ (ناول)

۱۰- جوجو(ناول)

د ښاغلي نصير احمد احمدي پر ناول (جوجو) مو دلته لنډې خبرې کړې دي، خو لومړی د ناول لنډيز ته راځو:

د جوجو لنډيز:

جوجو د يو مافوق بشري موجود نوم دی، چې له يوې بلې سيارې څخه زموږ خاورينې نړۍ ته او بيا افغانستان ته د څېړنو لپاره راکوز شوی دی. دلته له تواب سره، چې د ياد ناول اتل دی، اشنا کېږي، په لومړي سر کې طبيعي ده، چې تواب ترې ډارېږي، خو وروسته وروسته ورسره د ملګرتيا تار غزوي.

تواب د جوجو په اړه مور ته وايي:

– ادې! اجبه بلا مې وليده.

ښځې په حيرانۍ ورته وکتل.

تواب وويل:

ـ يوه لوېشت ژوندی شی پر بسترې ناست و، د پلاستيک غوندې روڼ برېښېده، لاسونو او پښو يې درې درې ګوتې درلودې، يوه سترګه يې وه، هغه هم په تندي کې.

ښځې د هلک پر بغور شونډې کېښودې، ورو يې وويل:

– اه زويه! ځينې خوبونه درانه وي.

د تواب تندی تريو شو:

– په کوران که درواغ درته وايم، پخپله مې وليده، د انګورو د پاڼو غوندې غوږونه يې وو.

ښځه ورو ولاړه شوه، عکس يې په احتياط راوځړاوه، ويې ويل:

– ځم چې غوړ پاستی درته راوړم . (د کتاب له متن څخه).

***

جوجو داسې يو موجود دی، چې د ډېرو کمالاتو څښتن دی، د تواب د کورنۍ نور غړي يې نه ويني، خو يوازې تواب ته ځان ورښيي، له تواب سره ډېری وخت مرسته هم کوي، وروسته چې د دې خاورينې نړۍ پر انسانانو خپلې څېړنې سرته رسوي، بېرته خپل ستوري ته رهي کېږي.

جوجو د خپل ښوونځي له خوا دې خاورينې کرې ته رالېږل کېږي، وروسته د انسانانو په اړه ډېرې خبرې له خپلو استادانو او ټولګي‏والو سره شريکوي، خو کله چې جوجو د دې نړۍ يا د جوجو په ژبه تور ستوري ته راکښته کېږي، نو زموږ و ستاسې هيواد (افغانستان) او خلک يې د څېړنې موضوع وي.

وروسته تر څېړنو چې بېرته خپل ستوري ته پورته کېږي، هلته د ښوونځي استادان ورسره د ده د تحقيق پايلې نه مني، وايي داسې انسان به د ځمکې پر سر نه وي، چې تر اوسه نجونې زدکړو ته نه پرېږدي، د هيواد لويې لارې ورانوي، بدي کوي، بې ځايه قتلونه کوي او داسې نورې نورې شندې.

خو جوجو هره خبره له اسنادو سره ورته وړاندې کوي، مګر د هغه مکتب د استادانو لا د ده پر خبرو او تحقيق يقين نه راځي، چې يوويشتمه پېړۍ وګوره او د داسې انسانانو شتون!

له تواب سره د جوجو دې لاندې بحث ته به تم شو، چې زموږ پر ټولنې يې څنګه کره‏کتنه کړې ده:

جوجو وويل:

دلته له قسمه پرته خبره نه کېږي، (په کوران که درواغ درته وايم، خدای مې دې ووهي که مې غلطه خبره کړې وي، په الله قسم که مې پيسې بېرته در نه کړې).

يو بل ټکی، دلته ژوند څومره بې هدفه دی، بس وخوره، ويده شه، اولاد پيدا کړه او کوڅې ته يې وسپاره، نه يې د ساتلو غم ورسره وي او نه هم د تربيې، تنکي ځوانان يې په کنډوالو کې ناست وي او په ورغويو کې چرس ميدوي، بس، سپېره وړه، ورېښمينه لونګۍ او د ژمي يو پسه لاندی يې ټول ژوند دی (د کتاب له متن څخه)

***

پر جوجو لنډه کره کتنه:

جوجو ناول د احمدي صاحب يو په زړه پوری او ښکلی اثر دی، د ښکلا، کره‏کتنې او تراژيدۍ يو خوندور امتزاج دی. په ياد ناول کې ليکوال د جوجو له خولې د پښتني ټولنې پر ډېری برخو کره‏کتنه او نيوکه کوي. د بېلګې په توګه پر ښځمنو د ظلم موضوع، په بدۍ کې د نجونو ورکول، نږندو ته د خسر له خوا د دوی پر اصلي نامه نه، پر بل تحقير‏آمېزه نامه ږغ کول، لکه د تواب مور ته چې د تواب نيکه (بلا) وايي.

په هيواد کې د هلکانو د تعليم او تربيې په اړه، د کوچنيانو د ژوند په اړه، د هغې سيمې د خلکو د غيرت په اړه چې څه شي ته غيرت وايي او د ټولنې پر نورو اړخونو د جوجو له خولې د ليکوال کره‏کتنه او اخلاقي توصيې  د پام وړ دي.

بله موضوع د نجونو د زدکړې په باره کې ده، چې جوجو پرې نيوکه کوي، چې ولې له تعليم څخه بې برخې دي، ولې په بدو کې ورکول کېږي، ولې د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي. بله خبره چې جوجو وايي، ما داسې خلک وليدل چې سړک ورانوي، پلونه، پلچکونه ړنګوي، ښوونځي سوځوي او حتی هغه شمسۍ (سولر) او د هغو بېټرۍ چې په بازارونو کې د روښنايۍ په خاطر لګول شوې دي، هغه هم خپل کورته وړي او داسې نورې خبرې…

د پښتني ټولنې پر دودنو او رواجونو يې هم کره کتنه کړې ده، د تاويز، دم او نورو ته يې د ولس باور او پر ډاکټر بې باوري ښه مثال دی. په ياد ناول کې د جوجو د سترګې له دوربينه يو اړخ هم بې کره‏کتنې پاتې شوی نه دی.

د ياد ناول ژبه ډېره خوږه او روانه ده، د عامو خلکو له محاورې سره نژدې ژبه يې کارولې ده، ډېری ځای په ناول کې له مکالمو سره مخ کېږو، چې دا هم د ناول په ښکلا کې ډېره مرسته کوي. 

ليکوال ډېر وخت تصوير ژبه کارولې ده، راوي له خپلو تشريحاتو څخه ځان ساتلی دی او هر څه يې د لوستونکي تر مخ ايښي دي، چې مخاطب يې پخپله وويني او پرېکړه ورباندې وکړي، يانې خپله رايه يې پر مخاطب تحميل کړې نه ده.

په نوموړي ناول کې له داسې انسان سره مخ کېږو، چې په يوويشتمه پېړۍ کې اوسي خو د ژوند کچه يې د منځنيو پېړيو له انسان سره لا د پرتلې وړ نه ده.

خو يو څو خبرې چې بايد ذکر يې کړو:

لومړی: ليکوال غوښتي چې د دې ناول په ليکنه کې له ساينس فکشن کيسه‏ييز ميتود څخه استفاده وکړي او يا که اثر ته وکتل شي د رياليزم او جادويي رياليزم يو معجون به راته ښکاره شي، چې دا ډول هڅه د لومړي ځل لپاره زموږ د ادب په کيسه‏ييز او داستاني بهير کې شوې ده، چې د ستاينې وړ ده، نو له نيمګړتياوو څخه به به طبعا خالي نه وي.

دويم: د ناول عمومي روح ته که وکتل شي، کيسې يې زموږ د وطن دي، خو په غالب ګومان چې داسې يوه ايډيا به له هاليوډ او يا باليووډ فلمونو څخه اخيستل شوې وي، د هند د سېنما د مشهور فلم (کرش) جادويي نيمه اتل هم جوجو ته ورته دی، يا جوجو د هغه اتل کاپي ده. يا هم د (جوکر ) يا (پي کې) فلمونه هم د (جوجو) ناول رايادوي. د (پي کې) د فلم اتل هم له بلې سيارې راغلی دی او بيا بېرته خپلې سيارې ته ځي، هغه فلم که وګورو، له جوجو سره ورته‏والی پام‏وړ دی. 

درېيم: په ناول کې د جوجو مافوق بشري او ماشيني کرکټر ځينې وخت د سيمې د وګړيو خواص هم اخلي، لکه دوکه، کله چې د کلي هلکان فوټبال لوبه کوي، جوجو تواب ته وايي، چې ته ولې لوبه نه کوې، تواب ورته وايې چې ما په لوبه کې نه شاملوي، نو بيا جوجو داسې شرايط مساعدوي، چې تواب ته په لوبه کې د ګډون اجازه ورکول کېږي او بيا د جوجو په مرسته تواب دوه ګولونه هم وهي، چې جوجو له مقابل لوري سره دوکه کوي تر څو تواب بريالی شي. دلته تواب له دوکې سره بلدوي، عجيبه لا دا چې جوجو هم له دوکې سره بلد دی.

يا هم د تواب تره چې پر اخلاقي فساد ککړ دی، جوجو د تواب په لاس يو ليک ليکي او هغه ته اخطار ورکوي چې که له دې کاره راونه ګرځېدې، پر ګوليو به دې سوری سوری کړم، وروسته د تواب تره ته ځان پخپله اصلي بڼه ورښيي، هغه د پېري ګومان پرې کوي، نژدې وو چې د تواب د کاکا زړه له وېرې ودرېږي او قتل يې کړي، وروسته د تواب له تره څخه د يوې کونډې لپاره پينځه لکه افغانۍ هم د هماغه اخطار په مرسته غواړي. مخکې به جوجو تواب ته نصيحت کاوه چې له وسلې لرې ګرځه، خو دلته بيا تواب ته د وسلې زور ورښکاروي، تواب له دوکې سره اشنا کوي، دلته ليکوال جوجو ته د يوه عيار ځوان کرکټر ورکوي.

دې او دې ته ورته نکتو ته په کتو سره هم د ښاغلي احمدي جوجو ناول يو کامياب اثر دی، چې د لوستوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

 د جوجو ناول د مقبوليت راز به څه کوي؟ زه وايم پر نورو لس و شل دلايلو سربېره چې وي به، دا ناول ځکه خواصو او عوامو ومانه چې موضوع يې د دواړو زړه ته لوېده، خواص له ساينس فکشن سره بلد ول او عوام له پيري و ښاپېرۍ سره.

يادونه: دا ليکنه پينځه شپږ کاله مخکې کښل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب