شنبه, جنوري 22, 2022
Homeخبرونهچین کې افغان سفیر: په افغان سوله کې د چین رول مهم...

چین کې افغان سفیر: په افغان سوله کې د چین رول مهم دی

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۲) چین د افغانستان د سولې په مسئله کې رغنده او اغېزناک رول لوبولی شي.

په چین کې افغان سفیر جاوید احمد قایم په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت مذاکراتو ته ادامه ورکوي او ټولې دروازې یې د خبرو او مذاکراتو پر مخ پرانیستې دي.

د هغه په وینا د سیمې د هېوادونو رول په تېره د چین رول د افغان سولې په راوستو کې خورا مهم او اغېزناک دی.

هغه ویلي چې د چین هڅو ته په درنه سترګه ګوري خو له دغه هېواد د لا ډېرو همکاریو تمه لري څو په افغانستان کې دایمي سوله رامنځ ته شي او روانې جګړې د تل لپاره پای ومومي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ثبات په اوسني عصر او راتلونکې کې د ټولې سیمې لپاره مهم دی او دلته به د پراخو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو د رامنځ ته کېدو سبب شي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان او چین ترمنځ هراړخیزې اړیکې موجودې دي ، چین کولای شي پاکستان دې ته وهڅوي چې د افغانستان په هکله خپل ناولی او شوم سیاست ته تغییر ورکړي .
    که چین وغواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي ترڅو پاکستان خپلې ملیشې د طالب په نوم له تروریستي کړنو راوګرځوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب