پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+د مصطفی عمرزي مړینه| پوهندوی آصف بهاند

د مصطفی عمرزي مړینه| پوهندوی آصف بهاند

«د فلک له چارو څه وکړم کوکار…»

د فـلک لـه چـارو څـه وکـړم کوکار

زمولوي هر گل چې خاندي په بهار

هر غاټول چې په بیدیا غوړېده وکا

رېـژوي یې پـاڼې کانـدي تار په تار

ډېـر مـخـونـه د فلک څپېړه شنه کا

ډېـر سرونه کا تر خاور لاندې زار

     (شیخ اسعد سوري)

او دا دی یو ځل بیا مرگي زموږ د فرهنگ د بڼ ور، راتکاوه او بیا یې خپل پور وغوښت، خو ډېر بېوخته،

او دا دی بیا مرگي زموږ د فرهنگ له بڼ نه یو غاټول وشکاوه،

او دا دی بیا مرگي په یوه څپـېـړه ډېر مخونه شنه کړل،

او دا دی بیا یې یو د کار سر رانه یووړ او تر خاورو لاندې یې کړ،

او دا ځل یې یو ډېر فعال، زړور او د افغان فرهنگ پیاوړی مدافع رانه وریبه،

افغان لیکوال، څېـړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي یې د تل له پاره رانه جلا کړ.

په خواشینۍ سره خبر شوم چې لیکوال، څېړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي هم له ژوندیو لار بېله کړه او د وطن، خلکو او فرهنگ له مینې سره یې پر وطن او خلکو او فرهنگ باندې د روان ناتار او غوبل د لرې کولو ارمان گور ته یووړ.

مرگ حق دی او هر ژوندی موجود به یې مزه څکي. د مرگ له ژوندي موجود سره دوښمني ده، خو د مصطفی عمرزي په مړینه داسې پوه شوم چې د مرگ له موږ سره بیخي نه ده جوړه، داسې دوښمني یې له موږ سره رااخیستې ده چې د نړۍ په هېڅ ځای کې یې داسې دوښمني له چاسره نه وي کړې او دا ځل یې زموږ د فرهنگ په بڼ کې په داسې یو بوټي وار وکړ چې د وطن، خلکو او ډېرو سترگې وراوښتلې، هغه هم لکه ژرنده، پرته له ستړیا بې له دمې کار کاوه، خو داسې یې ودراوه چې نور به یو پل هم اوچت نه کړي د ځوانۍ په جوش کې یې راڅملاوه او ډېر خلک یې بیا د ویر پر ټغر کښېنول.

مصطفی عمرزی پر وطن، خلکو او فرهنگ باندې داسې میین و چې عملاً یې خپل ټول لنډ عمر ورته وقف کړی و، د ده په سلگونو مقالې او په لسهاوو کتابونه د دې ادعا ښه ثبوت کېدای شي، دی د کار او ملي فکر خاوند شخصیت و.

کله مې چې د مصطفی عمرزي د مړینې خبر واورید، بارو مې نه کېده، خو خبر دومره زورولم چې په دوو کې کې یې درولی وم. له ځان سره مې ویل: که دا خبر لکه د رفیع صاحب د مړینې ناسم وي، نو افغانان ولې داسې کوي او که ریښتیا وي نو، دا خو بیا موږ د فرهنگ خپله یوه لویه سټه له لاسه ورکړه، داسې څوک مو له لاسه ورکړ چې تل به په خپل ټول ځواک سره د افغانستان د قسم خوړلو دوښمنانو د فرهنگي یرغل په مقابل کې په علمي او مستند ډول سپر و؛ او خبر ریښتیا شو او ډاډه شوم چې مصطفی عمرزی هم لکه تاج محمد یاري په ناهیلۍ او بیکسۍ کې داسې سترگې پټې کړې چې د وطن د ابادۍ، د نوي نسل د روزلو او د افغانستان د هراخیز پرمختگ زرین ارمانونه یې پر داغلي زړه او ذهن باندې نا تمام له ځان سره گور ته یوړل.

د دې خبرې یادول اړین گڼم چې مصطفی عمرزي په یوې لویې فرهنگي کورنۍ پورې اړه درلوده. د ده له خپلو لیکنو څخه څرګندېـږي چي دی د اماني عصر د فرهنګي شخصیت او د تذکرة الشعراء مولف سراج الدین سعید د کورنۍ غړی و او د مولوي محمد امین خوګیاڼي له کورنۍ سره ئې هم خپلوي درلوده او د پیاوړي لیکوال او هنرمند محمد جان فنا وراوره و.

اکادمسین کاندید استاد اعظم سیستاني د مصطفی عمرزي په باب داسې لیکلي دي:

«با دریغ واندوه خبردرگذشت نویسنده جوان وفعال وشجاع مصطفی عمرزی را امروز درسانه های جمعی از جمله در فیسبوک وپورتال افغان جرمن آنلاین خواندم وچنان مرا متاثر ساخت که گوئی پسرم را از دست داده باشم.

مرحوم عمرزی، ژورنالیست ونویسنده پرکاری بود که با عمرکم خود(38 سال) درکنار صدها مقاله وگزارش های مستند، حدود دوصد اثرمستقل نوشته است که اکثرشان بچاپ رسیده اند وبرخی هم ناچاپ مانده اند.

یکی از خصوصیات اخلاقی ومیهنی عمرزی صافی دفاع از تاریخ وفرهنگ افغانها دربرابر حملات لجام گسیخته افغانستان ستیزان وگروه ستمی ها بود.عمرزی هر مقاله وهرکتابی که درضدیت با فرهنگ وزبان وتاریخ سیاسی افغانستان از سوی مخالفان نام افغان وافغانستان نوشته میشد، با سرعت وشجاعت کم نظیری به نقد آن آثار می پرداختت وبا منطق واستدلال قوی اتهامات را تردید میکرد وتلاش نویسنده را خنثی میساخت. مرگ این جوان یک باردیگر افغانها را از یک حصن حصین ویک دژ تسخیرناپذیر محروم ساخت.جای مصطفی عمرزی درجامعه فرهنگی افغانها برای مدتهای نامعلومی خالی خواهد بود.روانش شاد ویادش همواره گرامی باد.»

دغه راز د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون چې د مصطفی عمرزي نږدې دوست او فرهنگي همکار و، د عمرزي د ژوند، فرهنگي کارونو او مړینې

په باب داسې ویلي دي:«

د بېکسه غره سفر :

یوازې پرون یې له ناروغۍ خبر شوم ، په وټساپ مې ورته پیغام پرېښود ، ما ویل بهر کې یم کنه ضرور دې پوښتنې ته درتلم، خو د دفتر ملګرو ته مې ویلي نن دې ضرور لیدو ته درځي . نن یې په فیسبوک کې د مرګ خبر خپور شو، وټساپ مې چک کړ ، لکه چې دردونو او نهیلۍ ډېر پسې ستړی کړی و؛ زما د غږیز پیغام د کتلو مجال یې نه و پیدا کړی.

مصطفی عمرزی صیب یادوم ، د اوسېلې ، سړیتوب ، کار او زیار یو لوی غر. هغه تر پنځوسو عنوانونو زیات کتابونه لیکلي او ژباړلي وو چې اکثره یې چاپ شوي دي . زه خو یې ځکه د زیات احسان پوروړی یم چې یوازې تر لسو عنوانو زیات یې زما کتابونه په داسې دري ژباړلي وو ، چې له اصل سره یې پوره پوره سیالي کوله. هغه ته خدای پاک داسې یو خارق العاده استعداد ورکړی و، چې څنګه یې به یې پښتو متن وکوت ، نو سم له لاسه به یې دري ژباړه چالان شوه.له ګړني پلوه د ده پښتو ټکنۍ وه ، خو کله چې به یې دري ته و ژباړله ، نو ان د لیکوال لفظي او ګرامري تېروتنې به یې هم ورسمې کړې . په دري ادب او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز تاریخ کې یې مطالعه دومره زیاته وه چې افغانستان مېشتي ستمیان او ایرانپالي خو یې د ځواب نه وو چې نه وو، ان د ایران د مذهبي فاشیزم په رنګ کې را ټوکېدلي لیکوال یې هم د ځواب جوګه نه وو . د ایران د تاریخ د جعلي او تصنعي برخو په باب د ده وروستۍ تنقیدي او څېړنیزې لیکنې د زیات ارزښت وړ دی. عمرزي صیب خپلې دا لیکنې په (( دانشنامه افغان)) وېبپاڼه کې چې ده خپله جوړه کړې ده ، خپرې کړې دي. د دې تر څنګ یې تر یو زر عنوانو زیات نور مهم اثار هم د دې وېبپاڼې په کتابتون کې خوندي کړي دي.

عمرزی به شپه او ورځ پر لیکنې، ژباړې او مطالعې بوخت و، نه یې حکومتي دنده درلوده او نه کومه بله داسې عایداتي سرچینه چې د ده ژوند دې خړوب کړي.

ده یوازې ژوند کاوه ؛ د کورنۍ غړي یې لا پخوا دانه دانه له لاسه ورکړي وو، دی په خپل لوی وطن کې د کوم کور نه ، یوازې د یوه کرایي اتاق خاوند و، بې کسه و ، خو بېوسه نه و، ډېر لوړ همت یې درلود ، نه یې چا ته طمع درلودله ، نه یې چا ته لاس غځوه ، د غره غوندې اراده یې درلودله . زه هېڅ فکر نه کوم چې د غره په شان دا فلموال ورور مې له موږه خپله لاره بېله کړې وي ، تر ټولو ستر ارمان خو مې پر زړه دا پاتې شو چې د ده جنازې ته مې اوږه ور نه کړای شوه، کرونا ډېره بده وبا ده ، سړی اول نهیلی کوي او بیا یې وژني ، نو زما ورور به د ژوند په ورستیو شېبو کې څومره د بېوسۍ او بېکسۍ احساس کړي وي؟ دا حالت مې ډېر ځوروي ، پر مخه دې ګلونه وروره ! ټول درپسې یو ، هلته به بیا سره ګورو او د خپلو وطن د غمونو داستانونه به بیا سره لیکو…» 

مصطفی عمرزی پېژندنه:

د افغانستان د اوسنۍ دورې د زړور لیکوال، نه ډارېدونکي ژورنالست، با مطالعې او دقیق څېړونکي بیوگرافۍ پسې مې لومړی د ویکیپیدیا ور وټکاوه، هلته مې کوم ځواب وانورېده او څه مې ترلاسه نه کړل.  د خپلو راټولو کړو معلوماتو گوډی مې پرانست، پرته له یوه لینک نه مې نور څه ونه موندل، د خپلو معلوماتو له مخزن نه مې لینک کاپي کړ، گوگل ته مې ورکړ، راته خلاص نه شو. څنگه چې لینک د تاند ویبپاڼې و، نو له تاندوالو نه مې داسې د مرستې غوښتنه وکړه:

«سلامونه! هیله ده هر څه ښه وي. په ۲۰۱۷ ام کال کې تاند د «معرفي مصطفي عمرزی نویسنده، پژوهشگر و روزنامه نگار» تر سرلیک لاندې څه خپاره کړي و، دا یې لینک دی:

http://www.taand.com/archives/83937

یا نه خلاصېـږي او یا به زه نه پوهېـږم، که د مهربانې له مخې مرسته راسره وکړئ دا لینک خلاص او متن ما ته راولېـږئ، زه به خوشاله شم. له مرستې نه مو مننه.»

د تاندوالو دې کور ودان وي چې هماغه زما ورلېـږلی لینک یې فعال کړی راولېـږه، په هغه کې د مصطفی عمرزي بیوگرافي داسې راغلې ده:

«متولد 2 عقرب سال 1358 در کابل.

فارغ از «لیسه ی عالی استقلال» در سال 1378.

فارغ به سویه ی دیپلوم از بخش «راديو و تلويزيون»پوهنځى ژورناليسم پوهنتون كابل در سال 1382.

دارنده ی گواهینامه ی «گزارشگر انتخابات» از پروژه های آموزشی شبکه ی جهانی BBC.

تجربیات کاری:

عضو شوراي مركزي،گزارشگر، خبرنگار، روزنامه نگار، مدير مسوول نشریه، همکار قلمی، مصحح، نويسنده، تهيه كننده،كارگردان، مسوول ارزيابي نشرات، مسوول طرح و ارزيابي و مسوول واحد فرهنگيدر نهاد ها و رسانه هاي چون اتحاديه ي ملي ژورناليستان افغانستان، اتحاديه ي ملي ژورناليستان و خبرنگاران افغانستان، شوراي ژورناليستان افغانستان، انجمن شاعران و نويسنده گان افغانستان،‌ هفته نامه ی «قلم»، راديو و تلويزيون «نورين»، تلويزيون«1»، راديو و تلويزيون «باختر»،گاهنامه ی «ملی تحریک»، نشریه یویژه ی «تحریک»،روزنامه ی «سرخط»، مجله ی «اوربند»و واحد توليد «آمو فلم»

آفرینش های کاری- فرهنگی

برنامه ها و فلم هاي مستند تلويزيوني:

ــ برنامه ي مستند تاريخي«يك سده فراز و نشيب» در تلويزيون «باختر»: 14 قسمت 24دقيقه يي.

ــ برنامه ي مستند تاريخي «آيينه ي تاريخ» در تلويزيون «باختر»: 18 قسمت24 دقيقه يي.

ــ برنامه ي مستند ادبي «ناي» در تلويزيون «باختر»: 20 قسمت 24 دقيقه يي.

ــ ويژه برنامه ي مستند «26 سرطان» در تلويزيون «باختر»: 24 دقيقه.

ــ فلم مستند «پژواك كوهسار» (پيرامون زنده گي مرحوم فقير فروزي) در تلويزيون «باختر»: 40 دقيقه. 

تخلیقات:

ــ صحبت هاي مغاره نشينان (مجموعه ی طنزی)- منتشر شده است.

ــ افغانستان و بازار آزاد (مجموعه ی تحلیلی و انتقادی)- منتشر شده است.

ــ مرز و بوم (مجموعه ی تاریخی و اجتماعی).

ــ چهار يادواره (معرفی چهار شخصیت و نویسنده ی افغان)- منتشر شده است.

ــ سخن در سخن (نوشته ها بر آثار دیگران).

ــ يك قرن در تاريخ و افسانه (تاریخ تحلیلی و شفاهی افغانستان از 1900 تا 2000 میلادی)- منتشر شده است.

ــ افغاننامه (مجموعه ی معرفی شماری از نخبه گان افغان)- منتشر شده است.

ــ پشتون ها (مجموعه ی تحلیلی)- منتشر شده است.

ــ رسانه ها، مديريت و نوسان ها (مجموعه ی تجربیات رسانه یی نویسنده).

ــ در هرج و مرج زيستن (مجموعه ی نوشته های سیاسی- اجتماعی).

ــ تاریخ عمیق (مجموعه ی طنزی).

ــ توضیح (مجموعه ی نقد و تحلیل پدیده های بشری).

ــ اندیشه در بستر سیاست و اجتماع (مجموعه مقالات منتشره در روزنامه ی سرخط)- منتشر شده است.

ــ با زبان دری (مجموعه مقالات پیرامون زبان و ادبیات دری)- منتشر شده است.

ــ روزگار (مجموعه ی اجتماعی).

ــ در فیس بوک (مجموعه ی پُست های فیس بوکی نویسنده).

ــ پاسخ (نامه های نویسنده).

ــ مردان دولت ساز (تحلیل تاریخی پیرامون امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، شاه امان الله، نادرخان، شاه محمد ظاهر، محمد موسی شفیق و سالار محمد گل خان مومند).

جزوه ها:

به رنگ آبي (پيرامون زنده گاني شهيد مينا؛ بنيانگذار سازمان راو=  RAWA)

مردي از سرزمين آزاده گان (پيرامون زنده گاني و برنامه هاي انتخاباتي محمد شفيق گل آقا شيرزي در سال 1393 خورشيدي).

محمد نادر «نعيم» (پيرامون زنده گاني و برنامه هاي انتخاباتي محمد نادر نعيم در سال 1393 خورشيدي).

تالیفات:

ــ هنر در سینمای افغانان (بررسی فلم هنری سینمایی افغانستان از 1327 تا امروز)- منتشر شده است.

گردآوري ها:

ــ زماني كه مفاخر ناچيز مي شوند (نقد باستانگرایی و پدیده های کهنه)- منتشر شده است.

ــ حقيقت خورشيد (پیرامون کلمات افغان و افغانستان)- منتشر شده است.

ــ در جغرافیای جهان سوم (بررسی ستم ملی و ستیز قومی در ایران).

ــ در متن مدعا (رهروان پیامبر (ص) در جمهوری اسلامی ایران).

ــ نگرش نو، بر شاهنامه و فردوسي (نقد فردوسی و شاهنامه)- منتشر شده است.

ــ مُنحنی تاریخ (نقد و بررسی کوروش و سلسله ی هخامنشی)- منتشر شده است.

ــ آرياييسم (نقد پدیده ی آریایی)- منتشر شده است.

ــ پور ِخرد (معرفی استاد ناصر پورپیرار)- منتشر شده است.

ــ دري افغاني(پیرامون زبان دری و ویژه گی های آن)- منتشر شده است.

ــ آيين هاي سخيف (نقد و بررسی ادیان زردشتی، مزدکی و مانوی)- منتشر شده است.

ــ کتابنامه ی من (پیرامون زنده گی و کارنامه ی مصطفی عمرزی).

ــ پندار ستمی (نقد و بررسی پدیده ی معروف به ستمی).

ــ آرکاییسم (نقد و بررسی باستانگرایی)- منتشر شده است.

ــ معنی (گزیده هایی از سخنان اندیشمندان).

ترجمه ها:

ــ تا حصار پنتاگون (سفرنامه ي واشنگتن): محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ رسانه هاي كنوني افغاني: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ ساختار هندسي شعر پشتو: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ انگيزه هاي فرار نخبه گان حرفه يي از افغانستان: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ تخت دهلي را فراموش مي كنم (سفرنامه ي هند): محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ افغانستان در پيچ و خم سياست: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ اگر جهانيان شكست بخورند؟: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ درست نویسی پشتو: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ فقر فرهنگي: محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ در قلب كرملين (سفرنامه ي مسکو): محمد اسماعيل «يون»- منتشر شده است.

ــ مشی «تحریک ملی افغانستان»- در اختیار «د افغانستان ملی تحریک»، قرار داده شده است.

ــ اساسنامه ی «روند ملی جوانان افغان»- در «اختیار روند ملی جوانان افغان»، قرار داده شده است.

ــ اساسنامه ی «انجمن پیشرفت و رفاه زنان افغان»- در اختیار این نهاد، قرار داده شده است.

ــ اساسنامه ی «حزب حرکت مردمی افغانستان»- در اختیار این حزب، قرار داده شده است.

ــ مرامنامه ی «حزب حرکت مردمی افغانستان»- در اختیار این حزب، قرار داده شده است.

ــ همکاری های فرهنگی با دیگران در تهیه ی کتاب ها، فلم ها و برنامه ها.

کتاب ها:

«سايه بان بي سايه»، «انتحار سياسي»، «جوانان؛حربه اي براي امتياز»، «تحقیقی پیرامون سوابق تاریخی و موقف حقوقی قرارداد و خط دیورند»، «پشتونستان»، «پژواک؛ زنده ی جاویدان است» و «زنده گی امیر دوست محمد خان- جلد اول نوشته ی موهن لال».

فلم ها و برنامه های تلویزیونی:

 «مستند باختر» (برنامه ی تاریخی)، برنامه ی اجتماعی »همتا» ، «بازتاب اعتماد مردم» (سلسله ی انتخاباتی)، «شهید ملت» (مستند زنده گی شهید عبدالحق)، «اراده ی سیاسی» (مستند زنده گی عبدالظاهر قدیر) و «صاحب دستار» (مستندی از زنده گی شهید عبدالقدیر).

تاییدات فرهنگی- مدنی:

–  ستایشنامه ی«مجمع صلح افغانستان» در سال 1386 ش.

ــ ستایشنامه ی«شوراي ژورناليستان افغانستان» در سال 1393 ش.»

خو د عمرزي صاحب په بیوگرافۍ کې د وخت په تېرېدو سره د ده د فرهنگي کارونو د ډېرېدو په وجه بدلون راغلی دی او ما یې په «کتاب های من» نومې اثر کې یو څه بشپـړه بیوگرافي ولوستله، خو څنگه چې د پي ډي اف په داسې بڼه اېښودل شوې ده چې نه کاپي کېـږي، نو ما هم لکه د چا خبره میداني چل ورسره وکړ، د بیوگرافۍ د ټولو مخونو عکسونه مې واخستل او دا دی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوم:

د بیوگرافۍ لومړی مخ

د بیوگرافۍ دویم مخ 

د بیوگرافۍ دریم مخ 

د بیوگرافۍ څلورم مخ

د بیوگرافۍ پنځم مخ

د بیوگرافۍ شپـږم مخ 

او په پای کې د مصطفی عمرزي د مړینې په پار د ځینو فرهنگیانو د خواخوږۍ او تسلیت پیامونه:

ډاکتر بهیج عثماني:

«کورونا دغه گل په دوو ورځو کې وواژه. نور مو خوښه چې پر ځان او کورنۍ مو پام کوئ او که نه.

د مصطفا عمرزي Mustafa Omarzai  اروا دې ښاده او جنتونه يې دې ځای وي. افغاني ټولنې ته کړي خدمتونه يې د هېرېدو نه دی. ياد يې تلپاتې.»

ښاغلی هارون حکیمي:

«د ‌‌‌‌‌‌ډېر خدمتګار شخصیت مصطفی عمرزي په مړینه غمجن سوم.

د هیواد د ملي هویت، کلتور او ادب لپاره یې په دري او پښتو ‌‌‌‌‌‌ډېر پرځای او کره لیکل کول او په بېلابېلو برخو کي یې ګڼ آثار چاپ کړل.

پینځلس کاله مخکي یې د افغان ادبي بهیر په غون‌‌‌‌‌‌ډو کي د خپلو ملي افکارو په هکله ځيني وضاحتونه راسره شریک کړل، تر اوسه یې د پراخ لیدلوري له اړخه د شخصیت لویوالی په ذهن کي ساتم او دا یاد به یې په درناوي پالم.

ویل کېږي چي نن یې د کرونا له امله روح حق ته وسپاره. لوی خدای دي پر ورحمېږي.»

د ډاکتر لطیف یاد پیام:

«په ډیرې خواشینۍ سره مو خبرترلاسه کړي دي چې دهېواد تکړه لیکوال او ژورنالیست او دډیرو دري کتابونو لېکوال مصطفی عمرزی دکرونا دناروغۍ له وجې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې . لوی خدای دې وبخښي !کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایم .

باید زیاته کړو چې ده زیات کتابونه لیکلي دي چې په هغو ټولو کې یې دخپل هیواد ملي ګټې په پام کې نیولې وې او دیو ه خپلواکه ملي دریز او سوچ خاوند لیکوال و.روح دې ښاد وي.»

اغلې شریفه شریف په خپل لنډ پیام کې داسې ویلي دي:

«کرونای ظالم یک گل دیگری از چمن کادر های ورزیده افغان را پر پر کرد و مصطفی عمرزی را از ما گرفت.

روحش شاد و یاد شان گرامی باد.»

د مصطفی عمرزي یو شخصي دوست ښاغلي طارق بزگر داسې لیکلي دي:

«ګران دوست د هېواد تکړه لیکوال، څېړونکی، ژباړن او ژورنالست مصطفی عمرزي

مصطفی عمرزی په هېواد او افغان ولس مین، دردمن لیکوال وو.

نوموړي په خپل خاص سبک په یوازې ځان لسګونه کتابونه او په سلګونو مقالې د یوې وړې کرایی کوټې څخه لیکلی دي.

د ۲۰۱۸ کال د اپریل په څلورمه مې کابل کې لیدو ته راغی ښې ډیرې خبرې مو وکړې، ډیر څه یې وویل او ډیر څه مې ترې واورېدل.

ویې ویل کوټې ته دې نشم بولی، هلته دې میلمه کولی نه شم کوټه مې ډیره نامنظمه، وړه او ګډه وډه ده.

د دعوت د رسنیز مرکز قلمي همکار وو، چې لسګونه مقالې یې په دعوت رسنیز مرکز کې خوندي دی. څو کاله وړاندې یې زما د ناڅیزه کارونو په اړه کتاب ولیکه، د چاپ یې وویل ما ورسره د چاپ د مصرف وعده وکړه، کتاب یې راولیږه چې په ناروې کې یې چاپ کړم. کتاب یې انلاین خپور کړ، چاپ یې د کرونا له امله وځنډید او ما خپله کړې وعده په وخت پوره نشوای کړه. کله ناکله به مو د تلیفون، مسینجر او فیسبوک د لارې خبرې کولې.

عمرزی لاړ خو زه به د هر څه مخکې خپله وعده چې څومره ژر کیږي پوره کړم.

څو ورځې مخکې ښاغلی اسد دانش يې د کورونا ناروغۍ په اړه ولیکل غوښتل مې چې تکلیف یې یو څه کم شي احوال به یې اخلم.

نن سهار مې د عمرزي صاحب د مړینې خبر ولوست، ناڅاپي مرګ یې وژړولم.

ژوند یې له یوازېتوب، سختو، ستونځو، او دردونو او ارمانونو ډک وو.

او نن د خپلو ټولو دردونو، ارمانونو او لوړ افغاني ملي فکر سره د خاورو میلمه شو.

په ګور یې نور او روح يې ښاد.

د لیکنو لینک یې په لومړي کامنټ کې کتلای او لیکنې یې لوستلای شئ

درنښت

بزګر»

د ښاغلي رحمت اریا د خواشینۍ خبرې:

«با تأثر و تألم بی حد که بیان آن برایم سخت است و اصلاً باورم نمی شود افغانستان یکي از فرزندان رشید، متهور، نترس، حقیقت جو و دانشمند خود مصطفی عمرزی را از دست داد. با دیدن اعلامیـﮥ افغان جرمن آنلاین و دیدن تصویر مصطفی عمرزی عزیز شاک خوردم. از جایم برخاستم و در اندوه فراوان غرق شدم. با عمرزی مرحوم شناخت حضور نداشتم ولی اثار نشر شدﮤ وی که مبین ژرف نگری د دقیق النظر بودن شان بود چنان مرا با او آشنا ساخته بود که فکر میکردم سالهاست که وی را می شناسم. مصطفی عمرزی افغانستان و مردم آنرا عاشقانه و پروانه وار دوست داشت و برایش چون شمع می سوخت. نگاه دقیق دوی در ازیابي حالات موجوده و تحیق در متون کهن تأریخی آثار گرانبهاییست که وی از خود بجا گذاشته است. وی برای آثارسش ویب سایت علیحده ساخته بود و همواره آنرا دنبال میکردم. مصطفی عمرزی جوان مرگ شد. ۳۸ سال داشت. مجرد بود. فقط ماه اکتوبر سال گذشته در مسنجر با من درد دل کرد. از حالات شکوه داشت. مانند ساﺌـر عاشقان افغانستان برای حالاتش در میان اشک و اندوه رنج می برد. باری از نزدش پرسیدم که چرا بخارج نمی روی، گفتم مردمم را رها نمی کنم. گفت با وجودیکه در خانـﮥ کرايی یا به بیان دیگر در یک اتاق زندگی میکند و آنهم در سرای شمالی و همواره مورد تهدید زورمندان و اوباشان قومی قرار میگیرد ولی با آنهم به قول خودش ” مقاومت می کنم تا زنده ام” و الحق که چنین کرد. من مصطفی عمرزی این دانشمند جوان را یکی از کدر های علمی برای افغانستان می دانستم و می دانم و امید داشتم که وی در آیندﮤ نزدیک چنانچه طی حیاتش ثابت ساخت بیکی از اشخاص بی بدیل در قطار ساﺌـر دانشمندان خواهد ایستاد ولی عمر کوتاهش برایش مجال نداد. مصطفی عمرزی یک ارزشت و یک سرمایه بزرگ معنوی افغانستان بود. خداوند منان بهشت معلی را نصیب شان گرداند. یک سؤال در این مقطع دارم و آن اینکه مصطفی از مرگ نبود، همواره از طرف تیکه داران قومی و اوباشان یا چماق بدستان آنها تهدید می شد. نه شود اینکه او را به شکل مرموز کشته باشند و این قتل مانند ساﺌـر قتل ها در آرشیف گمنامي ها خواهد ماند. من باورم این است که او را کشته اند.»

5 COMMENTS

  1. انا لله و انا الیه راجعون! خدای دی د عمرزی صاحب جنتونه نصیب کړي او کورنۍ او دوستانو تهیې د جمیل صب غواړم! د عمرزی صاحب ټولی مقالی چی زما مخی ته راغلی لوستلی دی او داسی دلچسپه دی چی سړی ډیر زر ځان ته جذبوی!
    عمرزي د هغو خراسانیانو چی نه خر لری او نه اسان افغان ضد سپو ته درانده درانده کاڼی ورغوځول، داسي کاني چې نور افغان ملت ته ونه غاپي!
    یا الله د عمرزي جنتونه نصیب او مونږ ته دهغه اجر او صبر راکړي
    انا لله و انا الیه راجعون

  2. د خدای بخشلی عمرزی صاحب د ویاړنی مقاومت لیکنی د هر اصیل افغان په زړه کښی لوی ملهم وو دده ځوان شجاعت د وطن د کلتور ، ژبی او ازادی سره د ټولو اصیلو افغانانو زړونو کښی ځای نیولۍ وو دده وفات افغانانو لپاره ستره ضایع دی خدای پاک ددی ایمانداره ځوان جنتونه په نصیب کړی او دده محترمی کورنۍ او دوستانو ته د خدای مهربان څخه تسلی غواړم ، بلی ژوند ناڅاپی ختمیږی او مرحوم عمرزی صاحب په لنډ ژوند کښی د یو ځلانده څراغ په شان و ځلیده ، خدای پاک دده جنتونه ځای کړی !!!!!

  3. سلامونه،
    دا څه ګورم؟ لکه نورو ملګرو څو ثانيې مخکې مې تاند پرانیست او د استاد آصف بهاند په ليکنه او د ((عمرزی)) مصطفی جان په فوټو مې سترګې ولګېدې. اول خو ما هم باور نه راته مګر رښتیا هم داسې یوه ځوانه هستي مو ځوانيمرګه شوې ؛ اوښکې مې نه درېږي ؛ د آریا صاحب غوندې زه هم په پای کښې شکمن یم چې لکه د زرهاوو پښتنو متعهدو سرونو ېې دی هم تېر کړ ! والله اعلم.
    چې دستار تړي هزار دي ؛؛؛ د دستار سړي په شمار دي . دی د افغان او افغانیت هغه ځلانده ستوری و چې د (سوچه دري) په سبک به ېې، فارشيستاني کاذبان او د هغوی د دروني ګوډاګیانو تش په نامه خر آسانیان او سټمپفان حیران پاتې ول، او دهغهء ملي ، علمي، تاريخي، ورځنیو موضوعاتو په بابونو قضاوت ته به ېې د خجالت سترګې ټيټې اچولي وي .
    د صافي قوم باید دی یوازې نه وای پرې ايښی . لکه یوه لیکنه کې ېې خپل پلرنی بابا (مرحوم ډګرجنرال سعدالله خان ) چې په خټه ساپی و معرفي کړی و او که غلط نه شم ، پلار ېې نظامي ډاکټر و چې د ثور او جدي اړ و دوړ کښې شهيد کړل شوی و !. ده هم د شهادت درجه یوړه. اوس خو زمونږ له منځه لاړ ناچاره به وایو : ما از برای خدا آفریده شده ایم و بدون شک به سوی او بر مې ګردېم.
    که جنت فردوس له نورو جنتونو نه برتري ولري همهاغه دې لوی الله ج. ځوانیمرګ مصطفی عمرزي ته په نصيب کړي . آمين.

  4. I was taken by sadness hearing Omarzai Sahib is no longer with us and Allah bless him.

    I too have read some of God bless writings and a good numbers of it based exclusively on bigotry, which is heavily against the current interest of Afghanistan.

  5. سلام
    انا لله اونا الیه راجعون
    مرحوم قیام الدین خادم وایی : پر ماته کښتۍ ناست یم طوفانونه دی په مخ کې
    پر دغه لاره یې بیایم که وم وم که نه وم نه وم

    مصطفی په درې اړخیزه ابعادو کې افغان ستایی د بشپړ دریځ پیاوړی لیکوال وه :سوچ او فکر،صریح اوقاطع لهجهه ،بې کرکې او رښتیا ویونکی .بنابران ،دافغان ولس ،مظلو م ملت ،جنګ او جګړو خوړلی افغانستان لپاره دداسې یوه تکړه لیکوال مړینه ستره ضایعه ګڼل کیږی نوموړی داستعمار او استعباد په وړاندی کلک مورچل وو. الله ج جنت الفردوس په برخه او کورنۍ ته صبرجمیل ورکړی.آمین یارب العلمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب