شنبه, جنوري 22, 2022
Home+د مخې شيشه، د شا شيشه | نقیب احمد عزيزي

د مخې شيشه، د شا شيشه | نقیب احمد عزيزي

هېر مې دي چې دا خبره مې چېرې لوستې وه، خو په حافظه کې مې داسې پاتې ده چې بيا بيا را يادېږي. دا خبره د تاريخ او د ټولنې د راتلونکې په هکله وه.

وايي تاريخ د موټر د شا شيشه او اينده د مخ عمومي شيشې ته ورته ده چې موټروان لاره ترې ويني. د شا په شيشه کې شا ته کتل کېږي، خو دومره هم نه چې مخې ته ګړنګ مو هېر شي او پکې وغورځو.

که موږ په موټر کې پر يو ډېره ګلداره او منظره‌يي لاره سفر کوو او بيا په هغو منظرو او ښکلو ګلانو پسې د موټر د څنګ په شيشه کې ګورو چې ترې را تېر شوي يو، نه يوازې دا چې د نويو ښکلاوو له واقعي ديدنه محرومېږو، بلکې له مسيره د وتلو خطر او په کنده منده کې د لوېدو امکان مو شېبه په شېبه زياتېږي.

هغه ملتونه چې د خپلې جغرافيې له موټره د تاريخ د شا په شيشه کې په خپلې شاندارې ماضي پسې ګوري، اينده يې سرګومه او ورکه بويه او هره شېبه يې د يوې بوږنوونکې فنا احتمال يقين ته نږدې کېږي.

زموږ له تاريخ سره عاطفي تړاو هومره په درد نه خوري لکه څومره چې ورسره د تجربې له مخې علاقه لرل په کار دي. که د يو چا نيکه کارېز ښه کيښ او اوس د هغه کلي کارېز وچ شوی وي، غوره دا ده چې د دغه ښه کارېزکښ کورنۍ کلي ته د هغه پاتې تجربې راوړي او اوس د کارېز په را ايستلو کې کار ورکړي، مګر که موږ د خپل وچ فصل پر څنډه وچې ويالې ته پښې ور ځړولې وي او يوازې د نيکه د کارېز د باسلو کيسې کوو او غرمه وچې شونډې کور ته ځو، موږ توره نه ده کړې.

د استاد بېنوا «د خاندان خولۍ» حکايت به ډېرو لوستی وي چې يو ځوان پکې د نوي عصر له غوښتنو سره مخ کېږي، دفترونه کار او خلک مهارت ترې غواړي، خو دی له کوره په هغه خولۍ کې له وياړ سره ور وځي چې له قرنونو يې د دوی په کورنۍ کې برکت او نوم درلود. نوې زمانه ځوان ته وايي چې خولۍ خو دې پر خپل ځای، خو په هغه سر کې دې څه شته که نه چې دا خولۍ دې ورباندې ايښې؟

له تاريخ سره عاطفي تړاو دا معنا چې موږ په اجتماعي لحاظ د خاندان خولۍ پر سر کړې او د يويشتمې پېړۍ له پېچلو چلينجونو او ژورو غوښتنو سره ډېر ساده او سطحي مواجه کېږو.

څو ورځې مخکې بنين سېوان په يوه مرکه کې وويل چې سليمان لايق د خپل ملګري ډاکټر نجيب الله اړوند ناوړه خبرې ورته کړې او هغه يې په ناسمو صفاتو ياد کړی دی. دا چې اوس لايق صاحب ژوندی نه دی؛ نو د بنين د خبرې کره‌توب او ناکره‌توب را ايستل اسانه چاره نه ده يا لږ تر لږه ما ته اسانه نه ده. قرائن، شواهد او د هغې زمانې متنونه شنل ښه ډېر وخت غواړي. د لايق صاحب په شعرونو کې «د شپې پر تورو څڼو د نجيب د عطرو د شيندلو» منظره هم شته او د سېوان په خبرو کې د لايق له خولې د «مکار» ټکی هم.

له دې مثاله مې اصلاً د سيوان، لايق او ډاکټر نجيب الله اړوند کومه خبره کول مطلب نه دي، صرف دا مې غوښتل واضح کړم چې که موږ په تېر کې هر څه ثابت يا رد کړو، بیا هم تېر دي. موږ ته ايرې دا ويلای شي چې دلته يو مهال اور بل و، تودوخه وه، رڼا وه او لاسونه ترې چاپېر وو، خو اوس مو نه سترګې پرې رڼېږي، نه مو سړې شوې ګوتې تودوي او نه زموږ خام دېګونه پرې پخېږي.

د دې خبرو پر ضد يو استدلال دا کېدای شي چې تاريخ له ريښو او قومونه يا ملتونه له ونو سره تشبيه شوي دي. ويل کېږي چې که ريښې څومره اوږدې غځېدلې وي، د ونې استحکام لا غښتلی او مېوه او پاڼې په وش کې وي. لکن موږ ويلای شو چې ونه له ريښو د وسيلې کار اخلي، خو د تغذيې د تکليف تمرکز يې ټول پرې مېوه را ټول وي.

ډاکټر مبارک علي وايي چې کله په يوه مساله کې تاريخي روايت هم وي او افسانوي روايت هم؛ نو افسانه له تاريخه ميدان ګټي، ځکه افسانوي روايت له عواطفو سره تړاو لري چې د حقيقتونو د وچوالي او قاطعيت له مخې حقيقت دا خوږلت نه لري. موږ ته هم همدا ربړه را څرمه ده چې د خپلو اکثرو تاريخي روايتونو پر متنونو او تصوراتو مو مينه راځي، ځکه خو مو د ښوويېدو تشويش لا زيات دی.

له تاريخه د ملتونو د اغفال استفاده هم ناممکنه نه ده. دا سمه ده چې له تاريخه ناخبري پر ملتونو تاريخ تکراروي، مګر دا به ور اضافه کړو چې له تاريخ سره مينه، تاريخ په تکرارولو سربېره موږ په ماضي کې خښوي. استعماري ځواک کولای شي چې پر تاريخ ميين ملتونه په ذهني لحاظ څو پېړۍ شا ته ټېل وهي او د يوې داسې تاريخي اتلولي د ياد په بنګو يې نشه کړي چې «نن» هيڅ ګټه نه ورته لري.

د تاريخ بل رسالت دا دی چې د ملتونو هويت مسخ نه شي، خو دلته بيا هم خبره دا ده چې موږ بايد له تاريخي حوزې سره عقلاني تړاو نه وي هېر کړی. دا پخپله يوه اجتماعي مسخ ده چې د يوه موجود سر د شا طرف ته واړول شي، خو د طبيعي مزل اجبار د مخ پر طرف وي.

تاريخ په ټولنيز لحاظ هغه وخت سټراټېژيک عمق بللای شو چې د حال او اينده په رغولو کې کار ورکړای شي. موږ د مينې ځای غلط کړی، که زموږ ذوقونه د تېرو هېرو زمانو نښې نښانې ننداره کول غواړي، داستاني ادب ته دې مخه کړي، کيسې او حکايتونه دې ولولي.

البته هر هغه ادبي اثر چې تر ادبيت پکې پر تاريخ د خلکو د ميينولو پانګه ډېره پياوړې وي، نه يې ادبي مقام لوړ دی او نه يې د تاريخ د مسلکيتوب حق پر ځای کړی دی. په دې کې د نسيم حجازي اکثره ناولونه ياودلای شو. په پښتو کې يې هم مثالونه شته، دغه ډول ناولونو نه يوازې له ادبيت او ادبي لذته مخ اړولی، بلکې د تاريخ يې څېره هم مسخ کړې ده. بله ستونزه يې دا ده چې د لوستونکي هنري ذوق او تاريخي پوهه سره ګډوډوي. پر ځينو لوستونکو خو دا ټوکه هم کېږي چې د تاريخي سند په توګه يې حواله ورکوي.

امريکايي اديبه بيرل باک (۱۸۹۲م) وايي چې کله مې پر حال د پوهېدو اراده وکړه، ماضي مې ولوسته. موږ هم پر حال پوهېدل غواړو، خو ماضي د لوستلو د يوې حوزې پر ځای زموږ په معشوقه راته بدله شوې ده.

1 COMMENT

  1. نقیب صیب نه پوهیږم چې دلیکنې دخوږوالی اومفیدوالي دوعاتاته وکړم که تاندته چې ترموږيې دغه لیکنه رارسولي ده. داډول لیکنې ، کله چې له کاره یوپنځه دقیقې اوزګارشم، ډيرې لولم. تاسودرب نه خړوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب