یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeخبرونهد پاکستان د پارلمان غړي د مسعود په نوم د واټ له...

د پاکستان د پارلمان غړي د مسعود په نوم د واټ له نومونې سره مخالفت وکړ

تاند(یکشنبه، د جوزا ۳۰) د پاکستان په پارلمان کې د پیپلز ګوند یوه غړي پرون (شنبه) له حکومت څخه وپوښتل چې پر څه اساس د اسلام اباد یو واټ د احمد شاه مسعود په نامه کوي چې د ده په وینا احمدشاه مسعود د هند د استخباراتي ادارې (را) په خدمت کې و.

د پیپلز ګوند د سند استازي غلام علي تالپور وویل، د احمدشاه مسعود پر ځای ولې د پاکستان د متحد ملاعمر په نوم کوم واټ نه نومول کېږي.

ده زیاته کړه «مسعود په مجاهدینو کې شامل و او پاکستان ورسره مرستې کولې خو وروسته د پاکستان مخالف شو او د هند له را ادارې سره یې اړیکې ټینګې کړې.

تالپور زیاته کړه، ولې پاکستان د ملاعمر په نوم یو واټ نه نوموي چې هم مجاهد و، هم د پاکستان متحد او هم د دولت رييس.

د تالپور له خبرو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشیداحمد او نورو ویناوې وکړې خو هیچا هم د دې موضوع یادونه ونه کړه.

خو ډان ورځپاڼه وايي، چې د کورنیو چارو و زارت سرچینو ورته ویلي چې د پاکستان د نوم اېښودنې د قوانینو پر اساس واټونه یوازې د بهرنیو دولتمشرانو (ولسمشر، پاچا یا صدارعظم) په نومونو اېښودل کېدای شي خو مسعود دولتمشر نه و.

سرچینو د پاکستان په کورنیو چارو وزارت کې د نوم ایښودنې د کمېټې په قول وویل چې په اوس وخت کې د یوه شاعر جوش ملیح ابادي او ژورنالیست زاهد ملک په نومونو د واټونو د نومونې وړاندیزونه شوي خو د مسعود په نوم د کوم واټ د نومونې طرحه نه شته. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپل وړاندیز له کورنیو چا رو وزارت سره شریک کړی چې دا بیا د اسلام اباد له پراختیايي ادارې سره تړاو لري.

ډان ورځپاڼه وايي، د احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود په فبرورۍ کې د پاکستان د سفر په مهال د پاکستان  له صدراعظم عمران خان څخه هیله وکړه چې په اسلام اباد کې یو واټ د احمدشاه مسعود په نوم کړي او صدراعظم عمران خان ورسره ومنله، ویې ویل چې پر دې به غور وکړي.

له دې وروسته د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د یوه رسمي مکتوب له لارې له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل په دې برخه کې د اسلام اباد له پراختیايي ادارې وروستۍ موافقه واخلي.

پاکستان په وروستیو کې د شمال ايتلاف د پخوانۍ ټلوالې مشرانو ته ځان نژدې کړی دی. پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د عبدالله عبدالله د یوه ولسمشر په شان تود هرکلی وکړ او دغه راز یې د ولسي جرګې رييس میراحمد رحماني ته تود هرکلی ووایه.

د چارو کتونکي ګومان کوي چې پاکستان په دې توګه غواړي چې د طالبانو او شمال ايتلاف یو ګډ حکومت جوړ شي او یا لږترلږه د افغانستان په اوسني دولت کې اختلاف او بدګوماني رامنځته کړي.

د مسعود په نوم د واټ نومونه هم په همدې لړ کې یو اقدام ګڼل کېدا ی شی.

5 COMMENTS

  1. مسعود کاپر چالاکه و د هر هیوا د انډیوال و د پاکستان، امریکا، روسیی، هند، فرانسی ، عربو ، اسراییلو … ټولو ته یی خذمتونه وکړل خو افغانستان یی ښه وران او تباه کړ اوس به هر هیواد کی د ده په نوم یو سړک وي، خو څه فکر کوئ افغانستان کی به څه شی دده په نوم شی ؟؟

  2. پاکستان هیڅکله احمد شاه مسعود ته احترام نه درلود. مسعود يوازینی کس و چې تر مرګه یې له پاکستان سره جګره وکړه. مسعود خو په حقیقت همدې پاکستانیانو وواژه. او اوس ددې لپازه دا کار کوي چې شمال ټلواله ځان ته نږدې کړي. له دې څخه معلومېږي چې پاکستاني مشران څومره ذلیله، ټيټ او بې شرمه دي. حقیقت دا دی چې دوی خو نه کوم تاریخ لري نه کوم هویت او شخصیت او نه کوم اسلامي څېره چې خپل واټونه پرې و نوموي. مجبور دي زمونږ د تاریخ او د شخصیتونو له نومونو نه استفاده وکړي. خو پاکستان باید پوه چې افغانان او د شمالې خلک به هیڅلکه هغه بربادي او عام وژنه چې پاکستاني استخباراتو د کابل په شمال او د افغانستان په شمالي سیمو کې تر سره کړی له هېره ونه باسي. د احمد شاه مسعود یا او یا ملا عمر په نامه واټ نومول د افغانانو له فکرونو د پاکستان بد اعمال نه شې پاکولې. افغانان باید په دې حساسو شرایطو کې متوجې وي. افغان اوس تر هر بل وخت اتحاد، ورورولی او له یو بل سره مینی ته ضرورت لري. بیا هم تاکید کوم چې افغانان باید خپل د ماشوموانو او ځوانانو د قاتیلینو او دښمنانو تکتیکونو ته متوجه واوسي.

  3. د احمدشاه مسعود لا پلار مرحوم ډګروال ریګستانی ( ریګستان د تاجیکستان یوه سیمه ده ) په پاکستان کې خښ دی . که پاکستان د مسعود په نوم یوه جاده ونوموله ، دا به پدې معنی وي ، چې هغه ترمرګه پاکستان ته وفاداره وو ، د خلیفه برهان الدین رباني په دربار کې د جرنیل حمیدګل نظامي مشاوریت اغېزې په دې کورنۍ لا پرتې دي او د افغانستان د پخوانۍ مجهزې او مجربې ملي اردو انحلال په پاس باید داسې یوه پرېکړه وکړي .
    ځینې هېوادونه خپلو جاسوسانو ته تر مرګ وروسته هم په درنه سترګه ګوري او د خپل هېواد یو سرک یې په خپل نوم مسما کوي ، لکه په پاریس کې چې یو پارک د هغه په نوم ثبت شو.
    اما ځینې نور بیا د خپل ولس دعبرت لپاره د نورو هېوادوو جاسوسان په دار ځوړندوي ، ښه مثالونه یې چنګیز او هتلر دي .

  4. دوی به تر نسلونو د پنجاب سپي وي، دوی هر يو خپل تخلص لري له ای اس ای سره تر طالب پورې به تل د پنجاب غلامان وي، دوی نه يې هر څه ډک کړي، د کورنيو د ښځو او زمانو او لورانو تر بد اخلاقي پورې چې د نړۍ په هر هيواد کې دوی څه کړي هر څه يي له پنجاب سره قلف دي…

  5. DE PUNJAAB GHULAMAAN AW JASOSAAN PA PUKHTANOO KEE TALIB AW MUJAHEED DEE.
    DE JIHAAD AW TALIB PA KHROO YEE WATAN WRAAN KER.
    KHUDAAYEE DEE MONG KHOKHYAAR KEE.CHEE DUSHMAN WOPYZHANOO.
    PUNJAAB GENRAALAAN ZMONG PUKHTAANAH WAZHNEEY
    MAGAR DA KHAYEENAAN YEE AMER TAH ATTEN KAWEE.

    MANANAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب