پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۸) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۸) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (8)
د سنټرل جېل په هکله
د پاکستان له نورو جېلونو نه خو زه خبر نه يم او له اورېدو نه ټول يو له بله بدتر دي، خو د محتل او مقبوضه (ښکېللي او ايللي) پېښور په سنټرل جېل (مرکزي زندان) کې د بنديانو ژوند ترحيواناتو هم بدتر دى. لکه مخکې مو چې وويل : د پنځوسو او څلوېښتو کسانو په ځاى کې يو نيم سل (١٥٠) کسان اچوي . دواړو خواو ته د خښتو غوندې پراته وي، يو چې له اړخه اوړي، بل راويښوي، د منځ په تنګه لار کې هم د شپې له پلوه هغه خلک څملي چې کډۍ نه لري. دننه پکې يو لور ته تشنابونه دي چې څوک راپاڅېږي او اودسماتي ته ځي، نو د پښې د ايښودلو ځاى نه وي، خامخا د چا له سر او د چا له لاس سره به پښې لګوي، نو له همدې امله جنګ جګړې ډېرې زياتې وي . مختلف مجرمان او بې ګناه خلک يې يو ځاى اچولي وي . نه ښوونه شته او نه روزنه . جېلونه بايد ښوونځي وي او نامهذب پکې مهذب شي، خو د پاکستان په جېلونو کې مهذب نامهذب شي. پيسې ورکوه هر ډول جرم آزاد دی او چې پيسې نه ورکوې، هر څه جرم دى . چرس او پوډر پکې ښه آزاد پلورل کېږي، پوليس يې راوړي او د خپلو معلومو نماينده ګانو له لارې يې پلوري.
د چا چې وس وي؛ ځان ته ټي وي لګولى دی، يو د بل نه مني او نه يې اوري . چا مړزان ساتلي دي، چا ښارو ګانې، چا ګونګيشتکې، او چا نورې مرغۍ . په دې تنګو تنګو ځايونو کې يې د پښو لور ته د ټيم له پاسه پنجرې ايښې وي او پالنه يې هم ښه نه شي کېدى . ودانۍ زړې د انګرېزانو د وخت دي چې لوړ لوړ چتونه يې دي او له ګردونو او تورکو څخه ډک دي. نظافت او پاکي پکې نه شته او نه ممکنه ده، جېل نه دى يو ډېران دى.
منګوړې (کټملې) دومره زياتې دي چې په بستروتورې روانې وي . سپږې، ورګې، مږکان، مږې، او ډول ډول خځنده ښه پرېمانه دي.
دومره زياته چټلي ده چې اکثره بنديان په خارښت، پمنتوب او نورو جلدي ناروغيو اخته دي.
نوي روغ او زاړه ناروغان سره ګډوډ پراته وي . يو په (TB) (نري رنځ) اخته وي بل په زېړي، بل په خارښت، بل په نس ناستې او بل ټوخېږي …..
اکثره بنديان پر بدني ناروغيو سر بېره په رواني او نفسياتي ناروغيو هم اخته دي . داسې بوډاګان اوكمزوري ناروغان هم پكې شته چې خپل اودسماتی نه شي ټينګولى اوپه لينګيو يې روان وي . په ټول بارك كې دتعافن (بدبويۍ) داسې ډډوزې وي چې سپېږمې سېځي …..
درمل او درملنه
د ډاکټر په نامه يو مجرم ناست وي چې لومړى خو ناروغ ته ګوري هم نه، بيا يې که وګوري، نو هر چاته يوه د خارښت (د حساسيت ضد)، يوه د درد او يوه د خوب ګولۍ ليکي او د ناروغ له راننوتو او ليدو نه مخکې يې ليکلې وي.
دننه د هسپتال په نامه ځاى شته؛ خو په هغه کې په رشوت او سفارش روغ خلک اوسېږي، او دا ځکه چې په بارکونو کې بېخي ځاى نه وي او په هسپتال کې کټونه دي چې بنديان يې غنيمت ګڼي.
د درملو او علاج هسې نوم دی، نور هېڅ نشته او ناروغان دې ته اړ دي، چې ډاکټر ته رشوت ورکړي، هغه يې له جېل نه دباندې روغتون ته ولېږي، بيا په لار کې پوليسو ته هم رشوت ورکړي او د تګ راتګ په هر قدم کې په رشوت رشوت لاړ او راشي.
له چا سره چې پيسې نه وي، هغه هماغه درې ګولۍ (د خارښت، درد او خوب) کله کله په ډېر کړاو لاس ته راوړي او نور د الله تعالى په هيله پراته وي.
پيسې او رشوتونه
پيسې او بډې په سنټرل جېل کې دومره زياتې او عامې دي، چې اوس يې قانوني بڼه اخيستې ده او د پوليسو په مذهب د مستحب درجې ته رسېدلي دي.
علاج او درمل په رشوت دى، ټيلفون بېخي منع دى او که له چاسره موبايل (ګرځنده) ونيول شي، نو سخت سپکاوى يې کېږي؛ خو که پيسې ورکوې، نو لندن ته خو يې وکړه.
جمه داران، حوالداران، ملازمان او پوليس له بنديانو نه د خرچې په نامه پيسې غواړي . د جېل رنګول، د برېښنا چراغونه، تارونه، د دفترونو د مېزونو او چوکيو په نامه دفتري ادوات، قلم، کاغذ او رنګونو په نامه ټول مصارف له بنديانو نه اخلي. چيف په زوره له کمزورو بنديانو نه هېڅ بې هېڅه پيسې اخلي او څوک يې چې نه ورکوي، له هغه سره ډېر بدسلوک او سختي کېږي . که نوى بندي راشي، هم پيسې ترې اخلي، که هسپتال ته يې بوځي، هم پيسې ترې اخلي او که تاريخ ته يې کچرو مچرو ته بيايي، هم پيسې ترې اخلي . که چاته له بهر نه څه خوراکي توکي راشي، د پوليسو چې کوم خوښ شي، لږ او ډېر هرو مرو ترې اخلي. او که هغه نه ورکوې، نو پيسې به ورکوې، که نه هېڅ درته نه راپرېږدي . له بازار نه که څه راغواړې؛ نو څومره چې سودا راغواړې، هغومره يا لږې ډېرې به هرو مرو پوليسو ته ورکوې، که نه هېڅ نشته.
ايف سي آر ( F.C.R)
د قبايلو لپاره انګرېزانو د (FCR) ( ايف سي آر) Frontier Crimes Regulation ( دسرحدي قبايلو د جرمونو قانون) هغه تور انګرېزي قانون دی چې انګرېزانو د خپل حکومت په دور کې د قبايلي سيمو لپاره ټاکلی دی. هسې خو ټول وضعي قوانين او په تېره وراسته انګرېزي قوانين هغه تور قوانين دي چې قضاياوې کلونه کلونه ټالوي او د حل هېڅ درک يې نه ښکاري، مجرمان پکې ازاد ګرځي او مظلومان او بې ګناه پکې کلونه کلونه په تورو جېلونو کې کړېږي.
خو ( F.C.R ) هغه تک تور او د ځنګل قانون دی چې په قبايلو ظلماً، عدواناً او کفراً تپل شوی دی، په دې کې پولټيکل ته بشپړ اختيار ورکوي چې د يو مجرم په ځای نور خلک ونيسي، بې وکيله، بې قاضي او بې له کومې قضيې کلونه کلونه خلک تورو زندانونو ته ولېږي او بيا يې هيڅوک پاڼه نه اړوي . د (آی ايس آی) مجرمان اوس همدغه حربه د خپلو سياسی مخافينو په خلاف استعمالوي. په ښارونو ، بازارونو او د حکومت تر واک لاندې سيمو کې له کليو او کورونو نه خلک رانيسي، څه مياشتې او کلونه پرې په پټو جېلونو کې تېرې کړي او بيا که يا پرې خلک خبر شي او يا په مطبوعاتو کې دا خبره راشي چې (آی ايس آی) نيولی دی ، نو تړلې سترګې او په زولنو کې يې د قبايلو پولټيکلۍ ته حواله کړي او د دروغو تورونه پرې ولګوي. که نور هېڅ نه وي په (F.C.R ) کې يې زندان ته ولېږي او بيا په کلونو کلونو پروت وي. د دې ډېرې بېلګې دي؛ خو له نورو به تېر شو زه پخپله يې چې کله ونيولم؛ نو مطبوعاتو ته يې دا خبر ورکړ، چې ګنې چا د بونګې لپاره تښتولی دی، خو کله چې زما ورونو مطبوعاتو ته دا وويل چې زمونږ سړی د (آی ايس آی) مجرمانو نيولی دی او دايې په کلکه ، ټينګار ، اصرار او تکرار وويل، نو له اتو مياشتو وروسته يې راته سترګې وتړلې، زولنې يې را واچولې، په ګاډې کې يې کېنولم ، په لار کې يې راته ويل چې خوشې کوو دې او کورته روان يې؛ خو د شلمان په غرونو کې يې تړلې سترګې او زولنو کې د خيبر د پولټيکلۍ مجرمانو ته وسپارلم ، هغوي ته يې ويلي وو چې تاسو وليکئ چې مونږ همدا نن ونيوه او ميزايل ورسره ؤ. هغوی هماغسې وکړل ، نوره کيسه مخکې تېره شوي ده. له دې وروسته پهF.C.R) ( کې د پېښور سنټرل جېل کې پروت وم او دپولټيکلۍ مجرمانو ته د (آی ايس آی) مجرمانو ويلي وو چې ترڅو مونږ درته نه وي ويلي، دا سړی به نه خوشې کوئ.
د پېښور په سنټرل جېل کې
د لواړګي د پولټيکلۍ مجرمانو له وسله والو خاصدارو سره په يو ګاډي کې په زولنو کې تړلى کېنولم او د پېښور سنټرل جېل ته يې ولېږلم . د پېښور سنټرل جېل ما کله نه ؤ ليدلى. دلته چې راورسېدو، جامې، کاغذونه، قلمونه، کمپل او لږ سامان راسره ؤ، د جېل ډېوډۍ ته چې ننوتو، د لنډيکوتل زولنې يې راڅخه وايستې، زما او د سامان تالا شي يې واخيسته، زما د جېب له پيسونه يې سل روپۍ بيلې کړې، مېز ته ناست په نکريزو سور سري مجرم پوليس ته يې ورکړې او راته ويې ويل چې دا دسيب (صاحب) شوې، دوه درې قلمونه يې هم په جېبونو کې کېښودل او دا ټول بې پوښتنې! سمه تالا يې ګډه کړه.
زه حېران شوم چې دا په کومو ډاکوانو واووښتم؟! ما ورته وويل : دا ولې؟ يو مجرم راته اشاره وکړه چې څه مه وايه که نه دا سامان درسره نه پرېږدي.
نوم يې وليکه او د جېل په لوى وره يې ور دننه کړم . دننه بيا د سرو خوليو بنديانو تالاشي پيل کړه او يوه وړه د برېتونو.بياتي (قيچي) يې په جېب کې واچوله، ماورته وويل : دا ولې؟ هغه وويل: دا منع ده . ما ورته وويل: چې منع ده نو ته يې په جېب کې اچوې؟!
بياتي يې بېرته راکړه، وړاندې يو جومات ؤ، په هغه کې مې سامان کېښود او ورسره په خوا کې د (چکر) په نامه ځاى کې د (ملاحظې) په نامه ليکلو ميکلو او د بارک ټاکلو ته په جومات کې منتظر کېناستم.
د ماسپښين د لمانځه وخت شو، خلکو زه مخکې کړم، لمونځ مې چې وکړ، يو ځوان رامخې ته شو چې ښکلې ږيره يې وه او جالي خولۍ يې په سر وه؛ ستړي مشي مو سره وکړل او کېناستو، وروسته مې وپېژنده چې دا ځوان شفيق الرحمن نومېږي او ما غوندې سياسي بندي دى . لږه شېبه چې تېرېده، د مختلفو بارکونو ځوانان (ما غعوندې سياسي بنديان) راورسېدل ، پوه نه شوم چې سامان مې چا واخيست؟ او دا ځوانان څوک دي او چا خبركړل؟. هر چا ويل چې زمونږ بارک ته راشه … زه په ژوندكې لومړى ځل دې زندان ته ننوتم اوبارك مارك مې نه پېژانده، نه پوهېدم چې له چا سره لاړ شم او څه لاريې ده؟… همغوی کاغذي تعامل خلاص کړ، يو ببر سرى ږيرور ځوان پر نورو زورور شو او له ځان سره يې روان کړم، د سېشن احاطې اتم نمبر بارک ته وردننه شو، چې ګورم سامان مې له ما نه مخکې رسېدلى دى.
دا ځوان ښاغلى (عابد) نومېږي او د کوهاټ دى . چې ګورم بارک نه دى يوه غوجل ده، د پنځوسو کسانو په بارک کې يو نيم سل کسان دي له دوه خواو نه په دوه کتارونو کې پراته دي او په منځ کې يې تنګه لار ده ، د لارې لورته هر چا خپل سامان د غوړيوپه صندوق ډوله ټيمانو کې ايښى او قلف يې ور اچولى دى. په دېوالونو کې دومره غوټې راځوړندې دي چې ځاى پکې نشته او خلک داسې سره پراته دي لکه د ږمنځې غاښونه. د يوه کس د اوسېدو او څملاستو دغه يو ځاى ته (کډۍ) ويل کېږي، ددې کډۍ لاس ته راوړل ډېرې مياشتې او مودې غواړي؛ خو ماته په ډېر ټينګار عابد صاحب خپله کډۍ پرېښوده.
حال دا چې هلته زمونږ په خواکې يو کس بل ته کډۍ پر يښې وه او د مياشتې ټاکلې کرايه يې ترې اخيسته او پخپله کله د لارې په يو ځای او کله په بل ځای کې څملاسته. حيران شوم چې دا څه دي ؟!
نور بيا

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب