جمعه, جنوري 21, 2022
Homeخبرونهبي بي سي پښتو په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ زرو ډېرمینه...

بي بي سي پښتو په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ زرو ډېرمینه وال له لاسه ورکړل

تاند — د بي بي سي پښتو راډېو او تلوېزیون فیسبوک پاڼې د یوه لانجمن راپور د خپرولو له امله یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ نژدې ۲۱ زره مینه وال له لاسه ورکړي دي.‌

د تاند د تعقیب په اساس، د افغانستان په وخت د جمعې ورځې /د سرطان ۴مې/ د ماسپښین له ۴ نیمو بجو څخه نن د شنبې ورځې /د سرطان ۵مې/ تر عین وخت پورې شاوخوا ۲۱ زرو مینه والو د بي بي سي پښتو د رادېو تلوېزیون له فیسبوک پاڼې څخه خپل لایکونه بېرته اخیستي یا یې انفالو کړې ده.

د افغان فیسبوک کاروونکیو له خوا د بي بي سي پښتو پر وړاندې دا عکس العمل له کابو درې ورځو راهیسې وروسته له هغه زیات شو چې بي بي سي د وال سټریټ ژورنال د یوه راپور دا برخه خپره کړه چې د افغانستان موجود نظام به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له منځه لاړ شي.

دا دقیقه معلومه نه ده چې په ټولنیزو رسنیو د پيل شوي دغه کمپاین په ترڅ کې به ټول څومره کسان له یادې فیسبوک پاڼې څخه تللي وي، خو یو شمېر خفه شوي مینه وال یې شمېر په لسګونو زره یادوي.

دغه راز، د بي بي سي پښتو یو شمېر مینه وال په دغه سروېس تور لګوي چې په پښتو ژبه کې په خپل سر نوي لفظونه ور زیاتوي، د نسبتي (د) او (په) په څېر حروف ترې وباسي او ژبه نیمه نیمګړې کوي.

د بي بي سي پښتو د چلند پر وړاندې د کمپاین یوه برخه وال سرور ستانکزي د سرطان په ۳مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «بي بي سي داسې خبرونه خپروي چې د‌ افغانستان تباهي ته لار جوړوي. هيله ده نن يې ټول د‌ وطن لپاره انلايک کړئ!»

په یوه تعقیبي پوسټ کې چې نوموړي پرون شنبه /د سرطان ۴مه/ کړی، راغلي دي چې له پرون سهار را په دې خوا د بي بي سي ۲۳ زره‌ فالوورز کم شوي دي.

سلیم یعقوبي دلیل نه دی یاد کړی خو لیکلي یې دي، «تاسې یقین وکړئ ما بي بي سي څه موده وړاندې بلاک کړې وه، د فیسبوک ملګرو نن د دوی پر ضد کمپاین پیل کړی، دغه کمپاین کې حتماً برخه واخلئ او دا هشټګ وکاروئ. #UnLikeBBC

شاعر او لیکوال نذیر احمد نذیر د خپل فیسبوک په ټایم لاین باندې خپاره کړي یوه پوسټ کې بي بي سي په مذهبي تاوتریخوالي خپرولو تورنه کړې او لیکلي یې دي، « #بي #بي #سي او مذهبي تاوتريخوالي ته لمن وهل. په دوه زره يولسم کال د محرم په لسمه کابل کې د ابوالفضل په زيارت ځانمرګی برید وشو. #بي #بي #سي پښتو څانګې دې موضوع ته کار وويل. د #دادخدا په نامه يې يو کس را پيدا کړ چې د افغانستان د لشکر جنګوي مشر يې معرفي کړ. تاسو به تر اوسه بيا نه دا نوم اورېدلی وي او نه به يې بيا واورئ. دا ځکه چې بي بي سي غوښتل چې په دې ډول مذهبي تاوتريخوالي ته لمن ووهي. هغه وخت مې پښتو څانګې ته ايميل وليږه ما وويل دا له دې وطن او ولس سره ظلم دی. وخت نا وخت مې د بي بي سي په کړنو نيوکې کړي. درې کاله مخکې يې يو خبر خپور کړی و چې ولسمشر د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايت خوست ته په سفر ځي.  اوس خوښ یم چې دا نفرت عام شو. د بي بي سي د نورو څانګو کارکوونکي هم ژبه ساتي هم د هېواد ګټې ساتي او هم کار خو پښتانه چې ځانونه د ولس خواخوږي هم بولي پښتو څانګه د طالب لپاره چلوي.»

د عارف الله عارف په نامه د فیسبوک یوه کاروونکي لیکلي دي، « له پرون راهیسې بي بي سي تقریبا پنځه سوه زره فالورز له لاسه ورکړي دا په دې معنا ده، چې اوس مو ځوانان هېوادپاله دي او تر بل هر څه ورته هېواد مهم دی. دا کمپاین چلول غواړي. دوی باید پوه شي، چې اوس هغه پخواني افغانان نه دي، چې ډانګ به دې پرې کېښود چې کوم خواته به دې بېول درسره تلل اوس یې مسیر معلوم دی ټول د وطن وطن نارې وهي.»

خان محمد ستانکزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، « ما تقریبا درې میاشتې مخکې د برېټېش براینواشډ کولیګز (بي بي سي) پښتو پاڼه آنلایک کړې ده. دغه رسنۍ د افغانستان د نظام پر ضد خپرونې کوي، له پاڼې نه یې خپل لایک او فالو واخلئ چې مخ یې تور شي. دا شرمېدلي له اردو او پاړسي څانګو نه هم وطن پالنه نه زده کوي.»

سردار ولي څرک په بي بي سي باندې د طالبانو د ملاتړ تور لګولی او لیکلي یې دي، «د بي بي سي BBC# په څېر هغه طالب پلوي چې په کابل کې د دې حکومت ترسيوري لاندې او يا په غرب کې ارام ژوند کوي، خو ټوله ورځ د حکومت ضد پروپاګنډ کوي #آنفرېنډ شي.»

د هندوستان په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان کلتوري اتاشي حمدالله ارباب په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، « بي بي سي د فرنګیانو رسنۍ ده او فرنګي دوه مخي ته وایي. بایکاټ ورسره وکړﺉ او پاڼې یې انلایک کړﺉ.»

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتاشي نجیب ننګیال لیکلي دي، «بي بي سي سقوط ده. هر خبر یې په مشکله تر پنځه سوو لایک اخلي. د …. رسنۍ انجام هم …. وي. ما یو وار مخکې هم ویلي و چې حکمتیار که په ژوند یوه خبره سمه کړې وي، هغه همدا ده چې بي بي سي ته یې شیطانه رسنۍ ویلې. د خبرونو پاکستان نوازه ټايټلونو له امله یې د خلکو په منځ کې باور بایللی او لوستونکي نه لري. زه خپله پاڼه د بي بي سي په څلور ملیونیزه پاڼه نه ورکوم. تر دوی مې لوستونکي ‌‌‌‌‌‌ډېر دي. دروغ نه خپروم. زهر نه پاشم او بل څوک مې د ملي ګټو ضد نشي لمسولی. ګیدړه و…… نکل یې و…..»

خو ځینو نورو د بي بي سي ننګه کړې او د دې نړیوالې راډیو پر ضد کمپاین کوونکي یې په ساده توب تورن کړي دي.

په دغو کسانو کې یو هم رحیم خان شیدا دی. ده پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي دي:

«له تېرو دوو ورځو راهېسي له يو څو ساده و سېده يارانو څخه هوش کډه کړې او جوش په مخه کړي دي؛ ځينو په شعوري او يو شمير نورو بيا په غيري شعوري توګه سترګې پټې کړي او خولې يې وازې کړي دي، درګده لګيا دي پر ټولنيزو رسنيو ټرينډ چلوي او غوښتنه کوي چې بي سي سي انلايک کړئ؛ يو شمير خدای ناترسه د بي بي سي پښتو برخې کار کوونکو ته ښکنځل هم کوي او بد و رد هم ورته وايي!؟
که له همدې سېده و ساده يارانو څخه پوښتنه وکړئ چې ښه صاحبه، د بي بي سي پاڼه خو مې انلايک کړه، له راډيو سره به يې څه کوو؟ د افغانستان اکثريت وګړي، ښځه و نر، پيغله و ځوان او لوی و کوچنی بي بي سي راډيو اوري او کليو کې به داسي کور نه وي چې څلرويشت ساعتونو کې بي بي سي نه وي پکښي اورېدل شوي؛ د فيسبوک کارونکو ته خو به ووايو چې پيج يې انلايک کړئ، د راډيو اورېدونکو ته به څه وايو؟
آيا ورته وايو به چې غوږونه مو پرې کړئ او يا راډيو ګاني مو ماتي کړئ چې د بي بي سي له غضبه خلاص شو؟»

بي بي سي په خپل انګلیسي سایټ کې خپل ماموریت داسې روښانه کړی،‌ چې غواړي د خلکو په ګټه کار وکړي، داسې بې طرفه، د لوړ کیفیت او مشخص مواد او خدمتونه وړاندې کړي چې خلک خبر کړي، لاره ور وښيي او ساعت یې تېر کړي، خو داسې ښکاري چې تر اوسه یې د خپلو پښتنو مینه والو د غوسې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

8 COMMENTS

  1. BBC over all and by far is a political newscaster and as such their broadcasting often geared to support specific interest intend to be achieved.

  2. بی بی سی د رذالت نمونه، د شیطنت ځاله، د نفاق اچولو اوشقاق تیره چاړه، دمکاری شلیته او د فحاشی بده بیلګه ده. قسم خورم چی دا شل کاله می ایله که شل دقیقی دغه رادیو تصادفی اوریدلی وی او فیسبوک نلرم، ښه ده چی یی نلرم. زه فقط ازادی رادیو اورم هغه نسبتاً ښه ده. که د دې رادیو د یوشمیر افغانی کارکوونکو سابقه درته ولیکم شاید دغه لیک به نشر نشی . لنډه دا چی بادار نه یی نیولی تر چوکره ګانو ټول پلید دی.
    افغانانو! ولی دومره ساده ګان او وزګاریاست چی تراوسه مو دا راډیو اوریده ما چی پورته نومونه ولیدل ځینی پکی ډیر هوښیار خلک دی دوی څنګه په دی وخت ضایع کاو؟ اوس راته معلومه شوه چی یوشمیر مشهور کسان مو هم چندان ښه تحلیل او شناخت نلری. تاسو ته قسم خورم چی پرته د ازادی رادیو د (آزادی په څبو کی، ترشنه اسمان لاندی او روغتیا ) نور والله که ټکی ته وخت لرم یایی والله که اورم فقط دورځی یو سرویس خبرونه یی اورم که دسهار یا مازیګر را نه تیر و، دشپی یی اورم نور لکه دا بعضی کسان د بی بی سی په چتیاتو وخت نه ضایع کوم . اوس پوه شوم چی ولی مو دا حال دی؟ دا خو بیسواده او باسواده کسان بی بی سی ته غوږ نیسی او ورته ناست دی نو والله که دا وطن جوړشی لږ په سد شئ. اوس له بی بی سی تاسې ته ډیر په غوسه شم ما فکر کاو هسی کوم ساده که چیری کومه ورځ بی بی سی اوری، خو دا نومونه می چی ولیدل هک حیران شوم دخدای لپاره وښیار شئ.

  3. کله چی په اخیر د۱۹۹۵ کال کښی د ظالمو او وحشی تربیه شوو تنظیمونو څخه د سلاح جمع کولو پروګرام رامینځ ته شو نو بی بی سی مجهولی خپورنی پدی باره کښی کولی اما کله چی د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان له خوا د سلاح جمع کولو پروګرام سبوتاج کړۍ شو یعنی د سلاح جمع کولو ګروپ ئي په ابتدا ۱۹۹۶ کښی له مینځه یووړو او تربیه شوۍ ګروپ ئي د طالبانو په نام بی بی سی او وایس اف امریکا له خوا اول ځل لپاره برودکاست کړ او ړوند ملا محمد عمر ئی امیرالمومنین معرفی کړ او دی مضرو شیطانو دستګاؤ له خوا بیا مسلسل تبلیغات دی نوی را پیدا کړ شوی ګروپ لپاره کیدل ما مرحوم عبدالنبی مصداق ته تلیفون وکړ چی تاسی ولی ددی نوی ساختګی ډلګی لپاره چی د پنجابی پاکستان له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شویدی او اوس ئی د سلاح جمع کولو پروګرام ئی تر پښو لاندی کړ او اوس د پنجابی پاکستان او د سی آی اي خلیلزاد له خوا د شوم هدف لپاره دا ګروپ رامینځ ته شوۍ دی او تاسو ولی دومره مثبت تبلیغات ورته کوۍ حال دا چی اصلی حقیقت درته معلوم دی نو هغه په سپین سترګی سره راته وویل چی دا زوړ پخوانۍ پادشاه افغانستان ته اوس د توت اهمیت نلری نو ما ورته وویل چی هغه پادشاهی نه غواړی او ملت کښی محبوبیت لری دا چی ارزو لری چی په اخیری عمر کښی د یو متحد ملت لپاره ملی مسلکی او صادق حکومت مینځ ته راشی نو هغه وویل دا د تا یو خیال پلاو دی نو ما هم دده سره تلیفونی خبری وروسته ختمی کړی ! دا شیطانی دستګاؤ د ابتدا څخه د طالبانو لپاره تبلیغات کول !!

    یاده : مرحوم دوکتور عبدالنبی مصداق د ما همصنفی وو غیر له هغی ما ته دده کرکتر د پخوا څخه څرګند وو !!!!

  4. خبره خو دا ده چی:
    که یو کس د ” آلزایمر ” په ناروغی اخته سی نو د ناروغۍ بدی څپې ئې فقط د ناروغ د ځپلو لامل ګرځی او یا حد اکثر مېړه یا ماندینه ور سره په زحمت وی.
    امّا
    که د یوې ټولنی روشنفکران او آګاهان او د اجتماعی درد او درک خاوندان په تاریخی ” آلزایمر ” اخته سی نو د هغې ټولنی خیر او فلاح ته اُمید به یو بیځایه اُمید وی.
    د روانو ۱۲ – ۱۳ لسیزو په اوږدو کی مو د انګرېز شیطانی لوبی د سر په سترګو لیدلی او په ټول وجود لمس کړی دی خو بیا هم په ” آلزایمر ” اخته سوی یو.
    بی بی سی یوه سلطنتی – شیطانی او تبلیغاتی – مغز شوئی دستګاه ده چی نه یوازی زموږ د هیواد وګړی ئې مسحور کړی دی بلکه د سیمی ډېری پرګنې ئې د ګُمراهی کندی ته ور لاهو کړی دی.
    د بی بی سی او نورو غربی – عبری رسنیو ګوزو ته د غوږونو او مغزونو سپارل د بې مغزه انسانانو خاصه ده.

  5. بسم الله الرحمن الرحیم
    یووار بیا سلامونه او احترامات
    زه تقریباً د سهار له خړی نیولی دماښام ترتیاری تورخم کی یم پاکستانیو سره می رابطه ډیره ده یو پاکستانی هم ما ندی لیدلی چی ټی وی یا راډیو باندی وخت ضایع کړی دا فقط د لواړګی سوات، بونیر بیا داسی تر هنګو او بیا تر پاکستانی وزیرو او بنو پورې هغه سپین ږیری پښتانه دی چی یو نیم یی رادیو اوری زموږ سوداګر حاجی صاحبان چی زه ورسره کار کوم دوی هم دبی بی سی منتر لاندی دی ما له څو پیښوری ځوانانو د پشتین او عثمان کاکړ پوښتنه وکړه هغوی یو هم ورباندی خبر نه و او نه یی پیژندل خو یو دوو پشتین پیژاند. د دی معنا داده چی هغه څه چی د پښتون په خیر ده له هغه نه خبریږی خو په شیطانت او اوهامو کی ښه پوره ګیر دی. بیا هم تکراروم چی دا دافغانستان باسواده پښتانه څومره وزګار او کم عقل دی چی بی بی سی اوری ؟
    بیا نو دپښتنو حال باید له دی هم بدترشی د بی بی سی له لاسه می مصداق سپین ټنی او تور تڼی …… لکه د…. په شان بد ایسی لعنت دی وی پر بی بی سی او د هغې پر چوکره ګانو

  6. BBC د افغانستان د تباهی مرجع ده
    دتولو دوستانو نه هیله کوم چی BBC ان فالو کی
    مننه

  7. په دی کی خو هیڅ شک نشته چی بی بی سی دا پنځوس کاله او طلوع تلویزیون دا شل کاله د افغانستان په شخړو کی په پوره ډول خپل رذالت لوبولی دی او لوبوی یی، په دی واقعیت کی څوک نه پوهیږی د هغوی په سرونو کی ماغزه نه بلکی واښه دی.
    او رحیم خان شیدا ته زه وایم چه دا ساده کار ونه کړی چی غوږونه د پری کړی ستا دا کار به داسی مثال ولری لکه د یو چا د غوایی سر د اوبو په یو لوښی کی بند شوای وو، مالک یی له ډیری بیعقلی د غوایی حلال کړی وو.

  8. دا ڈیر خہ وشو چی د بی بی سی خلاف کمپاین کی افغانانو برخہ واخستلہ زہ یو شی تہ تاسو پام اڑول غواڑم ھغہ دا چی پہ پاکستان کی میشت پختانہ مونگ او زمونگ ملگری کم چی قامپرستان دی د بی بی سی خلاف پہ دا کمپاین کی برخہ اخستی وہ بلکہ مونگہ یو بل تہ پہ ٹلیفون کال او میسجز کی ویلی وو چی بی بی سی د دھشت گردی او طالبانو ملگرتیا کوی او دوی پہ پختون وطن کی د طالبانو د پارہ کمپاین کوی چی تر سو د پختون اولس پہ ذھنونو باندی تالبان خوارہ کی او تالبانی دھشت تہ لارہ ھوارہ کی۔ نو د بی بی سی خلاف بہ کمپاین کوو او د دوی دا عمل بہ پہ سوشل میڈیا ایکسپوز کوو۔ زما پہ فکر چی زمونگ سلگونہ ملگرو پہ دا کمپاین کی برخہ واخستہ او بی بی پختو مو انلایک کڑہ۔ د بی بی سی پختو پہ دا دوہ مخیتوب ما یو کال دمخہ ھم لیکل کڑی وو پہ سوشل میڈیا۔ یوازی بی بی سی نہ بلکہ وایس آف امریکہ پختو اردو او انگلش سانگہ ھوم د طالبانو د پارہ کمپاین کوی دوی دا کوشش کوی چی طالبان یو داسی ڈلہ وخای چی د نورو دھشت گردو ڈلو سخہ جدا ڈلہ دہ او دوی تہ پہ افغانستان کی د اختیار ورکولو اشاری ور کوی۔ لہ دا نہ معلومہ دہ چی امریکہ یو ایس اے پہ پختون خطہ کی طالبان راوستل غواڑی د طالبانو اصل ملگری امریکہ دہ پاکستان یوازی د سھولت کار کردار ادا کوی۔ پہ قطر کی طالب دھشت گردانو تہ دفتر پہ کم منطق خلاس کڑاے شوے دی؟ ایا امریکہ او د ھغو اتحادیانو تہ پہ کوئٹہ وانہ او پیخور کی د طالبانو ٹریننگ سنٹری او مرکزونہ نہ دی معلوم کم چی د پاکستانی فوج پہ نگرانی کی دی؟ دا ھرسہ د امریکہ پہ مرستہ کیگی کہ نہ نو پاکستان یو ورز ھوم دا جراحت نہ شی کوے چی د طالبانو ملگرتیا وکڑی۔ زما روستی خبرہ دا دہ چی سومرہ مونگ پہ پاکستان کی اوسیدونکو پختنو د افغانستان د امن او ابادی دپارہ پہ سوشل میڈیا د خلکو زھنونہ تیار کڑی عملی جدوجہد مو کڑی او د افغان نظام پہ حق کی کمپین کڑی د دی جدوجہد 50 پرسنٹ کہ چیری افغانانو خپلہ کڑے وای نن بہ پہ افغانستان کی امن وای نن بہ اباد افغانستان وو۔ زہ وایم چی مونگ دلتہ قامپرستو پختنو تل پہ خپل افغان وطن زڑہ خوگ شوی او ورسرہ دریدلی یو نو زمونگ زکر کول ھوم ضروری دی زکہ چی د دی نہ بہ زمونگ لر او بر تر منز فاصولی نوری ھوم را کمی شی او یو بل تہ بہ نگدی شو۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب