پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+بریتانیايي مخترع او ریاضي پوه؛ چارلز بابیج

بریتانیايي مخترع او ریاضي پوه؛ چارلز بابیج

(Babbage, Charles)

(۱۷۹۱ –  ۱۸۷۱)

ژباړه: رحمت شاه فراز

د لومړني الکترونیک او ډیجیټل کمپیوټر تر اختراع کېدو ډېر دمخه، برتانوي ریاضي پوه او مخترع چارلز بابیج په ذهن کې د میخانيکي ((انجن)) تصور زېږېدلی وو او داسې یو انجن یې ډیزاین کړی وو چې د نننیو کمپیوټرونو اکثره کلیدي مشخصات یا فیچرونه يې په خپله غېږه کې پالل. که څه هم د چارلز بېبیج کمپیوټر هېڅ کله تکمیل نه شو، خو همدا نیمګړی کمپیوټر د بشري تصور د حیرانوونکي ځواک د اثبات دپاره د یوه زرکاڼي نقش لري.

چارلز بابیج په ۱۷۹۱ کال د ډسمبر په ۲۶ نېټه د لندن په یوه داسې شتمنه کورنۍ کې نړۍ ته راغی چې کولی یې شوی چې هغه ته د لومړۍ درجې د شخصي زده کړو زمینه برابره کړي. بابیج له هماغه وړکتوب څخه له هر ډول میکانیزمونو سره دلچسپي لرله، تل به يې پوښتنې کولې چې هېڅ پای به یې نه درلوده، او ډېر کله به يې دې پوښتنو ته د ځواب په موندلو پسې شیان هم بې ځایه او خراب کړل. هغه په خپل ښوونځي کې یو ځلانده ستوری وو، په تېره د ریاضیاتو په څانګه کې، او په ښوونځي کې به يې له خپلو هم فکره ملګرو سره د شپې تر ناوخته پورې مطالعه کوله.

په ۱۹۸۰ کال کې بېبیج د کمبریج ټرینیټي کالج ته لاره وموندله، او هلته يې عالي ریاضیات ولوستل او د نیوتوني علم او ځینو نویو اروپايي علومو د اصلاح او ریفورم لپاره یې د یوې مؤسسې په جوړولو کې همکاري ورسره وکړه. تر ۱۸۱۵ کال پورې، بېبیج د ریاضیاتو او ساینس پر تندي خپل نوم کاږلی وو، او له دې امله نوموړي ته د برتانوي شاهي ټولنې د غړیتوب ستر او معتبر مقام هم ورکول شو. په دې وختونو کې د بېبیج شهرت مخ په بره روان وو او په ۱۹۸۲ کال کې په کمبریج پوهنتون کې د ریاضیاتو د پروفیسور په توګه وګمارل شو، او هغه څوکۍ یې خپله کړه چې یو وخت د آیزک نیوټن په برخه وه.

د ریاضیاتو ډګر که څه هم د یوه معتبر او ځانګړي مسلک په خوا تګ پیل کړی وو، خو له وخت سره يې دغه لوری تغیر شو او د وخت او حالاتو څپو ته يې ځان وسپاره. په نولسمې پېړۍ کې، په اروپايي ټولنه کې د ریاضیاتو او ساینس رول د بدلون او تغییر لوري ته مخه کړې وه. په تېره بیا، برتانیې د صنعتي انقلاب په برخه کې د رهبر حیثیت درلود، او دا هغه مهال وو چې د بخار ځواک، اتومات اوبدنې، او په لویه کچه تولید او صنعت په ډېرې چټکۍ سره اقتصاد او د خلکو په ورځني ژوند کې بدلون ته مټې ورنغاړلې وې. په دې نوي اقتصاد کې ((سخت اعداد)) ډېر زیات ضروري ګرځېدلي وو. سخت اعداد هغه ریاضیکي جدولونو ته ویل کېدل چې انجینرانو، بانکوالانو او د بیمې شرکتونو ورته اړتیا لرله. خو هغه مهال به دغه ټول جدولونه د انسان د لاسونو په مټ سوکه، سوکه او په ډېر زحمت محاسبه کېدل او په نتیجه کې به يې بې شمېره غلطۍ او اشتبهات پېښېدل.

یوه ورځ، بېبیج د لوګاریتمونو په یوه جدول کار کاوه، چې خوب یووړ، او تر هغو ویده وو چې یوه ملګري را ویښ کړ. کله چې ملګري ترې وپوښتل چې څه خوب دې لیده، بېبیج ځواب ورکړ ((زه فکر کوم چې دغه ټول جدولونه د ماشینونو په مټ هم محاسبه کېدای شي.))

شاید د میخانیکي محاسبې نظر دومره د حیرانتیا وړ خبره نه وه، ځکه چې تر مخه لا جوسیف-ماري جېکرډ د اوبدلو داسې اتومات دستګاه اختراع کړې چې د هغو پنچ کارتونو په واسطه کنټرول کېدله چې د اوبدلو نخچې یا پېټرنونه به یې درلودل. د کنټرول کېدو، او تکراري حرکت ایډیا په حقیقت کې د نوي صنعت اساسي برخه جوړوله.

که چېرې د چارلز بابیج تحلیلي انجن (Analytical Engine) جوړ شوی وی، نو که څه هم دغه ماشین برقي نه وو او میخانیکي فطرت یې درلود، خو د اوسني کمپیوټر اکثره اساسي او ستر خصوصیات به یې درلودل. په دې خصوصیاتو کې  د پنچ کارتونو له خوا ان پټ، پروسېسر، مېموري (حافظه) او پرنټر د یادونې وړ دي. (انځور له NMPTFT/ ساینس او ټولنیزو انځورونو له کتابتون څخه اخیستل شوی)

بابیج په حقیقت کې صنعتي میتودونه د داسې معلوماتو د تولید لپاره په کار اچول چې یوه صنعتي ټولنه د خپل پرمختګ لپاره تر بل هر شي ډېره اړتیا ورته لري. خو که یو خوا د بېبیج د ریاضیاتو د صنعتي کولو نظریه منطقي برېښېدله، نو بل خوا د نوموړي مخه یوه داسې ټکنالوژیک میدان ته وه چې لا تر دې دمه د خاپوړو په دور کې وو.

له ۱۸۲۰ څخه تر ۱۸۲۲ پورې بابیج یو کوچنی ماشین حساب جوړ کړ او ډیفرنس انجن يې وباله. یاد ماشین حساب له یوه ریاضیکي میتود څخه استفاده کوله او د دې میتود له مخې به يې د ساده او تکراري جمع او تفریق د عملیو په واسطه د اعدادو جدولونه او د هغو لپاره چوکاټونه جوړول. کله چې د ماشین حساب نمایشي ماډل په دې بریالی شو چې تر اتو اعشاري ارقامو پورې اعداد تولید کړي، نو بېبیج د همدې ماشین د یوې لویې نسخې لپاره هلې ځلې پیل کړې او په دې ماشین یې (ډیفرانس انجن نمبر یو) نوم کېښوده. دغه ماشین شاوخوا ۲۵ زره ګېرونه او نورې حرکي برخې درلوې او تر ۲۰ اعشاري ارقامو پورې اعداد يې سمبالولی شو. حتی ټاکلې وه چې دغه ماشین به یو پرنټر هم لري، چې په مستقیم ډول به وروستي جدولونه چاپوي، او په دې ډول به د لاسي اشتبهاتو مخه هم ونیول وشي.

تر ۱۸۳۰ کال پورې، د نوموړي ماشین کار ډېر ښه روان وو، او د پروژې تمویل د دولت په مالي مرسته او د بېبیج د خپلو پیسو په مټ کېده. خو ډېر ژر بېبیج د ستونزو تر بوج لاندې راغی. یوه اساسي ستونزه دا وه چې د ډیفرانس انجن پرزو ډېر زیات میخانیکي زغم او یکساني غوښتله چې د هغه وخت په زیږ او نو زېږي صنعت کې د دې پرزو موندل ډېر ګران کار وو، او د یاد ماشین د جوړولو دپاره نوو ابزارو او تولیدي میتودونو ته اړتیا وه. بل خوا، بېبیج د یوه ښه مخترع په نسبت، یو ډېر ضعیف مدیر وو، او په ۱۸۳۳ کې له مزدورانو سره د شخړو له امله د پروژې کارونه ودرېدل. او په دې ترتیب دغه ستر ډیفرنس انجن هېڅ کله تکمیل نه شو.

په ۱۸۳۶ کې بابیج تر پخوا هم له یوې سترې او پېچلې نظریې سره یو ځل بیا میدان ته را ودانګل. هغه په خپله کتابچه کې لیکلي ((نن مې د لومړي ځل لپاره په یوه عمومي تصور سترګې ولګېدې، او هغه دا چې یو داسې انجن جوړ کړم چې الجبري محاسبې وکړي. زما نظر دا دی چې د (جېکرډ) د ماشین حساب کارتونه د یو لړ عملیاتو لپاره لومړی انجن ته لارښوونه وکړي او بیا بېرته خپلې اولنۍ عملیې ته وګرځي او له سره فعالیت پیل کړي، نو شاید په دې ډول به دا شونې شي چې په ورته کارتونه نور کارتونه په تکراري ډول پنچ (یا پروګرام) کړو.))

بابیج د دې ماشین په جزیاتو کار پیل کړ، نوموړي تصیم درلوده چې دغه نوي ماشین (چې ده تحلیلي انجن باله) ته به د دوه ډوله پنچ کارتونو په مټ لارښوونه کېږي. یوه ډله پنچ کارتونه به هغه لارښوونې لري چې ماشین ته به یوه عملیه مشخصوي (مثلاً د جمع یا ضرب عملیه)، او په دا بله ډله کارتونو کې به اعداد او متحولین ذخیره وي. په بل ډول ویلای شو چې د لارښوونې کارتونه به ماشین پروګرام کوي، تر څو د ډېټا په کارولو په اتومات ډول عملیات سرته ورسوي. نو، یو خوا به د اړتیا وړ محاسبه د هغو محاسبوي واحدونو له خوا سرته رسېږي چې د یو لړ جعبو په مټ به فعالیت کوي. دغه واحدونه يې میل وبلل، او بل لور ته به مؤقتي نتایج او متغییر قیمتونه په یو لړ میخانیکي رجسترونو کې ذخیره کېږي؛ دغه رجسترونه يې (سټور/ګودام) وبلل. د ماشین وروستۍ نتیجه به په چاپي بڼه ترلاسه کېږي او یا به د آینده استعمال لپاره په یو ډله کارتونو کې پنچ (یا ذخیره) کېږي.

که وګورو نو تحلیلي انجن د ننني کمپیوټر له زیاترو مشخصاتو څخه برخمن وو؛ لکه یو مرکزي پروسېر یې درلود (چې میل يې باله)، یوه زېرمه (د سټور په نوم)، دغه راز د ان پټ (ورکړیز) او آؤټ پټ (راکړیز) میکانیزمونه یې هم لرل. هغسې چې د بېبیج ورځنۍ ډایري راته وايي، په نوموړي ماشین کې یوه ځانګړنه نه وه، او هغه په مېموري کې په خپل سر د پروګرامونو د ذخیره کېدو وړتیا وه. همدا لامل دی چې تکرار (یا څرخي عملیه) یوازې هله سرته رسېدلی شوی چې په تکراري ډول د اړتیا وړ کارتونه ماشین ته ورکول شوي وای.

د دې نوي ماشین جوړول یوه ستره او ګرانبیه ننګونه وه. د بابیج خپله شتمني تر ضرورت ډېره کمه وه، او برتانوی دولت هم د ډیفرنس انجن په تکمیل کې د ناکامۍ له امله له بېبیج څخه ناهیلی وو. نو بابیج د ریاضي له نړیوالې ټولنې سره له خپلو اړیکو کار واخیست او هڅه يې وکړه چې د پروژې لپاره مالي مرسته ترلاسه کړي. له نوموړي سره یوه اټالوي ریاضي پوه (ال اف مینبري) یو څه مرسته وکړه. نوموړي ریاضي پوه په فرانسه کې د تحلیلي انجن په هکله د مقالو یوه لړۍ لیکلې وه. پر دې سربېره اېډا لولېس هم مالي کمک ورسره وکړ. لولېس د ستر شاعر لارډ بارین لور وه. اېډا نه یوازې هغه فرانسوي مقالې انګلیسي ته وژباړلې، بلکې لویې زیاتونې يې هم پکې وکړې، د خپلو پروګرامونو نمونې يې پکې ولیکلې او د دې نوي ماشین د استعمال د مواردو په هکله یې پیشنهادونه وړاندې کړل.

خو د ډیفرنس انجن په څېر، د تحلیلي انجن برخلیک هم توره پاڼه وو. د بابیج یو معاصر لیکوال لیکي چې ((بېبیج به د خلکو په مخکې د خبرو پر مهال ډېر زیات ګونګ او ګډوډ غږېده. د هغه بې صبري او ناصمیمانه چلند هم پر ځینو هغو خلکو بد اغېز کړی وو چې ده د خپل نوي ماشین د تمویل لپاره تشویق کړي وو.)) په دې اساس، د پروژې لپاره مالي زمینه مساعده نه شوه او بېبیج یوازې دومره وکولی شو چې د ماشین د یو څو اجزاوو نمونوي ماډلونه جوړ کړي.

زړښت ته له ور نږدې کېدو سره-سره، بابیج د انجینرۍ ډېرې زیاتې مفصلې رسامۍ وایستلې او د تحلیلي انجن په هکله یې ګڼ یادښتونه وکښل، د دې ترڅنګ د پخواني ډیفرنس انجن د پرمختللو ورژنونو لپاره يې پلانونه هم ترتیب کړل. خو د نوموړي انزوا او له ټولنې ګوښه والی ورځ په ورځ ډېرېده او حتی بدمغزي او بدخلقي يې لا ډېره شوه. هغسې چې په ۱۸۶۴ کال په یوه لیکنه (د سټریټ عبثیاتو مشاهدات) کې لولو، بېبیج له سټریټ موسیقارانو نه ډېر زیات متنفر وو. هغه ګاونډیان چې له دې موسیقارانو سره یې جوړه وه، اکثره به له بېبیج سره لاس و ګرېوان وو، تر دې پورې چې ځینې وختونه به يې د موسیقۍ ډله منظمه کړه او په لوی لاس به يې د هغه د کور مخې ته د خرابو او بې آهنګه آلاتو موسیقي غږوله.

د ۱۸۷۱ کال د اکتوبر په ۱۸ د بابیج تر مړینې وروسته، د کمپیوټر په هکله د هغه پاموړ نظریات ورو، ورو پیکه او د خلکو له ذهنونو ووتل او نوموړی یوازې د هغو خدماتو لپاره یاد شو چې د اقتصاد او ټولنیزې احصایې په برخه کې یې کړي وو. ټولنیزه احصایه هغه ډګر وو چې د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې یې اهمیت ومونده. نو له دې امله بېبیج د ۱۹۳۰ کلونو په وروستیو وختونو کې د اتومات محاسبې او کمپیوټرۍ پر بیاځل احیا کې ډېر کم لاس درلوده؛ (مګر اصلي خبره دا ده چې د بېبیج یادښتونه او لیکنې تر ۱۹۷۰ کلونو پورې تر ګردونو لاندې وې.) البته نن ورځ هم کمپیوټرپوهان چارلز بېبیج ته د خپل معنوي پلار مقام ورکوي.

اضافي لوستونه:

1- “The Analytical Engine: the First Computer.” Available on-line. URL: http://www.fourmilab.ch/babbage/. Downloaded on October 31, 2002.

2- Babbage, H. P., ed. Babbage’s Calculating Engines. London, 1889. Reprinted as vol. 2 of I. Tomash, ed. Babbage Institute Reprint Series, 1984.

3- Campbell-Kelly, M., ed. The Works of Charles Babbage. 11 vols. London: Pickering and Chatto, 1989.

4- Henderson, Harry. Modern Mathematicians. New York: Facts On File, 1996.

5- Swade, Doron D. “Redeeming Charles Babbage’s Mechanical Computer.” Scientific American, February 1993, p. 86.

4 COMMENTS

  1. ښاغلي لیکوال اکثره تاریخونه په سمه توګه ندي لیکلي. هیله ده چې په راتلونکو لیکنو کې دا ډول مسائلو ته سمه پاملرنه وکړي. مننه

  2. سلامونه ښاغلی محمد صېب؛
    که مو لږ دقیقه اشاره کړې وای تاريخونو ته نو اصلاح به مې وو٬ ځکه زه دا ليکنې له معتبرو ماخذونو ژباړم او په ويکيپيډيا او نورو پاڼو تکيه نه کوم. که بيا هم غلطي وي٬ نو ښه ده چې په نښه شي.

    مننه له دقت او نظر څخه مو

  3. ګرانه ښاغلی فراز؛
    په لیکنه کې مو راغلي دي چې (چارلز بابیج په ۱۷۹۱ کال د ډسمبر په ۲۶ نېټه د لندن په یوه داسې شتمنه کورنۍ ………) بیا وروسته لیکل شوي چې (په ۱۹۸۰ کال کې بېبیج د کمبریج ټرینیټي کالج ته لاره وموندله،…..) د کال ۱۷۹۱ او کال ۱۹۸۰ تر مینځ ۱۸۹ کاله واټن دی. یعنې دا دا سړی ۱۸۹ کاله وروسته کالج ته لاره موندلې ده چې داسې نشي کېدای. همدا شان یو دوې نورې تېروتنې هم شته. نو زه فکر کوم چې دا به تخنیکي تېروتنې وي چې باید نه وای. دا هم باید ووایم چې ستاسو هلې ځلې د قدر وړ دي خو که لیکنه تر بشپړېدو وروسته په ځیر سره ولوستل شي، د تخنیکي تېروتنو مخنیوی په ښه توګه کېدای شي. بریالي اوسئ

  4. بالکل تخنيکي ستونزې په ځيرتيا له منځه ځي٬ خو بيا هم انسان دی پاتې کېږي.
    نور به ان شاءالله هڅه کوم چې تکرار نه شي. عموما د ټايپ په وخت کې الفاظو٬ د جملې جوړښت٬ د ليکوال هدف او مطلب اوداسې نورو خواوو ته د سړي پام وي؛ د تصحيح په وخت کې بيا د متن فصاحت٬ بلاغت٬ او وضاحټ سړی پسې اخيستی وي… خو باوري يم چې ستاسو په څېر ځيرک لوستونکي وي نو هر ډول تېروتنې ختمېدی شي.
    ژوندي اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب