جمعه, جنوري 28, 2022
Home+مارک انډریسن؛ امریکايي، مخترع او پروګرام لیکونکی

مارک انډریسن؛ امریکايي، مخترع او پروګرام لیکونکی

رحمت شاه فراز

مارک انډریسن (زوکړه د ۱۹۷۱ د جولای ۹) نړیوال جال د هغه له پراخه او وسیعو معلوماتو، ګرافیکونو او خدماتو سره د ډسکټاپ کمپیوټرونو تر غېږې را ورساوه او د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې يې د ((برېښنايي سوداګرۍ)) د انقلاب لپاره یو اغېزمن پړاو په لاره واچاوه. د نېټسکېپ د بنسټګر په حیث، اېنډریسن تر ټولو لومړنی ((ټکی کام یا ډاټ کام)) هم ایجاد کړی. ډاټ کام هغو شرکتونو ته ویل کېدل چې د انټرنټ پر مخ به يې خپل تجارت او کاروبار پرمخ بیوه.

د ۱۹۹۰ کلونو تر لومړیو وختونو پورې نړیوال جال (چې ټیټم برنرز-لي ایجاد کړی وو) تر ګټه اخیستونکو پورې د معلوماتو او خدماتو د رسولو په طرز او روش کې ډاډمن او ستر بدلون پېښ کړی وو. خو لومړني وېب پرانستونکي (براوزرونه) پر هغو ماشینونو چلېدل چې Unix عامل سیسټم به پکې نصب شوی وو. یونیکس یو متمرکزه عامل سیسټم وو چې په اساسي ډول زده کوونکو او ساینسپوهانو د پوهنځیو په لیلیو او څېړنیزو مؤسسو کې ګټه ترې پورته کوله. (برنرز-لي په CERN لابراتوار کې کار کاوه، چې د اروپا د اتومي فزیک یو لابراتوار وو.) د وېب یا جال لومړنیو ورژنونو یوازې د متن څو تړلې او پخپلو کې مربوط پاڼې درلودلې او له ګرافیک او داسې تعاملي ځانګړنو څخه تشې وې چې د نن ورځ وېبپاڼې پرې سینګار شوې دي. یو خوا که دغه پاڼې ډېرې ستومانوونکې او زړه وهونکې وې، نو بل خوا د بې تجربې کسانو لپاره په دې لومړنیو وېبپاڼو کې لټون او پلټنه هم خورا ستونزمنه وه. مارک اېنډریسن په دې ټوله فضا کې د بدلون لپاره نړۍ ته راغلی وو.

مارک انډریسن په ۱۹۷۱ کال د جولای په نهمه نېټه، د ویسکونسین ایالت په نیولسبون ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. په دې ښار او مهال کې نوموړی د هغه نسل یوه برخه وګرځېده چې د شخصي کمپیوټرونو، کمپیوټري ګېمونو او کمپیوټري ګرافیک په رنګینه نړۍ کې را لوی شوي وو. حقیقت دا دی چې مارک لا یوازې نهه کلن وو، چې د خپل ښوونځي د کتابتون له یوه کتاب څخه یې د BASIC کمپیوټري ژبه زده کړه او بیا يې د یوه پروګرام لیکلو ته مخه کړه تر څو د خپلې ریاضي په کورنۍ دنده کې يې لاسنیوی او مرسته وکړي. له بده مرغه، مارک فلاپي ډیسک نه درلود څو دغه پروګرام پکې ذخیره کړي، نو له دې کبله چې کله د ښوونځي صفاکار کمپیوټر بند کړ، نو پروګرام هم له منځه لاړ.

مارک خپل ذاتي شخصي کمپیوټر د ښوونځي په اووم ټولګي کې لاسته راووړ او د لیسې په دوره کې يې په ډول، ډول پروګرامونو کار وکړ. له ښوونځي وروسته يې د اربانا ښار الینوس پوهنتون ته لاره وموندله او هلته يې کمپیوټر ساینس ولوست. سره له دې چې نوموړي خپل ځان په ټوله کې پروګرام لیکنې ته ځانګړی کړی وو، خو په خپلو ټولګیوالو یې د رنسانس د پېر د انسان هومره اغېز ښندلی وو. یوه ټولګیوال يې په یوه مرکه کې وویل ((له اېنډریسن سره د خبرو پر مهال انسان له لوی شمېر مضامینو سره مخ کېږي، لکه کلاسیکي موسیقي، تاریخ، فلسفه، رسنۍ، تجارتي ستراتیژۍ او داسې نور. او داسې ښکاري، ته وا نوموړی هایپرټېکسټ (یا وصلوونکی) ذهن لري.))

په ۱۹۹۱ کې ټیم برنرز-لي نړیوال جال ایجاد کړ او انډریسن هم لنډه موده وروسته، له دې سترې ټکنالوژۍ سره مخ شو. هغه د دې نوي میډیم (ذریعې) له ځواک څخه ډېر زیات متاثره وو. دې نوي میډیم له موجوده انټرنټ څخه په استفاده د بېلا بېلو ډولونو لوی شمېر معلوماتو ته لاسرسی شونی کاوه، خو مارک له ځان سره هوډ وکړ چې دغو معلوماتو ته د لاسرسي وړتیا د عادي خلکو لپاره لا زیاته او بهتره کړي. په ۱۹۹۳ کال کې چې لا هم د ماسټرۍ محصل وو، نوموړی د سوپر کمپیوټرکارۍ ملي مرکز ته د یوه انټرنشپ لپاره بریالی شو. په دې ځای کې نوموړي ته د یوه بهتره وېب براوزر د لیکلو فرصت په ګوتو ورغی، نو اېنډریسن هم له خپلې همکارې اریک بینا او نورو ملګرو سره، د یوه وېب براوزر لیکلو ته مټې ور ونغښتې چې وروسته د موزایک وېب پرانیستونکي په توګه مشهور شو. د دې پروژې ټول لګښتونه دولت په غاړه اخیستي وو، نو له دې کبله موزایک وېب پرانستونکی د انټرنټ کارنو ته وړیا ورکول شو. موزایک پر متن سربېره انځورونه هم ښودلی شوی او ګټه اخیستونکو کولی شوی چې یوازې د یوه ساده کلیک په مرسته د ټول نړیوال جال لینکونه تعقیب کړي. موزایک د ګټه اخیستونکي لپاره یو زړه راښکونکی او جذابه پروګرام وو او ډېر شهرت یې وموند، او تر ۱۹۹۵ کال پورې یې ګټه اخیستونکي تر ۱۰ میلیونو هم واوښتل.

ارک اېنډریسن نړیوال جال د ګټه اخیستونکي لپاره جذابه او اسانه  کړ او خپل ګرافیکي نېټسکېټ وېب براوزر یې جوړ کړ. د ۱۹۹۰ کلونو په منځنیو وختونو کې، نوموړی د برېښنايي سوداګرۍ په نوې پوله باندې د مایکروسافټ شرکت د تسلط د ننګولو لپاره را وړاندې شو.

د کمپیوټرپوهنې په څانګه کې د لیسانس تر اخیستلو وروسته، انډریسن د موزایک له مدیرانو سره د وېب پرانیستنې د پوستغالي پر راتلونکي لانجه وکړه او له دې امله له یاد شرکت سره يې مخه ښه وکړه. له دې ځایه نوموړي د سانفرانسیسکو بېس سهیلي ساحې ته مخه کړه، دغه ځای د سلیکان درې په نوم پېژندل کېږي او د نوو شرکتونو د یوې اډې حیثیت لري. نوموړې درې په ۱۹۹۰ کلونو کې د لویو سرمایو لپاره د مقناطیس حیثیت موندلی وو. په دې ځای کې يې له جیم کلارک سره ولیدل. کلاک یو پخوانی تجار وو او د سلیکان ګرافیک اجرایوي مشر پاتې شوی وو. د کلارک له انډریسن سره ډېره جوړه شوه او له نوموړي سره يې مرسته وکړه چې د وېب پر بنسټ خپل تجارت پیل کړي. دوی دواړو په ګډه په ۱۹۹۴ کال کې د نېټسکېپ شرکت بنسټ کېښود، چې د دې شرکت لپاره ۴ میلیونه ډالر د اولنۍ سرمایې په توګه کلارک ورکړل.

انډریسن خپل یو پخوانی همکار چې د سوپر کمپیوټرکارۍ په ملي مرکز کې يې کار ورسره کاوه، په خپل شرکت کې وګماره او له هغه يې وغوښتل چې د یوه نوي وېب براوزر په لیکلو کې مرسته ورسره وکړي. دغه نوی وېب پرانیستونکی د نېټسکېپ ناويګېټور په نوم وبلل شو. ناویګېټور تر موزایک ډېر چټک او له ګرافیکي پلوه ډېر جذابه وو. او تر ټولو مهمه يې دا چې نېټسکېپ د انکرپشن یو خوندي سهولت هم په خپل براوزر کې اضافه کړ چې د دې اسانتیا په مټ خلکو کولی شوی چې د خپل کریډیټ کارت شمېرې هم انلاین سوداګرو ته واستوي. د دې سهولت تر شا دوه ښاخیزه ستراتیژي ولاړه وه: لومړی، دا چې لوی شمېر وېب کارن دې نوي وېب براوزر ته را جلب کړي، او بله دا چې وروسته بیا همدا پوستغالی په تجارتي سازمانونو وپلورل شي، ځکه چې هر سازمان به د خپلو توکو او خدماتو د پلور لپاره د مؤثر او جذابو وېبپاڼو جوړولو لپاره دې پوستغالي ته ضرورت لري.

د ۱۹۹۴ تر پایه پورې، ناویګېټور د وېب براوزر بازار ۷۰ سلنه تر خپلو منګولو لاندې راوسته. د ټایم مجلې یاد وېب برازور د کال په لسو غوره تولیداتو کې حساب کړ او نېټسکېپ شرکت په لنډ وخت کې پر هغو شرکتنو کسټوم پوستغالي (custom software) وپلورل چې غوښتل يې د انټرنټ پر مخ حضور ولري. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو وختونو کې د برېښنايي سوداګرۍ انفجار پیل شوی وو، او مارک اېنډریسن د دې سوداګرۍ په اسمان کې تر ټولو ځلانده ستوری وو. کله چې نېټسکېپ د ۱۹۹۵ کال په اوړي کې خپلې ونډې عام بازار ته را وایستلې، نو دې شرکت ټولټال ۲،۳ بیلیونه عاید لاسته راووړ، چې دغه عاید له هغو دودیزو شرکتونو څخه څو چنده زیات وو چې آبي رنګه چیپونه به یې جوړول. په دې کې د اېنډریسن د خپلو ونډو (سهمونو) ارزښت ۵۵ میلیونه ډالره وو.

د بیل ګېټس تر مشرۍ لاندې د مایکروسافټ شرکت د نړیوال جال د اهیمت په درک کولو کې ډېر وروسته پاتې او سوکه وو. خو څرنګه چې ګټه اخیستونکي په نېټسکېپ را مات شول او د خپل وخت لویه برخه به يې له دې براوزر سره په تعامل کې تېروله، مایکروسافټ ته هم یو څه اندېښنه ور ولوېده چې د ډسکټاپ کمپیوټرونو پر بازار د ده تسلط او شهرت هم له خطر سره مخ دی. ناویګېټور نه یوازې د مایکروسافټ وینډوز په شخصي کمپیوټرونو چلېدای شوی، بلکې په میکنټاش کمپیوټرونو او حتی په هغو ماشینونو یې هم کار کاوه چې د یونیکس عامل سیسټم بېلا بېل ورژنونه یې استعمالول. بل خوا جېمز ګوسلینګ یوه نوې پروګرامي ژبه جوړه کړه چې جاوا نومېده. دې ژبې د داسې پروګرامونو لیکلو امکان رامنځته کړ چې ګټه اخیستونکو کولی شوی چې په هر ډول وېبپاڼو يې اجرا کړي، بې له دې چې یو ماشین تر مایکروسافټ وینډوز یا کوم بل عامل سیسټم پورې محدود وي. که دا ډول پوستغالي عام شوي وای، نو بیا د ناویګېټور (او د جاوا یو بل پوستغالی) او ورسره د جاوا پروګرامي ژبې درې واړو ترکیب د وینډوز ډسکټاپونه له صحنې غورځولی شوی.

په دې سیالۍ کې مایکروسافټ شرکت د غبرګون په توګه خپل وېب پرانیستونکی جوړ کړ، چې انټرنټ اکسپلورر نومېږي. که څه هم تخنیکي نظرونه عموماً دا وو چې د مایکروسافټ دغه محصول له نېټسکېپ څخه بېکاره او ضعیف دی، خو په تدریجي ډول انټرنټ اکسپلورر هم بهتره شو. په تېره، مایکروسافټ خپل وېب براوزر په خپل نوي عامل سیسټم Windows 95 کې هم اضافه کړ. له عامل سیسټم سره د وېب براوزر په یوه کڅوړه (بنډل) کې بازار ته وړاندې کول په دې معنا وو چې نور د ناویګېټور د پېرلو لپاره د شخصي کمپیوټرونو د تولیدوونکو او ګټه اخیستونکو لېوالتیا کمه شوه، ځکه چې د مایکروسافټ له لوري ((وړیا)) وېب براوزر د دوی په خدمت کې وو. د دې ګام په غبرګون کې، نېټسکېپ او د مایکروسافټ نورو رقیبانو د مایکروسافت په خلاف د ((بازاري یا صنعتي اصولو ضد)) قضیه دایره کړه. د قضیې پایله په ۲۰۰۱ کال کې دا شوه چې د مایکروسافټ شرکت ځینې کړنې يې د بازار د انحصار کولو په تړاو غیر قانوني وبللې.

مایکروسافټ ته د انډریسن د ځواب بل اړخ دا وو چې د وېب سرورونو لپاره یې د پوستغالو د ارزښت په زیاتوالي تمرکز وکړ، او په ورته وخت کې يې ناویګېټور ((اوپن سورس)) کړ. اوپن سورس کول په دې معنا چې اوس هر چا د پروګرام کوډ ته ازاد لاسرسی درلود او کولی يې شوی چې له خپلې خوښې سره سم د پروګرام په کوډ کې تغیر او بدلون راولي. د مارک په زړه کې دا هیله غوټه وه چې د پروګرام لیکونکو یوه علاقمنده او لېواله ټولنه به د ناویګېټور په وده کې برخه واخلي او په دې ډول به ناویګېټور تر انټرنټ اکسپلورر بهتره او غوره وېب پرانیستونکی شي. خو د نېټسکېپ پانګه ورو، ورو مخ په ځوړ شوه او په ۱۹۹۹ کال کې امریکا انلاین یا AOL نېټسکېپ شرکت واخیست او ویې غوښتل چې د دې شرکت تخنیکي اثاثې او پر وېب متمرکزه انلاین پورټل د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

له AOL سره تر لنډې مودې پورې د تخنیکي لرلیدونکي په توګه تر کار کولو وروسته، انډریسن تصمیم ونیو چې خپل شرکت جوړ کړي. نوموړی په دې نوي شرکت LoudCloud نوم کېښود. هغه شرکتونه چې لوی او پېچلي وېبسایټونه به يې درلودل، یاد شرکت به د هغو لپاره د وېبسایټ جوړونې، مدیریت او کسټوم سافټوېر (ورسره د برېښنايي سوداګرۍ لپاره د «خریداري ټوکرۍ» سیسټمونو) خدمات وړاندې کول. تر ۲۰۰۱ کال پورې اېنډریسن په توده لېوالتیا دې شرکت ته وده ورکړه او عامله پانګه يې دومره آن ته ورسوله چې د انټرنټي صنعت له سقوط وروسته يې هم د دوام او ژوند کولو ساوې ور وبښلې. خو په ګټه کې تر پرلپسې انحطاط وروسته، اېنډریسن د LoudCloud شرکت د نړیوال جال مدیریتي برخه په ټکزاس ایالت کې موجود په الکټرونیک ډېټا سیسټمونو یا EDS وپلورله او د کاروبار یوه وړه برخه (سافټوېر) یې ځان ته وګرځوله او Opsware نوم یې ورکړ.

که څه هم د هغه د نوو تجارتي او نوښتي فعالیتونو راتلونکی نامعلومه دی، خو د نړیوال جال او برېښنايي سوداګرۍ په ډګر کې د کلیدي مخکښانو په کتار کې د مارک اېنډریسن ځای او نوم به د تل لپاره خوندي وي. د هغه د نوښت قوې، تخنیکي بصیرت او سوداګریز ذکاوت نوموړي ته د انټرنټي سوداګرو د نوي نسل لپاره د یوه موډل حیثیت ور په برخه کړ. نوموړی د ټایم مجلې له لوري د هغو پنځوسو کسانو په کتار کې ونومول شو چې عمرونه يې تر ۴۰ کلنۍ کم ول (۱۹۹۴)؛ نوموړي د رهبرۍ لپاره د Computerworld/Smithsonian جایزه لاسته راوړه (۱۹۹۵) او دغه راز د الکتریکي او الکترونکي انجینرانو د مؤسسې د کمپیوټري ټولنې له لوري د W. Wallace McDowell جایزه هم ورکړل شوه (۱۹۹۷).

اضافي لوستونه:

1- “Andreessen, Marc,” Current Biography Yearbook. New York: H. W. Wilson, 1997, p. 12.

2- Clark, Jim, with Owen Edwards. Netscape Time: The Making of the Billion-Dollar Startup That Took on Microsoft. New York: St. Martin’s Press, 1999.

3- Quittner, Joshua, and Michelle Slatalla. Speeding the Net: the Inside Story of Netscape and How It Challenged Microsoft. New York: Atlantic Monthly Press, 1998.

4- Sprout, Alison. “The Rise of Netscape,” Fortune, July 10, 1995, pp. 140ff.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب