دوشنبه, جولای 26, 2021
Homeخبرونهبسم الله محمدي: د ځواکونو تر څنګ ودرېږئ، ټول امکانات په واک...

بسم الله محمدي: د ځواکونو تر څنګ ودرېږئ، ټول امکانات په واک کې درکوو

تاند ( یکشنبه، د جوزا ۳۰ مه ) د افغانستان ملي دفاع نوي سرپرست وزیر جنرال بسم الله محمدي پر هېوادوالو غږ کړی چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې بسم الله محمدي له ټولو وطندوستو هېوادوالو غوښتي چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

نوموړي د محمدي له قوله زیاته کړې، هغوی چې د هېواد په هره څنډه کې وي د افغان ځواکونو ملاتړ ته دې راودانګي، دفاع وزارت چمتو دی چې ټول امکانات او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې په پروان ولایت کې یو شمېر خلکو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې اخیستې دي.

د دې تر څنګ وسله والو طالبانو د لوګر د خروار، د بلخ د چاربولک او د تخار د نمک آب ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

په لوګر کې یو شمېر سرچینې وایي چې طالبانو د څرخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته تېره شپه د خروار ولسوالي هم نیولې ده.

طالبانو ویلي چې د خروار ولسوالي یې کلونه مخکې نیولې وه، خو د افغان ځواکونو یوه قرارګاه یې تېره شپه نیولې ده.

طالبانو همدا راز د بلخ د چاربولک او تخار د نمک آب ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړی دی.

سرچینې بیا وايي چې د نمک آب ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو څلورو ساتونکو سره جګړه کې وژل شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د ولسوالیو د سقوط خبرونه بې بنسټه بولي او وایي دا موقت شاتګ او پرمختګ دی چې د سقوط مانا نه لري.

4 COMMENTS

  1. د دفاع د وزیر په دی پیشنهاد سره به له پروان او پنجشیر برعلاوه جوزجان، بلخ او بامیان دایکندی هم ورسره یو ځای شی ټول به د مقاومت او د جمهوریت د دفاع ویاړ و ګټي لکه پخوا چی دمقاومت افتخار یو څو تنو ځانته منسوب کړی و، پښتانه به ګوښه پاتی شی، خدای مه کړه پښتانه آینده کی د بنسټپالو په صفت یاد نشی؟؟ نو همدا یی وخت دی چې پښتانه هم خپل پریکنده دریځ د افغانستان د روښانه مستقبل او د یوه ابرومند ژوند او دتاریخی پیغور څخه د خلاصون په خاطر څرګند کړی او دی ملی غږ ته تر ټولو مخکی لبیک ووایی او تر نورو لا یو ګام وړاندی شی بس ده ای پښتنو ډیر فرصتونه مو له لاسه ورکړل بی شفاخانی بی مکتبه بی سړکه بی کوره بی برقه او دربدره شوی، ددفاع وزیر له بلنی مخکی باید تاسی خپله خپل ژوند ژغورلای وای مه پریږدئ چې پاکستانی اجنټان مو ولکه کی راولی. اوس نو سترګی سیاف صاحب ، شیرزی، فدایی او دی ته ورته خلکو ته اوړی

  2. افغانانو د قران لپاره، خپل د عزت او خپل د وطن لپاره نور خپل منځي دښمنۍ پرېږدئ. تور مخی هیولا داسلام په نوم د روان دی. مخکې له دې چې ستاسو او ستاسو د عزیزانو ژوند واخلې، تاسو ترې ژوند واخلی. تر کله به داسې د بدبختی ژوند تېروو. راځی خپل له بچیانو او د ملی اردو له قهرمانو ځواکونو سره مرسته وکړو. د وطن مینه د کامل ایمان نیمه برخه ده. شمال، شرق، جنوب او غرب ټول سره ورونه یو. ژوندی د وي د افغانستان مېړنۍ او په وطن مین پوځ.

  3. د افغانانو لپاره سرنوشت جوړونکی تاریخي فرصت او وخت
    راځئ ټول خپل منځي اختلافات یوې خواته پرېږدئ ، په یوه محمدي غږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر درې رنګي بیرغ لاندې سره راټول شئ . له خپلې خاوري او خپل دولت نه په مېړانه دفاع وکړئ .
    پنجابي او پنجابسپي دښمن ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ چې د 1367 کال د جلال آباد د جنګ حماسې یوځل بیا را ژوندۍ شي .
    تل دې وي زمونږ ګران هېواد افغانستان او رپانده دې وي د افغانانو ملي ، اسلامي درې رنګه بیرغ!

  4. afghan brothers&sisters this is our duty to think about our situation.
    this is the only option to get weapons against Punjabi soldouts.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب