جمعه, اکتوبر 22, 2021
Homeخبرونهقطر د فلسطین په ننګه، اسراییلو سره د اړیکو له عادي کولو...

قطر د فلسطین په ننګه، اسراییلو سره د اړیکو له عادي کولو انکار وکړ

تاند ( شنبه، د جوزا ۸مه) د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي ، د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو د وروستي چلند له امله له دغه هېواد سره د اړیکو جوړولو پلان نه لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو وروستي زور زیاتي وښوده، چې دوی د سولې نیت نه لري او نه هم د سولې لپاره په دې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی.

د ده په خبره دوی به د نورو عربي هېوادونو په څېر د کره تضمین له موجودیت پرته له اسراییلو سره هېڅ وخت اړیکې ښې نه کړي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی لپاره  د  فلسطینیانو د حقوقو خوندي کول لومړیتوب دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هغه هیله څرګنده کړې، چې په منځني ختیځ کې ژر تر ژره دایمي سوله او ثبات راشي او روانې جګړې پای ته ورسېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ وویل، پر غزې د اسراییل بریدونه ښایي جنګي جنایت وبلل شي.

یاد سازمان زیاته کړې وه، چې د دوی د څېړنو له مخې، تر اوسه پورې یې هیڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښیي اسراییل دې پر غزې بمبارۍ کې ترهګر په نښه کړي وي.

سرچینې ویلي وو، د دوی موندنې ښیي چې اسراییل په غزه کې د ترهګرو په نوم ملکیان په نښه کړي دي او دا مسئله کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

څه موده مخکې اسراییل پر غزې مرګونې بمباري وکړه او په پایله کې یې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ درانه اقتصادي زیانونه واوښتل.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې نړیواله ټولنه به وهڅوي څو له غزې سره مرسته وکړي.

نوموړي د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب