جمعه, جنوري 28, 2022
Homeخبرونهد اشرف غني او جو بایډن کتنه؛ بایډن: امریکا د افغانانو ترڅنګ...

د اشرف غني او جو بایډن کتنه؛ بایډن: امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده خپلې پرېکړې دې خپله وکړي

تاند (شنبه د سرطان ۵) د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته به هم له افغانستان سره د امریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستې دوام ولري.

ښاغلي بایډن دا خبرې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال وکړې.

بایډن وویل چې د ولسمشر غني په مشرۍ هیئت په واشنګټن کې د خپل سفر پر مهال د ادارې د ټولو “مهمو لوبغاړو” سره وکتل او سپینې ماڼۍ ته د ورتګ هرکلی یې ورته ووایه او زیاته یې کړه چې افغانان باید د خپل راتلونکي پرېکړې په خپله وکړي چې څه غواړي او په خبره یې چې امریکا به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.

د هغه په خبره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل په دې مانا نه دي چې امریکا دغه هېواد پرېږدي بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ختمېدونکي همکاري دوام ولري.

ښاغلي غني همدارنګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله د خپل امریکايي سیال پرېکړه تاریخي وبلله او ویې ویل چې په دې سره د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شو.

ولسمشر اشرف غني امریکا ته د خپل سفر موخه د ولسمشر بایډن د پرېکړې درناوی یاد کړ په وینا یې چې دوی د یادې پرېکړې د ملاتړ په پار امریکا ته سفر کړی دی.

د جو بایډن د پریکړې له مخې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څځه ووځي.

افغان ولسمشر وویل تر دې وروسته به د امریکا او افغانستان اړیکې نظامي نه بلکې د دواړو هیوادونو د پراخو ګټو په هکله وي.

ښاغلي غني همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې د واک د انتقال په بهیر کې دا ډول پیښې کیږي، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې توان لري چې په حالاتو برلاسي شي.

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي، نو ځکه باید څوک د دوی پر وړتیا شک ونه کړي.

ښاغلي غني له بایډن سره تر لیدنې څو ساعته مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې دا اټکلونه په کلکه رد کړل چې حکومت به یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته وپرزي.

ده د امریکا د استخباراتو پر هغه اټکلي راپور وخندل چې ممکن په سپټمبر کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو ۶ میاشتې وروسته طالبان حتي کابل ونیسي.

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد څرګند کړ

1 COMMENT

  1. نظام به له منځه نه ځي خو خامخا به اصلاح کیږی فساد باید ختم شی چور او ارتشا غصب او بیعدالتی له منځه ولاړه شی طالب ته دی قناعت ورکړل شی چی وطن وران نه کړی او قتلونه بند کړی دپاشلی او متفرق حکومت پر ځای دی متحد ملی او وطنپال حکومت ټینګ او موجوده قانون دی وساتلی شی نړیوالی مرستی دی د ابادی لپاره ولګول شی نور دی بهر ته پیسی ایستل قطعی بندی شی د چارواکو کورنی او اولادونه دی وطن ته راوغوښتل شی دوه تابعیته دی یوتابعیته شی څوک چی پاکستان ته خپل دوهم کور وایی هغوی دی هم خپله معامله یوطرفه کړی یا افغانستان یا پاکستان فقط یو
    پاکستان دی د افغانستان تاریخی دښمن او د ۴۷کلن جنګ ملاتړی، پیل کوونکی، مجرم او د افغانانو د غلام کیدومنشا اوعامل وبلل شی او محکوم دی شی دیوورند کرښه افغانانو ته د منلو نده لراوبر افغان یو افغان دی
    له افغانستانه ۵۰کسیزه دغه ډله دی دمستقلو افغانانو په توګه بیرته راشی یوه ته یی هم د تیښتي جواز نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب