پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+| تورې زولنې او تورې بهانې | عبدالرحيم مسلم دوست

| تورې زولنې او تورې بهانې | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۴)
د پاکستان د بزدل پوځ او استخباراتو څيروونکو ځناورو مجرمانو شپږ کسه سواتيان د شموزو په سيمه کې له څرخي الوتکې نه راوغورځول. د بونير ډګر او پير بابا اوه (٧) کسان د مينګورې پوليسو او ملېشې ونيول ، له درې ساعته ځورونو او ربړولو نه وروسته يې راوايستل او په يوه ځاي کې يې ووژل، يو پکې ژوندى پاتى شوى ؤ او په ټپي حالت کې يې د شپې په تياره کې ځان يو ځاى ته رسولى ؤ او کيسه يې نورو ته کړې وه. دا کسان د پوليس لين مخې ته تېرېدل او بزدلو پوليسو هېڅ په هېڅه نيولي او وژلي دي . د اورکزو په مشتي کې يو ازاد شوي بندي راته کيسه کوله چې د آى ايس آى په پټ جېل کې راسره يو بندي عبد الله راته د بل يو بندي کيسه وکړه چې زما په مخکې يې له يو بندي سره بدفعلي وکړه، بيا يې په مقعد لرګی ورننه ايسته…، هغه وايي: د آى ايس آى مجرمانو راته وويل: که حال راته ونه وايې، له تاسره هم همداسې کوو، زه دې ته اړ شوم چې هر څه چې هغوى وايي؛ قبول يي کړم . تر دې چې هغه کارونه مې هم په ځان ومنل چې نه مې کړي وو او نه ترې خبر وم … ..
محب الله راته کيسه وکړه چې د آى ايس آى په پټ جېل کې راسره يو بندي واچول شو، پروېز نومېده، کيسه يې راته کوله چې يوه ورځ يې راته سترګې وتړلې ، تړلي لاسونه او پښې يې په ګاډي کې کينولم او يو بل ځاى ته يې بوتلم، هلته يې له ګاډي نه ښکته کړم، لږ وړاندې يې يو ځل په پوړۍ وخېژولم ، لږ وړاندې يې تاو راتاو کړم او بيايي په بلې پوړۍ زمکې ته ورښکته کړم ، هلته يې پر يوې چوکۍ کېنولم ، سترګې مې تړلې وې ، په پښو او لاسو کې مې زولنې وې او څه شېبه چوپه چوپتيا وه. زه پوه نه شوم چې څوک راسره شته او که نه ؟ خو څه ډوبې ډوبې چيغې مې واوريدې او داسې برېښېده چې په دې کوټه کې دننه بله کوټه ده او دا چيغې له هغې بلې کوټې نه راځي. دا چيغې د يوې عربې ښځې وې ، يو کس ورته په لوړ غږ او غوسه په اردو ويل چې … چېرته دی؟ پوه نه شوم چې د چا پوښتنه يې ترې وکړه ؟ يو ترجمان ورته ترجماني کوله . هغې ښځې په ژړغوني غږ وويل: ( لا اعرف اين هو؟… ما ذنبى ؟ و ما ذنب بنتي الصغيره؟…الا تستحيون؟! تزنون بي… تغتصبونني…)
(زه خبره نه يم چې هغه چېرته دى؟… زما څه ګناه ده او زما د وړې لور څه ګناه ده؟… آيا نه شرمېږئ چې زنا راسره کوئ؟….. په زوره مې…..) په همدې کې يې سلګۍ زياتې شوې او په ژړا ژړا کې يې څه وويل؛ خو پرې ونه پوهېدم؟.
په دې کې دوه کسه راغلل او له ماسره ولاړ يو کس ته يې په ډېره غوسه په اردو وويل: دا دې ولې دلته کېنولى دى ؟ زه پوه شوم چې له ماسره يو څوک ولاړ يا ناست ؤ خو زه پرې نه وم پوهېدلى ؛ هغه ورته وويل: سيب (صاحب) راته ويلي وو چې دلته يې راولم. هغه سمدستي صاحب ته ټيلفون وکړ او ورته ويې ويل : طارق ته تا ويلي دي چې مېلمه دلته راولي ؟ (د آى ايس آى) مجرمان په ټيلفون کې بنديان د مېلمنو په نامه يادوي. د مقابل لوري خبرې مې وانه ورېدې؛ خو دلته ولاړ کس ته يې وويل: هغه درته، بېرته يې پټ ورته څه وويل؟! هغه ورته وويل: سوري…..(بښنه غواړم) ما ويل که دا ځاى يې راښوولى دى. کنځلې يې ورته وکړې او ورته ويې ويل : زر يې هلته ورسوه . بېرته يې و ايستم او بل ځاى ته يې بوتلم چې هغه مې مخکې مې هم ليدلى ؤ، هلته يې رانه تحقيق وکړ او دا يې هم راته ويې وويل: هلته دې څه واورېدل؟ ما انکار وکړ او ومې ويل: زما په غوږونو خو دا د سترګو پټۍ راتېره وه، څه مې نه دي اورېدلي. راته يې وويل چې که هلته دې څه اورېدلي وي، نو چاته يې ونه وايې که نه نو بيا به له سختې سزا سره مخ شې. ما وويل: څه مې نه دي اورېدلي، نو څه به چا ته ووايم؟!. دا هم په دې دلالت کوي چې د آى ايس آى په جېلونو کې ښځينه بنديانې هم شته.
په دې وروستيو کې جاوېد ابراهيم پراچه په يو مطبوعاتي کانفرانس کې وويل: شپږ مصريانې ښځې له پاکستاني ايجنسيو (استخباراتو) سره بنديانې دي، يو تي خورى ماشوم هم ورسره دى او زه کوښښ کوم چې را ازادې يې کړم. يواځې دا شپږ نه بلکې ډېرې نورې ښځينه بنديانې هم په پټو جېلونو کې شته. د آى ايس آى مجرمان همداسې کوي چې امريکايانو ته خلک وپړسوي، وستوي، له ډېرو ستولو نه وروسته يې چې نه هغوى واخلي او نه ددوى په کار وي؛ بيا يې لويو جېلونو ته را وباسي او د ابراهيم پراچه له لارې يې ازاد کړي (ابراهيم پراچه د کوهاټ دی او له پاکستاني استخباراتو سره کار کوي، لوی مکار دی).
د اورکزو د مشتي سعيدالله وايي چې زه يې د ځورونې کوټې ته ورښکته کړم، جامې يې رانه وايستې، ويې وهلم، بيا يې دوه لرګين مولي راوړل او راته ويې ويل چې دا يو لرګى افغانی دى او دا بل پاکستانى. دا دواړه يې د ربړولو پر وخت بنديانو ته په شرمځاى ورمنډل…ما ته يې وويل، حال وايه که نه دا درمنډو.
او وايي چې يوه اوزبکه يې نيولې وه، تر شپږو مياشتو يې ورسره زناګانې کولې او تر سخت تعذيب لاندې وه. هغه وايي: د مانسهرې يو ماشوم يې نيولى ؤ چې ياسر نومېده د آى ايس آى مجرمانو ورسره لواطت هم کاوه او وهل ټکول يې هم ورکول.
او وايي چې يو باجوړى يې په وهلو وهلو وواژه ، خو نوم يې را معلوم نه شو. د ملتان سيف الله يې دومره وهلى ؤ چې ډکې اوتشې ميتيازې يې نه شوې ټينګولى او نرتوب يې نه ؤ پاتې.
سعيدالله صاحب وايي چې زه يې له پښو راځوړند کړى وم، په سختو وهلو ټکولو کې يې راته پښتۍ او ګوته ماته کړه او د لاسونو په څټونو يې د کيکرو په خنډنو لښتو وهلم، لاسونه مې وينې وينې وو او سخت يې و ربړولم. هغه وايي چې د وزيرستان يو کس يې نيولى ؤ، د لس دولس کالو ماشوم هم ورسره ؤ چې خوريی يې ؤ، د تورو ډنډو له دروازې پورې يې ځوړند کړى ؤ او وهل ټکول يې ورکول ، هم يې ماما او هم يې ماشوم ډېر سخت سخت وهل او څو ورځې يې نهر تړلي وو. اسماعيل روسى يې د نورو وهلو له پاسه په اور داغلى ؤ. تميم کندهارى ناروغ ؤ او له ناروغتيا سره سره يې واهه ؛ خو درملنه يې نه کوله . سعيد يوسف اوزبک يې دومره وهلى ؤ چې ټول بدن يې ټپي ټپي او تک تور اوښتى ؤ .
د باجوړ مولانا جان محمد يې دومره وهلى ؤ چې لېونى او بيا ورک شو، پوه نه شو چې له تعذيب لاندې يې وواژه او که بل زندان ته نقل شو. برهان الدين بنګله دېشي ته يې د وهلو ټکولو له پاسه څه زهرجن مواد ورکړي وو چې معده يې ورته خرابه کړې وه ، هر څه به يې چې وخوړل، سمدستي ترې وتل …
د ځناورتوب او بې غيرتۍ انتهاء
د پاکستان د مرتد پوځ او مرتدو ادارو او په تېره د (آی ايس آی) او (ايم آی) د منحوسو ادارو د بې غيرتۍ، وحشت او ظلم کيسې ډېرې زياتې دي، چې تاريخ به يې په خپلو پاڼو کې وساتي . دلته د بلې بېلګې په توګه د دې مرتد پوځ د بې غيرتۍ، وحشيتوب او تشدد د انتهاء له يوې دردوونګې کيسې نه خبر شئ.
کله چې د پاکستان پوځ په اسلام آباد کې د جنکو په مدرسې (جامعه حفصې) وحشي بمبار وکړ او په زرونو بې دفاع حافظانې او ددين طالباتې يې له قرآن کريمونو او کتابونو سره په وينو کې لت پت شهيدانې کړې او د هلکانو د مدرسې (جامعه فريديې) طالبان يې څه ووژل او څه يې ونيول، له نيول شويو طالبانو او طالباتو سره د پاکستاني پوځ او استخباراتو د وحشي سلوک او تعذيب ډېرې کيسې دي چې يوه يې داده:
د دره آدمخېل يو ملګري راته وويل: له لاهور نه خپرېدونکې مياشتينۍ مجله (ضياء حديث) د( ۱۸) مې ګڼې د اتم (۸ ) جلد درمضان ۱۴۳۰ هـ ق، اګست ۲۰۰۹ م، کې د ډاکټر عبدالحفيظ فاروقي يوه ليکنه خپره شوې ده چې عنوان يې دی : (قوم کا مطالبه) نوموړی د يو ايډوکېټ (وکيل) په حواله ليکي چې د پاکستان پوځ په لا ل مسجد کې د جامعه حفصې مستورې طالبانې يو خوا ته راټولې کړې، بيا يې د (فريديې جامعې) ځينې طالبان بربنډ راوستل او د دې طالباتو په مخکې يې د هغوی د تناسل آلې (ذکرونه) ترې پرې کړل، ذکر ته به يې اشاره وکړه، د حفصې جنکو ته به يې ويل: تاسو ددې لپاره سبق وايه؛ دادی ترې خلاصې مو کړئ. د حفصې جامعې د طالباتو ګناه دا وه چې په اسلام آباد کې چينايانو د چاپي کولو په نوم د زنا يوه فاحشه خانه جوړه کړې وه او دې طالباتو يې بندول غوښتل. د نړۍ په تاريخ کې داسې بې غيرته پوځ نه دی تېر شوی چې په خپلو خلکو او بيا په جنکو او بيا په تعليمي مرکز بمبار وکړي.
اوس هم د پاکستاني پوځ او استخباراتو د ظلمونو دا سلسله روانه ده ، په سلونو او زرونو بې دفاع مسلمانان په پټو جېلونو او تاڼو کې له سخت ځور او تشدد نه وروسته وژل کېږي او بيا د باندې غورځول کېږي، يا په کومه کنده کې خښېږي…. خو دا د اسلام په نامه اسلام دښمنه سرکاري تنظيمونه (جماعت اسلامي (؟)، د جمعية العلماء فضل الرحمن ډيزلي او سميع الحق دواړه ډلې، د نوراني ګروپ، البدر، حرکة المجاهدين، جماعت اشاعة التوحيد والسنة (؟)، جمعية اهل حديث، حزب الله، لشکر طيبه او جماعة الدعوه…..). ټول پرې غلي دي. چې د برېښنا د پرچاوېدو له امله مظاهرې کوي، خو په دې ظلمونو کې نه يواځې دا چې غلي دي، بلکې ورسره شريک دي. په دې وروستيو کې په پټه اخيستل شوې ويډيوګانې راووتې چې په يوې کې د پاکستان بزدله پوځيان او پوليس بې دفاع ولسي خلک او بوډاګان وهي، په بلې کې د پاکستان مرتد پوځيان څو تنکي ژڼي د سوات په يو ځنګل کې په يو کتار کې تړلې سترګې ودروي، بيا ټوپکونه ورته نيسي ، وژني يې او بيا نږدې پراته شهيدان او دځنکدن په حال کې ټپيان بيا بيا يو يو ولي . اوپه بل كې يې څوكسان له لاسونو نه ځوړندكړي دي ، سيخان يې په بدن ورمنډي ، له خوټو نه يې رانيسي … او په ولاړه يې ساه وځي . خو په دې ټولو باندې نړۍ سترګې پټې کړې دي. بلکې لا شاباسی ورکوي. امريکا پاکستاني پوځ ته د بې ګناه خلكو په وژلو ميلياردونه ډالر ورکوي.
يو ناورين دا هم دی چې ځينې خلک د دې ټولو ظلمونو او وحشتونو پړه يواځې د پوځ په يو مشر (پروېژ مشرف) يايو څو اشخاصو،يا قاديانيانو او شيعه ګانو ور اچوي ، ته به وايې چې دا نور پوځ بزرګان دي!!!. خو دا سمه نه ده . د مشرف ، او دپاکستاني چارواکو اسلام دښمني او بشر دښمني يو جوت حقيقت دی . کوم ظلم، تشدد او وحشت چې د اسلام، طالب، قرآن ، مدرسې، جومات او مېړنيو پښتنو قباېلو او بلوچو په خلاف وشو ، روان دی او کېږي، په دې کې د پاکستان پوځ ، خفيه ادارې ، حکومتي چارواکي ، سياسي او مسلمان ډوله تنظيمونه…. ټول شريک دي. په دې کې د سُني ، شيعه او قادياني توپير نشته،ټول پکې شريک اوټول مرتدان دي . آيا دا هغه پوځ او ادارې نه دي چې انګرېزي قانو ن يې نافذكړى دی؟ آيا همدوی د دې قانون ملاتړاو دفاع نه کوي؟ آيا دا اته سوه جوماتونه او مدرسې چې له سوات نه تر وزيرستانه په قباېلو کې د پاکستان پوځ ړنګې کړې ، کورونه يې ړنګ کړل ، په زرونو مسلمانان يې ووژل ، په زرونو يې جېلونو ته ور واچول او د اسلام او بشريت په خلاف په لومړي صف کې جنګېږي ، دا يواځې مشرف دى؟ دا يواځې قاديانيان دي؟ دا يواځې شيعه ګان دي؟. آيا د مشرف له تللو وروسته لا زيات کورونه، جوماتونه او مدرسې ړنګې نه شوې؟ او دا سلسله لا روانه نه ده؟. آيا په دې ټولو داپوځ،چارواکي او ادارې مرتدان، بزدلان او ظالمان نه دي؟!.
که څوک له اسلام او اسلامي نصوصو نه خبر وي؛ خو هرومرو به ووايي چې : هو دا ټول پکې شريک دي او داټول مرتدان دي او که ځواب يې دا نه وي؛ نو هغوی خپله له اسلامه فارغ دي، خپله دې لومړی توبه وباسي ، اسلام دې زده کړي او بيا دې د اسلام او مسلمانۍ په هکله خبرې کوي . ځينو مرتدو او ډېزلي ملايانو او اسلام نماګانو له پاکستان نه بوت جوړ کړی، عبادت يې کوي. د هغوی دا عقيده ده چې اسلام دې ړنـګ شي ، اسلامي امت دې ړنـګ شي ، په اسلامي نصوصو کې دې تحريف وشي، پښتانه او بلوچان دې له منځه لاړ شي… خو پنجابي پاکستان دې په هر حالت کې بچ پاتې شي!!!.
دې ته وايي نيشنلستي، دې ته وايي جهالت، دې ته وايي ړوند تعصب او دې ته وايي درغلي، دجالي، مکر، ټګي او تنګ نظري…
په زور اعتراف اخيستل
د پاکستاني ادارو بزدلان خلک رانيسي او بيا په وهلو ټکولو ، نوکانو ايستلو ، ځوړندولو ، په اور داغلو ، بدن برمه کولو ، غاښونو ماتولو او ډول ډول بوږنوونکيو تعذيبونو ترې په زور اعتراف اخلي او ورته وايي چې زرکوه ووايه چې دا دا جرمونه مې کړي دي . ډېر ځله بې وزله بنديان په ناکړي عمل اعتراف کوي ، ډېر ځله وژل کېږي او زيات بې پوښتنې په ورکو کې د (آی ايس آی) او (ايم آی) د تورو ادارو د تورو مجرمانو په تورو پټو زندانونو کې له کړاوونو، دردونو ، اوښکو، وينو او اندېښنو نه ډک ژوند تېروي، هيڅوک ترې خبر نه وي ، خپل خپلوان ورپسې لا لهانده او سرګردانه ګرځي او ټول کورونه ورپسې کړېږي… ډېر ځله چې په لارو کوڅو ، نهرونو ، د ښارونو په ناولو ويالو او … کې پراته مړي وموندل شي، هغه ددې ادرو مجرمانو وژلي وي . سياسي قتلونه ، تښتونې، بارودي چاودنې او نور ګڼ جرمونه د ( آی ايس آی) او (ايم آی) مجرمان ښه په ډاډه زړه کوي. ځکه چې دوی له هر قانون څخه ځانونه لوړ او مستثنی ګڼي، هېڅ قانون نه لري ، نه يې مني او نه ورته غاړه ږدي . كه نړۍ ريښتيا هم فدايي بريدونه بندول غواړي، نو ددې ظلونو مخنيوی دې وكړي …
يوه بوږنوونکې کيسه
د سوات مجاهدينو راته کيسه کوله چې د (آی ايس آی) مجرمانو د يو طالب مور ، ښځه او ماشومان ونيول، بچي يې ورته ووژل او ټوټه ټوټه يې کړل، له ښځې نه يې ورته لاسونه پرې کړل او ورته و يې ويل چې تا په دې لاسونو طالبانو ته ډوډۍ پخکړې ده، له بوډۍ مور نه يې جامې وايستې او بربنډه يې وګرځوله.
نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب