پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+سياسي اسلام، د دنيا تأمينول که د آخرت تضمينول

سياسي اسلام، د دنيا تأمينول که د آخرت تضمينول

ژباړن: ډاکتر ولي الله آزاد

نژدې یوه پېړۍ کېږي چې داسې حزبونه او ټولنې رامنځته شوې دي چې د اسلام سیاسي تفسیر یې منظور دی. دوی ورو ورو په اسلامي ملکونو کې د سیاسي – اجتماعي تحولاتو په مهمو لوبغاړو بدل شوي دي. تر دې اوږدې مودې وروسته، اوس د اسلامي ټولنو اساسي اړتیا دا ده چې د دغو ډلو نقش او فعالیت وارزوي. لیکوال هڅه کوي چې په دې بحث کې دغو ډلو ته له تحلیلي – انتقادي لیدلوري وګوري چې ورسره تیوریکي جدي بحثونو ته لاره هواره کړي ځکه دا شی زموږ په محیط کې سوړ او بې خونده دی.

د بحث ټرمینولوژي

مخکې تر دې چې اصلي بحث ته ورننوځم، ښه به دا وي چې له «سیاسي اسلام»، «تأمین»، او «تضمین» څخه خپل منظور روښانه کړم.

سیاسي اسلام، نن سبا د مذهبي جماعتونو په منځ کې هغو بهیرونو او ځواکونو ته ویل کېږي چې د دین تر نورو اړخونو په تېره بیا د دین د اخلاقي بعد په نسبت د دین ظاهري بڼه یعنې شرعي احکام پورته ګڼي. دوی په همدې وجه د شریعت تطبیقول د مسلمانۍ تر ټولو مهم اړخ ګڼي چې دا کار د حاکم سیاسي نظام په لاس کېدونی دی. دوی باور لري چې د همداسې نظامونو تاسیس د اسلامي ټولنو د ستونزو د حل پيل دی. دغه ډلې په فرهنګي، اجتماعي، اخلاقي او نورو ډګرونو کې نور ټول اصلاحات او بدلونونه، فرع ګڼي خو د مسلمانانو د سیاسي ژوندانه بدلانه ته د اصل په سترګه ګوري. په همدې خاطر حکومت ته رسېدل ورته خپله شرعي وجیبه ښکاري. په عربي نړۍ کې اخوان المسلمین، په غیرعربي ملکونو کې د دوی همفکران او پیروان، په مختلفو هېوادونو کې د حزب التحریر څانګې، جهادي سلفیت، د القاعدې نړېوال سازمان او د هغوی طالب انډېوالان، ټول یو خېل دي. سره له دې چې په ځینو موردونو لکه حکومت ته د رسېدو لاره او همدارنګه د شریعت د تطبیقولو په طریقه کې لږ ډېر سره اختلاف لري؛ خو په ټوله کې سره یو شان دي. دغه ټولې یادې ډلې د سیاسي اسلام تر نامه لاندې ډلبندي کېږي.

تأمین د امن له ريښې څخه اخیستل شوی دی او کله د امنیت او اطمینان ورکولو په معنا او کله هم د برابرولو او د اړتیاوو د رفع کولو په معنا چې د امنیت او اطمینان حس ورسره نغښتی دی، استعمالېږي. نن سبا دغه کلمه په فارسي کې هم په همدې معنا کارول کېږي او د لیکوال منظور هم همدغه معنا ده.

تضمین په دوو معناوو استعمالېږي: لومړۍ، د یوه شي استعمال د بل شي په ضمن (ترڅ) کې مثلاً په ادبیاتو کې چې یو شاعر د بل شاعر یوه مصراع یا بیت د خپل شعر په ضمن کې راوړي؛ خو دا معنا زموږ له بحث سره تړاو نه لري. (زموږ په ادبیاتو کې پخوا دغه دود موجود و چې یو شاعر دې د بل شاعر پر غزل مخمس ولیکي او د مخمس د هر بند په پای کې د هماغه غزل یو بیت راوړي، دې کار ته په ادبیاتو کې تضمین وايي. ژباړن) دویمه معنا، د یوه شي ضمانت کول او د هغه د ساتلو یا برابرولو ژمنه. لیکوال دا کلمه په همدې معنا استعمال کړې ده.

دنيا که آخرت؟

په دې لیکنه کې دا پوښتنه مطرح کول غواړو چې سیاسي اسلام د مومنو مسلمانانو دنیايي اړتیاوې او غوښتنې پوره کوي که هغوی ته د اخروي سعادت لاره هواروي او د هغوی معنوي ژغورنه تضمینوي؟ البته دلته د نورو دیني جماعتونو په اړه چې د سیاسي اسلام تر چتر لاندې نه راځي، څه نه وایو، لکه صوفیان، دیني روښانفکران او د نویو فکرونو خاوندان، غیرجهادي سلفیان، تبلیغیان او نور ځکه چې دوی یا خو اساساً سیاست ته اهمیت نه ورکوي او یا دا چې سیاست د فرهنګي – اجتماعي مسایلو تابع ګڼي چې دا د دیني اصلاح او د ټولنې د معنوي پاکولو په لومړیتوبونو کې نه راځي(۱).

سیاسي اسلام د مډرنې زمانې زېږنده او په شرقي – اسلامي ټولنو کې د ناکامه مډرنیزېشن له جانبي عوارضو څخه ده او عمدتاً د ښاریانو د ټیټو طبقو او ښاري ژوند ته د نه راجذب شویو کلیوالو ایدیالوژي جوړوي. دغه ایدیالوژي په دې ملکونو کې پر موجودو پراخو او ژورو کړکېچنو حالاتو د دې طبقو د باخبرۍ انعکاس دی. د دوی باخبري نیمګړې پاتې ده او د اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او … تحولاتو په اړه له مډرنو پوهنو سره آشنا شوې نه ده. دوی ساده فکر کوي او ګومان کوي چې د دې هېوادونو د وروسته پاتې والي او د مسلمانانو د ماتې راز د دغو ملکونو په فاسدو نظامونو کې نغښتی دی چې د نامسلمانو او عمدتاً غربیانو په توطیو باندې واک ته رسېدلي دي(۲).

د دې نظریې پر اساس که چېرې صالح وګړي (صالح په خاص تعریف سره) راووځي او ځان د پردیو له منګولو وژغوري او په خپلو ملکونو کې شرعي احکام جاري کاندي؛ نو د اسلامي هېوادونو ټولې ستونزې به یوه یوه له منځه ځي. بیا به نه د نیستۍ او محرومیت اثر پاتې وي، نه به د صنعت او ټکنالوجۍ په ډګر کې کومه عمده ستونزه پاتې وي، نه به په سیاسي ډګر کې د کمزورۍ احساس وکړي، نه به په علمي برخه کې له کمبود سره مخ وي، نه به د اخلاقي بحرانونو رنځ وګالي، نه به د چاپېریال له بدلونونو اندېښنه ولري، او نه به نورې لانجې ورپه غاړه وي …

په دې توګه بې له دې چې بلې دنیا ته لاړ شي، موعود جنت به همدلته ورته برابر شي او د اسلامي حکومت هغه طلايي دوران چې تر خلفای راشدین وروسته له منځه تللی و (۳) او دا څوارلس پېړۍ مسلمانانو د هغه د محرومیت رنځ ګاللی، هغه دوران به بېرته اعاده شي. البته دا حتمي نه ده چې دغه طلايي دوره دې ټولو ته طلايي وي؛ ځکه مسلمانان به بېرته هغه ځمکې لاندې کړي چې له لاسه یې ورکړې دي. پر دې سربېره، د دنیا په شرق و غرب کې به د اسلام د خپراوي او پراختیا زمینه برابره شي او هغو خلکو ته چې تر اوسه له اسلامه محروم پاتې وو، اسلام به ورته ورسول شي او که د دې رسالت د تر سره کولو لپاره اړتیا پېښه شي، نور هېوادونه به په زوره ونیول شي (۴).

سیاسي اسلام د دې دنیا د ښېګڼې لویې وعدې کوي او ورسره هم مهاله د بلې دنیا د سعادت تضمین هم کوي او ژمنه کوي چې که چېرې خلک دې ایدیالوژۍ ته مخه کړي نو اخلاقي تعالي، معنوي ژغورنه، الهي قرب او هر څه چې په دې ډله کې راځي، تر لاسه به یې کړي. که داسې وشي نړۍ به د نوي انسان او نوي جهان د منځته راتلو شاهده اوسي چې په دې جهان کې به د جاهلیت اثر پاتې نه وي، هم د شلمې پېړۍ د جاهلیت (۵) او هم د نورو پېړيو د جاهلیتونو اثر.

دې کې شک نشته چې داسې خوږې وعدې د هر چا زړه خپلوي؛ خصوصاً د هغو ځوانانو چې د خپلې ایدیالې نړۍ هېڅ څرک نه مومي او په بې صبرۍ سره د داسې بدلانه انتظار کوي چې د دوی محرومیتونه ختم کړي او د دوی د مطلوب نظام او مطلوبې ټولنې د منځته راتلو زمینه برابره کړي. دغه ژمنې خصوصاً هغه مهال لا خوږې لګېږي چې د مخاطبانو ذهنونه یې د ملتونو د پرمختګ له رازه او د لویو اجتماعي تحولاتو له پوهې خالي وي.

کله چې دا خلک عاطفي ویناوې کوي او په دې وجه د خلکو شور او ولولې راپارول کېږي، د عقل او فکر لپاره میدان وړوکی کېږي، دلته د خلکو په زړونو کې امید، باور، جدیت، غوسه، کرکه او نور متناقض احساسي حالتونه سره ګډېږي او په دې حالت کې یوازینۍ چیغه چې د خلکو غوږونو ته لاره نه شي کولای، هغه د عقل او حکمت چیغه ده چې له پوهې او تجربې څخه راولاړېږي او د مسوولیت د احساس او دوراندیشۍ له مخې له ستونې څخه راووځي.

په داسې وضعیت کې، د داسې بحثونو تمه نه شو کولای چې په آرامه فضا کې له شورماشوره لرې ترسره شي او د خلکو ذهنونه لا زیاتو او ژورو فکرونو ته وهڅوي، بې له دې چې اهل علم په څه شي تورن کړي او د فکر خاوندانو ته د شک په سترګه وګوري.

همدا وجه ده چې سیاسي اسلام توانېدلی دی د مسلمانو ځوانانو د لویې برخې پام ځان ته واړوي بې له دې چې علمي بحث او مناقشې ته تیار اوسي. دوی دې ته نه دي تیار چې له نورو ډلو سره رغوونکې خبرې اترې وکړي چې د ګډو ستونزو چې یوازې په یوې خاصې ډلې پورې اړه نه لري، چاره وکړي. دا کار ځکه نه کوي چې د دې بحثونو شرط دا دی چې یوه خوا دې ځان د ټول حقیقت مالک ونه ګڼي او مقابل لوري ته دې هم اقلاً د احتمال په حد کې برخه ورکړي.

تر اوسه چا نه دي لیدلي چې د سیاسي اسلام پلویانو دې داسې خبرو اترو ته غاړه ایښې وي چې ګڼې ډلې راونغاړي او هدف یې حقیقت ته رسېدل او د هغو ټولنو د ګډو ناخوالو د حل راایستل وي چې دغه ټولې ډلې ورپورې تړلې دي.

که داسې مباحثو ته فرصت برابر شي چې په کې د تکفیر وسله له چا سره نه وي، فتواګانې په کې نه وي، له ډوګما څخه لري خبري اترې په کې وشي، او ټولې خواوې علمي استدلال او منطق ته غاړه کېږدي؛ نو د دغو بهیرونو له خوا پر رامنځته شویو ډېرو مفاهیمو، شعارونو، مقولو او مفکورو باندې به بیا کتنه وشي او دغه مفاهیم او مقولې به خپل ځای نورو مفاهیمو او مقولو ته پرېږدي، داسې مفاهیمو ته چې پر غښتلي منطق تکیه ولري.

د دوو منطقونو تفکيک

یو له هغو موردونو چې د دې مقالې د بحث موضوع ده او باید چې په جدیت سره وڅېړل شي، د دنیا او آخرت د منطق تفکیکول دي او دا چې سیاسي اسلام کوم یو خپل لومړیتوب ګڼي او عملاً د هغه د تحقق توان لري.

د دین د لومړي لاس متنونو یعنې قران او سنت ته په مراجعې څرګندېږي چې د دې دوو منطقونو په منځ کې آخرت لومړۍ درجه اهمیت لري. دنیا د آخرت په څنډه کې معرفي کېږي ځکه چې د دین د صریح منطق پر اساس، د دنیا لنډ او تېرېدونکی ژوند د آخرت د اوږده او بې پایه ژوندانه په نسبت تر لوبې او ساعت تېرۍ (لهو و لعب) زیات څه نه دی (۶). نو اخروي سعادت او ابدي ژغورنه باید د مومن انسان د توجه محراق وي او په هېڅ وجه باید دنیا او آخرت په یوه تله کې ونه تلي. د دنیا او آخرت تر منځ توپیر هغومره دی لکه څومره چې د محدود او بې نهایت امر تر منځ یې تصور کولای شو.

اخروي ژغورنه چې هماغه ابدي ژغورنه ده، خپل خاص منطق لري چې محور یې زیاتره له خدای سره د انسان رابطه، د خلقت مبدا او د خدای له مخلوقاتو سره د انسان تعامل دی. له خدای سره رابطه د عبادت له لارې تأمینېږي او دا په حقیقت کې د متناهي موجود او نامتناهي ذات تر منځ سېمبولیکه رابطه ده، نه دا چې خدای ته به کومه ګټه رسوي او یا دې د هغه کومه اړتیا پوره کوي. د خدای له مخلوقاتو سره او تر ټولو د مخه له انسانانو سره د انسان رابطه، د اخلاقي فضایلو پر اساس جوړېږي. د قران د ایتونو زیاته برخه په همدغو دوو محورونو پورې اړه لري چې د ابدي ژغورنې اساسي لاره ورپورې غوټه ده. ان د ځینو مسلمانو پوهانو په نظر، د قران او سنت د ځینو دلیلونو پر اساس، عبادت د اخلاقي فضایلو د تکمیل مقدمه ده(۷).

په دې منځ کې، ځینې دیني ارشادات چې ورته احکام ویل کېږي، د حقوقي قوانینو له ډلې څخه دي او د معاملاتو په حوزې پورې اړه لري. د دې احکامو د اجرا کولو ضمانت په حکومتي نظام پورې اړه لري چې تطبیق یې کړي او خلک یې مراعاتولو ته ملزم کاندي. د دیني احکامو دغه ډله د دوو نورو محورونو په نسبت خورا محدود دي او د قران لږ شمېر ایتونه ورته ځانګړي شوي دي(۸). دغه احکام د هغو دوو نورو محورونو بر خلاف، د مکان او زمان رنګ لري او په همدې وجه تل د اجتهاد او فقهي بحثونو موضوع جوړوي. که د دې احکامو حقیقت او د هغوی اخري مقصد باندې ژور فکر وشي، وبه لیدل شي چې د هغوی اخري مقصد هم دا دی چې وګړي په اخلاقي ضوابطو منضبط کاندي او دغه عمل یې د هغه له نورو اعمالو سره غاړه غړۍ کړي چې ابدي ژغورنه یې په برخه شي. د دې ادعا ثابتول کاملاً جلا تخصصي بحث غواړي چې بل ځای باید مطرح شي(۹).

خو په دې کې هېڅ شک نشته چې د قران او سنت کُلي هدف دا دی چې د مومن وګړي ټوله اراده، اندېښنه او هڅې اخروي ژوند او ابدي ژغورنې ته معطوف کاندي. دنیوي ژوند او په هغه پورې اړوندې چارې که په دې بحث کې ځای مومي، یوازې په یوه اوږده متن کې د «لیندیو» په حد کې دي چې د اړتیا له مخې پرانیستل کېږي او بېرته بندېږي. خو اصلي اوږد متن د آخرت په اړه دی.

له داسې آخرت محوره متن څخه د دنیوي چارو (سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، حقوقي، صنعتي، علمي، هنري …) استنباط او استخراج هغه تېروتنه ده چې پخوا هم شوې ده؛ خو دا شی د ایدیالوژۍ په بڼه په لومړي ځل د سیاسي اسلام په وسیله وړاندې شو او په معاصر اسلامي فکر کې د پراخې ګډوډۍ سبب شو(۱۰).

دغه پرېشاني له دې ځایه راولاړېږي چې دنیا او آخرت له یوه جنسه نه دي؛ خو سیاسي اسلام دې حقیقت ته غاړه نه ږدي. دنیا او آخرت هر یو خپل خپل منطق لري چې کله کله د تصادف له مخې سره یوځای کېږي؛ خو هېڅکله کوم تلازم دا دوه یو په بل پورې نه شي تړلای. معنا دا چې دنیوي سعادت له اخروي سعادته بېل دی او ممکن کله کله وشو کولای چې دواړه سره یو ځای ولرو او کله یو یې او کله هم هېڅ یو یې. خو په دې منځ کې هېڅ ملازمه نشته او داسې نه ده چې که یو څوک دنیوي سعادت لري هغه دې حتماً اخروي سعادت ته ورسېږي او یا که چا ته دنیوي سعادت نه شو برابر نو اخروي هغه به یې هم په برخه نه شي. په دې اړه کولای شو ګڼ ایتونه او حدیثونه ومومو چې په تکرار سره یې پر دې مفهوم ټینګار کړی دی.

دنیوي سعادت تر هر څه وړاندې په دې پورې تړلی دی چې د بني ادم د دې نړۍ اړتیاوې پوره کاندي. د فقهې د اصولو کتابونو د ضرورتونو، اړتیاوو او تحسینیاتو په مبحث کې دغه موضوع څېړلې ده (۱۱) او عارفانو له هغې جملې څخه مولانا په مثنوي کې ورته اشاره کړې ده (۱۲) او په وروستیو کې ابراهام مازلو دغه اړتیاوې د تیورۍ په بڼه وړاندې کړې دي (۱۳). دنیوي چارې د عقل او منطق تابع دي او د انسان د عقل او اکتسابي پوهې په توانایۍ سره سمبالېږي. د اسلام له درانه پیغمبره په راپاتې یوه صحیح حدیث کې راغلي چې دغه چارې د بني ادم د عقل او تجربې په قلمرو پورې اړه لري. سیاسي اسلام له دې او دې ته ورته حدیثونو او روایاتو سره داسې چلند کړی دی چې که د دوی مخالفانو یې له نورو حدیثونو سره کړي وای، دوی به یې وار له واره په زندقه او الحاد تورنول(۱۴).

تکويني سنتونه او تشريعي سنتونه

 که له قراني اصطلاحاتو څخه استفاده وکړو، باید ووایو چې دنیوي چارې د خدای پاک له تکویني سنتونو (۱۵) سره د آشنایۍ په مرسته سمبالېدای شي او هېڅوک پر دې باندې سترګې نه شي پټولای چې له دغو سنتونو سره آشنايي د عقل او پوهې له چارو څخه ده او ان انسان کولای شي چې بې له ایمان او دیني اعتقاد څخه هم دغه سنتونه کشف کاندي او له هغوی څخه په استفادې سره خپلو غوښتنو ته ورسېږي.

نن سبا که د سیاسي اسلام له هر صاحب نظر څخه پوښتنه وشي چې څرنګه نامسلمان ملتونه او لاییک نظامونه توانېدلي دي چې په مختلفو برخو کې دنیوي کامیابۍ حاصلې کړي، څرګند ځواب به یې دا وي چې هغوی د خدای تکویني سنتونه کشف کړي او عمل یې ورباندې کړی دی. کولای شو همدا مطلب د الجواهر طنطاوي په مشهور تفسیر، د عبدالکریم زیدان په «السنن اللهیه» کتاب کې او هم په ډېرو نورو منابعو کې وګورو.

د دې معنا دا ده چې په دنیوي چارو کې پرمختګ خپل خاص منطق لري او دین اساساً دا مسأله له خپل قلمروه ایستلې ده او خپله بني ادمانو ته یې ورپرېښې ده. په عمل کې هم وینو چې نور ملتونه بې له دیني اعتقاد څخه توانېدلي دي چې په دې برخه کې څرګند پرمختګونه وکړي. په دې لحاظ د زراعت او صنعت او د سیاست او مدیریت ترمنځ هېڅ توپیر نشته(۱۶)، دا ټول دنیوي چارې دي او ټول هماغه یو منطق لري، د مصالحو (ګټو) د جلب منطق او د مفاسدو (زیانونو) د دفع منطق. د فقهاوو په نظر همدا د شریعت د احکامو اصلي مقصد دی، دې ته به پام کوو چې دلته شریعت د دین پر وړاندې مطرح کېږي چې دا دقیقه او د تخصص پر بنا ډلبندي ده. دغه ډلبندي له هغه ځایه راولاړېږي چې د ټولو پیغمبرانو دین یو؛ خو شریعتونه یې بېل بېل وو او په هر وخت کې د شرایطو له غوښتنو سره سم، خاص شریعت راغلی و(۱۷).

د بني ادم عقل د دغو چارو په اړه چې د دې نړۍ په مصالحو او زیانونو پورې اړه لري، د عمل پراخ ډګر په مخ کې لري. په همدې وجه دغو چارو ته په فقه کې «امور معقوله المعنی» ویل شوي دي، یعنې هغه چارې چې په عقل د درک او پوهېدو وړ دي(۱۸). کله چې عقل ته میدان خلاص شي بیا د عقلاني روشونو، عقلاني وسایلو، او عقلاني پوهو له استفادې څخه ډډه نه شو کولای. د دې معنا د عقلانیت منطق ته غاړه اېښودل دي او دا منطق د ټولو ملتونو او فرهنګونو تر منځ مشترک دی او په هېڅ ځانګړي دین پورې اړه نه لري. د هر دین او مذهب پیروان په مساوي ډول حق لري چې استفاده ځنې وکړي او څومره چې له دې شي څخه استفاده کوي، هماغومره به په دنیوي چارو کې کامیابېږي، په زراعت، صنعت، اقتصاد، سیاست، مدیریت، ټرافیکي نظام، ښاري نظافت، د چاپېریال د بحرانونو پر وړاندې په مقابله کې … او په ټولو دنیوي چارو کې.

سیاسي اسلام د دې پر ځای چې له دې حقیقت سره علمي چلند وکړي، هڅه یې کړې ده چې له خپلو عام پسندو شعارونو سره لکه «الاسلام هو الحل» یعنې اسلام زموږ د ټولو ستونزو حل دی (۱۹)، د خپلې سیاسي پروژې په ګټه د خلکو په راټولولو لاس پورې کړي. دغه شعار په ظاهره خو د اسلام قدر کوي خو په باطن کې په سیاسي لوبو کې اسلام د یوې وسیلې په توګه کاروي او اسلام د هغه د اعتبار په بیه په دنیوي لانجو کې ښکېلوي.

له دين څخه تمه

د سیاسي اسلام پلویان یا خو نه پوهېږي او یا نه غواړي ومني چې د دنیوي ستونزو حل بل منطق ته په غاړه اېښودلو کې دی، هغه منطق چې د دین په ژبه، د الهي تکویني سنتونو تعبیر ځنې کېږي او په غیر دیني ژبه کې عقلاني منطق بلل کېږي. یوه نظري ستونزه دا ده چې دغه بهیر په دې وجه چې د فکري بلوغ په لحاظ هغه ځای ته نه دی رسېدلی چې «له دین څخه تمه» مقولې ته په جدي سترګه وګوري او ورباندې فکر وکړي. دوی نه شي کولای د علمي تحلیل په میتود د دې تمې اندازه تعینه کړي، دا هغه کار دی چې په اکاډ‌یمیکو مرکزونو کې یې کولای شو نه د لارو پر سر په مظاهرو یا په هغو عاطفي ویناوو چې عوام لمسوي.

دغه بهیر له نژدې یوه پېړۍ راهیسې خلکو ته وعدې ورکړې دي چې ستونزې به یې د دین په مرسته حل کاندې او مسلمانې پرګنې یې په ځان پسې رهي کړي دي؛ خو د دغو ټولنو د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ منسجمه نظري طرحه نه ده وړاندې کړې او په ځینو ملکونو کې چې حکومت ته رسېدلی دی، هلته یې هم هېڅ کومه کامیابه عملي طرحه نه ده تطبیق کړې، په ځینو موردونو کې که کامیاب شوی هم دی، هغه په دې وجه چې د نامسلمانو ملتونو له تجربو یې استفاده کړې ده او د عقلانیت منطق ته یې غاړه اېښې ده.

حیرانونکې خو لا دا ده چې د ناکامۍ له دې اوږده تاریخه وروسته هم لا تر اوسه پورې داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې دا بهیر دې ځان ته له سره وګوري او په ځان کې دې سمون راولي. دوی تل هماغه ډول ډنګوي چې له څو لسیزو راهیسې یې د خلکو غوږونه کاڼه کړي دي. لا هم خلکو ته په قاطعیت سره وعدې ورکول کېږي چې که چېرې د دې بهیر ملاتړ وکړي، ټولې ستونزې به یې حل شي. خو په عمل کې یې د دې ستونزو په حل کې هېڅ کومه کامیابي نه ده ترلاسه کړې. ان د تیوري په کچه یې هم ځان له تناقضاتو نه دی پاک کړی او د دنیا او دین د توپیر منطق ته یې غاړه نه ده اېښې.

سیاسي اسلام لا لګیا دی ټینګار کوي چې د مسلمانو ټولنو د ټولو ستونزو د حل کونجي په لاس کې لري او ورسره هم مهاله د دوی اخروي سعادت هم تضمینوي، حال دا چې د دې خبرې اپوټه سمه راخېژي. یعنې څنګه چې د خلکو د دنیوي ژوند په تأمین کې پاتې راغلی دی، هماغسې د هغوی د اخروي سعادت په تضمین کې به هم ناکامه وي. ان که ورته ځیر شو وبه وینو چې دوی د خلکو په زړونو کې دنیوي وسوسې جوتې کړې دي او عملاً یې خلک هغه لوري ته سوق کړي دي چې معنوي، اخلاقي او اخروي مسایلو ته یې پروا مخ په تتېدو ده. دوی له خلکو څخه د معنوي تعالي فرصت اخیستی دی. په همدې وجه په اسلامي هېوادونو کې د وګړو د اخلاقي او معنوي وضعیت مطالعه دا راښيي، څومره چې د دې ډلو او جماعتونو نفوذ زیاتېږي او ورسره د دین په سېمبولیکو مظاهرو التزام زیاتېږي، هماغومره په دې ټولنو کې اخلاق او معنویت کمزوری کېږي(۲۰).

له عبادتونو څخه د وسيلې په توګه استفاده

دا سمه ده چې د سیاسي اسلام ځینې ډلې تربیوي او روزنیز پروګرامونه هم لري او خپلو غړو ته د عبادت او اخلاقو توصیه کوي؛ خو د دوی په کار کې یوه اساسي ستونزه شته او هغه دا چې دوی له عبادت او اخلاقو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، دوی د دې لپاره چې خپل غړي د سیاسي پروګرامونو لپاره چمتو کړي، عبادت ته یې هڅوي. دا یوازې د غولولو په حد کې نه ده؛ بلکې دوی په همدې باور دي چې عبادت اساسي هدف نه دی؛ بلکې عبادتونه لکه هغه تمرینونه دي چې سرتېري یې په خپلو قطعاتو کې کوي چې خپلې اصلې وظیفې ته چمتو شي. د دوی په نظر اصلي وظیفه د حاکمو سیاسي رژیمونو راپرځول دي. دغه رژیمونه د دوی په نزد د طاغوت، جاهلیت، او جبر مظاهر دي چې باید هرومرو رانسکور کړای شي. څنګه چې دغه مبارزه سخته ده او ډېر لګښت غواړي نو د ډلې افراد باید کلک ایمان ولري چې په دې لاره کې تر پایه پورې لاړ شي او دا کار د دې ډلو د روزنیزو دیني پروګرامونو له لارې پوره کېدای شي. یعنې بالاخره عبادتونه د سیاسي پروژې د بشپړولو لپاره د وسیلې په توګه استعمالېږي. د دوی دغه کارونه د دې ډلې د اکثرو غړو او ان له ډلې بهر د نورو کتونکو لپاره د التباس سرخوږی جوړوي او له هغوی څخه لوری لودن ورک کوي. د دې تیورۍ دقیقه شرحه د ابوالاعلی مودودي په ځینو کتابونو کې لیدلای شو، له هغې جملې څخه «اسلامي عبادتونه» کتاب یادولای شو چې له اذان او اوداسه څخه رانیولې تر لمانځه پورې د عبادت هره برخه له نظامي تمریناتو سره تشبیه کوي.

په هغه ټولنه کې چې د اخلاقي فضایلو پر ځای په کې سیاسي کینې، د ډلو تر منځ دعوې دنګلې، او دنیوي تقابل مخ په زیاتېدو وي او د ګوندي تربګنیو اور په غړغړو وي، ملتونه او حکومتونه یو د بل له ګرېوانه نیولي وي، او د امتونو تر منځ دښمني ورځ تر بلې زیاته شي، هلته به د معنویت لپاره کوم ځای پاتې وي، د حقیقي دیندارۍ لپاره به کوم فرصت موجود وي او بلې دنیا ته به د وګړو د باطني پاملرنې کومه زمینه پاتې وي!

سیاسي اسلام د سیاست د اړتیا له مخې، نه له نورو ډلو او جماعتونو سره حقیقي روغې جوړې (۲۱) ته رسېدای شي او نه له نورو حکومتونو او سیاسي نظامونو سره. دا په دې چې دی تل ځان تر نورو بر ګڼي او فکر کوي چې دی تر نورو زیات د خلکو د ملاتړ لایق دی. د سیاسي اسلام په خبرو اترو کې تل پر نورو ملي او سیکولرو ډلو او ان پر نورو مذهبي جماعتونو باندې د نیوکو راج غالب وي. د دې بهیر د تعلیماتو یوه برخه چې خپلو غړو ته یې ورکوي، همدا د افراطي ځانولۍ او بروالي احساس او د نورو معیوب ګڼل دي. دا خبره ممکن په سیاست کې غوره یا ان ضروري چاره وي؛ خو بې له شکه چې په منطق، اخلاق او حقیقي تدین کې ځای نه لري او له هغوی سره یې نه شو یو ځای کولای(۲۲).

همدا وجه ده چې په ټولنه کې د داسې اخلاقو له دوام سره نور نو د معنوي ژغورنې لپاره کومه تمه نه پاتې کېږي او دا ګومان به یوازې خیال وي چې په دې وضعیت سره به خلکو ته د ابدي او اخروي تضمین ژمنه ورکړو.

د اخروي ژغورنې شرطونه

د اسلام له نظره اخروي ژغورنه ځینې شرطونه لري چې تر ټولو مهم هغه یې د ځمکنیو وسوسو او د هغو د مستلزماتو کمول دي. تر هغې پورې چې له خدای او آخرته پرته نور هر څه د مومن د توجه په محراق کې ځای ولري، ژوند به یې د کامل ایمان رنګ وانه خلي او د ژوند اصلي کړنې به یې بلې نړۍ ته ځانګړې نه وي. یا دې ابدي نړۍ د توجه په مرکز کې ځای ولري او دنیا یې په حاشیه کې وي؛ او یا برعکس. دا هسې خبره ده چې څوک دې ادعا وکړي چې ګوندې کولای شو دواړه په یوه اندازه مهمه وګڼو. نه قران دغه ادعا تاییدوي او نه مډرن علوم(۲۳).

په دوو لارو کولای شو چې دنیوي وسوسې راکمې کړو او دنیوي چارې په داسې مدار کې واچوو چې مرکز یې آخرت وي: یوه د لویو وګړو یا د پخوانو خبره، خواصو لاره ده او بله هغه طریقه ده چې د متوسطو یا عامو وګړو په ښه ورځي. لومړۍ لاره د انفسي تغییر- یا د اوسنو په ویناـ سبجکټیف بدلون دی. معنا دا چې د وګړي په باطن کې به داسې تحول راځي چې مادیات او دنیوي چارې به یې په نظر کې کم ارزښته او کم اهمیته ښکاره شي او په نتیجه کې به یې دنیوي چارو ته لېوالتیا واقعاً کمه شي نه د تکلف او تصنع له مخې.

دویمه طریقه په آفاقي تغییراتو- یا د اوسنو په خبره – په آبجکټیف تغییراتو بنا ده. له دې تغییراتو سره به د ټولو یا اکثرو وګړو لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږي او د ښه ژوندانه امکانات به ورته برابرېږي چې نور دې څوک په وړو او ټيټو شیانو باندې په جنایت لاس پورې نه کړي او د جرم او جنایت انګېزه به راکمه شي. که دغه لاره په سمه توګه ونیول شي، کولای شي د ټولنې پراخه برخه او اکثره وګړي چې په متوسطه طبقه کې راځي، تر خپل چتر لاندې راولي.

لومړۍ طریقه سره له دې چې ارزښتمنه لاره ده او په تېره زمانه کې هم د مسلمانانو له خوا د تصوف په وسیله او هم د نورو ادیانو د پیروانو له خوا د خپلو دیني ارشاداتو په وسیله تجربه شوې ده؛ خو تل د ټولنې په لږ شمېر خلکو پورې چې خواص نومول کېږي، محدوده پاتې شوې ده. دا لاره هېڅکله عامه شوې نه ده چې د ټولو لپاره د ژوندانه په ماډل بدل شي. دا چې ولې، بېله موضوع ده او باید په بل ځای کې ورباندې بحث وشي. د ځینو په باور یو علت به یې دا وي چې پخواني خلک په دې ډاډه نه وو چې له خپلې خوښې سره سم د دنیا د بدلولو وس به ولري.

له هغې ورځې څخه چې انسانان پوه شول چې کولای شي خپل ژوند سمبال کړي، په طبیعت کې تصرف وکړي او په جمعي ارادې باندې د ټولو سرنوشت تعیین کړي، لومړۍ طریقې یعنې د انفسي تغییراتو طریقه چې ډېره خواري، قوي اراده او سخت ریاضت غواړي، خپل ځای یې آفاقي تغییراتو ته ورکړ. لومړۍ طریقه نوره منسوخه شوه؛ خو د ځینو خواصو او استثنايي وګړو لپاره یې ادامه وکړه. د همدې تغییر په وجه په شرق و غرب کې ګڼ شمېر غورځنګونه رامنځته شول چې نړۍ هغسې جوړه کړي چې د دوی زړه یې غواړي. دا چې په دې لاره کې بریاوې څومره وې، بېله خبره ده خو د انسانانو ترمنځ یو ډول اجماع راپیدا شوې ده چې پر مشکلاتو د غلبې لپاره او د مطلوب ژوندانه د جوړولو لپاره به د وګړو او ملتونو جمعي اراده کاروي (۲۴).

نن سبا د نوې نړۍ د شرایطو مطابق، د حقیرو وسوسو د کمولو لاره او د اخلاقي او معنوي تکامل لاره دا نه ده چې پر ضرورتونو سترګې پټې شي؛ بلکې دغه ضرورتونه باید په رسمیت وپېژندل شي. مثلاً د دې لپاره چې د انسانانو تر منځ منازعه ختمه شي، باید د مربوطو علومو له مخې د هغوی ريښې پیدا کړای شي او هغه اړتیاوې وپېژندل شي چې د دې لانجو سبب شوې دي او بیا دې ورته چاره ولټول شي. د ټولنو نورې ستونزې هم همداسې درواخله لکه اقتصادي فقر، اجتماعي نابرابري، سیاسي ګډوډي، فني او تخنیکي وروسته پاتې والی …

د بني آدم د اړتیاوو په رسمیت پېژندل او د هغوی چاره، د هغو لانجو د کمولو لاره ده چې د دې اړتیاوو د نه پوره کېدو په وجه رامنځته کېږي. د دې خبرې شرحه باید په جلا بحث کې مطرح شي او د دې مقالې له حوصلې وتلې ده (۲۵).

که دا ومنو چې باید دغه اړتیاوې په رسمیت وپېژنو او عاقلانه ځواب ورته ووایو، باید هغو تجربو او علومو ته مخه کړو چې منطقاً په کارېږي او عملاً یې نتیجه ورکړې ده. دا هماغه عقلانیت ته غاړه اېښودل دي چې مخکې مو ورباندې خبرې وکړې. که دا طریقه غوره نه کړو، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو بله لاره نه پاتېږي او د هغو وګړو لپاره چې له ګڼو ستونزو او اړتیاوو سره مخ دي، د علمي، ادبي، اخلاقي او معنوي غوړېدا لپاره فرصت نه برابرېږي. په دې صورت کې اخروي سعادت او ابدي ژغورنې ته هم تمه نه شو لرلای.

نارسا سيکولرايزېشن

سیاسي اسلام هم دنیوي پرمختګ له خنډ سره مخ کوي او هم اخروي سعادت. دا په دې چې له یوې خوا ورځ تر بلې دنیوي وسوسې ډېروي او د خلکو ذهنونه په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي … ستونزو بوختوي او ورځ تر بلې خلک په دنیوي چارو کې لا زیات غرقوي (۲۶) چې دا په خپله د دین د غوښتنو مخالف کار دی؛ له بلې خوا خلکو ته غلط ادرس ورکوي، له هغوی څخه د مادي اړتیاوو د پوره کولو لاره ورک کوي، هغوی لا زیات په دنیوي ستونزو کې غرقوي او د معنوي تعالي فرصت ځنې اخلي.

البته موږ پوهېږو چې مادي سوکالي خامخا په اخلاقي تکامل او معنوي تعالي باندې نه ختمېږي. داسې نه ده چې یو دې خامخا بل په ځان پسې راولي. ان کېدای شي وګړی یا ټولنه له زیاتو مادي امکاناتو برخمن وي؛ خو لا هم له رذایلو څخه نه وي خلاص. خو په دې کې هم شک نشته چې د اړتیاوو کمېدل، بني ادم ته د دې فرصت ورکوي چې خپلې نورې اړتیاوې له هغې جملې څخه معنوي اړتیاوې پوره کاندي. موږ تر هغې پورې نه شو کولای له چا څخه د معنوي ژغورنې تمه ولرو، چې د هغه مادي اړتیاوې مو پوره کړې نه وي. البته استثنايي وګړي چې په متعارفو چوکاټونو کې نه ځایېږي، له دې قانونه بهر دي او طبعاً د عمومي حوزې په بحثونو کې پر استثنايي موردونو خبرې نه کېږي.

نتيجه

نه غواړو له دې بحثه دا نتیجه واخلو چې د سیاسي اسلام پلویان یا ټول متدینان د سیاسي فعالیت او په عمومي قضایاوو کې د برخې اخیستلو حق نه لري؛ ځکه له مسلمو حقونو څخه له هغه جملې څخه له سیاسي فعالیته د اتباعوو د محرومولو لپاره هېڅ دلیل نشته. دوی د سیاسي فعالیت حق لري خو په یوه شرط: چې دوی هم د نورو په شان سیاسي فعالیت د یوه مدني حق په توګه استعمال کړي، نه دا چې خپلو کړنو ته دیني رنګ ورکړي او تر نورو زیات امتیازات واخلي. کله چې د ټولو اتباعو لپاره مدني حقونه ورکول کېږي، متدینان هم کولای شي د نورو اجتماعي ډلو په شان په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي او خپلې غوښتنې په قانوني لارو مطرح کاندي؛ خو بې له دې چې نور له خپلو حقونو محروم کاندي.

له دې بحثه مو غوښتل دا نتیجه راوباسو چې د سیاسي اسلام د پلویانو ډلې ان که ښه نیت هم ولري، غلطه لاره یې نیولې او اسلامي ټولنې همدې غلطې لارې ته وربولي. دغه کړنه او طریقه باید له غوغا څخه لرې په علمي لارو چارو تر مطالعې او انتقادي ارزونې لاندې ونیول شي چې نور دې نه خو د خلکو دین تر دې زیات زیان وویني او نه یې دنیا.

کېدای شي د دې ډلو ځینې پلویان چې ځان ته د تقدس په سترګه ګوري او په همدې وجه هېڅ ډول نیوکه نه شي زغملای، لیکوال په مختلفو تورونو چې له مخکې نه یې تیار په جېب کې لري، تورن کړي، کېدای شي لیکوال سیکولر، لاییک، لېبرال … وبولي؛ خو دی نه لومړنی کس دی چې دا مسأله یې مطرح کړې ده او نه به یې اخرنی وي؛ نو په دې تورونو به سر نه ګرځوي. که څوک د حقیقت د موندلو وسوسه لري، لیکوال به یې داسې کتابونو ته راجع کړي چې د لویو پوهانو په ګوتو لیکل شوي دي او څوک پر هغوی داسې ټاپې نه شي لګولای. لومړی د مشهور عالم مولانا ابوالحسن ندوي «د سیاسي اسلام تفسیر» کتاب دی چې په فارسي هم ژباړل شوی دی، په همدې نامه بل کتاب د پروفیسور وحیدالدین خان دی چې په عربي ژبه یې کښلی دی، دغو دواړو پر دې بهیر نقد کړی دی. البته په نورو اسلامي هېوادونو کې هم ځینو نورو اسلامي عالمانو دغه مسأله له مختلفو زاویو څېړلې او هڅه یې کړې ده چې اسلامي امت له هغو تېروتنو لرې وساتي چې سیاسي اسلام یې مخې ته اېښې دي(۲۷).

مل ليکنې:

۱. دا زموږ د ټولنې یوه اړتیا ده چې دیني ګوندونه او جماعتونه د هغوی د فکري اساساتو پر اساس ډلبندي کړو چې خلک یې سم وپېژني او خپل نسبت ورسره وټاکي. ځینو غربي کارپوهانو لکه الیور روا، برنارد لوییس، هرایراد کمجیان، ژبل کپل او نورو په دې اړه مطالعې کړې دي خو زموږ په بومي ادبیاتو کې تر اوسه پورې دې چارې ته هومره پام نه دی شوی چې وشي کولای ابهامونه لري کړي او د هرې ډلې فکري چوکاټ په ښه توګه مشخص کاندي.

۲. زموږ په تاریخ کې د مسلمانانو په تفکر کې د سیاسي عنصر موجودیت او هغه ته د هر ښه او بد نسبت اوږده سابقه لري؛ ځکه پخوا حکومت یوازینی بنسټ و چې د ټولو وګړو برخلیک یې په لاس کې و؛ خو د نننۍ نړۍ له بدلونونو سره د حکومت په څنګ یا د هغه په مقابل کې نور بنسټونه هم راولاړ شوي دي. په دې توګه اوس د دولت او حکومت تعریف د پخوا په نسبت بدل شوی دی؛ خو دا توپیر لا تر اوسه پورې د سیاسي اسلام معرفت ته لاره نه ده کړې.

۳. نوستالجیا (nostalgia) یا تېر مهال ته ورتګ او د پخوانۍ طلايي دورې بيا اعاده کول، د سیاسي اسلام د معرفت او احساس عمده برخه جوړوي. دوی د اسلام د تاریخ د دې دورې روښانه ټکي زیات ځلوي او له اوسنیو ناخوالو سره یې مقایسه کوي، په دې توګه د ځوانو مسلمانانو ژور او توپاني احساسات راپاروي.

۴. د پخوانو مفتوحه سیمو بیا لاندې کول، د سیاسي اسلام له ارزوګانو څخه دي. سره له دې چې کله کله د پراګماټیک مصلحت له مخې په خپلو څرګندونو کې له دې خبرې ډډه کوي خو په لیکنو کې یې تل شته وي. دا بحث په خپله هم مهم بحث دی چې باید په علمي خبرو اترو کې ورباندې بحث وشي.

۵. «د شلمې پېړۍ جاهلیت» د اسلامي بنسټپالنې د نامتو لیکوال محمد قطب مشهور اثر دی. ورسره هم مهاله دا اصطلاح د معاصرې اسلامي بنسټپالنې په ادبیاتو کې د دې بهیر هغه لیدلوري ته هم اشاره کوي چې د نورو په اړه په تېره بیا د هغو حکومتونو په اړه یې لري چې هغوی د شریعت تطبیقول خپله دنده نه بولي. په همدې اصطلاح پورې تړلی لیدلوری د توندلارو جهادي او تکفیري ډلو سرچینه ده.

۶. حدید سوره، 20 ام ایت

۷. محمد غزالی، اسلامي اخلاق

۸. د احکامو د ایتونو د شمېر په اړه بېلابېل نظرونه شته، ځینې د هغوی شمېر 150 ایته ګڼي، دا نظریه په ځینو فقهي کتابونو کې راغلې ده. ځینې نور چې د احکامو د ایتونو مفهوم یې پراخ کړی دی، ګڼ شمېر غیراحکامي ایتونه یې هم ورپورې تړلي دي – داسې ایتونه چې احکام په ضمني توګه ځنې استنباط کېدای شي – د دې ایتونو شمېر یې 500 ته رسولی دی. ځینې نور څېړونکي (له هغې جملې څخه عبدالکریم زیدان په «الوجیز فی اصول الفقه» کې) چې دا موضوع یې په لا دقت سره څېړلې ده، د دې ایتونو شمېر تر 70 زیات نه ګڼي او دا د قران د ټولو ایتونو په مقایسه کې لږ دي. په دې اړه (اجتهاد میان متن، واقعیت و مصلحت، صفحه 101) ته مراجعه وکړئ چې ما (لیکوال) ترجمه کړی دی.

        ۹. د احکامو پر مقاصدو باندې تمرکز له مهمو موضوعاتو څخه دی چې پخوانو په کافي اندازه نه دی څېړلی. له امام شاطبي څخه پرته، نور دا ټول معاصر پوهان وو چې تر امام محمد عبده وروسته یې دې موضوع ته په جدي سترګه کتلي دي او نن سبا په اسلامي تفکر کې دا له عمده دیني مباحثو څخه ده. «دین از دیدګاه شاطبي» کتاب ته چې د ډاکتر احمد ریسوني لیکنه ده، مراجعه وکړئ.

۱۰. دغې مفکورې چې کولای شو ټول علوم هغه که هر ډول علم وي، له قرانه استخراج کړو، په پخوانو کې ځینې پلویان درلودل. خو دوی غالباً یوازې دعوا کوله او په عمل کې چا دغه هڅه ونه کړه چې ځانګړي سیسټماټیک علوم تدوین کاندي. سره له دې چې دې نظریې پخوا هم ګڼ شمېر منتقدان لرل؛ خو دا ځل سیاسي اسلام د چپي ګوندونو په پیروۍ خپله خاصه ایدیالوژي په دیني صبغه ارایه کړې ده. د عبدالکریم سروش «فربه تر از ایدیالوژی» کتاب ته مراجعه وکړئ.

۱۱. د مصالحو بحث چې اړتیاوې، حاجتونه، او تحسینیات رانغاړي، د فقهې په اصولو کې له عمده مباحثو څخه دی او د بني ادم پر واقعي اړتیاوو له خبرتیا کیسه کوي. البته د هر یوه د چت تعینول د مکاني، زماني او ان فردي متغیرونو تابع دي او تل به د اجتهاد یوه مسأله پاتې وي.

۱۲. مولوي وايي:

آدمی اول حریص نان بود                       زانکه قوت و نان ستون جان بود

سوی کسب و سوی غصب و صد حیل          جان نهاد بر کف از حرص و امل

چون به نادر گشت مستغنی ز نان              عاشق نام است و مدح شاعران

تا که اصل و فصل او را بر نهند              در بیان فضل او منبر نهند

تا که کر و فر و زربخشی او                        همچو عنبر بو دهد در گفتگو

(مولانا وايي چې انسان په لومړي سر کې د ډوډۍ او د نس غم اخیستی وي او د نس د مړولو لپاره هره روا او ناروا کوي، بیا چې د ډوډۍ له غمه بې غمه شي، د نوم او شهرت تږی شي او غواړي چې شاعران یې په شعرونو کې وستايي، د ده د شأن و شوکت صفتونه وکړي او په هر ځای کې د ده د سخاوت کیسې وي. یعنې تر هغې پورې چې مادي اړتیا یې نه وي رفع شوې، په معنوياتو پسې نه ګرځي. همدا مفهوم د خوشحال بابا په دې شعر کې هم نغښتی دی:

چې چا ته پېښ شي غم د خوړلو               یا غم د څښلو، د اغوستلو

نور نور غمونه واړه تر شا کا                     که د سندرو وي، که د بدلو   ژباړن)

۱۳. د ابراهام مازلو نظریې نړېوال شهرت ګټلی او د اکثرو صاحب نظرانو له خوا منل شوې ده. د دغې نظریې پر بنا د بني ادم اړتیاوې شپږ پوړونه لري، په دې ډول: – فیزیولوژیکي اړتیاوې – امنیتي او د مصونیت اړتیاوې – عاطفي اړتیاوې – اجتماعي اړتياوې – د ځان (د استعدادونو) د غوړولو اړتیاوې – له ځانه وتلو (فراروی) ته اړتیا یعنې هغه مرحله چې انسان د ځان د ګټو پر ځای د ټولنې ګټو ته فکر وکړي او یوازې د ځان غم ورسره نه وي.

 [په ځینو منابعو کې د مازلو نظریه په پنځو پوړونو کې بیان شوې ده:

–    فیزیولوژیکې اړتیاوې یا هغه اړتیاوې چې ژوند ورپورې تړلی دی (تنفس، خوراک، څښاک، جنسي عمل، خوب، …)

–          خوندیتوب ته اړتیا (فیزیکي امنیت، له طبیعي خطرونو څخه خوندیتوب، د کورنۍ، مال او سر خوندیتوب…)

–          عاطفي او اجتماعي اړتیاوې (مینه، محبت، دوستي، ملګریتا، کورنۍ،…)

–          د ارزښت موندلو اړتیا (پر ځان حساب کول، پر نفس باندې اعتماد، د نورو درناوی او د نورو له خوا درناوی …)

–          غوړېدو ته اړتیا یا لوړو انساني مقاصدو ته د رسېدو اړتیا (اخلاق، هنر، د خپلو استعدادونو غوړول او پراختیا ورکول، د ستونزو حل کول، د حقایقو منل او له تعصبه لرې کېدل) د مازلو د نظریې پر اساس څومره چې انسان له مادي اړتیاوو څخه بې نیازه کېږي، هماغومره معنویاتو ته مخه کوي. ژباړن]

۱۴. دغه حدیث چې د احادیثو په ګڼو کتابونو او له هغې جملې څخه په صحیح مسلم کې روایت شوی دی او د صحیحو حدیثونو په شمار کې راځي، دا دی: أنتم أعلم بشئون دنیاکم.

۱۵. د «الهي سنت» اصطلاح په قران کې ريښه لري او منظور یې هغه متعارف طبیعي قوانین دي چې د هغوی پر بنا د دنیا فیزیکي نظام روان دی. دا اصطلاح په قران کې څو ځایه راغلې ده لکه، “ولن تجد لسنة الله تبدیلا و لن تجد لسنة الله تحویلا”.

۱۶. ممکن وویل شي چې له دغو موردونو ځینې یې محض علمي یا فني جنبه لري او ځینې نور یې په خاصو دیني- ارزښتي منظومو پورې تړاو لري، لکه چې سید قطب په «معالم فی الطریق» کتاب کې مطرح کړې ده او ځینو نورو هم په دې مورد کې د هغه پیروي کړې ده؛ خو دا ډول لیدلوری د مناقشې وړ دی او کولای شو مختلفې نیوکې ورباندې وکړو، مثلاً: اخلاقي ارزښتونه او ورسره د شرعي احکامو مقاصد هم کولای شي د بني ادم له هر عمل سره تړاو ولري، ان که محض زراعت هم وي ـ لکه څنګه چې په حدیت کې ورته اشاره شوې ده ـ خو هغه مهم ټکی چې له سید قطب او نورو پټ پاتې دی، دا دی چې دغه تړاو ذاتي جنبه نه لري، یعنې زراعت ذاتاً دیني نه دی او دین ذاتاً زراعتي نه دی؛ خو هر یو کولای شي له بل سره تړاو ولري او په دې صورت کې دا توپیرول بې معنا کېږي ځکه چې طبي، انجینیري او زراعتي کارونه چې د دوی په باور محض علمي او فني کارونه دي، بیا هم باید د شرعي او اخلاقي ضوابطو تابع اوسي؛ خو دغه تړاو هېڅکله د دې سبب نه شي کېدای چې اسلامي طب، دیني انجینیري یا مذهبي زراعت ولرو، یعنې د دې کارونو ماهیت نه بدلېږي ان که وصف یې بدل هم شي.

۱۷. محمد منظور نعماني او ځینو نورو لیکوالو د دین او شریعت تر منځ توپیر په واضحه توګه بیان کړی دی او لا هم په دې اړه د نویو ټکو د مطرح کولو ځای شته چې په نوې دین پېژندنه کې ورته پاملرنه کېږي.

۱۸. د معقولة المعنی و غیر معقولة المعنی اصطلاحګانې د فقهاوو له خوا د فقهې په اصولو کې مطرح شوې دي. دا دقیقه او حکیمانه ډلبندي ده چې کولای شي د شرعي احکامو ترتیب او ځای ځایګی تر یوه حده څرګند کړي.

۱۹. د «الاسلام هو الحل» شعار غالباً د اسلامي سیاسي ډلو لکه اخوان المسلمین د انتخاباتي شعار په توګه مطرح کېږي چې په دې لاره وشي کولای تر نورو ګوندونو مخکې شي. د دې نظریې پر علمي ستونزې سربېره – چې په دې مقاله کې مو ورته اشاره وکړه ـ دغه شعار خلکو ته دا پیغام ورکوي چې یوازې همدا ډله پر اسلام او د خلکو د ستونزو په حل کولو کې د اسلام پر توانایۍ باور لري او نور ګوندونه او نورې ډلې یا خو له لویه سره پر اسلام باور نه لري او یا اسلام د ځینو ستونزو په حل کې عاجز ګڼي، او په دواړو صورتونو کې د دوی په وړاندې د خلکو بدبیني راپاروي. حال دا چې نورې ډلې او ګوندونه هم غالباً له مسلمانانو جوړ وي او له دیني ارزښتونو سره کوم تضاد نه لري.

۲۰. یو له هغو پدیدو څخه چې پوښتنې راولاړوي او د ځینو شنونکو نظر یې ځان ته اړولای دی، د معکوس سیر پدیده ده. د دې پېړۍ له پیله تر ننه پورې د مذهب سېمبولیکو او ظاهري پدیدو ته توجه ورځ تر بلې زیاته شوې ده لکه حجاب، ږېره … خو خلک له اخلاقي فضایلو لکه رښتیا، وفاداري، مروت، صداقت … څخه لرې شوي دي. دا د دین د سیاسي کولو حتمي نتیجه ده ځکه څومره چې دوی د ظاهري دیندارۍ اهتمام زیاتوي، هماغومره یې باطن ته زیان رسوي.

۲۱. البته کله نا کله د سیاسي اسلام ډلې د خپل پراګماتیستي منطق پر اساس له نورو ډلو سره په تکتیکي بڼه ظاهري روغه جوړه کوي، حال دا چې په خپل انحصارغوښتونکي منطق کې هېڅ بدلون نه راولي او د نورو د عیبونو لټول نه کموي. طبیعي ده چې دا ډول تکتیکونه په ټولنه کې د حقیقي تدین او د اخلاقو له ودې سره هېڅ مرسته نه کوي. دا کار ممکن په سیاسي لحاظ د دې ګوندونو په ګټه وي او له هغوی سره په انتخاباتو کې د ډېرو رایو په ګټلو کې به مرسته وکړي او یا د نورو ډلو د همدردۍ په جذبولو سره به پر دوی د حکومتونو فشار راکم شي.

۲۲. په اخلاقي موازینو د وګړو، ګوندونو، حکومتونو، ملتونو، تمدنونو او دینونو د التزام اړتیا هغه عمده بحث دی چې د فکر او فلسفې د ځینو سرلارو ذهنونه یې مشغول کړي دي؛ ځکه کله چې دغه التزام ضعیف وي یا ګرد سره نه وي، د هر دین او هرې ایدیالوژۍ د پیروانو له خوا فجیع اعمال تر سره کېږي. دا یوه عمومي قاعده ده او د هېڅ دین او مذهب پیروان حق نه لري چې ځان له اخلاقي موازینو څخه معاف وګڼي.

۲۳. قران مجید ویلي دي: “ماجعل الله لرجل من قلبین فی جوفه” او مفسران وايي چې انسان نه شي کولای په یوه وخت کې دوو شیانو ته په عین اندازه اهتمام وکړي. دا مفهوم په مډرنه ارواپوهنه کې تر بحث لاندې نیول شوی او پراخ شوی دی.

۲۴. له نوې نړۍ سره آشنايي او له پخوانۍ دنیا سره د هغې د توپیرونو پېژندل، زموږ د ټولنو له عمده اړتیاوو څخه دي؛ ځکه چې د دې ټولنو ځینې ستونزې له دې ځایه راولاړېږي چې دوی په عملي لحاظ خو په اوسنۍ زمانه کې ژوند کوي؛ خو په نظري لحاظ لا هم په تېره زمانه کې اوسېږي. دوی پر اوسنۍ نړۍ د پوهېدو لپاره پرونی منطق کاروي او هېڅکله نه شي کولای له دغه تاریخي بېلښته واوړي. دا کار د دې ټولنو د وګړو په سلوک او معرفت کې ژور تناقضونه رامنځته کړي دي.

۲۵. د اخلاقو د علم پوهانو پر دې موضوع په تفصیل سره بحث کړی دی چې اخلاقي فضایل په کومو شرایطو کې وده کولای شي. که څه هم چې په دې باره کې د صاحب نظرانو تر منځ د نظر کامل اتفاق نشته؛ خو اکثر یې په دې باور دي چې د وګړو د لومړنیو اړتیاوو له پوره کولو پرته، د اخلاقي مکارمو د ودې تمه بې ځایه ده.

۲۶. د سیکولریزم او د هغه پر ډولونو باندې زیات بحثونه شوي دي. ځینې صاحب نظران لکه ډاکتر عبدالوهاب مسیري، په دې باور دي چې د وګړو او ټولنو سیکولر کېدل په دې معنا دي چې د هغوی دنیوي وسوسې پر معنوي وسوسو یې غلبه وکړي او د انسانانو مادي اړتیاوې د هغوی د معرفت په مرکز کې واقع شي. په دې خاطر ځینې نور شنونکي دې نتیجه ته رسېدلي دي چې اسلامي بنسټپالنه د خلکو د دنیوي وسوسو په راپارولو سره عملاً هغوی د سیکولر کېدو خوا ته بیايي او هغه څه چې دوی یې له منځه وړل غواړي، په ناپوهۍ کې د هغې له پراختیا سره مرسته کوي.

۲۷. په اسلامي هېوادونو کې ګڼ شمېر لیکوال د اسلام د سیاسي کولو پر زیانونو خبر وو او هر یوه یې د دې مسألې له عواقبو څخه د خپلې خبرتیا په اندازه، خبرداری ورکړی دی. نامتو مصري لیکوال، مرحوم محمد غزالي د ژوند په وروستیو کلونو کې په کراتو په دې اړه لیکنې کړې دي. انجینیر مهدي بازرګان د «آخرت او خدای د انبیا د بعثت موخه» کتاب په لیکلو سره ـ چې د ده د ژوند د وروستیو کلونو د فکرونو محصول دی ـ همدغه مفهوم په یو ډول مطرح کوي. ډاکتر سروش تر نورو زیات او په لا وضاحت او لا زیات استدلال سره هڅه کړې ده چې په خپلو مختلفو لیکنو کې دا موضوع د خلکو غوږونو ته ورسوي. د هغو مسلمانو لیکوالو د احصایې راټولول چې د دین سیاسي کول یې نقد کړی دی، د دې لیکنې له حوصلې وتلي دي او باید جلا ولیکل شي.

4 COMMENTS

  1. ښکلې او منطقي لیکنه ده. خو له بده مرغه د افغان مسلمان چرګه یوه پښه لري. دوی پرته له هغه څه چې د دوی ماغزو ته ورننوېستل شوي، بل هېڅ شی نه مني. د دوی عقیده او نظر تر هر څه لوړ او د دوی په اند منطقي دي. باید وویل شي چې دوی اصلاً د فلسفي فکر کولو توان او جرائت هم نلري. د دوی هر سیاسي عمل په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملي ګټو پر ضد تمام شوی او هېواد ته یې لوی تاوان اړولی دی. دوی په دې دنیا د ځان لپاره ټول مادي او معنوي نعمتونه غواړي خو د نورو لپاره بیا دا ټول په آخرت کې غواړي او د صبر نصېحتونه ورته کوي. د دوی سره علمي او منطقي بحث د ځان وژنې په څېر دی. مننه

  2. سلام
    زه باور لرم چې الجبر دې لوستی او دیوې معادلې په برخو ،اعدادو تناسب اوترم هم بلد یی چې په منطقی لحاظ هره قضیه ځانګړی ثبوت لری او هرثبوت ځان ته دلیل ، برهان او اختصاصی فرضیی. زما هدف له تبصرې کومه مسابقه او بله شخصی ګټه نه ده وایی چې هر سخن ازخود جایی وهر کار ازخود مکانی دارد . دتاند له لارې زه ډیر راښکاریږم اوتقریبا دلته دېره یم اما بعد: مخکې له دې چې نور فاکتورو ته لاړشو زه تا سره د سیاسی اسلام دتضمین او تامین کلیمو په کارولو او انحصار کې موافق نه یم ستا غوسه بل چیری ده !دبحث منیو دې ګڼې اوپېچلی ترمینالوزی راسپړی د اکس او وای په ترم نه خلاصه کیږی که نه خفه کېږې .
    وایی چې یو فلسفی یوه اویا کلن سړی ته درس ور کاوه چا ترې پوښتنه وکړه داڅه کوې؟هغه وویل حبشی پرې مینځم شاید سبین شی!

  3. تامین او تضمین دوه محلی اصطلاجګانی دی چه له عربی مصطلحاتو څخه توپیر لری او دموضوع سره ټینګ ربط یی تر سوال لاندی راځی
    سیاسی حزبونه هیلی لری وعدی کوی مګر دهغو په عملی کولو مسئول ندی. ښه عمل دآخرت دښیګڼی لیاره دی مګر دهغی تضمین نسی کولای ځکه آخر هرڅه دخدای په رضا پوری تړلی دی.
    دلیکونکی لیدلوری
    دین دطبقاتی اختلاف په سر تقسیمول غرضی دی او له رښتیا څخه لیری دی. یا په بله ژبه دا چه دین ته توجه دټیټو خلکو کار دی او بیدنی دبډایو او دلوړ رتبه حکومتی غاصبانو او له عصری پوهی سره بلد کسانو لیاره ده دالحادی فیلسوفانو تخلیق دی چه په خیال او فریب ولاړ دی او له واقعیت سره کوم تړاو نلری.
    انګریزی لفظ اینداکترینشن او عربی لفظ تعلیم ددین او بیدینی اسباب دی چه دا په مسلمانو کی له اوله دنبی اکرم له فرمایلو څخه په واضحه ټکیو کی ښکاریږی او نن سبا هغه دغربی فیلسوفانو تر نظر لاندی نیول سوی. داسی تقسیم بندی په انانیت او نفسی خیالی توپیر او برتری باندی ولاړ دی. ترمپ او بوش دهمدی غلط تعبیر متضاد مثالونه کیدای سی. په مسلمانو جامعو کی قدرت مستقیم او یا غیر مستقیم په بهر کی دتربیه سوی کسانو غصب کړی، دهغو تایید په خاطرغربی مربیین یی په همداسی خیالی تعبیر باند تیر ایستلی دی.
    سیاسی اسلام (؟؟؟) دلیکونکی په خبره دناکام مودرنیزشن نتیجه ده او ناپوه کسانو دفاسد نظامونو پړه په غرب اچوی. دا خبره دواقعیت مسخ کول بللی سو. بیدینی دنوی او زاړه استعمار نتیجه ده. دا رښتیا ده. استعمارهمدا مدنی بدلون ته اولیت ورکوی او داستعمار خدمتګاران همدا ایدیالوژی لری. په څنګ کی داهم رښتیا ده چه استعمار له بیدینی سره فساد هم راوړی. نن سبا افغانستان او عراق دهغه ښه مثالونه دی.
    هغه چه لیکونکی نه غواړی ولیکی هغه دا ده چه اسلام له آزادی زسره تړاو لری او یوه خدمتګاره حکومت هلته راتلی سی چه دقدرت نیول دانانیت او شخصی ګټو په اساس نه وی راغلی. دا چه استعمار او دهغه خدمتګاران یوازی انانیت غواړی نو له هغه څځه دښه حکومت توقع نسی کیدای. دسید حمال الدین افغانی له وخته تراوسه دا استعمار ضده جریان روان دی. په مالیزیا کی دا اویا کاله کیږی چه اسلامپاله ډله له سیکیولری ډلی سره رقابت لری او دهغی ډلی رهبره مجمع دوکتوراوی لری او ځینی ولایتونه له اوله ترواسه ترلاس لاندی لری. دهغوی ددنیا نیکمرغی او آخرت نیکمرغی همداسی ژوندی شعار دی کوم چه هغوی شپیته کاله مخ ته درلود.
    دلیکونکی مضمون یو بل استعماری دوکترین ده چه په درواغو او مسخ سوی واقعیتو ولاړ او دخلکو دفریب لپاره یو طلسم غوندی په کار اچول سوی.

  4. اصولاً د یوې لیکنی ژباړوونکی او خپروونکی باید د خپلی ژباړل سوی لیکنی په سر کی د خپل نوم د لیکلو تر څنګ د لیکونکی نوم هم ولیکی څو د اصلی لیکونکی هویت او ماهیت ته په کتو سره، یو لوستونکئ خپله تبصره ولیکلای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب