پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeخبرونهسعودي کې د پاکستان سفیر: پاکستان باید طالب مشران سولې ته وهڅوي

سعودي کې د پاکستان سفیر: پاکستان باید طالب مشران سولې ته وهڅوي

تاند ( پنج شنبه، د جوزا ۲۰) په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي علماوو کنفرانس جوړ شوی دی.

په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان دیني علماوو ګډون کړی.

د سعودي عربستان چارواکي، دیني علما او د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غړي هم د دې کنفرانس ګډونوال دي.

دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

په دې کنفرانس کې تر دې دمه د پاکستان او افغانستان سفیرانو ویناوې کړې دي.

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر وايي،  دوی د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې د افغان سولې روانه پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.

پاکستاني سفیر بلال اکبر دغه راز ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تل یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي او د دې غوښتونکي دي چې ګاونډی افغانستان یې له سولې برخمن شي، ځکه د دغه هېواد سوله د ټولې سیمې سولې او ثبات ته مهمه ده.

اکبر وایي: « اسلام د سولي او میني دین دی هیله لرو چې علما د اسلام واقعي بڼه چې مینه او سوله ده خلکو ته وړاندې کړي، افغانستان د سولې یو ښه چانس ته رسیدلی، افغانان څلور لسیزي په جنګ کې سوزیږي دا هېواد د پاکستان یو نږدي همسایه دی،پاکستان هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.»

د پاکستان سفیر په خبره په افغانستان کې سوله  په پاکستان کې سوله ده خو ټینګار کوي چې افغانستان کې باید سیاسي جوړجاړی وشي او پاکستان باید د طالبانو مشران سولې ته وهڅوي څو خبرو ته کيني.

بلال اکبر وایي، یوه ټول شموله سوله د سیمې او نړۍ له پاره ډیره مهمه ده او په وینا یې په دې برخه کې باید د سولې د تخریت کوونکو مخه هم ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب