شنبه, جنوري 22, 2022
Home+د چرچل خبره /لیکوال: ډاکترمبارک علي

د چرچل خبره /لیکوال: ډاکترمبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

  کله چې په هند براعظمګي کې له انګریزانو څخه د ازادي د اخیستلو لپاره ملي مبارزه پیل شوه، د انګلستان منورینو  او د استعماري حکومت مقاماتو استدلال وکړ چې هندوستانیان سیاسي بلوغ نه لري، د حکومت کولو چل نه ورځي او د خپلواکۍ وړتیا ورسره نشته. دوی به ویل چې هندیان که ازادي غواړي نو اول باید د سیاست او حکومت هنر زده کړي.

  خو هندیانو ویل چې تېر تاریخ یې د ډېرې ښې سیاسي تجربې شاهدي ورکوي. دوی به د مثال لپاره د سند وادي تمدن او د موهنجودیرو او هرپه په نقشه برابر لرغوني ښارونه یادول. هندیانو د هند موریا امپراطوري هم یادوله چې لوی عالم کوتیلا د هغې زمانې و. کوتیلا د سیاست او حکومت کولو په اړه د ډېر عالي اثر ارتشسترا لیکونکی دی. هندیانو دغه راز د مغولو امپراطوري په فخر سره یادوله چې هندوستان یې یو موټی کړ او یو لوی کلتوري میراث ورنه پاتې شو.

 انګریزانو دغه دلایل نه منل او ویل یې چې اوسني هندیان باید له خپلو نیکه ګانو سره پرتله نه شي. اوسني هندیان نه مستعد خلک دي او نه پکې د نوښت او ابتکار قوت شته. د دوی په رګونو کې د ژوند جذبې ټوپونه نه وهي او د دوی استعداد د وخت په تېرېدو سره کم شوی دی او ځکه خو وروسته پاتې دي.

 د سانسکریت ژبې مشهور جرمني عالم ماکس مولر به خپلو شاګردانو ته توصیه کوله چې هند ته سفر مه کوئ چې د هندیانو ابتر حالت به مو مایوسه کړي.

 انګریزانو د هند خلکو ته په حکومت او اداره کې لوړ مقام نه ورکاوه. هندیان به کاتبان او بابوګان وو. دوی د دې وړ نه ګڼل کېدل چې لویې چوکۍ وروسپارل شي. په پوځ کې هم دې ته ورته وضعیت و. هندیانو ته تر ټولیمشر یا کنډکمشر لوړه رتبه نه ورکول کېدله. البته، په ۱۹۰۵ کې د بنګال له ویشلو وروسته هندیانو ته لار پرانیستل شوه چې  ورو ورو لوړو رتبو ته ورسېږي.

  په دې منځ کې د هند مسلمانان د زده کړې په چاره کې ډېره وروسته پاتې شول او د هند له نورو خلکو سره په سیالي کې پاتې راغلل. هندي مسلمانانو چې سیاسٍي، کلتوري او اجتماعي زوال ورباندې راغلی و، د تېرو ویاړونو او مذهب په قلعه کې پناه واخیسته. دوی له نوښت او ابتکار سره روغې جوړې ته زړه ښه نه کړ او په خپله منزوي دنیا کې اوسېدل یې غوره وبلل.

  له بلې خوا، انګریزانو په هندوستان کې د لویدیځ عصري موسسې جوړې کړې چې هند متمدن او اداره شي. خو د وخت په تېرېدو سره د استعمار په خلاف نشنلست نهضت پیاوړی شو .په دې نهضت کې د مسلمانې ټولنې ونډه کمه وه.

  دویم نړیوال جنګ انګریزان ژوبل او کمزوري کړل مګر بیا هم د هند پرېښودو ته تیار نه وو. د انګلستان محافظه کار ګوند نه غوښتل چې ( د تاج تر ګردو ښکلی غمی) یې له ګوتو ووځي.

 د وینسټن چرچل دا خبره چې په ۱۹۴۲ کې یې وکړه، مشهوره ده چې: زه د دې لپاره صدراعظم شوی نه یم چې د بریتانیا د امپراطوري د ړنګېدو چارې سنبال کړم.

چرچل توکم پال و. د هند خلکو ته یې په سپکه سترګه کتل او په دې نظر و چې هندیان به له خپلواکۍ وروسته خپل وطن برباد کړي. ده د هند له استقلال سره په مخالفت کې ویل چې : که هند استقلال ومومي  د ملک مشري به نالایقو کسانو ته په ګوتو ورشي او بدمعاشان، قاتلان او لوچکان به قدرت ته پکې ورسېږي. دغه مشران به په ژبه خواږه خو په زړه کاږه وٍي. دوی به د قدرت د ګټلو لپاره په خپل منځ کې سره وجنګېږي، هندوستان به تباه کړي او داسې وخت به راشي چې ان په هوا او په اوبو به ټکسونه ولګول شي.

 چرچل دا خبرې څو شپېته کاله پخوا کړې وې او پاکستان په دې موده کې  د هغه د پیش بیني د رښتیا کېدو لپاره ښه پوره خواري کړې ده.

   د استقلال له ګټلو وروسته پاکستانیانو په خپله ماضي باندې ویاړلو  او د هغو کسانو ستایلو ته مټې رانغښتې  چې په تېره زمانه کې یې په هند باندې یرغلونه کړي دي. دوی د عباسیانو او امویانو په تاریخ پورې د ځانونو تړلو ته هم بډې وهلې دي. خو حقیقت دا دی چې د دوی ماضي د دوی د اوږو یو دروند پیټی دی.

 دا د تاریخ عام قانون دی چې ملتونه او تمدنونه کله مخ په لوړ او کله مخ په ځوړ وي. په زوال کې ایسار ملتونه د خپلو تکړه نیکونو وړتیاوې نه لري. د مغولو له زوال سره په هند برعظمګي کې د فکر او نوښت زوال راغی. مسلمان اشراف په معنوي او اخلاقي لحاظ کمزوري او د خلکو په نزد بې اعتباره شول.

 د پاکستان رسمي تاریخ وايي چې دغه هیواد د (مبارزې او جدوجهد) په نتیجه کې رامنځ ته شو. مګر دا خبره پوره سمه نه ده. د یوه هیواد ګټل، لویه کامیابي نه ده، لویه کامیابي دا ده چې څنګه یې جوړوې او څنګه یې چلوې. که له دې اړخه پاکستان ته وګورو ،باید ووایو چې د پاکستان په معنوي لحاظ فاسد شوي حاکمان بېخي ناکام دي.

  د انګلستان صدراعظم چرچل د ټول هندوستان آینده تیاره اټکل کړې وه. هندوستان  په هند او پاکستان ووېشل شو. د هند مشرانو د چرچل اټکل غلط ثابت کړ. هند اوس د اقتصادي پرمختګ پړاوونه کچ کوي خو په پاکستان کې درغلو حاکمانو د ملک د منابعو د تالان په مټ د چرچل پیش بیني رښتیا کړه. پاکستانیان هر کال د اګست په څورلسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ ورځ په درب و دروب لمانځي مګر په ملک کې یې د هر کال په تېرېدو سره د اخلاقي ارزښتونو زوال، فساد او په ټولنه کې تشدد او تروریزم زیاتېږي. ایا د اګست څورلسمه نېټه عامو پاکستانیانو ته څه امېد او خوشحالی وربخښلای شي؟

1 COMMENT

  1. Next time when you discuses fundamental concept such as India and Pakistan related to late Winston Churchill, will be a good idea to research the topic deeper prior to your present output.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب