شنبه, سپتمبر 18, 2021
Homeخبرونهامریکا، افغان ولسمشر او عبدالله ته د ورتګ بلنه ورکړې

امریکا، افغان ولسمشر او عبدالله ته د ورتګ بلنه ورکړې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۹) سپینې ماڼۍ امریکا ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې ولسمشر بایډن به د جون ۲۵مه غني او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایي.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

اعلامیه وړاندې لیکي: «د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.»

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولري چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریکا ته ګواښ پېښ نکړي.

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې امریکا د سولې د روان بهیر کلکه ننګه کوي او «ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو» کې برخه واخلي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د ورتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې.

5 COMMENTS

  1. امریکی ته دولسمشر داکتر غنی سفر لا دمخه په قریشی د ویری تبه راوستی وه. اشرف غنی په انګلیسی ژبه په منطق، دلیل، وینا او علمیتوب کی ساری نلری، له بده مرغه په پښتو دری کی خبره ورنه ورانیږی، اما په انګلیسی ژبه په نړۍ ترتولو نامتو دیپلومات دده فصاحت او د افادی قدرت نلری. خصوصاً اشرف غنی په انګلیسی کې علمی خبری کوی. نو له همدی امله دا ډیری ورځې قریشی کله وایی په وینا کی دی له پاکستان سره غرض نلری کله وایی دافغانستان قضیه کی پاکستان هیځ دخیل ندی او داسی نوری اوتی بوتی ، خو ګورو به چی د داکترغنی وینا به په امریکی کی په کومو ټکیو وی. زه خو وایم چی تر ترجمی څخه یی هماغه انګلیسی واوریدل شی خوندوره به وی او د قریشی به تر هغو پوری خوب الوتی وی. افسوس چی زموږ ملت د ملی مشرانو په قدر نه پوهیږی او خپل دولت سره لاس نه ورکوی دوی تیت او پاشان دی که متحد شی قوت یی هیڅوک نلری،
    نو وطنوالو خپل دولت سره لاس یو کړئ، د فساد ورکولو، ترور، اختطاف، غصب او ټولو ناولتیاوو په محوه کولو کی لاسونه سره یو کړئ. ان شاالله خدای پاک به رڼایی راولی

  2. د دوستانو په اجازه هر شخص حق لری چی د افغانستان اوسنی وضعیت په اړه خپل نظر وړاندی او د ټولو دوستانو نظر ته درناوی لرم!

    تیره ورځ می بی بی سی لخوا یو جوړ شوی ویډیو کتله په هغه کی د غازی امان الله خان نیولی بیا تر د امریکا تر راتګ او دوحی تر تړون پوری راپور جوړ کړی وو (افغانستان کې کودتاوې او بهرني يرغلون -https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-56721697)
    مګر دا راته جوته شوه چی امریکا مخکی له مخکی د افغان ولس د وژنی لپاره د برتانیی په همکاری او پاکستان په وساطت باندی چی دلته دا ۴۳ کلنه او همدارنګه اوسنی ۲۰ کلنه جګړه مخی ته بیایی
    مګر همدا ولس په هغو جنګی ډلو چی تر پرون یی د دوی په بد یادولو باندی هر شخص واژه اوس په همغوی پیسی بد رد وایی ځکه همدا پاکستان د روسیی د مخی د ډب کولو لپاره دلته ۷ یا ۸ جنګی ډلو نظامی ملاتړ وکړ او دلته بیا همدا جهادی ډلی یی پخپلو مینځو کی د قدرت لپاره جګړه سره ښکیل کړل، کله چی دوی کابل په کنډواله بدل کړ بیا همدی پاکستان د بین المللی ځواک په نوم طالبان تحریک را ژوندی کړ او بیا شر او فساد په نوم همدا ډلی له کابل وشړلی مګر بیرته له ۶ کالو وروسته طالبان د ډالرو په وړاندی په امریکا وپلورل او پاکستان کی یی امریکا نظامی آډی ورکړی او طالبانو هغه اسلامی نظام چی همدی پاکستان ترینه ملاتړ کاوو امریکا ته یی اجازه ورکړ او هغه ورباندی ړنګ کړ

    سوال دلته داده چی پاکستان ولی دلته هغه ډلی چی د اسلامی نظام غږ کوی بیا په مینځ کی درځ پیدا کوی او له مینځه یی بیایی، کله چی د طالبانو او جمعیت ترمینځ جګړه وو د پاکستان آی ایس آی مشر جنرال حمیدګل له احمدشاه مسعود سره وو همدا جنرال وایی چی عبدالله عبدالله د مسعود په مهمانخانه کی زما زیات خیال ساته دا خبری هغه وخت حمید ګل وکړی چی کله لومړی ځل عبدالله او غنی ترمینځ په ۲۰۱۴ یعنی ۱۳۹۳ کی انتخاباتی مبارزه روانه وو او ده وویل چی افغانستان باید نظامی شخص ولسمشر شی مګر په همغه وخت کی امریکا مداخله وکړه او جان کیری په مشری دوه اشخاصو له لوری چی یو بیا اجرایه ریس او بل ولسمشر شو یو شان صلاحیتونه درلودل

    همدا شان بیا امریکا د عبدالله ملاتړی وکړ او عبدالله که څه لوړه وکړه مګر د همدی امریکا په فرمایش مصالحی عالی شورا مشر شو چی اوس د همدی په اساس جوبایډن عبدالله ته ولسمشر په صفت ګوری او کله چی عبدالله پاکستان ته لاړ داسی رویه ورسره وکړ لکه د دولت ولسمشر ته چی کیږی

    نړیوال پدی پوهیږی چی لشکر طبیبه ډله او جیش محمد ډله په پاکستان کی شتون لری او دلته افغانستان کی او هند کی همدی ډلو په وساطت پاکستان جګړه مخی ته بیایی
    همدارنګه ټول نړیوال پدی پوه دی او خبر دی چی د اوباما په دوران کی آسامه بن لادن د مینځه وړلو سناریو په پاکستان کی جوړ شوه یعنی ددی معنا داده چی القاعده همدی پاکستان ځای ورکړی مګر دا شل ۲۰ کلنه جګړه د امریکا په افغانستان د القاعده پر ضد بی معنا وو ځکه دوی اصلی آدرس هیر کړی نو پکار خو داده ترڅو چی امریکا او نړیواله ټولنه د پاکستان په اړه واضح تګلاره غوره نکړی نن که افغانستان زوریږی پروا ورته نه کوی مګر یوه ورځ به راشی چی ټوله نړی دا ګواښ پیدا شی مګر اوس امریکا په هر څه باندی سترګی پټوی که هم پدی ۲۰ کلنه دوره زیاترو افغان چارواکو د پاکستان د ټولو کړنو په اړه امریکا او نړیوالی ټولنی ته خبر ورکړی دا چی دوی په وړاندی ګام نه پورته کوی داسی ښکاری چی دا جګړه برتانیی او امریکا پخپله د پاکستان له لوری له افغانستان او هند سره شروع کړی ده

    سوال داده چی افغان دولت خو دومره وړتیا نلری چی اسلام آباد ورباندی وننګوی مګر هند ولی پټه خوله ده او نړیوالی ټولنی ته هرڅه نه بربنډوی چی د پاکستان د کړنو مخه ونیسی د هندوستان او افغانستان او ایران ولسونه په ګډه په اقتصادی او بیارغونی چاروکی د نوری نړی په شان کار وکړی نو لدی معلومیږی چی بن د توافقنامی خلاف امریکا دلته ۲۰ کلنه جګړه مخی ته بوولی وو ځکه دوی ترهګری خلاف جګړه شروع کړی او د مواد مخدره پر ضد خبره کړی مګر اوس چی ګورو پاکستان د ټولو ډلو القاعده، داعش او طالبانو اصلی مرکز دی مګر امریکا ورته څه نه وایی

    افغان مشرانو ته پکار ده چی امریکا ته ووایی چی تاسی د افغان دولت متحد یاست که دښمن؟ کچیری متحد یاست دوستی داسی وی چی موږ درته وایو چی پاکستان د جنګی ډلو ملاتړ کوونکی هیواد دی مګر امریکا ورباندی خوله چوپ نیولی دی موږ ناری وهو چی آسامه بن لادن په اسلام آباد کی ووژل شو مګر امریکا اوس هم افغانانو د ترهګرو خطاب کوی کچیری دوی (امریکا) داسی فکر کوی چی موږ افغانان له اسلام لاس واخلو او پاکستان او عربستان هیوادونو په څیر اسرایل په رسمیت وپیژنو او هغه ډول دیمکراسی چی امریکا غواړی په افغانستان کی پلی کړو نو داسی معنا لری چی موږ له اسلام تیر شو او دوی سره دوزخ یوځای ځانته ځای برابر کړو

    که دوی ددی لپاره په موږ عام ولس باندی د پاکستان له لوری او پخپله پدی ۲۰ کلنه دوره کی د بمبار له لوری او همدارنګه موټر بم یا ځانمرګو په وسیله غواړی چی ډیورنډ انګریز له لوری جوړه شوی او تپل شوی کرښه په رسمیت وپیژنو نو دا داسی معنا ورکوی چی موږ تیر تاریخ هیر کړی او داځل امریکا او برتانیی لاس یو کړی او دلته د پښتنو عام وژنی لستوڼی بډ وهلی دی

    ځینی دوستانو لیکلی چی باید د اوسنی دولت ملاتړ وکړی سوال داده چی اوسنی دولت ولس غږ اوریدلی ده همدا اوس په دولتی اداراتو آن چی ریاست جمهوری هیڅ عریضه نه اخیستل کیږی او ولسمشر وایی چی ولس باید د اوسنی نظام ننګ وکړی نو ولسمشر باید مهربانی وکړی د خلکو عریضه او شکایتونه واوره نو عام ولس هیڅ وخت د نظام خلاف نده ځکه اوسنی مشکلات د دولت له جوړ شوی ، ځکه بیکاری، غربت او خراب اقتصاد ولس دیته مجبور کړی چی لدی دولته واټن ونیسی په نوم د اصلاحاتو په دولتی اداراتو کی هر چارواکی خپل نږدی دوستان په دنده ګمارل کیږی مګر هغه کسان چی واسطه او په دولت لوړ پوړی چارواکی نه پیژنی بیکاره کرځی

    همدا د تبعیض له وجهی ولس او زیاتره دولتی کارمندانو له دولت ناخوښه دی ځکه دولت عمومی مسولیت لری چی ولس غږ واوری کچیری نشی کولی نو باید حل لاری ورته ولټوی

    دولت هغه کسان چی ریاست جمهوری یا ادراه امور یا همدارنګه په دولتی لوړ پوړو څوکیو کی کار کوی لوړ معاش اخلی مګر د یو عادی کارمند په ۷۰۰۰ افغانیو لپاره بیا قانون او اصولو ته مراجعه کوی او ډول ډول بهانی ورته پیدا کوی داسی معنا لری چی دولت کی هغه کسان چی واسطه لری یو لک یا لدی هم زیات معاش له پاره بودجه لری مګر ۷۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰ افغانیو لپاره بودجه نلری (افسوس دیته وایی ښکاره تبعیض)

  3. بیا هم السلام علیکم !
    ګل محمد ورور بالکل ریښتیاویلی دی، مشهوره خبره ده چی وایی: د کفر نظام به ړنګ نشی، خو ظالم او غیرعادل به ړنګیږی.
    درنو وروڼو او قدرمن ګل محمد صاحب!
    ما خپل نظر کی دا ندی ویلی چی حتماً دی دفاسد، غاصب او ظالم ملاتړ وشی، بلکی صرف ما ویلی چی ملت دی متحد شی او د ملی مشرانو ملاتړ دی وکړی البته اوسنی حالت کی تر نورو اشرف غنی یوڅه ښه دی یعنی د ړندو ډله کې یک جشمه دی. تردی بدتیر هم شته هغوسره به څه کوو؟ نو بیا می آخر کی دعا کړی چی افغانستان دی خدای ارام کړی او خدا ی مو د له مفسدینو وساتی. موږ هم له بیعدالیتو نور په تنګ یو. خو طالب هم وطن نه آبادوی. زما لیکنی خو ګوری چې دټولو موخه او آرمان می د یو متحد افغانستان جوړول دی.
    تاسو ته ددنیا او اخرت سرخرویی غواړم

  4. سلام
    مستغنی وایی:
    مجهولات به دعالم ور ته معلوم شی
    که دعلم له مضمون نشی جویا څوک
    ترقیامته خرابی پرې اثر نه کا
    که دعلم پر بناء کیږدی بناء څوک
    چې دعلم او عرفان ترقی نه وی
    په وطن کې به عاقل نه وی ګویا څوک
    ولیلا ته د مجنون په سترګو ګوره
    چې مجنون نه وی نو څه کوی لیلا څوک
    وروی به کوو دحساب له منخه ! هدف له تبصرې کومه شخصی لوبه او مسابقه نه ده دنظر او لید لوری شریک کول دی . دریاضی په قانون کې ۴۰ کاله ،۲۰ کاله ، او۱۰ (۴۰،۲۰،۱۰) شمیرې اوکاله ډېر وخت دی کومو ټکو ته چې ګل محمد ورور اشاره کړې ده تکرارته یې ضرورت نشته ځکه شرع حاضرته ګوری.
    په سیاسی لحاظ دا به بهتره وه چې غنی یوازې په پښتو غږیږدی اوانګریزی ته ژباړه کیدی خو مشکل دې کې دي چې لومړی:غنی دولس په ژبه نه پوهیږی! دوم:کاشکې په پښتواودری پوهیدی ګډوله کې ۷۰٪ احساساتی ګړیږی چې حتی له سن سره یی سازش نه لری. پوښتنه داد ه چې سیاست له کور څخه پیل کیړی یو سړی چې خبله ژبه نه پوهیږی نو به بهرنۍ ژبه څنګه پوهیدلی شی ؟غنی داستعمار په اوږو سپور هغه کوږ باردی چې مزله ته نه رسیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب