پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: طالبانو پر امریکایي ځواکونو حملې نه دي زیاتې کړي

سپینه ماڼۍ: طالبانو پر امریکایي ځواکونو حملې نه دي زیاتې کړي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳) سپينه ماڼۍ وايي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالي زیات شوی، خو په امریکايي ځواکونو بریدونه نه دي زیات شوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون چهارشنبه واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل،  پر افغان ځواکونو د تېر کال په پرتله د طالبانو له خوا بریدونه زیات شوي، خو په وینا یې دوی نه دي لیدلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته دې پر امریکايي سرتېرو حملي زیاتې شوي وي.

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه یوه هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو د دې هوکړې له مخې له امریکا سره ژمنه کړې چې پر امریکایي ځواکونو او د دې هېواد پر نورو ګټو به حملې نه کوي.

که څه هم د دې تړون له مخې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له ټاکلې نېټې یعنې د مې له لومړۍ نېټې د سېپټمبر ۱۱مې ته وځنډول شو، طالبانو ګواښ کړی و چې پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د حملو د نه کولو ضمانت نه شي کولای.

خو د امریکا لوی درستیز په وروستیو کې د افغانستان د جګړې په میدان کې د طالبانو بري بې ارزښته بولي او وايي چې طالبانو د هغو ولسوالیو مرکزونه نیولي چې اکثره برخې یې له دې هیواده د امریکايي پوځیانو تر وتلو وړاندې هم د دې ډلې په کنټرول کې وې.

د امریکا لوی درستیز د طالبانو وروستي پرمختګونه بې ارزښته وبلل

1 COMMENT

  1. د امریکا اوسنۍ رئيس جمهور جوئي بایدن غټ دروغ وائی یعنی امریکا په شلو کالونو کښی خپل هدف ته رسیدلۍ دی یعنی ترورستان له مینځه وړل شوی دی او دیموکراسی محکمه شوی دی او د افغانانو ژوند شرائيط ښه تره شوی دی او افغانستان د پیشرفت خواته روان دی !

    اما جوئي بایدنه د ستاسو دا فریبکاره ادعا د افغان ملت مقابل کښی ډیره ظالمانه دی ایا د تاسو وژونکی عسکر او د تاسو مضره سی آی اي غړی پدی شلو کالونو کښي د افغان ملت وژل ، غربت ، نا امنیو او قومی دسیسو شاهدان ندی ؟ ؟؟ بلی تاسی قاتلان په ډالرو سرمایه داره کړل او سربیره پردی مو دا وحشیان د ملت چور باندی هم خوشی کړل ، ددی قاتلانو ساتنی شعار لاندی هر قاتل ته په ملیونو ډالره ورکول کیږی او هریو قاتل قصرونه په کابل ، نورو ښارونو کښی او خارجی ممالکو کښی لری او د کابل حکمتداری دوی ته او ددوی اولادونو ته تضمین شوی دی او ملت په وچه ډوډی پسی سرګردانه دی په کابل او نورو ښارونو کښی د غربت له کبله په رڼا ورځی غلاګانی او علنی حملو رواج پیداکړۍ دی ایا دا تاسی د افغان ملت لپاره پیشرفت وینۍ؟؟؟ تاسی دابل نوعه قاتل طالبان د پنجابی پاکستان په مرسته په افغان ملت خوشی کړی دی او ورځ په ورځ قوی تره کیږی او تاسی لعنتی او خائينانه اقدام وو چی په ۱۹۹۶ کال ابتدا کښي د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام د قاتلو تنظیمونو څخه د تاسو ازموده جاسوس خلیلزاد او ازموده ملاتړ پنجابی پاکستان په کومک سبوتاج کړۍ شواو همدا د کوچنیوالی څخه پلانیز تربیه شوی طالبان مو په اوږو سپاره کړل او بن الادین او دده حلقه مو هم کابل ته ورسره یو ځای کړل او وروسته له لږه موده د نیویارک تجارتی بورجونو د امریکائی ملکی طیارو په وسیله ونړیدل دا وحشتناکه عمل بیا د هولیوډ په تمثیل سره جهان ته وښودل شول او جارج بوش په خاص شکل سره د بن الادین کورنۍ له امریکا څخه محفوظه عربستان ته ولیږل ولو چی د طیارو ښکته کیدو او پورته کیدو تام بندښت موجود وو اوس د بل پلیت پلان لپاره هلی ځلی کیږی چی غلامان طالبان هم د کابل غلامانو سره یو ځای کړۍ او عینی وخت کښی اوازی خپورول کیږی چی په افغانستان کښی د کورنی جګړی خطر په زیاتیدو دی ، جنابه د تاسو داسی ظالمانه او بی رحمانه رفتار د افغان ملت سره حتی د ظالم او وحشی شوروی څخه لوړ مقام حاصل کړیدی ، دا ډیر خائينانه او ظالمانه عمل دی تاسی د ډالرو په واسطه مرتجع منورین هم د خپلو شومو پلانو لپاره غلامان کړیدی او مضری ډنډوری ئي شروع کړیدی ، اوس هم نا وخته ندی چی په خپلو ظالمانه اعمالو اعتراف وکړۍ او خپل ټول غلامان خلع سلاح او ډالرونه ورڅخه واخلۍ او افغان ملت پریږدۍ چی خپل راتلوونکۍ سرنوشت په خپله وټاکی ! د تاسو سره د ما سوابق موجود دی او درته څرګنده ده چی د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا د تاسو ظالمانه او فریبکاره اقدامونو مقابل کښی څه ډول عکس العمل وو او څه مراتب درته ویل کیده چی د افغان ملت مهاجرینو څخه د تاسو پنجابی پاکستان په کومک ناوړه سوء استفادی باید ونشی او د اخوانیانو نازول اودد ی تنظیمونو رامینځ ته کیدل په ژبانی او سمتی شکل سره او مدرسی جوړول د طالبانو شعار لاندی د مهاجرینو اولادو لپاره د افغان ملت لپاره ستر خیانت او راتلوونکۍ ئی خطرناک دی اوددی کنترول به وروسته ډیر مشکل شی اما تاسو نه منله ، دما دا ادعاګانی د تاسو نفرو له خوا مسلسل نوشته کیدی ، لطفآ پدی برخه کښی د تاسو خارجه وزارت او سی آي اي څخه معلومات حاصل کړه دا هم دوی ته مسلسل تکراریدل چی تاسی په افغانانو د احمقانو فکر کوۍ اما تاسو ته به ورسته ثابته شی چی افغانستان هیڅکوم اجنبی مملکت نشی لاندی کولای حتی د رنګا رنګو فریبیو سره هم نشی کولای!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب