سه شنبه, جنوري 25, 2022
Homeخبرونهد افغانستان مشهور لرغونپوه او د پوهنتون استاد محمد رسول باوري ومړ

د افغانستان مشهور لرغونپوه او د پوهنتون استاد محمد رسول باوري ومړ

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) د افغانستان مشهور لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکینی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنی په عمر ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی باوري په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته و.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي چې استاد باوري په تېرو څلورو کلونو کې د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې یې بې شمېره خدمتونه کړي دي.

خو ښاغلي مومند په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل چې نوموړي کله او چېرې وروستۍ ساه ورکړه.

پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان له مطرحو فرهنګي څېرو څخه و، مخکې یې د پوهنې وزارت په نصاب برخه کې کار کړی او ګڼ تدریسي کتابونه یې تالیف کړي دي.

نوموړی د لرغون پوهنې په برخه کې هم ګڼ اثار لري.

افغان فرهنګیان د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او فرهنګي ضایعه بولي.

تر ښاغلي باوري درې ورځې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کانکور ازموینو ته د چمتووالي مشهور استاد نظر زلمي او له ده مخکې د جوزا میاشتې په ۱۵مه نېټه د دري ژبې تکړه لیکوال او نظر خاوند مصطفی عمرزي هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.

دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه علمي سټه ده چې د کورونا ویروس له امله نړېږي.

2 COMMENTS

  1. پوهاند صاحب دافغانستان ستره هستی وه – جنت فردوس یې ځای شه ! ټولو افغانانو ته تسلیت وړاندې کوم ، الله تعالی دې وبخښي

  2. باوری صاحب زمونږ د ادبي امیدونو یوه ستنه وه! الله(ج) دي د هغه جنتونه نصیب او کورنۍ او افغان ملت ته د جمیل صبر دعا کوم! انا لله و انا اله راجعون!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب