جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهننګرهار کې پر خلکو ماسک تړل جبري شو

ننګرهار کې پر خلکو ماسک تړل جبري شو

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) د ننګرهار د والي په مشرۍ مسؤلینو دې ولایت کې په قاطع ډول د ماسک تړلو پرېکړه وکړه.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د والي ضیاءالحق امرخېل په مشرۍ د یوې ناستې پر مهال د کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټې په جلال اباد ښار کې په ټولو ښاریانو د ماسک اچولو قاطع پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د سرغړونکو سره به د پولیسو له لورې جدي چلند ترسره کیږي.

ښاغلي امرخېل وویل، جلال اباد ښار ته به هغه وسایط هم نه پرېښودل کیږي چې په کې ناست کسانو ماسک نه وي تړلی.

د نوموړي په خبره د جلال اباد ښاروالۍ، اصنافو او پولیسو ته دنده وسپارل شوه چې سر له نن یکشنبه/ د جوزا ۳۰/ به په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې د ټولو سیمو مخنیوی وکړي، دغه راز هالونه او سپورتي کلبونه وتړي، خوړنځآیونو کې د لس کسانو څخه د ډېرو مخنیوی وکړي او تفریحي پارکونو کې وقایوي برخې ته پاملرنه تطبیق کړي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د پوهنې او حج او اوقافو ادارو ته دنده ورکړل شوه څو د مدرسو په ګډون په ټولو تعلیمي مرکزونو د مرکز له لورې د تړل کېدو پرېکړه تطبیق کړي او جوماتونو کې د لمانځه پر مهال فاصله او ماسک اچولو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.

د ننګرهار په ګډون په ټول افغانستان کې داسې مهال د کورونا وبا پر وړاندې د جدي تدابیرو او سختو بندیزونو خبره کېږي چې مسؤلې ادارې کورونا په افغانستان کې له کنټروله بهر بولي وتلې او وايي چې د پخوا په پرتله د مثبتو پېښو او له امله یې د مړینې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون د تېرې پنجشنبې ورځ/ د جوزا ۲۷مه/ اعلان وکړ چې تېره اونۍ د کورونا ویروس د پېښو د ازموینو له درېیوو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سور صلیب او سره میاشت: په افغانستان کې روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له کمښت سره مخامخ دي

1 COMMENT

  1. پدې نازک حال کې چې کورونا په ټول هېواد کې خپره شوې او هره ورځ زرګونه کسان د مرګ کومې ته استول کیږي ، خو د ننګرهار والي بیا د ماسک ایسته اچول حتمی کړيدي . ښه به دا وه چې دوی هم له ماسک نه استفاده کړې وای . ماسک تړل د ویروس انتشار مخنیوی کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب