پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeټولنیزامریکایی، کمپیوټر پوه جان بېکس

امریکایی، کمپیوټر پوه جان بېکس

(Backus, John)

(۱۹۲۴ –  )

ژباړه: رحمت شاه فراز

جان بېکس ته د هغه ټیم مشري ور له غاړې وه چې فورټران (FORTRAN) پروګرامي ژبه يې ایجاد کړه. فورټران د خپل عصر تر ټولو مشهوره کمپیوټري ژبه وه، په تېره په ساینسي او انجینري ساحو کې یې د استعمال ګڼ موارد لرل. بېکس د کمپیوټرونو د ډیزاین او د پروګرامي ژبو د انالیز یا تجزیې په برخه کې لوی خدمات کړي دي.

جان بېکس په ۱۹۲۴ کال د ډسمبر په ۳ نېټه د فیلاډیلفیا په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېده. د زیاترو کمپیوټر سرلارو بالعکس، د لیسې په دور کې د جان وړتیا او استعداد دومره د ستایلو نه وو. اکثره به په ټولګي کې ناکامه وو او بیا به يې خپله دغه ناکامي د اوړي په ښوونځي کې جبران کوله. په ۱۹۴۲ کال د پېنسلوانیا پوهنتون د کیمیا پوهنځي ته کامیاب شو، خو ټولګي ته د نه حاضرېدو له امله له پوهنتون څخه وایستل شو. په دې پسې يې د امریکې پوځ کې دنده واخیسته، په پوځ کې ښه وځلېده او د کورپورال تر رتبې ورسېده او د یوې ډلې قومانده ور وسپارل شوه. د خپلې علاقې او لېوالتیا تر ازمویلو وروسته، بېکس وموندله چې دی د انجینري لپاره ښه استعداد لري، نو پوځ د پیټس برګ په پوهنتون کې د انجینرۍ په یوه پروګرام کې شامل کړ. په دې پسې يې د طبي استعداد ازموینه ورکړه او په دې ازموینه کې هم معلومه شوه چې نوموړی د طب پوهنځي د لوستلو وړتیا هم لري. بېکس په دې پوهنځي کې هم ځان شامل کړ، خو یوازې د دې لپاره چې یو ځل بیا له پوهنتون څخه د شړل کېدو خوند وڅکي.

د خپل نامعلوم سرنوشت په ترڅ کې يې دا ځل له برقي مسایلو او الکترونیک سره علاقه پیدا شوه، ځکه چې ده غوښتل چې د جګ غږ یو سیسټم جوړ کړي (چې دغه سیستم به هغه مهال لېوالو کسانو په لاس جوړاوه). د برق په برخه کې د خپلې پوهې د زیاتولو لپاره بېکس په یوه تجارتي ښوونځي کې ځان شامل کړ. په ښوونځي کې یوه ښوونکي له ده وغوښتل چې د یوې مقالې د لیکلو لپاره د محاسبو په سرته رسولو کې له هغه سره مرسته وکړي، او له دې لارې ناڅاپه له ریاضیاتو سره د ده رغبت او علاقه وځلېدله. له دې ځایه نوموړی په نیویارک ښار کې د کولمبیا پوهنتون ته لاړ، او په ۱۹۴۹ کال کې يې د ریاضیاتو په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.

په دغو وختونو کې بېکس په منهاټن ښار کې د IBM نوي کمپیوټري مرکز ته سر ور ښکاره کړ، هلته یې ولیدل چې یو ابتدايي کمپیوټر چې Selective Sequence Electronic Calculator یا (SSEC) نومېده، د نندارې لپاره ایښی وو. د سفر یوه ملګري وهڅاوه چې په دې مرکز کې د دندې غوښتنه وکړي. بېکس ته دنده ورکول شوه او SSEC کمپیوټر ته د ودې ورکولو لپاره وګمارل شو. دغه ماشین د پروګرام کېدو لپاره ماشینواله کوډونه استعمالول چې د دې کوډونو لوستل ډېر سخت او په هغو کې د غلطیو او اشتبهاتو موندل ګران کار وو. د بېکس وروسته پام شول، هغسې چې ډینس شاشا او کاتي لازیر يې یادونه کوي چې ((ته باید د کمپیوټر په خوا کې ولاړ اوسې، ځکه چې دغه شی په هرو درې ثانیو کې درېږي او غلطیانې کوي. ته باید په دې پوه اوسې چې څنګه يې بېرته فعاله کړې.))

بېکس غوښتل چې د یاد ماشین استعمال اسانه کړي او له همدې ځایه له پروګرامي ژبو سره د بېکس د دایمي مینې او علاقې سفر پیل شو. د IBM 701 ډېر قابل ماشین چې راووت، بېکس او ځینو همکارانو د یوه سیسټم لپاره پلان جوړ کړ چې ((چټک کوډ کول)) نومېده. د speed coding سیسټم په پروګرامونو کې د اعدادو تشخیص زښت اسانه کړ. د speedcoding په مرسته، د ارزښت وړ ارقام به د یوه مقیاسي فکتور په واسطه مشخص کېدل، چې دغه فکتور له اعشاري اعدادو سره مشابه وو. یو ځل به چې یو عدد کوډ شو، کمپیوټر کولای شوی چې تر اعشاري ټکي پورې هغه عدد تعقیب کړي.

بېکس چې دې نوي ماشین IBM 701 ته ور وړاندې شو، په ذهن کې یې یوه مهمه مفکوره پیدا شوه، چې ولې یو داسې پروګرام ونه لیکو چې د دې قابلیت ولري چې د انسان په سټایل لیکل شوې حسابي معادله (لکه T = A + 1 ) داسې ماشینواله لارښوونو ته ترجمه کړي، چې ماشین ورته ضرورت لري؟ دې پروګرام چې کمپایلر بلل کېږي، د کمپیوټر د پروګرام لیکنې په چاره کې انقلاب رامنځته کړ.

په ۱۹۵۴ کې بېکس ته یوه بله دنده وسپارل شوه چې یوه داسې نوې عالي(high-level) کمپیوټري ژبه  ایجاد کړي چې کمپایلر استعمال کړي. تر درې کاله سخت کار او زیار وروسته یاده ژبه او د دې ژبې د ترجمې لپاره یو پروګرام ډیزاین شو. په ۱۹۵۷ کال کې د دې ژبې لومړنۍ نسخه (ورژن)، چې فورټران (FORTRAN – FORmula TRANslating) نومېده، د IBM 704 لپاره بازار ته وړاندې شوه.

د فورټران تر ایجاد له مخه، هغو ساینسپوهانو چې د کمپیوټرونو ځواک ته سترګې په لار وو، د یوه ځانګړي کمپیوټر لپاره د یوې خاصې ماشینواله ژبې د زده کړې لپاره به په میاشتو میاشتو زیار ویسته. د فورټران په راتلو سره ساینسپوهانو وکولی شول چې د عادي ریاضیاتو د سمبولونو او جوړښتونو په استفاده یوه محاسبه تشریح کړي او د ماشینواله کوډونو د ژباړې چاره يې کمپیوټرونو ته پرېښودله. تر دې لا ښه خبره دا شوه چې، ساینسپوهانو چې د بېلا بېلو مواردو لپاره کوم پروګرامونه ولیکل، له هغو ځنې ډېری د (پروګرام د لایبرېري) یوه برخه وګرځېدل، او نورو ساینسپوهانو او انجینرانو استفاده ترې کولی شوی. نن ورځ د فورټران په ژبه کې لیکل شوی میلیونونه کرښې امتحان شوی او د اعتبار وړ کوډ یوازې دې ته په انتظار دی چې یو څوک ګټه ترې پورته کړي.

د ۱۹۵۰ کلونو په پای کې، بېکس له نورو کمپیوټرپوهانو سره د یوې نوې ژبې(الګول)، په جوړولو کار کاوه. فورټران په اساس کې د ساینسي کمپیوټرۍ لپاره جوړه وه، خو الګول د یوې عام موخیزې ژبې په توګه ډیزاین شوې وه چې په اعدادو سربېره پر متن یې هم د عملیاتو سرته رسول اسانه کړل. د الګول تجارتي بری نه شو په برخه، ممکن وجه به يې په شته ژبو باندې د خلکو لویه سرمایه ګذاري وه. البته الګول داسې فیچرونه او مشخصات درلودل چې د وروستیو ژبو لکه پاسکال او C لپاره ډېر اغېزمن ثابت شول. مثلا په دې ژبه کې د ډېټا سټرکچرونو د تشریح لپاره خورا اسانه لارې وړاندې شوې او بله دا چې د ((لوکل)) متحولونو د تعیین قابلیت یې هم درلود چې په تصادفي ډول یې د پروګرام له نورو برخو څخه، څوک نه شي بدلولی.

په الګول باندې د کار پر مهال بېکس د یو ډله ګرامري ډیاګرامونو لپاره هم پلان ترتیب کړ چې د هرې کمپیوټري ژبې د جوړښت یا ساختمان د تشریح لپاره وکارېږي، مثلاً داسې لکه د انګلیسي ژبې جملې چې ډیاګرام کېږي تر څو د الفاظو او فقرو ترمنځ ارتباط وښيي. دغه نوټېشن چې ډنمارکي کمپیوټر پوه پیټر ناور لا وده ورکړه، نن ورځ د بېکس-ناور فورم یا BNF په نوم پېژندل کېږي.

په ۱۹۸۰ کلونو کې بېکس د پروګرامي ژبو د ساختمان په یوه نوي میتود او روش کار پیل کړ، چې فنکشنل یا چارواله پروګرام لیکنه بلل کېږي. چارواله ژبې (لکه LISP) د خپلو اساسي جوړښتي توکو په توګه له ریاضیکي فنکشنونو څخه ګټه اخلي او د مطلوب نتایجو د ترلاسي لپاره دغه فنکشنونه پخپلو کې سره ترکیبوي.

په ۱۹۹۱ کې مخکې تر دې چې بېکس استعفا ورکړي، ګڼ افتخاري سندونه او جایزې یې ترلاسه کړې، چې له هغو څخه د ساینس ملي میډال (۱۹۷۵)، د کمپیوټري ماشینرۍ د ټولنې له خوا ټیورنګ جایزه (۱۹۷۷)، او د الکتریکي او الکترونیکي انجینرانو د مؤسسې د کمپیوټري ټولنې له خوا د مخکښۍ جایزه (۱۹۸۰) یادولی شو. دغه جایزې او افتخارات په کمپیوټر پوهنه کې د هغه لاسته راوړنې او د فورټران ژبې ارزښت را غبرګوي چې د ساینس (د پرمختګ او ودې) لپاره يې د کمپیوټر د توان و ځواک دروازې پرانیستلې.

اضافي لوستونه:

1- Backus, John. “The History of FORTRAN I, II and III.” IEEE Annals of the History of Computing 20, no. 4 (1998): 68–78.

2- Lee, J. A. N., and Henry Trop, eds. “25th Anniversary of Fortran,” Special Issue, IEEE Annals of the History of Computing 6, no. 1 (1984).

3- Shasha, Dennis, and Cathy Lazere. Out of Their Minds: The Lives and Discoveries of 15 Great Computer Scientists. New York: Springer-Verlag, 1997.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب