سه شنبه, جنوري 25, 2022
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۱) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۲۱) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

یو ویشتمه برخه

«زه» که موږ؟

ساینس نه یوازې پر ازادې ارادې د لیبرالیزم باور تر خاورې لاندې کړ، بلکه وګړپالنه یا فردیت هم ورسره ښخ کړی دی. لیبرالان باوري دي چې موږ یو فردیت «individualism» لرو چې له بل چا سره ېې نه شو تقسیمولی. Individuum په لاتینه ژبه کې نه تقسیمیدونکي ته وايي نو کله چې زه وایم زه یو فرد یا وګړی یم نو په دې مانا دی چې زه د ویش وړ نه یم. هو زما بدن له کابو ۷۳ بیلیون حجرو جوړ دی، ۹  او زما جسم او روح هره ورځ له بې شماره زیاتونو او کمونو سره مخامخیږي خو که زه ښه ځیر شم او په ژوره توګه له خپل باطن سره اړیکه ونیسم زه به د خپل وجود په تل کې یو کس او یا معتبره اواز پیدا کړم چې زما حقیقي وجود یا «ضمیر» دی چې دغه وجود په حقیقت کې د ټولو کایناتو د مانا اواعتبار سرچینه ده. که لیبرالیزم مانا پیدا کوي زه باید یو او یوازې یو حقیقي وجود یا ځان و لرم، ځکه که  له یوه زیات باطني وجود یا ځان ولرم نو په بازار، د واده کولو په وخت  او یا په انتخاباتو کې باید د کوم اواز او باطني وجدان یا ضمیر پیروي وکړم؟

له دې کبله په وروستیو لسیزو کې بیوساینس دې نتیجه ته رسیدلی دی چې دغه لیبرالیستي داستان یوازې یوه افسانه ده. دغه معتبره ضمیر یا فردیت د مسیحیت د تلپاتې روح، بابا نوئیل او د ایستربوني «د ایستر د مذهبي ورځو سوي» غوندې دی او حقیقي نه دی. که زه خپل باطن او ضمیر ته ځیر شم هغه مسلم وجود یا فردیت چې زه ېې په ډاډه زړه یادوم د بېلابېلو او متضادو یا ډیزهارمونیک اوازونو غږ دی چې یو ېې هم زما حقیقي ضمیر یا وجود نه ګڼل کیږي. انسانان نه ویشل کیدونکی یا individ  نه، بلکه د ویش وړ یا «divider» دی.

د انسان ماغزه له دو نیم کُرو جوړ دي چې په یو لړ پنډو عصبي حجرو له یو بل سره نښلول شوي دي. هر نیمه کُره د بدن متضاد اړخ کنټرولوي. ښۍ نیمه کُره د بدن کیڼه خوا کنټرولوي،  له کیڼې سترګې معلومات ترلاسه کوي او تجزیه کوي ېې، او د کیڼ بازو او پښې د ښورولو مسولیت لري اوکیڼه نیمه کرُه هم په همدې ډول فعالیت لري. ځکه خو کله چې د یو کس د ماغزو ښي لوري کې خونریزي پيدا شي او سکته وکړي نو کیڼ لوری ېې فلج کیږي.(یوازې د ښي لوري ویښتان ‌ږمنځ کولی شي، او یوازې د قاب د ښي لوري خواړه خوړلی شي). ۱۰

 دغه راز د دغو دو نیم کُرو ترمنځ  ذهني او احساسي توپیرونه هم شته دي خو دغه توپیرونه لا بیخي نه دي موندل شوي. زیاتره ذهني فعالیتونه د ماغزو دواړو لوریو کې ترسره کیږي خو یوازې د فعالیتونو اندازې ېې سره توپیر کوي. د مثال په توګه په خبرو او منطق کې ډیر کیڼه نیمه کُره مهم رول لوبوي، په داسې حال کې چې ښۍ نیمه کُره د ځایونو او موقعیتونو په تحلیل او تجزیه کې اغیزمن رول لري.

د دغو دو نیم کرُو ترمنځ د اړیکو په هکله  موندنې پر ميرګي ناروغانو له څېړنو وروسته ترلاسه شوي دي. د میرګي یا « epilepsi» په سختو حملو کې برېښنايي څپې لومړی د ماغزو په یوې برخې کې پیلیږي او بیا دغه برېښنايي څپې د ماغزو بل لوري ته خپرېږي او په دې ډول د میرګي سختې حملې زیاتوي چې ټول مازغه پکې اغیزمن کیږي او ناروغ پر خپل ټول بدن کنټرول له لاسه ورکوي. دغه ناروغان خپل عادي ژوند نه شي کولی. د شلمې پيړۍ په نیمايي کې کله چې به نورو درملنو ګټه ونه کړه نو ډاکټرانو به د دغو دونیم کرُو ترمنځ اړیکه د جراحي عملیاتو په وسیله غوڅوله او په دې ډول ېې ټولو ماغزو ته د بریښنايي څپو د خپریدا مخه نیوله. پر ماغزو د څېړونکو پروفیسرانو لپاره دغه ډول ناروغان یو طلايي چانس په لاسه ورکاوه ځکه چې نورې څېړنې پرې کیداي شوې. پر هغو ناروغانو چې د ماغزو د دواړو برخو اړیکه ېې غوڅه شوې وه پرفیسور «راجر والکوټ سپرې» ډېرې مهمې څېړنې کړي دي. پروفیسور راجر او د هغه شاګردې پروفیسور «میشل ایس ګازانیګا» په ۱۹۸۱ کال کې په فزیولوجي یا طب کې  د مهمو پرمختګونو له امله د نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.  یوه څېړنه په یوه ځلمکي ترسره شوه. له دغه ځلمکي پوښتنه وشوه چې کله لوي شي څه به جوړیږي. ځلمکي ځواب ورکړ چې هغه غواړي تخنیکي طراح شي. دغه ځواب د هلک د ماغزو کیڼې برخې ورکړی ؤ دغه برخه د منطقي دلایلو او خبرو په برخه کې مهم رول لوبوي. ځلمکي دغه راز په ښۍ نیم کُره کې د مکالمې یو فعال مرکز هم درلود. د مکالمې دغه مرکز د ګړنې ژبې د کنټرول وړتیا نه درلوده خو هلک پرتختو اوکارډونو د لیکل شویو تورو په مرسته کلمې او جملې جوړولې. څیړاندو غوښتل پوه شي د هلک د ماغزو ښۍ نیم کرُه غواړي څه ووايي . دوي پر کاغذي کارډونولیکل شوي توري په میز کیښودل او پر یوه کاغذ ېې ولیکل: « چې کله لوي شوې څه به جوړیږي؟» او کاغذ ېې  د هلک د کیڼې سترګې د لید په زوایه کې کیښود. د کیڼې سترګې معلومات د ماغزو په ښي اړخ کې تجزیه او تحلیلل کیږي او له دې چې د هلک ښۍ نیم کرُې پرګړنۍ ژبې کنټرول نه درلود نو هلک هیڅ هم ونه ویل خو کیڼ لاس ېې ژر پر میز د کاغذ پر مخ د لیکل شویو تورو پر لور اوږد کړ او تورو په مرسته ېې ولیکل «automobile race» د موټر ځغلولو بیرونکې سیالي. ۱۱

 د «وې جي» په نامه د دویمې جګړې د ډګر یو سرتیري هم دې ته ورته چلن وښود. د «وې جې» لاسونه هم د مخالف لوري د نیم کرُې په وسیله ادره کیدل. د هغه دواړو نیم کرُو له یو بل سره اړیکه نه درلوده. کله چې به ښي لاس غوښتل یوه دروازه خلاصه کړي نو کیڼ لاس به مداخله وکړه او بېرته به ېې پورې کړه. په یوې بلې څېړنې کې ګازانیګا او ملګرو ېې د یوه ناروغ د ماغزو کیڼ لوري ته د چرګ یوه پنجه وروښوده. دغه لوری د مکالمې مسولیت لري او په ورته وخت ېې په واورې یوه پوښل شوې منظره د ماغزو ښي لوري ته وښودله او بیا له ناروغه پوښتنه وشوه چې په عکس کې څه شی ګوري هغه ځواب ورکړ د چرګ پنجه له هغه وروسته ناروغ ته یو شمېر پوستکارډونه وروښودل شول او ورته وویل شول په هغه کارډ ګوته کیږدي چې له لیدل شوي تصویر سره ورته وي. د ناروغ ښي لاس « چې د ماغزو د کیڼ لوري په وسیله کنټرولیږي» د یوې چرګې تصویر په نښه کړ په داسې حال کې چې کیڼ لاس د واورې یوې بېلچې ته اشاره کوله. له هغه وروسته ګازانیګا میلیوني پوښتنه وکړه: ولې دې یو ځاي چرګې او بیچلې ته اشاره وکړه؟  ناروغ ځواب ورکړ: ځکه چې د چرګ پنجه چرګې ته ورته وي او بیلچې ته اړتیا پيدا کیږي چې د چرګانو له مرغانچې سره بهر کړاي شي او پاکه شي. ۱۲

دلته څه پيښ شوي دي؟ د مازغزو کیڼ لوری چې د خبرو د کنټرول دنده لري د واورېنې منظرې په هکله هیڅ معلومات نه درلودل. د ماغزو دغه برخه نه پوهیده چې ولې کیڼ لاس بیلچې ته اشاره کړې وه دلته یوازې د منلو وړ او منطقي توضیح وړاندې شوه. ګازانیګا له دغسې ډېرو څېړنو وروسته دا نتیجه واخېسته چې د ماغزو نیم کیڼ اړخ یوازې د ګړنیو مکالماتو مرکز نه دی بلکه یو ډول باطني مفسر دی چې په دوامداره توګه هڅه کوي د ډېرو وړو مسلو او سرچینو په اساس یوه مناسبه کیسه او افسانه جوړه کړي او ژوند ته مانا ورکړي.

 په یوه بل ازميښت ک یو بربنډ عکس د ماغزو ښي لوري ته وښودل شو د ماغزو دغه لوری د نا ګړنیزو فعالیتونو مرکز دی. د عکس په لیدو سره ناروغ وشرمید او وېې خندل. څیړاندو ترې په ملنډو پوښتنه وکړه : څه شی وینې؟ د ماغزو کیڼ لوري ځواب ورکړ هیڅ یوازې د رڼا یو هلال راته ښکاري. او ناروغ سملاسي وخندل او لاس ېې خولې ته ونیو. څېړاندو ترې پوښتنه وکړه ولې خاندي؟ د ماغزو کیڼ لوري چې د مفسر دنده لري د ځواب په موندلو کې لالهانده ؤ او هڅه ېې کوله چې یو منطقي ځواب ورته پيدا کړي او ځواب ېې ورکړ چې په کوټه کې د څېړنو یو ماشین ډیر خندوونکی او عجیب دی. ۱۳

یو وخت دا خبره څرګنده شوه چې د امریکا جاسوسي ادارې سي. اي. اې. د بهرنیو چارو د وزارت له  خبرتیا پرته پاکستان ته یوه بې پیلوټه الوتکه د حملې لپاره استولې وه کله چې یو خبریال د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راګیر کړی ؤ نو ویاند هڅه کوله یوه منطقي کیسه رابرابره کړي. په داسې حال کې چې ویاند د الوتکې په هکله هیڅ معلومات نه درلودل نو له ګیډې ېې یوه خبره برابره کړه. نه یوازې هغه ناروغان چې د ماغزو دواړه نیم کرُې ېې سر بیل شوي دي بلکه ټول انسانان همدغسې خیالونه جوړوي. زما د بدن استخباراتي اداره سي ای اې تل زما د بدن د بهرنیو چار د وزارت له خبرولو پرته ځینې کارونه کوي او بیا زما د کورنیو چارو وزارت همداسې یوه کیسه او افسانه ورته جوړوي په دې ډول بهر ته زما یو معقول او منطقي انځور وړاندې کوي ډیر ځله د بهرنیو چارو وزارت په هغو دروغو چې ویلي ېې دي قناعت هم کوي. ۱۴

د انساني چال چلند متخصص اقتصاد پوهان «Behavioral Economists» چې غواړي پوه شي یو کس څه ډول اقتصادي فیصلې کوي دې ته ورته تجربې کوي چې پوه شي او مارکیټ کنټرول کړاي شي. د مثال په توګه غواړي پوه شي څوک دا پریکړه کوي چې د بنز موټر په ځاي دې ټویوټا موټر وپیري، یا د تایلنډ په ځاي د رخصتیو لپاره پاریس ته لاړ شي، او یا د شانګهاي د ونډو په بازار کې د پانګونې  په ځاي په جنوبي کوریا کې پانګونه وکړي. زیاترو څېړنو ښودلې ده چې یو باطني فردیت نه شته چې په دې هکله فیصله وکړي. بلکه د متضادو شیانو ترمنځ د لانجو او  بحثونو په نتیجه کې دغسې پرېکړه کیږي.

 په ۲۰۰۲ کال کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټوونکي ډانیل کاهنمن په دې برخه کې یوه ارزښتمنه څېړنه ترسره کړه. هغه له یو شمېر رضا کارو وغوښتل په یوې څېړنه کې برخه واخلي چې درې پړاونه لري.  د څېړنې په لنډ پړاو کې ګډونوالو خپل یو لاس د یوې دقیقې لپاره د اوبو په یو لوښي کي دننه کړ د اوبو تودوخه څوارلس سانټي ګراډ وه. دغو خلکو ته تجربه سخته او کړوونکې وه او حتي په لاس ېې درد شو. له شپيتو ثانیو وروسته دغو کسانو ته وویل شول چې لاسونه بهر کړ. د تجربې په اوږده پړاو کې  برخه والو خپل بل لاس  د اوبو په یوه بل سطل کې دننه کړ. دلته هم د اوبو تودوخه ۱۴ سانټي ګراډه وه خو له شپيتو ثانیو وروسته په پټه سرې اوبه ورزیاتې شوې. دیرش دقیقې وروسته ورته وویل شول لاس بهر کړي. ځینو په خپله خوښه له لنډ پړاوه دغه څېړنه پیل کړه او ځینو له اوږد پړاوه. په دواړو ډلو کې له اوږده او لنډ پړاوه  اوو دقیقې وروسته د دریم پړاو وار شو چې مهم پړاو بلل شوی دی. په دې پړاو کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې په دغو دو پړاونو کې په خپله خوښه  بېرته په دغو اوږد پړاوه او لنډپړالوه تجربو کې یوه بیا ترسره کړي. اتیا فیصده دواطلبانو بېرته اوږد پړاو تکرار کړ ځکه چې دوي تصور کاوه لږ درد ېې تیر کړی ؤ.

د سړو اوبو دغه ازمیښت ډیر ساده دی خو د لیبرالیزم نړۍ لید ېې ولړزاوه. دغه ازمیښت زموږ په بدن کې دوه بیلابیل ضمیرونه یا فردیت او باطن څرګند کړ. یو فردیت چې تجربه کوي « Experiencing Self» او یو بل چې سپیناوی کوي او افسانې جوړوي « Narrating Self». هغه تجربه ای باطن په حقیقت کې زموږ بېداري ده چې شېبه په شېبه رامنځته کیږي. د تجربي باطن لپاره د ازمیښت اوږد پړاو تر ټولو سخت پړاو ؤ. په لومړي پړاو کې تاسو په شپيتو ثانیو کې څوارلس درجې اوبه تجربه کوئ چې هره شیبه ېې د لنډ پړاو په اندازه سخته تجربه ده، او بیا په پنځلس درجو اوبو کې د دیرشو نورو ثانیو لپاره هم  کیښودل شي چې بیا هم دلته لنډ پړاو ډېره کړوونکې تجربه ده. د تجربه کوونکي باطن لپاره ناشونې ده چې دغه اضافه دیرش ثانیې تجربه دې په ټولې تجربې مثبت اغېز رامنځته کړي.

دا تجربه راښيي چې دغه تجربه کوونکی باطن کوم شی نه په زړه کوي، هغه کوم داستان نه بیانوي او د لویو پرېکړو لپاره مشوره نه کوي. د خاطراتو بیا را په زړه کول،  د افسانو بیانول، او د لویو پرېکړو کول ټول زموږ د وجود په هغې باطني برخې پورې اړه لري چې افسانې جوړوي او سپیناوی کوي «Narrating Self». دغه او سپیناوي کوونکی باطن د ماغزو په کیڼ اړخ کې د ګازانیګا له تفسیروونکي سره یو شان دی. او دغه باطن یا ضمیر تل د تیر وخت په هکله افسانې او د راتلونکي لپاره پروګرامونه جوړوي. دغه توجیه کوونکی باطن د هر خبریال، لیکوال، شاعر او سیاستوال په شان له لنډو او اسانه لارو د تفسیر لپاره کار اخلي هرڅه نه بیانوي. په بله مانا یوازې د داستان اوج او نتیجه بیانوي. د هرې تجربې ارزښت د اوج  د څوکې او نتیجې له څرنګوالي معلومېږي. د مثال په توګه توضیحي باطن د سړو اوبو د ازمیښت په «لنډ پړاو» کې ارزښت د بد حالت(اوبه ډیرې سړې دي) او وروستۍ برخې (اوبه لا هم سړې دي) تر منځ مومي او نتیجه اخلي چې (اوبه ډیرې سړې وې). دغه توضیحي باطن د «اوږد پړاو» د تجربې  په هکله هم همدغسې قضاوت کوي. دغه باطن د بد حالت (اوبه ډیرې سړې دي) او وروستۍ شیبې (اوبه ډیرې سړي نه دي) ترمنځ ارزښت بیانوي او نتیجه اخلي چې (اوبه لږ ګرمې وې). مهمه خبره دلته دا ده چې توضیحي باطن د وخت او واټن اندازه نه شي معلومولی او د وخت د دوام په تړاو ړوند دی. او د ازموینې د لومړي پړاو او دویم پړاو د وخت توپیرونه ورته مهم نه دي. نو کله چې د دو پړاونو تر منځ د انتخاب او غوراوي شیبه راورسیږي لوړ او اوږد پړاو غوره کوي یانې هغه برخه چې سړې اوبه تر یو حده ګرمې دي.

هر وخت چې زموږ توضیح ورکوونکی باطن زموږ د تجربو ارزونه کوي د دغو تجربو واټن ته پام نه کوي. د دغو دو تجربو متفاوت پړاونه ورته مهم نه وي او یوازې د تجربې  اوج او نتجې ته ېې پام وي. دغه باطن یوازې اوج او نتیجه په یاد ساتي او د دغو دو د منخوي عدد په اندازې او ارزیابۍ سره ټوله تجربه ارزیابي کوي او نمبرې ورکوي. دغه چاره زموږ عملي تجربو کې اغیزمن او کارنده رول لري.

کله چې د ۱۹۹۰ کلونو  په پیل کې کاهنیمان او ډونالد ریډلمایر د تورنتو په پوهنتون کې د کولونوسکوپي «د کولمو د معاینې» په ناروغانو څېړنې کولې د تجربوي او توضیح ورکوونکي باطن او ضمیر په هکله ېې څېړنې پیل کړې. د کولونوسکوپي په معایناتو کې یوه وړوکې کمره د یوه سونډ په وسیله د مقعد له لارې کولمو ته دننه کیږي او د کولمو د بېلابېلو ناروغیو په تشخیص کې ترې ګټه اخیستل کیږي. دا کړوونکې معاینه ده. ډاکټر غواړي پوه شي چې معاینه په کوم ډول تر سره شي چې ناروغ تر ټولو لږ درد احساس کړي. ښه به دا وي چې په چټکتیا سره ترسره شي چې ناروغ که سخت درد هم ولري خو وخت ېې لنډ وي، په دې مانا چې له سخت درد سره معاینه په کم وخت کې خلاصه شي. که ورو، او په احتیاط معاینه وکړي چې ناروغ کم درد ولري خو د معاینې وخت لږ اوږد شي؟ یانې کم درد خو په اوږدې مودې کې احساس کړي. دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره کاهنیمان او ریډلمایر له ۱۵۴ تنو ناروغانو وغوښتل د کولونوسکوپي په وخت د هرې دقیقې په واټن کې د درد د تجربې د پړاونو په هکله راپور ورکړي. دوي یو جدول برابر کړ چې له صفر تر لسو درجو  ویشل شوی ؤ. په جدول کې صفر د هیڅ درد او لس د سخت درد اندازه ښودله. کله چې به معاینه ختمه شوه دوي له ناروغانو غوښتل چې د ټولې معاینې د وخت عمومي درد هم بیان کړي چې له صفر تر لسو څومره  نمبرې ورکوي. تمه دا ده چې د ټولې معاینې د عمومي درد کچه به د هرې دقیقې د درد له اندازې سره یو شان وي په دې ډول چې څومره معاینه اوږده وي همدومره به درد هم زیات وي او په همدې اساس د ټولې معاینې د وخت کلي درد هم باید زیات وي. خو نتیجه بیخي بل ډول وه.

د عمومي او کلي درد اندازه بیخي د سړو اوبو د ازمیښت په شان د وخت او واټن په هکله بې پامه وه او د اوج او د پاي یا نتیجې د قانون پيروي ېې کوله. یوه کولونوسکوپي اته دقیقې وه او ناروغ وویل تر ټولو سخت درې ېې د اتو په اندازه ؤ او په وروستۍ دقیقې کې ېې د درد اندازه اوو وه. کله چې معاینه ختمه شوه د کلي درد اندازه ېې په متوسطه توګه اوو اعشاریه پنځه وښودله. یوه بله کولونوسکوپي ۲۴ دقیقې وه. دلته هم تر ټولو سخت درد  اته درجې ؤ خو په وروستۍ دقیقې کې ناروغ د درد اندازه ۱ وښود. دغه ناروغ د کلي او عمومي درد اندازه څلور اعشاریه پنځه یاده کړه. د دغه کس کولونوسکوپي تر ټولو اوږده وه یانې د نورو په پرتله درې چنده اوږده وه او باید چې تر نورو ېې ډیراحساس کړی واي خو دغه درد د هغه پر حافظې اغیز نه ؤ کړی. توضیح ورکوونکي یا افسانه جوړونکي باطن او ضمیر د ټول پړاو تجربه نه وه ارزیابي کړې یوازې د اوج او نتیجې ترمنځ ېې یو منځنی عدد محاسبه کړی دی.

خو ناروغ څه غواړي او کومه لاره غوره بولي؟ یوه لنډه خو سخته کولونوسکوپي که اوږده او په احتیاط سره کولونوسکوپي چې لږ خو دوامداره درد ولري؟. دې پوښتنې ته سم ځواب نه شو موندلی ځکه چې ناروغ دوه ضمیرونه یا باطنونه لري« Narrating Self اوExperiencing  » او دغه دوه ضمیرونه بیلابیلې دلچسپۍ لري. که ته له تجربي باطنه پوښتنه وکړې نو ممکن یوه لنډه کولونوسکوپي خوښه کړي خو که ته له توضیحي باطن څخه پوښتنه وکړې نو ارامه او اوږدې کولونوسکوپي ته به رایه ورکړي ځکه چې دا ضمیر یا باطن د  درد د اوج او د وروستۍ شیبې اوسط یا منځوی حالت په یاد ساتي. د توضیحي باطن د نظر او رایې په اساس باید ډاکټر د معاینې په پاي کې څو دقیقې ورو او ارامه کار وکړي چې تر ټولو کم درد احساس شي ځکه دغه کمزوری درد به د ټولو معایناتو درد کم وښيي.۱۵

د ماشومانو ډاکټران او ویټرنران په دغه چل ډیر ښه پوهېږي او زیاتره پکې په خپل کتنځي کې د خوندورو خوړو یو لوښی ږدي د مثال په توګه چاکلیټ، کله چې ېې ماشوم او یا حیواناتو ته پیچکاري ولګوله نو یو چاکلیټ ورکړي. کله چې توضیح ورکوونکی باطن له ډاکټر سره د کتنې ورځ ور په زړه کړي نو هغه وروستۍ شیبې ېې په زړه وي. دغه څو خوندورې شیبې د درد او ویرې ډیر اوږده برخه هیرولی شي.

د تکامل تیوري په دغه چلول د ماشومانو له ډاکټرانو مخکې پوهېدله. د مثال په توګه کله چې څوک د یوې مور د لنګون درد ګوري نو فکر کوي چې دغه مور به بیا کله هم بل ماشوم ونه زیږوي. خو د بدن هورموني سیسټم له لنګون وروسته کورټیزون او بیتا اینډورفین هورمونونه تولیدوي چې درد کم کړي او ورسره مورته د خوند او ارامښت یو احساس ورکوي. پر دې سربېره له ماشوم سره بې حده مینه، د ملګرو او کورنۍ تشویق او شاباسی، مذهبي ډګماتیزم، او ملي پروپاګڼد داسې یوه دسیسه جوړوي چې د مور د لنګون سخت درد او تروما په یوې مثبتې خاطرې بدلوي.

۴۰- د پیغلې ماریا یو سمبولیک انځور چې ماشوم عیسی ېې په غیږ کې دی. په ډېرو کلتورونو کې لنګون د یوه درد او تروما په بڼه نه بلکه  یوه او خوندوره تجربه ښودل شوې.

د تل ابیب په رابین مډیکل سنټر کې یوه څېړنه ښيي چې د لنګون خاطرې او یادوونه هم د اوج او د وروستۍ شیبې د قانون پیروي کوي. په داسې حال کې واټن او د لنګون دوام په دغو خاطرو کې خاص اغیز نه لري.۱۶

په یوې بلې پروژه کې له ۲۴۲۸ سویډني مېرمنو وغوښتل شول چې له لنګون دوه میاشتې وروسته د لنګون خاطرې بیان کړي. نوي په سلو کې ویلي ؤ چې دغه تجربه مثبته او یا ډیره مثبته وه. حتمي نه ده چې دغو مېرمنو دې دغه دردونه  هیر کړي وي. یوازې ۲۸،۵ فیصده دا د خپل ژوند تر ټولو سخت درد بللی ؤ خو له دې سره سره دوي هم دا یوه مثبته تجربه بللې وه. زموږ توضیحي باطن یا شعور له یو ډبل تور توش او قیچي سره زموږ تجربو ته ورننوځي او تر خپله وسه ناوړه او کړوونکې تجربې سانسوروي او یوه کیسه په خوندور پاي سره ارشیف ته سپاري.۱۷

په ژوند کې مهمې پریکړې لکه د ژوند د ملګري یا ملګرې غوراوی، کومه دنده درلودل ،په رخصتیو کې چېرته تلل او چېرته اوسېدل زموږ د توضیحي باطن یا ضمیر له لوري شوي دي. فکر وکړه په دو ځایونو کې غواړې یو د رخصتیو د تیرولو لپاره غوره کړې. یو انتخاب دې په ویرجنیا کې «جیمزټاون» دی او غواړې د کالونۍ هغه ښارګوټی وګورې چې په ۱۶۰۷ میلادي کال کې لومړني بریټانوي کډوال پکې میشت شول. دویم انتخاب دې دا دی چې د ټول عمر د رخصتیو ارمان پوره کړې او هغه دا چې یا الاسکا ته ولاړ شې، یا د لمر اخیستو لپاره فلوریدا ته مخه کړې او یا دا چې له سکس، مخدره توکو، قمار او شرابو سره یوځاي د عیاشۍ لپاره لاس ویګاس ته لاړ شې. خو که دغه سفر ته زړه ښه کوې نو یو شرط هم ورسره شته او هغه دا چې کله چې له رخصتیو کور ته ستنیږې تر دې وړاندې چې الوتکې ته پورته کیږې داسې ګولۍ باید وخورې چې د لاس ویګاس ټولې خاطرې ستاسو له ذهنه پاکې کړي. هغه څه چې لاس ویګاس کې پاتې دي باید همغلته خښ شي. اوس نو کومه رخصتي غوره کوې؟

زیاتره به د جمیزټاون د استعمار یا کالونۍ د وخت د ښارګوټي کتل غوره کړي. ځکه دوي خپل کریډیت کارډ توضیحي باطن ته سپاري چې یوازې له افسانو او خیالونو سره دلچسپي لري او د عیاشۍ او خوندونو له داسې تجربې سره هیڅ علاقه نه ښيي چې هیڅ هم ترې په یاد نه پاتې کیږي. که رښتیا وویل شي دغه توضیحي او تجربي باطنونه له یوه بله بیل نه دي. دوي له یوبل سره ګنډل شوي دي. توضیحي باطن د خپلو افسانو لپاره له تجربي باطن څخه د مهمو (خو نه انحصاري) اوومه موادو په شان ګټه پورته کوي او دغه افسانې د تجربي باطن د احساس په اساس بڼه خپلوي. موږ کله چې د روژې په میاشت کې لوږه تجربه کوو دغه لوږه د طبي معایناتو لپاره له لوږې سره او د بې وزلۍ له امله له لوږې سره بیخي توپیر لري. دغه متفاوتې ماناوې چې توضیحي باطن ېې  له لوږې وړاندې کوي بیخي متفاوتې واقعي تجربې رامنځته کوي. پر دې سربېره تجربې باطن زیاتره وخت دومره پياوړی وي چې هغه ښه پلانونه چې توضیحي باطن جوړ کړي وي ګډوډ کړي. د مثال په توګه زه د نوي کال لپاره په خپل پلان کې غواړم وزن کم کړم او هره ورځ د تریننګ مرکز یا جیم ته لاړ شم. دغسې یو پلان توضیحي باطن برابروي او خیال ورته جوړوي. خو یوه اونۍ وروسته چې تریننګ ته وخت هم لرم خو تجربي باطن مداخله کوي. زړه مې نه کیږي چې تریننګ ته لاړ شم په ځاي ېې پیتزا راغواړم او کور کې د تلویزیون په وړاندې پیتزا خورم. له دې سره سره زیاتره خلک د خپل توضیحي باطن په وسیله ځان پیژني او یا ېې معرفي کوي.

کله چې موږ وایو «زه» زمونږ هدف هغه افسانه ده چې په سر کې ېې لرو او دا د تجربې هغه څپې نه وي چې موږ ترسره کړي وي. موږ د باطني سیسټم په اساس ځانته هویت ورکوو. هغه باطن چې په ګډوډ کې مداخله کوي او په ظاهره د منطق په اساس لار وښيي او افسانې ترې جوړوي. دا هیڅ اهمیت نه لري چې دغه پلانونه او پروګرامونه دروغجن او مبهم وي او بیا بیا لیکل او لوستل کیږي. تر دې حده چې ډیر ځله د نن کیسې له پرونیو سره بیخي په ټکر کې راشي. تر ټولو مهم شی دا دی چې موږ تل یو احساس لرو او له زانګو تر ګوره( او ښايي تر دې هم زیات) نه بدلیدونکی  واحد هویت لرو دا د لیبرالیزم د شکمنې عقیدې بنسټ دی. هغه عقیده چې وايي زه یو فرد « individ» یم او یو دایمي او واضح باطن او ضمیر لرم چې ټولو کایناتو ته مانا ورکوي.۱۸

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی ورور ډاکټر صاحب م. عيسی ستانکزی ساب! ښې چارې.
    ستاسو دا ژباړلی کتاب مې تر اوسه ټول ۲۱ برخې لوستي دي ؛ په پوهنیزه ،وګړنیزه روانه ژباړنه کښې مو بری ستایم او تل دهمداسې علمي او فلسفي کتابونو د ژباړلو په تمه به یو.
    د کتاب د متن په باب به تبصره نه کوءم . دلیکوال دلیبرالیزم ښکارندوی ده.
    -یواځې یو نظر لرم هغه دا چې: ځينې برخې ډېرې زیاتې اوږدې وې او دي، که یو څه ېې په لڼډو پارچو ووېشئ ، ښه به نه شي؟
    -او بل لومړنۍ برخو شمېرې منظمې نه وې ؛ که څوک وغواړي بیا ېې ولولي او یا ځينې تاند لوستونکي ېې اوس نوي لوستل پیل کړي . باید کالم کې په ترتیب و اوډل سي!!.
    له ځيرتوبه مو مڼنه.

  2. مننه صافي صاحب خوشاله اوسې. هغه پخوانۍ هم بیرته منظمې شوي دي، او برخې ېې زه مجبوره شوم اوږدې ېې کړم ځکه د یوه عنوان او موضوع تر پایه باید په یوه برخه کې راشي. خو وروسیتۍ هغه کمې کمې دي. هیله ده چاپ شي بیا به په کتابي بڼه هم ډیرو ته ورسیږي. خوشاله اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب