پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeټولنیزامریکایی/ پولنډی: انجینر، کمپیوټر پوه باران، پال

امریکایی/ پولنډی: انجینر، کمپیوټر پوه باران، پال

(Baran, Paul)

(۱۹۲۵ –  ) 

ژباړه: رحمت شاه فراز

نن ورځ میلیونونه برېښنالیکونه له یوه کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته انتقالېږي، او د نړۍ په کچ يې خلک له یو بل سره وصل کړي دي. د سویزلنډ په برن، ښار کې ناست یو کارن د څو ثانیو په رپ کې د چین د بېجینګ ښار په یوه وېب پاڼه کلیک کولی شي. د سویچونو، راؤټرونو او نورو شبکو زېربنا جوړول چې دغه بین الملي شبکه يې له یو بل سره غوټه کړې، د انجینرۍ په ډګر کې دومره ستر ایجاد دی چې په ۱۹۵۰ کلونو کې د امریکې د لویو لارو له تعمیر او رغونې سره يې پرتله کولی شو. پال باران چې نوم يې د عامو خلکو ترمنځ دومره شهرت نه لري، د نن ورځې د انټرنټ د جوړولو او ایجاد لپاره د خورا زیات کرېډیټ مستحق دی.

باران د اپرېل په ۲۹ په ۱۹۲۶ کال کې په پولنډ کې زېږېدلی. کورنۍ يې د هغه تر زوکړې لنډه موده وروسته امریکې ته را کډه شوه، یو څه وخت يې په بوسټن کې تېر کړ او بیا په فیلاډیفلیا کې مېشت شول. په دې ښار کې يې پلار د خوراکي توکو یو کوچنی دوکان درلود. (او باران به په خپل کوچني واګون کې خوراکي توکي تر ګاونډیانو رسول.)

له لیسې وروسته، باران د ټکنالوژۍ ډرېکسل انسټیټیوټ کې شامل شو، دغه انسټیټیوټ وروسته په ډرېکسل پوهنتون ونومول شو. دلته يې په ۱۹۴۹ کال کې د برقي انجینرۍ په څانګه کې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې. ورپسې يې په (اېکرټ-ماوکلې کمپیوټري شرکت) کې کار پیل کړ او د Univac کمپیوټر د واکیوم ټیوب سرکټونو ساتنه به يې کوله او په دې ډول يې  د عصري الکترونیک په برخه کې ښه پخه کاري تجربه تر لاسه کړه. Univac اولنی تجارتي، الکترونیک – ډیجیټل کمپیوټر وو. د ۱۹۵۰ لسیزې په را وروسته وختونو کې يې په هګز هوايي شرکت کې دنده واخیسته او د داسې سیسټمونو د ډیزاین په برخه کې يې مرسته ورسره وکړه چې د رادار ډېټا پروسېس او د ICBM په نوم یو توغندی کنټرول کړای شي. په همدې وختونو کې يې شپنۍ زده کړې پیل کړې او په ۱۹۵۹ کال يې د لاس اېنجلس په کالیفورنیا پوهنتون کې د برقي انجینرۍ په څانګه کې ماسټري وکړه. 

سوړ جنګ چې د ۱۹۶۰ لسیزې لومړنیو کلونو ته را وغځېد، نو دغه وخت د پوځ له پلان جوړوونکو سره لویه اندېښنه دا را پورته شوه چې د خپل رادار له لرې پرتو تمځایونو (سټېشنونو) او میزایلونو سره په څه ډول اړیکه وساتي. په دې وخت کې باران په رېنډ (RAND) شرکت کې دنده واخیسته، رېنډ هغه وخت یوه ستره فکري قوه وه چې دا ډول ستراتیژیک پرابلمونه يې څېړل. باران خپل دغه دور را یادوي، او یاد پرابلم په دې ډول تجزیه کوي

((امریکا او USSR دواړو هستوي توغندیز سیسټمونه جوړول. که د ستراتیژیکو وسلو امریه او کنټرولوونکي سیسټمونه تر ډېره پورې بقا ومومي، نو د امریکې دفاعي ځواک په ډېر ښه ډول د یوه برید دفاع کولی او خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکولی شي؛ او د یوه ډېر باثباته دریځ په لور خوځېدلی شي. خو دغه دومره اسانه موضوع نه ده، په دې چې هغه وخت لر واټنه اړیکې خورا حساسې وې او د دې وړ نه وې چې یو برید تحمل کړي. همدا یوه لویه مسئله وه؛ او د یوه بقا موندونکي ارتباطي سیسټم نشتون تر ټولو ستر خطرناک وضعیت ته زمینه برابره کړې وه.))

په ساده ټکو کې ویلای شو چې که د ارتباط او کنټرول سیسټمونه تر یوې اټومي او هستوي حملې ژوندي نه شي راوتلی، نو دواړه غاړې به په دې اند وي چې د یوه نړیوال کړکېچ په حالت کې به ښه خبره همدا دا وي چې لومړی پخپله برید وکړي؛ نو که دا کار وشي نو له دې سیسټمونو به ګټه اخیستل شوي وي او که مقابل لوري وار ړومبی کړ، نو بیا به یې له لاسه ورکوو؛ یانې د ((یا يې وکاروه او یا يې وبایله)) وضعیت جوړ وو. بله خبره دا چې که د ارتباط سیسټمونه په بشپړ ډول له منځه هم لاړ نه شي او تر حملې لاندې غاړه بېرته خپل ځان سمبال کړي، نو ممکن بیا هم ارتباطات دومره بې ارزښته او بې ګټې شي چې د کړکېچ د ختمولو لپاره د مذاکراتو کول به اصلاً ناشوني شي. 

باران په ۱۹۶۰ کې د ارتباطاتي سیسټمونو مطالعه پیل کړه، تر څو دغه سیسټمونه تر ډېره بقا وکړي. دی په دې اند وو چې شته سیسټمونه ډېر زیات متمرکز حالت لري او بله دا چې د هغو وسایلو ترمنځ د بېک اپ هېڅ لینکونه نشته چې د شبکې نوډونه يې جوړ کړي دي، یانې که یوه کلیدي برخه به یې خرابه شوه، نو بله هېڅ لاره به نه پاتې کېدله چې یو پیغام پرې حرکت وکړي او له پاتې ژوندیو وسیلو سره اړیکه ټینګه کړي. 

باران تصمیم ونیوه چې په اصل کې یوه نامتمرکز یا ((منتشر)) نټورک ته اړتیا ده. په دې ډول شبکه کې یو نوډ هم د اساسي نوډ حیثیت نه لري او هر نوډ له څو نورو نوډونو سره وصل وي، چې نتیجه يې دا راوځي چې که په یوه برید کې یو شمېر نوډونه ویجاړ هم شي، نو پیغام به دومره بدیلې لارې یا مسیرونه لري چې تر نورو ژوندیو نوډونو پورې ځان پې ورسوي. باران په دې سیسټم کې د استقامت یو بل پوړ هم اضافه کړ، هغه دا چې اوس به پیغامونه په کوچنیو ټوټو یا ((بلاکونو)) ماتېدل او دغه کوچنۍ ټوټې په هر هغه لینک استول کېدی شوی چې دمګړۍ به فعاله وو، او کله به چې دغه کوچنۍ ټوټې خپل اخري منزل ته ورسېدې نو بېرته په یوه بشپړ پیغام واوښتې. (دغه نظریه د پاکټ سویچینګ له هغه مفهوم سره ورته والی لري، چې لیونارډ کلېن راک ایجاد کړی).

په دې سیسټم کې به پیغامونه د نیمه کوچنیو کمپیوټرونو (چې نن ورځ راوټر بلل کېږي) له لارښوونې سره سم انتقالېدل. دې کمپیوټرونه به په جدولونو کې په ممکنه لارو پسې سترګې غړولې او د ضرورت په وخت کې به يې یو پیغام له یوې لارې (راؤټ) څخه بلې ته بدلاوه. باران د ټوکو په ډول دې مورد ته اشاره کوي ((هر پیغام د (ګرم کچالو) په څېر دی، د دې په ځای چې یو نوډ (ګرم کچالو) په لاس کې ونیسي، سمدلاسه پیغام خپل همسایه ته ور غورځوي، چې هغه همسایه هم هڅه کوي چې له دې ګرم کچالو (پیغام) څخه ځان خلاص کړي.)) 

د باران ټول پروپوزل د RAND شرکت په یوه راپور کې تر دې عنوان لاندې خپور شو: (پر منتشر ارتباط)). البته د نوموړي دغه نظریات له کلک مقاومت سره مخ شول. هغه مهال زیاتره شبکوي ارتباطات د ټلیفون پر مزو ترسره کېدل او د پخواني ټلیفون انجینرانو ایله دا فکر درلود چې د زنګ وهونکي او زنګ اخیستونکي ترمنځ تش یو کنکشن (رابطه) رامنځته کړي او په دې ډول یو بشپړ پیغام یا د پیغامونو یوه لړۍ پرې واستوي. خو د پیغام په کوچنیو برخو وېشل او بیا په ګڼ شمېر لارو په بې ترتیبه او بې نظمه ډول د هغو انتقالول دې انجینرانو ته یو څه بې معنا او احمقانه غوندې ښکارېدل، ځکه دوی په خپل ارتباطي سیسټم کې د کیفیت په خوندیتوب ډېر زیات ویاړ کاوه. 

مګر د دفاع وزارت د منتشر ارتباط ګټو ته ډېر لېواله وو او په ۱۹۶۷ کې تر یوه کانفرانس وروسته يې د یوه سیسټم د جوړولو چارې پیل کړې چې ARPANET وبلل شو. د یاد سیسټم ډیزاین کوونکو د دې کار لپاره الهام د باران له مخکینیو موندنو څخه اخیستی وو او بل لور ته يې د کلېن راک د پاکټ-سویچینګ نظر پکې تطبیق کړ. 

باران په ۱۹۶۸ کال له RAND سره مخه ښه وکړه او د (راتلونکي لپاره انسټیټوټ) یې جوړ کړ، تر څو د راتلونکو ټکنالوژیکو ایجاداتو په برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې يې د ځینو شرکتونو د تجارتي شبکوي سیسټمونو د ودې او تشهیر فعالیتونو ته مخه وکړه، چې له دې ډلې د Cable Data Associates، مېرټریکوم (د پاکټ راډیو) شرکت او د کېبلي شبکو شرکت Com21 یادولی شو. باران ته په ۱۹۸۷ کال کې د الکتریکي او الکترونیکي انجینرانو د مؤسسې له خوا د اېډوین اچ آرمسټرانګ جایزه (چې په یوه نشراتي سرلاري پسې نومول شوې) او په ۱۹۹۳ کال کې د الکترونیکي پولو د بنسټ له لوري د مخکښۍ په جایزه وویاړل شو.

اضافي لوستونه: 

1- Baran, Paul. “Introduction to Distributed Communications Networks.” RAND Corp. Publication RM-3420-PR, 1964. Available on-line. URL: http://www.rand.org/publications/RM/ RM3420/. Downloaded on November 26, 2002.

2- Griffin, Scott. “Internet Pioneers: Paul Baran.” Available on-line. URL: http://www.ibiblio.org/ pioneers/baran.html. Downloaded on October 31, 2002.

3- Hafner, Katie, and Matthew Lyon. Where Wizards Stay Up Late: The Origins of the Internet. New York: Simon and Schuster, 1996.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب