دوشنبه, جولای 26, 2021
Home+قبض او بسط | سراج احمد حبیبي

قبض او بسط | سراج احمد حبیبي

قبض په تصوف کې د صوفي د روح درېدلو او بسط یې غوړېدلو ته ویل کېږي. دا دواړه حالتونه په تصوف کې د صوفي روحي او رواني کیفیت څرګندوي او دواړه هغه حالتونه دي، چې د صوفي سره په تصوف کې د شاملېدو له لومړۍ مرحلې نه نیولې او آن د هغه د مرګ تر وخته پورې ملګري کېږي، خو دا ملګرتیا یې داسې نه وي چې هر وخت وي او صوفي د ژوند هره شېبه یا د قبض په حالت کې تېروي او یا هم د بسط؛ بلکې کله نا کله هغه هم په هغه حالت کې ورسره مخ کېږي، چې صوفي د ژوند په ډګر کې د دې دواړو حالتونو د ایجادوونکو لاملونو سره مخ شي.

دغه ایجادوونکي لاملونه یې باید هر صوفي او سالک وپېژني، د قبض د رامنځته کوونکي لاملونو څخه باید د خپل توان تر حده ځان وژغوري او د بسط رامنځته کوونکو لاملونه سره باید ځان مخامخ کړي. خو دا چې دا ژوند دی او په ژوند کې انسان چې هر څومره ډېر کوښښ وکړي، نه شي کولای چې د هر څه واګې په خپل لاس کې واخلي، نو ځکه به ضرور ترې یوه تېروتنه کېږي او هغه تېروتنه به د ده د ډېرو داسې کارونو د خرابېدو لامل کېږي، چې ده پرې کلونه کلونه زحمت ویستلی دی.

په تصوف کې هم همداسې کېږي، یو صوفي چې ډېر وخت یې عبادتونه کړي وي او پر ځان یې شپه او ورځ یوه کړې وي او بیا د دغو عبادتونو په نتیجه کې روحي سکون او اطمینان ورته پیدا شوی وي، په یوه عادي تېروتنې سره به یې دا سکون او اطمینان له روح څخه ولاړ شي، دغه تېروتنه به تر ډېره داسې هم نه وي چې واک او اختیار به یې د صوفي په خپل لاس کې وي. که چېرې یې واک او اختیار د صوفي په خپل لاس کې وای، هغه به هیڅکله هم پر خپل ژوند باندې داسې غم او پرېشاني نه وای راوستې. دغه ډول حالت خو حتی کله کله صوفي بېخي د ځان وژلو په فکر کوي، خو هغه په هغه وخت کې چې دا د قبض حالت یې ډېر دوام وکړي او یا بېخي له خپل کنټرول څخه ووځي.  

په دغو حالت کې د تصوف لوی لوی بزرګان او مرشدین له قبض څخه د وتلو تر ټولو غوره لار دا ګڼي، چې سالک ژر تر ژره خپل پیر یا مرشد ته ځان ورسوي، د هغه سره پخپله خانقاه او دېره کې څو شپې او ورځې تېرې کړي، تر څو له دنیوي غمونو او ناکردیو څخه یې زړه آرامه شي او بېرته په ډاډه زړه د الله سبحانه وتعالی ذکر او عبادت ته ور وګرځي. 

خو کله کله داسې هم کېږي، چې د خپل پیر او مرشد په لیدلو او د هغه سره پر صحبت هم د سالک قبض نه ماتېږي، په داسې حالت کې باید د ځینو لویو لویو اولیاءالله زیارتونو ته ولاړ شي او هلته د څو شېبو لپاره پر خپل ذکر او فکر لګیا شي او دغه راز باید د قبض له پیله د استغفار پر ویلو پیل وکړي. ځکه حضرت خواجه یعقوب چرخي(رح) فرمایي: چې ما ته به حضرت شاه نقشبند(رح) د بسط په وخت کې د شکر ایستلو حکم کاوه او د قبض په حالت کې به یې د استغفار کولو. 

نور قبض او بسط دواړه د خدای تعالی په لاس کې دي، هیڅوک هم باید ډېر ورته پرېشانه نه شي، د هغه تبارک وتعالی خوښه ده، چې چاته د بسط حالت ور پېرزو کوي او چاته د قبض؛ د علي محمد مخلص یو بیت دی: 

قبض و بسط د حق په لاس کښې دي باور کړه 

دغه زړه ګه با نوا ګه بې نوا شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب