سه شنبه, جنوري 25, 2022
Homeخبرونهقریشي: پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پوځي تسلط نه غواړي

قریشي: پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پوځي تسلط نه غواړي

تاند (جمعه د جوزا ۲۸) پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې پروسې ټینګېدو برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ترکیه کې د (انتالیا ناستې) په څنډه کې د دغې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا نن جمعه په یوه بیان کې ویلي، شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هیواد په هیڅ صورت د پوځي حل لارې او د طالبانو د پوځي تسلط طرفدار نه دی.

په بیان کې راغلي، قریشي وویل چې د سیمې په هکله د پاکستان سیاست تغیر کړی او په وینا په سیمه کې اقتصادي ګټو ته ګوري چې د افغانستان د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.

د بیان له مخې، عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار وکړ او د دې هېواد رول یې مهم وباله.

پاکستان پخوا هم په ځلونو ویلي چې د افغان سولې برخه کې پوره پوره همکاري کوي، خو افغان مقاماتو بیا تل د افغانستان د سولې برخه کې د پاکستان پر عملي همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نور باید پاکستان د سولې برخه کې خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوندي.

د افغانستان حکومت څو څو ځلې ویلي چې چې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته ځایونه ورکړي، هملته روزل کېږي او مالي ملاتړ ورڅخه کوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. قریشی نه فروشی صاحب، ځکه ددې له خولې نیولې تر کونې هر ځه فروشي یعنې د خرڅلو لپاره دي. والله که پوهېږم چې دی څنګه د خارجې وزېر شوی دی. نه یې پوهه لري، نه یې ادب، نه یې شرم او عزت او نه هم په بین المللي پروتوکولونو خبر دی. له خبرو یې داسې ښکاري چې یا تر بیخه احمق دی او یا فکر کوي چې کولی شي نور احمقان کړي چې په دواړو حلاتو کې یې حماقت ثابتوي.
    فروشی صاحبه. چې په افغانستان کې يو کس هم ژوندی پاتې شي په قران که تاسې ته سر ټيټ کړي. له دې درباره چې غږېږي د افغانانو په وينو ساتل شوی، ګنې شل دېرش کاله پخوا مو روسانو نقشه له ځمکې ورکوله. ددې باتور ولس په احساساتو لوبې مه کوئ. داسې نه چې دا تور شرمېدلی مخ مو نور هم تور شي او پښتونخوا او بلوچستان په دې خونړۍ لوبه کې له لاسه ورکړی. تاسې او هغوی چې مو په شاه ډبوي خو هسې هم تر اوسه هیڅ یوه جګړه نه ده کټلې. لږ شرم وکړئ. افغان دولت باید نور له دې پلید سره خبرې ونه کړي.

  2. قریشی رښتیا وایي! د طالبانو په وسیله د امارت رامنځته کیدل به په پاکستان کې افراطیانو ته تخت نیولو انګیزه شي! قریشی افغانستان کې داسې دولت غواړي چي د اسلام اباد تر اغیز لاندې وي. لکه د جهادی خلفاو او بزرګانو دوره! چې د اسلام په نامه یې افغان ملت لوټ کړ او پاکستان ته یې تسلیم کړ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب