سه شنبه, جنوري 25, 2022
Home+یارانه (لنډه کیسه) هیله پسرلی

یارانه (لنډه کیسه) هیله پسرلی

د کابل د دوبي یوه باراني غرمه ده. د مجیب دوی د کور سپیدار مست دي، ښوري راښوري. نه باران سوکه کیږي، نه د سپیدارو څانګې کراریږي. ته وا دوو یارانو وروسته له ډیره وخته یو بل لیدلي او غواړي دنیا خبره کړي چې موږ خو سره پیدا کړل.

 مجیب د کور په برنډه کې ناست دی. له بوټو راپورته شوي وږم د کلونو مخکې هغه ورځ وریاده کړه چې د پوهنتون اول سمستر و، باران وریده. ده چترۍ کلکه نیولې وه او تیز، تیز د ټولګي په خوا روان و. د ناجو تر ونې لاندې ټولګیوال ته یې پام شول چې لاسونه سره موښي او دا خوا، ها خوا ګوري. مجیب وغوښتل ورغږ کړي خو قهار وار له مخه کړ: چترۍ والا ودریږه!

 قهار تر چترۍ لاندې له مجیب سره رهي شو.

–  دسمال لرې؟

مجیب دسمال ورکړ.

قهار ویښته وچ کړل، ویې وویل: مقصد له همدا اوسه وایم چې دا د احصاییې استاد ډیر شوم انسان دی. په کومه ورځ چې د ده درس وي، خامخا یوه ټکه لویږي. ته اوس دې دوبي ته ګوره او دې توفان ته!

 او له هغې ورځې وروسته د مجیب او قهار ملګرتیا شروع شوه. په پوهنځي کې به نورو لیلا، مجنون بلل. د فیسبوک په هر پوست کې به یې یو بل ټک کول، د اختر کالي یې یو ډول جوړول، یو رنګ دوستي او دښمني یې پاللله، پوهنتون ته  یو ځای راتلل، یو ځای به تلل، په ټولګي کې به هم  څنګ په څنګ ناست وو او په ازموینه کې به استادانو یو په شرق او بل په غرب کې کښېنول.

 مجیب له تورې پیالې د شین چای وروستی غوړپ هم وکړ. خپل نصیحتونه وریاد شول چې قهار ته به یې ویل: هلکه، دا بیباکه خویونه دې پرېږده، ژوند ټوکه نه ده، جدي اوسه! قهار به موسک شو، غاښونه به یې ښکاره شول، نرۍ شونډې به یې له موسکا سره ورکې غوندې شوې او د هر نصیحت په ځواب کې به یې ویل: ژوند ټوکه نه ده، زه ټوکه یم.

 مجیب پاڅید، د کوټې په خوا رهي شو. زړه یې وغوښتل چې د پوهنتون د وخت کتابونه او کتابچې بیا وګوري. له روکه یې یوه لرګینه صندقچه ګۍ راوایسته، یوه کتابچه یې راواخیسته، په لومړي مخ یې لیکل شوي وو: ۲۰۱۸ کال. په بل مخ د لیډي ګاګا یوه سندره لیکل شوې وه.

(( So when I’m all choked up
But I can’t find the words
Every time we say goodbye
Baby, it hurts
When the sun goes down
And the band won’t play
I’ll always remember us this way))

مجیب د پوهنتون په وروستي کال د انګریزي د لا ښه کیدو په نیت کورس شروع کړ. قهار هم داخله وکړه خو د کور درسونو ته به یې دومره پام نه و، لکه د لیډي ګاګا سندرو ته به چې غوږ و. قهار به ویل: ژوند خو یا وصال وي یا فراق، ما غوندې خلک چې نه د عشق جراات لري، نه په عشق کې د ماتې، د لیډي ګاګا سندرې ورباندې کوډې کوي، په یوې سندره کې به د مینې پېنګې درکړي او په بله کې دې زړه له ډاګه ووهي.

د کتابچې په منځ کې دوه قات شوې سپینې پاڼې وې. مجیب یوه پرانیسته. د اوبو د رنګ یو انځور و: غروب، نیم زرغون، نیم لغړ چنار، پر چنار واوره اوري، لاندې یې لاله بوټیدلي دي. په بله پاڼه کې د یوې پیشو انځور و چې دا عاجزه، وارخطا ناسته ده او موږک یې پر څټ ناڅي. تر انځورونو لاندې د ګلاب په نوم امضا وه. د قهار خپل نوم نه و خوښ. ډیر جدي ورته ښکاریده او خپل رسمونه یې د ګلاب په نوم لاسلیکول. ده د رسامي عالي استعداد درلود. ډیر کله به یې په پنسل انځورونه ایستل. کله کله به یې د اوبو رنګ هم کاراوه خو د پنسل له کار سره یې زیاته جوړه وه.

 مجیب په صندقچه ګۍ کې د ریال مادرید تور پلاستکي ساعت وموند. ساعت له موده او له کاره غورځیدلی و خو مجیب ته وریاده شوه چې د پوهنتون په دریم سمستر کې دا ډول ساعتونه رواج شوي وو. مجیب یو ځان او یو قهار ته واخیستل. دوی دواړه له فوټبال سره چندان بلد نه وو خو مجیب چې ساعت قهار ته ورکاوه، ورته ویې ویل: که هر سړي ته ودریږې، دویمه خبره یې دا وي زه ریالي یم، زه بارسایي یم. زه او ته تر چا کم یو، دا یې موږ هم ریالي. د سمستر تر پایه دوی په رښتیا هم ریالي شول، تر نیمو شپو به فوټبال ته ناست وو او چې د دوی د خوښې ټيم به وبایلله، په سبا به یې په پوهنتون کې داسې عاجز عاجز کیدل، ته وا د پلار ټیم یې لوبه بایللې وي.

 مجیب ساعت بیرته کیښود. له ځان سره یې وخندل. هغه وخت وریاد شو چې دواړه سلماني ته تللي وو چې ویښتان د خپلې خوښې فوټبالر، رونالدو غوندې جوړ کړي. د سلمان خوارکي چې په رونالدو مونالدو سر نه خلاصیده، د دوی له سرونو داسې څه جوړ کړل چې د قهار د مور خبره د چرګ تاج پرې ډیر شرف درلود. دوی بیا  هغه میاشت ټوله له خولۍ سره وګرځیدل.

مجیب لرګینه صندوقچه ګۍ په خپل ځای کې کیښوده. کړکۍ یې پرانیسته، سګریټ یې بل کړ. په هغه کال کې چې پوهنتون تمام شو، مجیب کار پیل کړ، قهار امریکا ته لاړ. د مجیب د جمعې هغه مازدیګر په یاد دی چې قهار د کوکاکولا له دوه شیشه اي بوتلو سره د مجیب کور ته راغی او دواړه د وزیر اکبر خان غونډۍ خوا ته پلي روان شول.

 قهار وویل: هغه زموږ د امریکا کارونه وشول.

  • بې شک، څه وخت له خیره؟
  • د بلې میاشتې تر پایه باید لاړ شو.
  • د خیر دې وي، امریکا ښه ځای دی.
  • خوسبق مې دلته ولوست، اوس به یې هلته له سره پیلوم. یو جنجالک دی.
  • دا خو ده خو هلته کارونه ډیر دي، یو کار پیدا کړه او که زما منې د نقاشي په پوهنځي کې داخله وکړه، بې غمه خپل هنر پاله، هغوی یې په قدر پوهیږي. او رشتیا چې د لیډي ګاګا په وطن کې ژوند وکړې نور نو څه غواړې، هههههه
  • هههه یاره بې تا به څه کوم.
  • فیسبوک زنده باد
  • نه یاره په فیسبوک نه کیږي. زه یو ځل بلد شم، بیا ستا راتګ ته هم لاره جوړوم.
  • چې فیسبوک دې نه دی خوښ ، انسټاګرام زنده باد
  • انسټا ګرام خو واقعا زنده باد، څه کافرې بلاوې دي پکې.
  • یاره مجیبه نن مې سګریټو ته سخت زړه وشو، چې یو مو څکولی وای، خو داسې نه چې پرې اموخته شو.
  • په یوه سړی نه عادت کیږي، د امریکا په افتخار به یې وڅکوو.

د هغې جمعې لمر نور لمن ټولوله. د وزیر اکبر خان په غونډۍ باندې مجیب او قهار د ژوند لومړی سګریټ څکاوه، ټوخل یې او یخه کوکاکولا یې څښله او په پای کې یې قسم سره وکړ چې دا به یې وروستی سګریټ وي، بیا به دا بد نه کوي.

قهار امریکا ته له تلو وروسته څو ځله په مسنجر کې له مجیب سره د پوهنتون د وختونو غوندې اوږد مجلس وکړ. په اولو کې یې مجیب ته ویل چې یاره بیخي بله دنیا ده، لکه په فلم کې چې ګرځې…. بیا یې په رستورانت کې کار پیدا کړ خو شاکي و چې ډیر ستومانه کار دی…. په امریکا کې خپلوانو مشوره ورکړې وه چې نرسنګ ولوله ګټه پکې ډیره ده او بیا نو قهار لکه د خارجیانو تر حد زیات بوخت شو. مجیب هم د ژوند څپو پسې واخیست، نور یاران یې وموندل.

 او اوس نو مودې کېږي چې مجیب له قهار سره په تلفون نه دی غږیدلی. د خواله رسنیو له عکسونو یې دومره پوهیږي چې تر پخوا چاغ شوی دی. د پوهنتون هغه لیلا او مجنون اوس یو نیم وخت د یو بل عکسونه لایک کوي.

 مجیب د سګریټو بیخ له کړکۍ لرې واچاوه. باران دریدلی و.

پای

کابل

5/29/21

2 COMMENTS

  1. ډير عالي او په زړه پوري چي د وټساپ يو ګروپ جوړ شي نو لا به ښه شي ي او بل د ايمل دلاري هم استوي چي زمونږ ماشومان تري مستفيد شي ډير زيات دي خوشحالئ ځاي دي چي داسي د فن کيسې لرو او يو څه مو تري په مغزو کي پاتي کيږي

  2. دومره دي وکړه چي زمونږ دي د هماغه وخت ميني ته ور پام کړ.
    بريالی اوسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب