جمعه, جنوري 28, 2022
Homeکالمونهاستاد شپوند مرګ معما | استاد سعدالدین شپون

د مرګ معما | استاد سعدالدین شپون

حاجي راباندې په غوسه و چې ولې مې دا څو میاشتې نه دی پوښتلی. وايي یوه ورځ به خبر شې چې حاجي (به اطلاع دوستان رسید.) حیراني ده چې په دومره فرزانګۍ لا یې خو له نه جوړېږي چې په ساده ژبه یې ووايي ووایی چې حاجي مرد. چې فکر ورته کوم، دا مرګ میرات مړی تل په اسرارو کې پټ وي، د سړیتوب سلوک نه ورسره کېږي. ابن سینا د یوې څلورېږي په درو بندونو کې لکه بانګي چرګ لافې وهي چې د زحل نه تر ماهي پورې مې د نړۍ غونډ مشکلات حل کړل، خو په آخر کې د خوشال بابا په وینا د مغلو چرګه شي، کوړت کوړت، هګۍ اچوي: هر بند کشاده شد مګر بند اجل. د حاجي په نظر خلک ، که نور څه نه وي په خبرو کې له مرګه لار چپوي. وايي، عربو حتی د پیغمبر صیب مرګ تر هغې نه مانه چې ابوبکر رض غږ کړ چې یه خلکه که په محمد مو ایمان را وړی وي، هغه مړ دی.

حاجي د خپل وصیت کیسه کوي چې وکیل ترې پوښتنې کولې، کورنۍ یې ژړل. موټر دې چا ته پرېږدې، کورونه چا ته پرېږدې، که ټولو ته ورکې برخه ورکوې نو آیا خرڅ دې شي چې بیا یې پیسې ستا په ټاکلې فیصدۍ هر یوه ته ورکړی شي؟. په تفصیل یې دا صحنه را ته بیان کړه. ما ورته وویل، حجیجانه، چې زه دې نه یم هېر کړی، ځکه د پایمنار

حاجي نه درپاتې کړایي، ساتول او د وسپنې د درې پښیزنغري  وعده خو دې راسره کړې وه !  حاجي په خندا وویل، د خپلې شناختې د لیک انشا مې هم کړې وه چې « میر فریدالدین انصاري. تولد : ۱۳۱۲ هجري شمسي، ۱۳۳۱ میلادي، پایمنار، کابل، افغانستان. مرګ، وېرجنیا، متحده آیا لات. ۲۰۱۳ انا الیه را جعون. ما ټوکې ته راښکله خو حا جي جدي و. ما وویل ته څه خبریې چې بل کال ته مرې؟ هغه وویل، ډا کټرانو ویلي دي.

حاجي درې کورونه لري چې یو یې هماغه شریکي دی، دوه نورکرايي یې خپلې کشرۍ لورته چې لا واده نه ده په نامه کړل. وصیت نامه په قضا کې رسمي شوه، اوس په بانک کې خوندي ده چې حاجي وايي ، ستاسو پښتنو په وینا، کله چې زما د مرګ ټغر تول شي د ولسوالۍ اداره به دا ترکه شرعي کړی. حاجي راته ټینګ و چې ته خو بله میاشت وطن ته روان یې، یو څه پیسې درکوم چې هلته یې زما مشرې، میره نۍ خورته و رکړې. ما انکار وکړ، ځکه چې یو بل ځل مې چا ته پیسې وړې وې بیا یې حاجي ته ویلي وو چې هلته یې له شرمه و نه ګڼلې خو بیا په  زر ډالره کمې و ختې.

خبره د مرګ وه . چې حاجي ویل ، درسته نړۍ، په تېره موږ افغانان یې نه منو، پلپوټ کوو یې. وصیت ناشونی دی، حقوقي دعواوې زیاتره د همدې میراث په سر رابوټېږي. چې سړی ژوندی وي نو  ځان ترې وارۍ کوو، درد او بلا یې په سر اخلو، خو چې سایې وختله بیا یې ځینې ، لکه د مردارې کجیران په لاښ ټونګې وهو. او د ګردو نو ښه ګاونډو بیړه وي چې څنګه یې په منډه منډه تر خاورو لاندې کړي. حاجي ویل، خپلو بچیانو ته تل دا خبره کوی  خو څوک یې نه مني چې د ده مړی وسېزي، بیا یې لکه امریکايي افغانستان پېژندونکی،  لويي دوپري، ایره بوتل کې واچوي، له تورخمه چې افغانستان ته شي، له موټره دې کوز ودوړوي. د الوتکې کراه او د فاتحې، اسقاط، خلکوته په هوټل کې د غرمې د ډوډۍ اود مصطفی جومات د ختم له لګښته به هم خلاص وي.

حاجی د مرګ په باب ګروېږنې کړي، وايي افغانان ډېر بې وفا خلک دی، د ژوند نعمتونه په ناشکرۍ سره نغري خوچې پښې کې یې اغزی مات شي بیا لکه چې لوی ظلم پرې شوی کوکارې وهي. مرګ خو یې له کاپر نه بد اېشي. درګذشت، اوړه یې خلاص شول، پور یې پرې کړ. پدرود ګفت، هر څه وایي خو اصلي مدعا پټوي.

حاجي وايي، دا حتمي ده چې یوه ورځ شکې پښې پرېو  مګر مانا یې دا نه ده چې له مرګه وډار شو. بیا یې نو یوه کتابچه د بالښته له لاندې را واېستله، یو فارسي نظم یې چې د ده خپل به و که ترجمه ، ولوست:

دوه شیان راباندې ګران وو

یو طبیعت، بل هنر

هېچا سره مې جنګ  نه دی کړی

هېڅوک، هېڅ شی زما په جنګ نه ارزېد

دواړه لا سو نه مې د ژوند  اور ته تاوده کړل

اوس سکروټې مري

زه رخصتېدو ته چمتو یم.

ماورته د بهیر د شاعر، هارون حکیمي په ملڼډېزې اصطلاح ،لا سونه وپړکول ، چې رخصتېدم، یوه بوجۍ یې را و ښو دله چې په ګوټ کې سر تړلې پرته وه، « اي ره ده مو ترت بان» چې کور کې مې پرانستله ، حیراني وه چې هماغه درې قلمه مال و: توره ، په نالت لړلې تبۍ چې د غوړو سوه کي ورپورې کنګل پاتې وو، دروند، زنګن سا تول (چې د غټ مال هډوکی پرې ماتوي او خدای خبرزیار به یې څه بولی)، اویو وسپنیز نغری چې دریمه پښه یې ماته وه. وروسته یې تلفون کې ویل چې دا اصلي مالونه دي او د ده د یوه تره، ډا کټر نجم الدین انصاري په فتوا د انګرېز افغان د لومړي جنګ له وختو د دوی کورنۍ ته ورپاتې دي، ده د تبرک له پاره امریکا ته راوړې وو. زموږ د کورنۍ ټول غړي و پورې خاندي او کله چې په پخلنځي کې چا ته د کوم ورک شي پته ورکوي نو وايي د خدای بښلی حاجي د بوجۍ شاته.

د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د اپریل په ۸ په تاند کې خپرې شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب