یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeمیرمنکرښې | احسان الله درمل

کرښې | احسان الله درمل

د مامورینو زیاتره برخه یې ښځینه ډاکترانې او نرسانې دي، موږ یو څو کسه نارینه د موټر په لومړیو سیټونو کې کینو او فکر کوو، چې تر دوی یو څه زیات حقدار یو. موټروان مو نالوستی، خو د محلي موسیقۍ شوقي دی. له روغتونه تر کوره او له کوره تر روغتونه په ټوله لاره مسته موسیقي اوري. په ځینو سندرو کې، چې د ښځو خبره راشي، اواز یې ښه په زوره کړي او موږ ته سترګک وکړي، ګویا بحث د پام وړ دی. غواړي د سړیو له خوا د ښځو سپکاوی پر هغوی واوري. له شا سیټونو نه هېڅ اواز نه راځي او د نارینه سندرغاړو او شاعرانو ټولې سپکې سپورې په آرام زړه زغمي. په کېسټ کې راوان داستان باب دی په بیان د ښځو کې:

درته وبه کړم د ښځو نن صفت

درته وایمه د هرې یوې علت

څلور قسمه ښځې دي واوره بېشکه

اول خره، دویمه سپۍ، دریم پیشکه

څلورمه په بیبیانو حسابېږي

ورته غوږ شه، چې کیسه اوس شروع کېږي

موټروان د کیسې د شروع لپاره نور هم خوشحالېږي او غواړي ټول متوجه کړي. کیسه روانه ده، ښځه کله پکې خره شي، کله سپۍ او کله هم پیشو. په بیبیانو کې یوازې هغه حساب ده، چې غنمرنګه وي، غلې وي، د میړه رضا کوي او ټول عمر یې په عبادت تیرېږي. تر داستان وروسته دویمه سندره ده:

رنګ د ښځو ورک شه بیخ وباسي د سړو

سل په لالي پورې دا یوه پې د بنګړو

تر یو کال زیات شو، چې پدې موټر کې ځم راځم، خو تر اوسه مې د ښځو د عظمت په اړه له ټیپ ریکارډه کومه مثبته خبره نده اوریدلې. په ځینو سندرو کې عاشقانه احساسات هم دومره لوڅ دي، چې زه یې په اوریدلو شرمېږم. هغه مهال، چې ښځې ته خره، سپۍ او پیشو ویل کېږي، زه وجداني زجرت احساسوم. که دغه خصوصیات نارینه ولري، بیا به هم شاعر او سندرغاړی هغه په دغو القابو یاد کړي؟ او ایا کومه سروې شته، چې دا خصوصیات یوازې په ښځو کې وي؟

زموږ تر شا ناستې ډاکټرانې او نرسانې ماته په اجتماعي لحاظ تر ډېرو نارینه و غوره ایسي. زه یې هره ورځ وینم، چې د څومره میندو، خویندو ژوند د دوی په مرسته له ضایع کېدو ژغورل کېږي، خو موټروان ورباندې هره ورځ د نا اهلو شاعرانو او سندرغاړو له خولې د خرې، سپۍ او پیشو پېغورونه اوروي. ماته داسې ښکاري، چې نارینه، نالوستی موټروان د نرواکې ټولنې(male dominant society) د یوه نارینه په توګه له وروسته ناستو ډاکترانو او نرسانو نه غچ اخلي. ولې دې، د نارینه نالوستي موټروان په نظر یو له پامه لویدلی جنس، په داسې یوه اجتماعي موقف کې وي، چې دی یې د وړلو او راوړلو لپاره موظف شوېدی؟ عجیب دي زموږ قضاوتونه. د شرق ښځه د خپل جنسیت د ګناه څومره لوړه بیه پرې کوي. ما، چې تر اوسه د کومو ژبو ادبیات لوستي، په ټولو کې یې پښتو شاعري، د تفاوتونو خبره ډېره شاربي. که داسې مې ونکړل، نارینه به نه یم، که هغسې ونشول افغان او پښتون به نه یم، حتی د حمزه شینواري غوندې مفکر هم خپل ټول فکر پر دې وسوځاوه، چې پښتو له اسلام سره سیاله کړي او خدای (ج) هم پښتون کړي. هلته، چې ټولنیز شعور د خښتو په څېر له ماضي نه په راپاتې قالبونو کې جوړېږي او منطق د مرغۍ پۍ وي؛ طبقات وده کوي او په هر څه کې سرحدونه، بریدونه او کرښې ټاکل کېږي. انسان په طبیعي توګه، هغه مهال ډېر سرور حس کوي، چې ځان تر نورو لوړ ویني. د لوړاوي او غوره توب دا تنده کله دومره لیونۍ شي، چې انسان وحشت ته وتړي. که موږ مسلمان یو او خدای  (ج) مو منلی وي، نو خدای (ج) ته له جنس، قوم، نژاد او رنګه پرته هغه څوک نږدې دی، چې تقوا ولري. که د انسان د لوړاوي معیارونه پوهه وي، ممکن ډېری ښځې تر نارینه و زیاته پوهه ولري، نو بیا دا توپیرونه ولې؟

تاریخ راته وایي، چې د انسانانو لومړنۍ ټولنې د مټو او زور ټولنې وې. شاقه کارونه، جنګونه او ښکار هغه لوی کارونه ول، چې د مقاوم فزیکي جوړښت له امله نارینه و پر مخ وړل او له دې کبله ښځه د کور او اولادونو له سمبالولو سره په حاشیه کې پاتې شوه. خو، کله چې انسان وړاندې ولاړ او د فزیکي کارونو ځای ورو، ورو فکري یا ښه ده ووایو ذهني کارونو ونېو، نو ښځو هم په اجتماعي ژوند کې د فعال ګډون چانس وموند. څېړنې وایي، چې د ریاضي په څېر په یوه پېچلي علم کې د نجونو پایلې تر هلکانو ښې راوتلې دي. خو د مساوات دغه پروسه په ټولو ټولنو کې ځکه نامساوي پر مخ ولاړه، چې د ټولو ټولنو د ودې سرعت یو شان نه و. هلته، چې صنعت او تخنیک وده کړېده، ښځه نسبتا ښه اجتماعي موقف لري او اقلا چاته دا حق نشته، چې خره، سپۍ او پیشو یې وبولي. مګر هلته، چې نرواکي لا هم په اوج کې ده، ښځه یوازې د خپل جنسیت په ګناه له ژبې اویزانده ده، له زده کړو او ټولنیز ژونده محرومه ده، خپله رضا نلري او یوازې د لنډیو سنګ صبور ته د زړه ګروم تشوي. د انسانانو ټولنیزه نابودي هغه مهال پیلېږي، چې د نورو د ځپلو او رټلو معیار یوازې د هغوی مجبوریت وي. جنس، قوم، ژبه، رنګ، نژاد او حتی ټول تفاوتونه د انسانانو مجبوریتونه دي، یانې هغوی یې په انتخاب کې اختیار نلري او هغه څه چې اختیاري نه وي، په ټولو اسماني او ځمکنیو قوانینو کې د سزا او جزا وړ نه ګڼل کېږي. لیونی او ماشوم، ځکه ازاد او مختار دي، چې په لیونتوب او ماشومتوب مجبوردي، هغه اپشنونه، چې دوی یې په انتخاب او لیرې کولو کې بې وسه دي. په اصل کې د مجبوریت زندان تر ټولو لویه ازادي ده او بالعکس اخیتار د انسان په پښو او لاسونو کې د اسماني او ځمکنیو قوانینو ځنځیرونه اچوي. اختیار هغه قوت دی، چې ته یې د خیر او شر په دوه لارې کې د یوې لارې د انتخاب لپاره لرې. همدا قوت انسان د اهریمن او یزدان تر منځ محرک ساتي او د سزا او جزا وړ یې ګرځوي. مجبور انسانان دا قوت نلري او ځکه نو هغه ته د خپلې دې نیمګړتیا په ګناه سزا ورکول تر احمقتوب ور ها خوا هېڅ ندي. له ښځې نه د جنسیت، له تور نه د رنګ، له یوه نه د قوم او له بل نه د نژاد په بنیاد کرکه زموږ د ورغوي هومره وړۍ نړۍ په کرښو وېشي او د بیلتون کرښې تر ټولو منفورې کرښې دي. د ورغوي کرښې د ورغوي د بېلا بېلو برخو د برترۍ او کهترۍ لپاره ندي، دا د ورغوي ښکلا ډېروي او که ورغوی د قیامت د میدان په څېر ښوی موی شي، فکر نکوم، چې ښکلی به ښکاره شي. تفاوتونه د انساني ټولنې ښکلا ده، دا ښکلا د کایناتو خالق پنځولې، موږ پخپل یکنواخت منطق او ذوق غواړو، چې د خدای (ج) خلقت وننګوو؟!
بې شرمي هم یو حد لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب