پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+موږ او د ادبي مډرنېزمونو تعیین | نعمت الله صدیقي

موږ او د ادبي مډرنېزمونو تعیین | نعمت الله صدیقي

له مډرنېزمونو مو دلته ټول هغه پړاوونه منظور دي، چې مډرن، مډرنېټي، مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم په اصطلاحاتو مشهور دي. څنګه چې د دې وختونه بېلا بېل دي، همداسې یې علمي، فکري او فرهنګي هیئت یا شکلونه او ډولونه هم مختلف دي. له هیئت یا شکل مو دلته مراد د موډرنېزمونو د برخو څانګوالي ده، یعنې ادبي برخه یې له فکري، فلسفي او فرهنګي برخو سره توپير کوي. فکري او فلسفي برخه یې هغه ده، چې تره ډېره پکې انسانپالنه، عقلانیت او نور فلسفي تمایلات رایج و او تمرکز یې پر اخلاقي او معرفتي فلسفو و. دې ته ټولنیز یا سماجي مډرنېزم هم ویل کېږي. دا رایج نظریات او فلسفي تمایل چې د رنسانس د اروپايي مډرن له دورې پېل کېږي، تقریباً درې سوه کالو ته یې موده رسېږي. د منظم مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم  هغه یې د نولسمې او شلمې پېړۍ خصوصاً د لومړي او دویم نړیوال جنګ کلونه وو، چې په ادبي برخه کې د دې مډرنېزمونو رایج ادبي نظریات او فني تمرکز د هنر او ادبیاتو مختلفې سپړنې وې، فکري او فني زیاتونې یې هغه عمومي او اساسي ټکي وو، چې بنسټ یې پر معاصرو ټولو نویو ادبي تیوریو او کره کتنیزو تمایلاتو ولاړ و.
دا مختصر عیناً کلیشوي تمهید مو د دې لپاره راوړ، چې پر همدې اساس د خپلې ژبې او ادبیاتو مډرنیسټي تمایلات او پرتلنه تعینوو. او په ځینو مهمو پوښتنو پسې وځو؛ مثلاً دغه مډرنېزمونه زموږ پر ټولنه او ادبیاتو څه اغیز لري؟ او ګټې یې څه دي؟ د ګټې خبره خو یې ډېره ساده او سطحي ده، البته په ادبیاتو او ټولنیزوالي کې یې عملي اثر او اغیز څنګه دی؟ یا مثلاً موږ د موډرنېزمونو په کومه کټګورۍ کې یو؟ د دې د تعیین یا ټاکنې په اړه بحث زموږ د کره کتنې خورا مهم ضرورت او اړتیا ده؛ خو دا مو باید په ذهن کې وي چې ځانګوالي یې اساسي ټکی دی، زموږ د بحثونو په تېره د ادبي بحثونو  یو ډېر غیر محتاط چلن دا دی، چې کله په مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم خبره کېږي، دوی د مډرنېزم د ادبي ځانګړنو او خپلونو پر ځای تر ډېره پر فکري او فلسفي او یا هم  په ټولنیزه برخه کې د مډرنېزمونو بحثونه پېل کوي؛ یعنې د برخې تفکیک یې نه کوي، دا لویه مغالطه ده. درانه درانه اصطلاحات او ګڼ تړاوونه هیڅکله د مډرنېزمونو دقیق تعریف او پېژاند نشي وړاندې کولای، ځکه ادبیات خپل هویت پر داخلي جوهر وړاندې کوي، د دې نورو برخو تعلق یې له ذاتي هویت سره تقریباً کم دی او دا کم تعلق یې تعریفونه اسانوي نه؛ بلکې لا یې پېچلی کوي، زه دا نه وایم، چې پورته یاد اصطلاحات یا څانګې له ادبیاتو سره بېخي تړاو نه لري؛ ادبیات بېشکه چې له هر ډول تمایلاتو سره مخ وي؛ خو د دا ډول یو تخلیقي هیئت یا شکل چې ذاتي جوهر یې ثابت وي؛ ولې یې په نورو برخو ګډ کړو.
زه باوري یم، چې زموږ په ژبه کې د مډرنېزمونو نه اخیستنه یا غلط تعبیرونه له همدغه ځایه دي. په دې باید پوه شوو، چې ادبي مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم له فلسفي، سیاسي او عامو ټولنیزو تمایلاتو  وراخوا بېخي خپل ادبي تمایلات او ځانګړنې لري. دا ځانګړنې او تمایلات چې موږ په تېرو لیکنو کې هم د معاصرو تیوریو او کره کتنو مجموعې بللې وې؛ دلته یې هم یوازې په همغه یادښت بسنه کوو. کله چې موږ پوه شو، چې ادبي مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم له نورو څانګو یا برخو یو بېل ادبي تمایل دی؛ نو تقریباً نیمه ستونزه مو ځکه حل شوه، چې ادبیات بیا خپل مستقل او ځانګړی هویت څرګندوي؛ بلکې د بهرنیو ارزښتونو  پر ځای په خپلو ذاتي یا داخلي ارزښتونو خپل مډرنیسټي تعین یا ټاکنه په اسانه رامنځته کولای شي او دا زموږ د ادبي مډرنېزمونو خورا سوچه اصل او بحث دی.
تراوسه موږ د مډرنېزم د یوې نسبتاً لنډې او اسانې تشریح هڅه وکړه او دا مو څرګنده کړه، چې مډرنېزم د سختو او درنو لفظونو یا د یوه فکر او اړخ مجموعه نه ده؛ بلکې یو عمومي هر اړخیز وضعیت دی، زماني یا مهالنۍ دورانیه یا پېر دی، چې د ګڼو علومو او نظریو مختلف بحثونه یې رامنځته کړي دي. ځينې کره کتونکي مډرنېزمونه تیورۍ او مکتبونه بولي؛ حال دا چې دا نه تیوري ده او نه هم مکتبونه دي؛ ولې د تیوريو او مکتبونو کلیت ضرور دي، په دې مانا چې دا ټول فکري او ادبي یا فرهنګي تحولات او تمایلات د همدې تیوريو او مکاتیبو په وسیله ترسره کېږي. خو بالذات د تیوري او مکتب مشخص جواز نه لري.
راځو د لیکنې اصل مدعا ته، چې موږ او مډرنېزمونه په کومو تړاوونو او ادبي جریاناتو کې د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم له تمایلاتو سره وصل یو، ایا موږ مډرنیسټ یو؟ که یو نو په کومه پیمانه او ارزښت یو؟ او تر ټولو مهمه یې دا چې په کومه برخه کې مډرنیسټ یو؟ د مډرنېزمونو په اړه بله زموږ تر ټوله زوروه پوښتنه دا دی، چې غربي تمایلات هغه هم د یوه محدود زماني او مکاني چوکاټونو بهیر څنګه په خپلو ادبیاتو کې تطبیق کولای شو؟
لومړۍ خبره دا دی، چې زموږ د مډرنېزمونو د تقابل یا موازنې تله د غرب د مډرنېزمونو هغه ځکه نه دی، چې موږ په خپلو تېرو تعریفونو کې هم ویلي او پورته مو هم وویل، چې موډرنېزمونه مطلق اصول او منشور نلري، دا یو کلي هر اړخیز تمایل دی، چې د غرب مختلف جریانونه دي او د عصري دورانیو او نویو تمایلاتو له مخې یې ګڼې تیورۍ خپلې کړې دي. کله چې موږ په خپلو ادبیاتو کې د دغه مډرنېزمونو تطبیق کوو؛ نو یوازې یې د طرز او موډل پر بنسټ کولای شو، ځکه د غرب زمان او مکان زموږ له هغو سره توپیر کوي، دغه توپيرونه دي، چې موږ ته د خپلو مډرنېزمونو تعریفونه په لاس راکوي. له طرز او موډل مو منظور دا دی، چې د غربي مډرنېزمونو ځینې تجربې، فکري او فني تمایلات او حالات د هغوی د ځای او مهال جغرافیي ته کم؛ ولې عام بشري مشترکاتو او هنري تمایلاتو ته ډېر منسوب وي، دا ډول هنري او بشري طرز اخیستنه د غرب او شرق پر قطبونو نه ویشل کېږي، دا د هنر د بې سرحده جغرافیې محصول کڼلی شي. په همدې اساس موږ د غربي مډرنېزمونو طرز داسې رااخلو، چې د ځای او مهال فکري او فرهنګي جریان مو خپل وي؛ خو طرز یا ګډ هنري ارزښتونه یې همغه وي. حتی کله کله خو داسې هم درک کېږي، چې په ځينې مواردو کې د غرب د همغو وختونو له ورته حالاتو سره هم په کې مخ یو.
له فکري یا ټولنیز اړخه زه داسې فکر کوم، چې زموږ سیاسي، فکري، کلتوري او ان مذهبي تمایل او بیانیه د یوه داسې مجموعي اړخ څېره ښيي، چې همغه د مډرنیټي دور له ځینو مشابهتونو او علتونو سره ورته دی، مثلاً زموږ له سیمیز سیاسته نېولې تر نړیوال سیاسي او فکري هویته پورې موږ د یوې ډېرې مظلومې او محکومې سیاسي پېژندنې هویت لرو. زموږ فکري راویت کله هم د یوه نوي او ازاد تخلیقي ډسکورس په توګه هیڅ کوم فکري یا فلسفي بحث نه دی ایجاد کړی. زموږ کلتوري او فرهنګي هلې ځلې لا هم تر یو منتشر حالاته تېرېدونکي دي. همدا اوس هم د مذهب په نامه له نړیوال استعمار نېولې تر سیمیز استعماره د انسان پر مرۍ د یوې وحشي چړې راج دی. دا هر څه د همغه منځنیو پیړیو د ورته حالتونو نمایش دی، چې زموږ د زمان او مکان انسان ورسره لاس و ګریوان دی، دا همغه مډرنيټي مشابهت دی، چې انسان پکې بې مرکزه و او عقلانیت ورک و.
د غرب په مډرنيټي دوره کې د ادبیاتو موضوعي یا خارجي تمایل ډېر عام و؛ مثلا د ادبیاتو عام یا ډېر مشهور تمایلات همغه کلاسیسزم، رومانټسیزم، نیچرلېزم او ریالېزم یا دې ته ورته ادبي مکتبونه او تمایلات وو، چې د ادبیاتو په برخه کې یې د ادبیاتو په داخلي ارزښت کم او په خارجي هغه یې ډېر تمرکز کاوه. د شلمې پېړۍ لومړیو کلونو کې چې کله مډرنېزم پيل شو، نو د ادبي مډرنېزم عام تمایل د تیوریو او مشهورو مکتبونو په وسیله څرګند کړای شو، د دې تیوریو چې ډېری هغه یې مشهورې وې، رغښتواله، فورمالېزم او نوی کره کتنه وه. عام تمایل یې که څه هم مطلق و؛ مګر د ادبیاتو په داخلي یا هنري اړخ یې تمرکز زیات و، ترڅنګ یې یو شمیر نور موضوعي مکتبونه هم و لکه وجود پالنه، فیمینزم، سور ریالېزم، سېمبولېزم او یا هم تجریدیت او انځورګري یې هغه ادبي تمایلات وو، چې د مډرنیزم پر ادبیاتو کې یې ځانګړې ونډه اخیستې وه. زموږ معاصر یا د همغه وخت تخلیقي ادبیات چې د همدې تمایلاتو د تلنې او ارزونې له مخې لولو؛ تقریباً د دې وړ دي چې مډرنیسټ یې وبولو.
پوسټ مډرنېزم چې له همدې ادبي تیوريو عام تمایل واخیست او په لږ و ډېرو توپيرونو او زیاتونو یې همدې متداوم جریان ته دوام ورکړ او د نولسمې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې پېل شو؛ نو دا وخت همدغه ادبي او هنري مکتبونه او تیورۍ پوسټ وې؛ یعني وروسته جریانونه شوي وو؛ مثلاً رغښتواله په پسرغښتواله اوښتي وه، فورمالیزم او نوې کره کتنه بېخي سوچه ادبي تمایل ته اوړېدلې وې، د ژاک درېدا ډي کنسټرکشن (رغښتماته) نوي بحثونه پیل کړي وو؛ یعنې دا نو د پوسټ مډرنېزم هغه ادبي او هنري تمایلات وو، چې د نړۍ په تخلیقي او کره کتنیز بهیر یې خاص اغېز او اثر خپور و.
په دې ټول عصر او دورانیه کې یو شمیر نور لوی او واړه فکري او هنري ادبي تمایلات هم ایجاد شول؛ مګر ډېر ښکاره او شاربل شوي یې همدغه وو، چې فعلاً یې د نړۍ ادبیات او کره کتنه پر همدې عام او کلي تعریف مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم بولي.
موږ خو د مډرنیټۍ فکري یا ټولنیزه (سماجي) خبره وکړه، چې تقریباً زموږ ټولنه ترې اوس تېرېږی؛ مګر دا خبره لا هم پاتې دی، چې په مډرنيټي دور کې چې زموږ د پښتو ادبیاتو منځنی کلاسیکه دوره وه، د هغې په اړه مو ونه ویل، چې مثلاً په همغه مډرنیټي دور کې زموږ یوازې ادبیات په څه حال و؟ زه ویلی شم، چې د مډرنيټۍ دور ټول هغه عام تمایلات زموږ د هغه وخت په تخلیقي ادبیاتو کې شته او هم یې په معاصرو ادبیاتو کې لرو. دا پوښتنه تضاد نه دی، چې ګواکې موږ په فکري یا له ټولنیزه پلوه اوس له مډرنیټي دور تېرېږو او ادبیاتو مو د هغه وخت او معاصر د دواړو دورونو مډرنيټي دي، بلکې زه خو وایم، چې موږ په یو وخت له فکري یا له ټولنیزه پلوه مډرنيټي دوره هم تېرېږو او د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم له تمایلاتو هم اغېزمن یو.
زه د نورو برخو د پوسټ مډرنېزم خبره نه کوم؛ خو له ادبي پلوه زموږ معاصر تخلیقي ادبیات ځکه مډرنېسټ پوسټ مډرنېسټ دي، چې د اروپايي مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم، هغه ټولې تیورۍ، تمایلات، او ادبي ارزښتونه چې د هنر په اساس د دوی تخلیقي ادبیاتو خپلې کړي، زموږ په ادبیاتو کې په کافي اندازه موجود دي.
زما د دې لیکنې مدعا دا دی، چې موږ په ټولنیز ډول مډرنېټي دور کې یو او له ادبي پلوه د دې درې واړو ډولونو او صورتونو سره ځکه مخ یو او ترې اغېزمن یو، چې ادبیات په کلي ډول په خپله یو ډول تصوراتي جهان دی او د مډرنېزمونو ادبي تمایلات تقریباً غېر مادي یعنې تصوراتي وو. موږ د حالاتو  یا د پرمختګ له مخې په مډرنېټي دور کې یو؛ خو د ادبیاتو له پلوه خصوصاً معاصره تخلیقي دوره ځکه د ادبي مډرنېزمونو له تمایله برخمنه ده، چې یو خو ادبیات او پنځګر یو څه د لوست او فکر له مخې خاص خلک دي او بل دا برخه د منظم مډرنېزم او پوسټ په څېر ذهني او تصوراتي نړۍ ده؛ نو ځکه د وروستيو مډرنېزمونو اثر او اغیزمنوالی زموږ په ژبه او تخلیقي ادبیاتو کې د شتون جواز راکوي، زه فکر کوم، په همدې اساس دا کوم پردي یا اجنبي مډرنېزمونه هم نه دي؛ بلکې زموږ خپل مډرنېزمونه دي. د دې لپاره زموږ د خپلو ادبیاتو د مډرنېزمونو د ادبې ویشنې یا ثابتونې د پورته عمومي تعیین او ټاکنې ترڅنګ یو شمیر نوره واضحې ځانګړنې او نښې هم شته، چې زموږ رارون بحثونه به یې د خپل توان پر اندازه په نظري او عملي ډول وړاندې کړې، د توان اندازه په دې مانا چې دا بحث او ځانګړنې د یوه فردي بحث او قضاوت پر ځای تر ډېره حده د ګڼو او هر اړخیزو ډسکورسونو چاره ده.
 (تر بیا…)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب