پنجشنبه, جون 24, 2021
Home+رېکتوس او اوبلیکوس یا ولاړ او پراته حالتونه

رېکتوس او اوبلیکوس یا ولاړ او پراته حالتونه

  ډاکتر ماخان مېږی شینواری

پیل یادونه: ما په ډېرواره حالتونه لیکلي، هغه هم په دې د پښتو حالتونو کې خوندي دي او د پښتو حالتونه له الماني څخه توپیر لري. ما پخپله ډېرې لیکنې په څلورو حالتونو کړي او اوس به دا په پښتو کې حالتونه وڅېړو:

په پښتو کې دوه حالتونه شتون لري. رکتوس او اوبلیکوس

Ca|sus rec|tus,د رکتوس – یا ولاړ حالات

ويي پېزند: ژبنیز نومیزNominativ ولاړ حالت کلیمې سرچینه: لاتین “casus rectus”  ،،نېغ، ولاړ حالت یا څنګه والی،، ، همغه پرېپوهنیز یوناني  “ptōsis orthē” مخ ته لرو.:

مخامخ ویي یېCasus obliquus اوبلیکوس حالت دۍ.
نومیز حالت رېکتوس حالت دی: دا کړونی حالت دی، چې له دې امله ولاړ حالت هم ورته ویل کیږي.

— په بنسټیزه توګه دې ته مخامخ یا برعکس او دې نورو حالتونو ته کاسوس اوبلیکوس دۍ، چې څنګیز، ننوتي، پروت، … حالت دي.

Casus obliquus (Deutsch)

اوبلیک څنګه والی:

ویی ترېپوهېدنه/ پېژند:

۱ – ژبنیز: نه ولاړ -، پروت –، ننوتی – ، وتلی او یا کوږ څنګه والی (حالت). له دې امله به بسیا وکړي، که پروت حالت یې وبولو.

اوبلیکوس یا پروت څنګه والي دا لاندې څنګه والي خوندي لري:

بلواک څنګه والی: جینیتیو، داتیو، اکوزاتیو، ابلاتیو او دا اوس هم غږیز

د کلیمې بنسټ: له لاتینبلواک حالت یا – څنګه والی، چې یوناني ترېپوهېدنه یې هم همدا ده

بلواک کازوس، اوبلیک کازوس، ناولاړ، زوړند يه پروت څنګه والی.

۱ – کازوس اوبلیک جینیتیو، داتیو او اکوزاتیو دي. دا مې په بل ځای کې څېړلي، چې په پښتو کې نور څنګه والي هم شته، لوريز،..

د پوره څرګندونې لپاره دې هلته وکتل شي.

د نورو حالتونو لپاره مخ ته ځو:

یادونه: که دا لاندې بیا هم راغلي وي، لوستل یې بد نه دي.

Enklitische Pronominaاینکلیتیکي نومځاینیوي.

اینکلیتیکي نومځاینیوي یوه کیدنده لري، چې له یوه کړنوي سره ورزیات یا ورسره ونښلي یا ورسره ویلې  شي.  کړنوی + ځانیز پسې تړی. ډېر زیات د خبرو ژبه همداسې په شاعرۍ کې منځ ته راځي. په ډېرو لیکنیزه ژبه کې ترې ډډه کیږي یا دا د کړنوي سره یوځای په یو بل کې سره وېلې یا ولې شوي، چې یو نوی ویي منځ ته راوړي چې د دې تړنې سره پرېپوهېدنه هم پوره کوي.

د بېلګې په توګه:  اینکلیتیکي نومځاینیوي د یوه  شي دنده لري، که دا یوه کړنوي سر ورزیات شي.

ګډوله کونه

– کړنویي + ځانیز پسېتړی  په ویینژبه او لیکنژبه کې مخ ته راځي او همداسې بله برخه  یې

 – ځانیزمختړي نومځاینیوي یا  اینکلیتیکي نومځاینیوی + کړنوی، چې دا دواړه به لږ  د څېړنې لاندې ونیسو.

دا نومځاینیوي، نو څنګه روښانه کړو، چې کوم دي؟

 که غواړې عکسونه درته ښایم.  که غواړې وتا ته عکسونه ښایم.

دا نسبتي وی  و پسې ځاینیوی یاپوستپوزېشن ،، ته،، ته یو اوبلیک دۍ. او د الماني داتیو څنګه والي ته انډول دۍ او له دې سره د پوست پوزېشن په څير د موخه لور (چېرته) دنده لري. بيلګه: و کور ته ځم.

پرمېز(حالت) باندې (اړیکوی) د انګورو (خاوندوالی حالت) له جنډې ( حالت) څخه (اړیکوی) انګورو (نوم) له ځان(حالت) سره ( اړیکوی) وتا( حالت) ته (آړیکوی)  دروړه.

ګورو، چې ټول اړیکویونه پسېځاینیوي یا پوستپوزېشنونه دي.

دا مې تر اوسه پورې سنترپوزېشنونه بلل، چې ناسم دي او دا پر، په او نور چې راځي، دا د حالتونو مورفېمونه دي، لکه ،،د،، د خاوندوالي مورفېم.

د اینکلیتیکي نومځاینیوي څلور دندې: زه دې، ته مې، هغه مو، دا یې….

دا څلورواړه په  یوه  ګډوله یا  لړۍ څنګیزه غونډاله کې

زه دې دلته راوغوښتم، چې ته مې ولیدې او هغه مو، چې ولیده دایې وویل:

لوریز نومځاینیوي

لوریز نومځاینیوي:  نومځاینیوي را، در، ور یوه لور غوره کوي، نو له دې امله لوریز نومځاینیوي.

لرو: ـ (را، در، ور) (سره،څخه،کره، ته، پورې، کې، باندې،…)

په پورته کې په لومړي نوکانو کې نومځاینیوي دي او په دویم کې اړیکویونه یا پسېځاینیوي دي، چې په نومځاینیوو پسې تړلي راځي. دا بیا داسې همم لیکلی شو:

له ما، له تا، له موږ،له هغه……سره(څخه، کره) ، وما ته، وتا ته، وهغه ته، پر میز باندې یاپر هغه باندې….په کور کې

—– داسې له یوه تورې  جوړ نومځاینیوي شته، موږ چې یو څه کوو، په پای کې  د هغه کړونې پسې نومځاینیوی( انکلېتیکي نومځاینیوي بلل کیږي( په لیکنه کې یې پېژند شته)) ورزیاتوو یاورسره نښلوو

بېلګې یې: ځم، ځو،ځې ، ځۍ، ځي( د دریم کس ن، ښ یو او ډېرو لپاره ).

دا یو ویییزې یا له یوه ویي جږړې پوره غونډالې دې.

— له بلې لور  له داسې کړونو سره دا را،  در، ور نومځاینیوي  مخ ته تړل کږي او کړنويي پسې هممهال دا د –م، -ې، -ۍ او نور  هم تړل کیږي او داسې یوووییزې پوره غونډالې جوړوي: درځم، راځې، ورځم او نور. دا به د روستاړو او مختاړ او – مشوره. څنګه ونوموو.  دا لوریز نومځاینیوي، کړنويي سره د مخه تړلې او پسې تړلي یې دا اېنکلییکتیکي نومځای نیوي دا یوه کړنوويي او دوه وو نومځاینیوو سره په ګډه یوه یوویېزهغونډاله جوړوي.

یادونه: په دې هکله مې – د ما نوې میندنې کې- هم  پوره لیکنه شته

Ablativ (Deutsch) ابلاتیو

ویي پېژند: لاتین ژبلار: ابلاتیو د پرېدیکات نږدې پېژندنې ټاکلو په چوپړ کې دي. دا حالتونه ورکوي، چې د هغو لاندې کړنه کیږي. دا داسې کارول کیږي
Ablativus instrumentalis  اله ییز ابلاتیو: د پوښتنې په ځواب کې:،، له څه یاڅه شي سره،،؟ ، ،، د څه له لارې څخه،، ؟، ،، له چا سره یوځای،،؟

– Ablativus separativus  د بېلېدنې ابلاتیو: د بېلېدنې ابلاتیو پوښتنې ته دۍ، چې : له کومه څخه،،؟ ،  ،، له څه څخه،،؟

Ablativus comparationis

د پرتله کونې ابلاتیو  له و چا ته یا نسبت و چا ته سره

 Ablativus limitationis

د کلیمې د رابندونې ابلاتیو په پوښتنه،،په کومه اړیکه کې،،؟

 Ablativus locativus

ځایټاکنیز ابلاتیو و پوښتنې ته ،، چېرته،،؟

# Ablativus temporalis

د مهالټاکنې ابلاتیو و پوښتنې ته ،، کله،،؟ ، د،، د کوم وخت په دننه کې،،؟

Ablativus mensurae

ست- یا ډېرۍ – یا څومره والي ورکړه، و پوښتنې ته ،، په څو،،؟

 Ablativus qualitatis

د څنګه والي یا خوي  ابلاتیو.

له ،، د ،، سره خاوندوالي جوړونه: دا ،، د ،، په ځنو ادبیاتو کې د خاوندوالي مورفیم بلل کیږي او ځنې یې بیا په بلابېلو لاملونو د مخځاینیوی( پرېپوزېشن) بولي، خو دا چې دا یو مورفیم دۍ او خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري، نو دا د خاوندوالي مورفيم یې سم دۍ. بېلګه : د کور ښکلی باغ.

 Vokativ  د غږ کولو حالت

په پښتو کې د غږکولو په حالت کې د ناغږیزو تورو پسې یوه ،، ه ،، تړلکیږي( دا خو ځانله د دې سره نه دۍ، د نور لکه ی سره هم راځي) او نورو ته دې یې په ګډه فکر وشي.

بېلګې: ورور، وروره،

سړی، سړیه

ملګری، (اې) ملګریه.

د ښځینه وو لپاره :

بېلګې: مور، مورې،

خور، خورې

د ډېر لباره په ټولیزهتوګه باور لري، چې غږیز/ ډېر = اوبلیک/ډېر

بېلګې: ګران ملګري، ګرانو ملګرو!
ښخې/ (اې) ښځو!

پسې نومځینیوي د خبرو دې، خو ما په دې هکله پوره لیکنې کړي، نورې نه پرېکوم، خو ستاسو پام یواځې د ې ځنې ځانیزو نومځاینیوو ته رااړوم.

زه، ته، هغه، ما، تا، هغه، او نور

په دې ټولو حالتونو پوره خبرې شوي.

Demonstrativpronomina (اشاري نومځاینیوي)

اشاري نومځاینیوي ( رکتوس)

دا، دغه،

نور اشاري نومځاینیوي: هغومره، دغسی، داسی، داسی، همدا، همداسې، همدغسې … دومره ، هومره،  دومره…څومره داسی، داسی، همدا، همداسې، همدغسې دا، دغه،دغې،هغه،هغې

لوریز نومځاینیوي: د اړیکویونې سره دا لوریزې ټوټې د پوستپوزېښن د لوریزنومځانیوو کیږي.  سره تړاو یا تړنه.

دا لوریزې ټوټې : را، در، ور دي، چې د پرېپوزېشن په څېر د اړیکویونو په څېر د کړنوییو سره نښلي یا ویلې کیږي. یو څو بېلګې…

پوښتننومځاینیوي:

څوک، چا، څه، څو، څومره، کوم…څومه، څنګه، څرنګه

Indefinitpronomina ((ناتړلی نومځاینیوي

څوک،څه، څو، کوم، یو شی، یو څوک، یو چاته، د یوهچا، څومره، ځنې، هر، ټول، نور، هېڅ

په ژبلار یا ګرامر کې ناتړلي یاخپلواک نومځاینیوي د نومځاینیو لاندېډله جوړوي(برخډله مې لیکله وه، خو د لاندېډلې او برخډلې په منځ کې مې توپیر ته پام نه وو). د و ي دوي مو یوګونو یا افرادو ته پام اړوي، چې د هغوي ایدنتیتي له نږدې نه ده ټاکل شوې یا د ناټاکلې ګڼون ( تعداد) افرادو همداسې په افرادو ( یوګونو کسانو) باندې شتونوینا کوي.

Indefinitpronomen mit vorangestellten Wörtern

ناتړلي نومځاینیوي د مخ ته تړلو وییونو سره:

هېڅ څوک، هرڅوک، لږڅه، یو څه ، یوڅوک

Unbestimmter Artikelناټاکلې پېژند نخښې (ن،ښ)

۱ – رکتوس:  (ن،ښ)یو، یوه

۲ – اوبلیکوس:   ( ن،ښ) یوه، یوې

یادونه: ۱ – داپورته داسې برېښي، چې ګوندې د بېلګې په توګه یوسړی راغۍ. یوه ښځه راغله او

۲ – یوه سړي وویل. یوې ښځې وویل.

دا دواړه حالتونه کړوني دي او د پښتو ژبلارې له مخې او د رکتوس او اوبلیکوس د پېژند له مخې باید رکتوس وي، نو اوبلیکوس به یې څه وي؟

اوبلیکوس: له یوه سړي. له یوې ښځې. دلته له د یوه مورفېم په څېر راغلی، یو پروت حالت دۍ.

دا موضوع هم دما نوې مخامخونه ده. له دې د مخه ورسره نه وم مخامخ شوی، نو د څېړنې او د خبرو به پوره څه په کې وي.

موږ د نورو ژبو څخه ګټه اخلو، په زیاتو ځایونو کې د نورو ژبو څخه ګټه اخستل کېدی شي، خو سره ورته ژبنیزې لارې سره نه لري.

په فارسي کې: مېرم.. او نور، مادرم، …، او نور

په فارسي کې بیا خاوندوالي هغه نومونو لپاره، چې پای یې بېغږه توري وی، -م،-ت،-ش پسې تړلي او که پای یې غږلرونکي توري وي، نو بیا پسې  -یم، -یت او –یش پسئ تړلي دي.

په پښتو کې: ځم، ځو، ځي، ځۍ … او ور خو موږ مې (دې، یې) په پښتو د کړنوي پسې، م،ې، ي تړلي او  د خاوندوالي نومځاینیوو پسې بیا  مې، دې، یې مو د مخه وڅېړل.

د دې یو لامل دا کېدی شي، چې په پښتو کې د ګړنوي اخر کې دا ورسره زیاتېدنه دکړنوي پسې تړلی یا سره ویلې شوې شته، خو  د خاوندوالي نومځای نیوي خپلواک شته دۍ او په درې کې دا نه شته یا داسې نه دي.

دا نور نومځاینیوي به د څنګه والي یا حالت نومځاینیوي وبولو او ګورو، چې د اینکلیتیکي نومځاینیوو سره توپير لری.

Vokativ (د غږ کولو حالت

یو چاته څه ویل یا ورته غږ کول په پښتو کې د یوه ځانګړي غږبڼې په څېر جوړیږي. په ټولو نارینه نومونو کې، چې په زور اچوونې ی پای مومي په پای کې ه پسې نښلي تر نارینه نوم  پورې چې زور پرې نه اچول کیږي، چې په پای کې يي ييي پسې نښلي. په دې باندې نور زیاته یکنه نه کوم، خو یو دوه بېلګې راوړم. دا نور چې کوم اخر توری په څه بدلیږي او یا څنګهکیږي ، هغهتاسو راپیداکولی شۍ. لرو. خمری. غږ: ځمریه. لرو: خوږه، غږ: خوږې مالی بیا هم ملالۍ. هغه لارې هم تاسو ورته ولیکۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب