پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+مینه/اجمل پسرلی

مینه/اجمل پسرلی

د سره ګل پاڼه یې له مځکې ورواخیسته:

« ایسته یې اچولي؟»

« چې ګیډۍ مې ورکوله لاسونه یې داسې مړه رامخته کړو»

« نه..لکه ګل وغوړیده»

« چې تله داسې یې وخندل لکه له زړه چې نه خاندې»

د ګل پاڼه یې واړوله راواړوله یوه خوا یې په خټو ککړه شوې وه:

«که دا د هغې ګیدۍ وي نور ګلان به یې چرته اچولي وي؟»

تر ډيران راوګرځیده. د موندلې سره ګل پاڼه یې په ګوتو سولوله. موبایل یې له جیبه راوایست، زنګ یې ورته وواهه. درې زنګه تیر شول ځواب یې ورنه کړ:

«زنګ ولې نه اخلي»

«موبایل به ترې لرې وي»

«ګلانو لکه چې خوند ورنه کړ فکر یې نه کاوه …»

بیا یې زنګ وواهه. دا ځل یې لږ اوږد انتظار وکړ. نجلۍ ورته وویل:

ـڅرنګه خیریت دی

-ما ویل پوښتنه وکړم

-د څه شي؟

-څه نه

له بل لورې خندا شوه. ده موبایل له غوږه لرې ونیو، د خندا همهغسې غږ و لکه د ګیډۍ له اخیستو وروسته. تندی یې تریو کړ، ورته ویې ویل:

-څه دې کول؟

-ستا ګلان مې په شیشه اي ګلدان کې په اوبو کې کیښودل

-شکر چې ښه یې

ټیلفون یې بند کړ.

ملګرې یې زنګ ورته وواهه:

-ولې دې بې خدای پاماني ټیلفون بند کړ

-وبښه ما ..ما

نجلۍ ټیلفون بند کړ.

ده په وټس اپ زنګ ورته وواهه، هغې وانخیست، په مسینجر یې زنګ وواهه، په وایبر یې زنګ وواهه، د ټیلفون په اصلي شمیرې یې زنګ وواهه. نجلۍ ټیلفون نه ځواباوه. د ګل هغه په خټو ککړه پاڼه یې له ټټر سره پر کمیس نښتې وه، له مځکې یې وویشته. سپکه پاڼه زانګه وانګه تر مځکې ورسیده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب