دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

ترورستني معراجه …

ستا په ځیګر باندې به شنې شي

د کره شاتو او پېو چینې

د ګریوان ورونه به دې، دواړه وزر پرانیزي

په رپ رپونو کي به راوړي

د بیدیا د سپینو پرخو، حریرې پلوشې

څو لمبیدلي شیبې، د جنتونو وږمې

غیږ به دې راوړي د عدن او د فردوس د بڼه، د عاطفې ګلونه

رنګین، مهین خیالونه

قدم، قدم به د یو چا، ستا د لمني پیل شي

یو څوک به راشي ستا په شونډو به،

د ټولو کائیناتو د ښکلا په تول موسکا خپره کړي

یو څوک به را شي ستا خوبونو کي به،

چمن، چمن ښکالو د ساه ویښه کړي

یوڅوک به راشي ستا په مېنه کي به،

د سر او تال د مځکې، خوږه ژړا خپره کړي

یو څوک به راشي ستا په خونه کي به،

د پاس سپوږمۍ او ټولو ستورو په لاس یوه رڼا بله کړي

***

ستا په ځګر باندې به شنې شي

د کره شاتو او پیو چینې

د بوډۍ ټال کي به دي وزنګوي د اسمانو پریښتې

 په ښکلو ښکلو ټاپوګانو کي به،

 د نیلوفر د لپو تړمې اوبه،

 لکه پیالې د زعفرانې چایو، د لمر د ګامه واخلي،

 د محسوساتو ښکلې حس به د یو پامه واخلې

ته به شمار کړي په سیندونو کي د شور نغمې

ته به راټولې په لمن کي کړي د غرونو وږمې

ته به احساس کړي د غاټول او د ریدې ارادې

ته به د سیورو ځنګل، د خیال د بامه واخلې

ته به ښکلا د احترمه واخلې
***

ستا په ځیګر باندې به شنې شي

د کره شاتو او پیو چینې

ږغ به دي راوړي د بنګال او د ډهلې د ښاره،

 د جادوګرو څو سندرو څپې

نرم لفظونه به دي شونډې ښکل کړي

بیا به دعا، دعا شي،

خواږه، خواږه لکه نبات لکه شکرې به شي

لکه وریښم داسي پاسته، لکه د زاڼو کتارونه به شي

اووم اسمان ته به رسا ولاړ شي

ستا په رګونوکي به،

 لکه د ګوړې شربت، خوږه اروا خپره شي

د هرې ساه سره به دې په نګهتي غیږه کي

د یوه چا د تنکۍ شونډونه، خوږې خوږې مچکې واخلې

ستا د وجود په هر یو حد او هر امکان کي به،

 د سپیڅلتوب تر وروستنې مقامه،

د کره توب تر وروستني معراجه

 د هسک تر څوکو یوه نوی مینه وټوکیږي

ټول کائینات به دې وغیږ ته راشي

 قدم به کښیږدي ستا د زړه پر مراندو،

ته به د ښکلو نګهتونو، پسرلیو مصاحبه شي

ته به څه وړاندي تر اشرف المخلوقات، ته به صاحبه شي

ستا د قدم لاندې به جوړې شي جنت ته کوڅې

ته به آغلې، ته افضله، محترمه به شي

ته به حوا، ته هاجره، ته به مریمه شي

۱۹/۵/۲۰۲۱

————–

عجیبه یوازیتوب دی په کړکۍ کښې

د چا خیال بیده په خوب دی په کړکۍ کښې

یو یاغی پانوس یې غیږ کي دی نیولې

په رڼا کې لیونتوب دی په کړکۍ کښې

د آسمان شپه ده د ستورو قحطي ناڅې

د جلوو یې پردیتوب دی په کړکۍ کښې

آېینو یې تور کالي دي، په تن کړي

د زخمونو یو پاړسوب دی په کړکۍ کښې

تر چوپتیا یې دایره محدوده کړې

نازولې، سپيڅلتوب دی په کړکۍ کښې

۲۰۲۱/۲/۳۰

————–

شپه ده د ستورو په لار پل ږدمه رڼا ته ځمه

تر پښو مې لاندې دی تیارې وثریا ته ځمه

د څو لفظونو تصویر غواړم مصوره خدایه؛

ادا مې تورو ته راښکلې؛ وښکلا ته ځمه

روڼې اوبه خوږې ویالې غواړمه مینه کرم

رنګ د زعفران غواړم، نګهت غواړم بیدیاته ځمه

د بڼو څوکې لګوم د پلوشو په لټون

کچکول په غاړه درویزګره یم سبا ته ځمه

ستا حرم ښکلي دې منم، د کعبې سیوری ښکلې

زه تږې ستړې، غوړپ اوبه غواړم، صفا ته ځمه

د ګستاخۍ جرئت به څنګه کوم؟ ستر شهنشاه

سترګې مې ټیټي په ټیټ سر ستا ودرګاه ته ځمه

وطن مې زخم د شفق، لکه شهیده اروا

د رحم لمر غواړم، د شپو و انتها ته ورځم

۲۰۲۱/۳

1 COMMENT

  1. دلومړی شعر ددوهمي کړۍ وروستیوکرښوکي یوالف راڅخه پاته شوی :
    ته به دسیوروځنګل دخیال دبامه واخلي
    ته به ښکلا داحترامه واخلي
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب