سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Home+د ګاونډيانو ترمنځ د اړيکو رغول ښه تګلاره ده

د ګاونډيانو ترمنځ د اړيکو رغول ښه تګلاره ده

ليکنه عبدالوحيد وحيد

په عمومي ډول ګاونډي هېوادونه  سياسي جغرافيايي اقتصادي فرهنګي او داسې نورې ستونځې لري چې کله کله د ګاونډيانو ترمنځ د اړيکو نورمال ساتل اسانه کار هم نه وي. دغه ستونځې په ټوليزه توګه د دريمې نړۍ د بيوزله هيوادونو ترمنځ رامنځته کيږې او تر شخړو پورې رسيږي.

شک نشته چې افغانستان له پاکستان سره د ډيورنډ  په فرضي کرښې ستونځه لري چې کله د ځينو  خوځښتونو او کله د چارواکو د څرګندونو له مخې د تشنج کچه لوړيږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي جنګ او د اړيکو د لا ترينګلتيا لامل ګرزى. دا کرښه د دواړو غاړو ته د ميشتو ولسونو په سينه راښکل شوې، خو د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده. د افغانانو لپاره يقيناً دا مسئله دومره اهميت لري چې هيڅ افغاني حکومت او هيڅ چارواکى نشي کولاى ددغې شخړې د حل پريکړه وکړي.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر ستونځه له کم توم توپير سره همدغه شان شخړه ده. کشمیريان هم د يوه قوم خلک د دوو هيوادونو ترمنځ په دوو ټوټو ويشل شوي دي خو لکه پاکستان چې له افغانستان سره کوم چلن کوي هندوستان هم ځان پياوړى هيواد ګڼي. نه خبرو ته کيني، نه د دريمګړى رول او اړتیا مني او نه له پاکستان سره د کشمير په ستونځه مذاکرات کوي.

افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له ژورو ستونځو، بيوزلي نا امني او اقتصادي کمزورې حالت سره مخ دي. نشي کولاى ددغې ستونځې د حل په برخه کې اغيزمن ګامونه پورته کړي. البته د پاکستان په پرتله افغانستان په ستونځو کى ترستوني خښ دى، د متواترو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله يې په بدن باندي لګيدلي ټپونه خورا ژور دي. په افغانستان کې د داودخان په وړاندي د خلق او پرچم ګوندونو ناورين زيږونکې کودتا او بيا د شوروي ځواکونو يرغل پاکستان ته په افغانستان کې د ګټو ترلاسه کولو لپاره بنياد پرانست. هم يې له لويديز څخه د سړې جګړې د ګټلو په برخه کې د مرستې لوړ قیمت ترلاسه کړ، هم يې د افغانستان نظامي ځواک ورته دړې وړې کړ او هم يې په افغانانو کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره  مهرې پيدا کړي.

زمونږ په هیواد باندې د امریکا او ناتو يرغل پاکستان ته يوبل طلايي فرصت په لاس ورکړ. هم يې د ترهګري په وړاندې د جګړې په لمړى کرښه د پروت هيواد په توګه لسګونه مليارده ډالر مرسته ترلاسه کړه او هم يې د امریکا مخالفینو ته مرستې ورسولې. په معيارونو  خبره نه کوو چې پاکستان ته په دغه ډول کريکتر لوبولو له امله  نړيوال په کومه سترګه ګوري ؟ د نړيوال اعتبار کچه يې څومره لوړه ده، خو  هم يې مادي امتیازات ترلاسه کړل او هم يې د بالفعل او بالقوه رقيب وړتیا ختمه کړه.

اوس خبره تر دې راورسيده چې دلته نه شوروي ځواکونه، نه ناتو او نه هم د امریکا ځواکونه شتون لري خو افغانستان او پاکستان لاهم دلته پاتې دي. کله هم له يو بل څخه جدا کيداى نشي. متأسفانه د ستونځو په سيلاب کې له نښتې افغانستان سره پاکستان د يوه ښه ګاونډي هېواد په توګه چلن ونکړ. نه يوازې د ستونځو په ګرداب کې نښتي افغانان يې و نه ژغورل بلکې هغوى ته يې نورې ستونځې هم جوړې کړې. دا لوبه لا تر اوسه دوام لري. افغانستان د کورنۍ جګړې په درشل کې پروت پاکستان د دغه مشکل يوه برخه تشکيلوي.

په 1965 او 1972 کالونو کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په سختو جګړو کې افغانستان ته داسې شرائط جوړ شوي وو چې د پاکستان له ټکنى وضعیت څخه په ګټه اخیستنې خپل حق ترلاسه کړي خو افغانستان کله هم دغه کار ته زړه نه ښه کاوه. افغان مشرتابه نه غوښتل پاکستان له خوږ ګوتې ونيسي بلکې پاکستان ته د هغه وخت افغان واکمن ډاډ ورکړ چې د افغانستان لخوا دې ورته د مشکل نه جوړولو په برخه کې مطمئن اوسي. له هندوستان سره د افغانستان دوستي به پاکستان ته د هيڅ ډول زيان رسولو لامل نشي.

په وروستیو حساسو شرایطو او د سولې د خبرو په مهال د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قريشي لخوا د ترخو خبرو تبادله د هيڅ اړخ په ګټه نه ده. له نوي سلنه زيات افغانان حتى د طالبانو يوه برخه د افغانستان په هکله د پاکستان تګلاره باندې نيوکې کوي.

افغانان د پاکستان خلک خپل وروڼه او خويندې ګڼي خو د حکومت، په ځانګړي ډول د عسکري مشرتابه په مورد کې د افغانانو د احساساتو ګراف خورا لوړ دى. نه وايم چې داسې باید واى خو واقعيت دادى چې د نړئ پرمخ داسې هېواد نشته چې افغانان يې په هکله په دومره لوړه کچه منفي ذهنیت ولرى لکه د پاکستان په وړاندي يې چې لري. دغه صورت حال د دواړو هېوادونو لپاره په خپلو کړو وړو باندي د فکر کولو اړتيا ايجابوي.

مګر پوښتنه داده چې حمدالله محب د کومې اړتیا له مخې په ننګرهار کې د پاکستان په خلاف پارونکي خوله پرانسته؟ که يې له ځان څخه د رهبر جوړونې لپاره کمپاين کاوه، نو داسې نورې لارې چارې هم وې چې له لټون وروسته ښاغلي محب له ځان څخه وړوکى سياسي رهبر جوړ کړى واى. د رهبر جوړيدلو دغه نسخه خو مې هيڅ خوښه نشوه. مونږ اسيب منونکي ملت يو. د داسې څرګندونو ګټه نشو ليداى خو زيانونه يې په همهغه ورځ يا هم سبا ته احساس کولاى او ليدلاى شو. دلته د محب په پرتله د هيواد ګټو ته ژمن ډير خلک شتون لري چې د وطن دوستي حس يې تر محب څو چنده لوړ ده، خو د ملي مصالحو لپاره غږ پورته کول اړين نه ګڼي.

اوس راځم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي څرګندونو ته. ايا په دغه حساس وخت کې په اتومي وسلې د سمبال هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د رسنيو له لاري د نوموړي لخوا د ډيورند په هکله داسې څرګندونې چې د افغانانو غبرګون را پاروي او د کونړ د سيند باندي د افغانستان لخوا د تأسيساتو د نه جوړولو غوښتنه مهذبه او په ديپلوماتيکو اصولو برابره ژبه ده؟ اصلا پاکستان ته د محب د خبرو په هکله له غبرګون وړاندې په خپلو نيمګړتياو باندي له سره غور کول اړين وو. پاکستان به د کوم افغان خوله بنده کړې؟ د چا احساسات به قابو کړي؟ کوم افغان ته به د افغانستان په هکله خپله تګلاره توجیه کړي؟ د دغه ډول ماشومانه څرګندونو پرځاى د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرتو مسائلو عمق ته د تللو اړتيا ليدل کېږي. حساسیتونو او بدبينيو ته نوره هوا ورکول د تعقل او تدبر لاره نه ده. د ډيورنډ د کرښي ستونځه په خبرو د حل وړ ده او د اوبو په تړاو نړيوال قوانین شتون لري، خو په اوس وخت کې د پاکستان لخوا د دغو مسائلو يادول د تأسف وړ خبره ده.

که خبره را لنډه کړو نو باید احساسات شاته پريږدم او د عيني واقعيتونو له ادرس څخه خبره وکړم. هغه داسې چې تير تاريخ ته په کتو که افغانانو ته په ځينو مواردو کې له پاکستان سره د خپلو کړنو په تړاو د وياړ وړ بيلګي شتون لري، خو پاکستان هم يوازي حکومت ته نه ويل کېږي. مونږ د پاکستان په هکله د مشرف او نورو داسې مشرانو په خبرو قضاوت نه کوو چې په افغانستان کې يې جګړو ته هوا ورکړې ده.  پاکستاني ولس په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا خلکو هم زمونږ له مهاجرو سره ډيرې مرستې کړي دي. له دواړو خواوو سهوې او نيمګړتياوې هم شتون لري. که ځينو با شهامته مشرانو د ستونځو د حل په برخه مخکښ رول ادا کړى دى، نو ځينو له خوږ ګوتې نيول هم کړي دي که چا د تاوتريخوالي ګراف راښکته کړى نو ځينو تشنج د کچې لوړول هم نوښت ګڼلي دى، خو اړينه داده چې دواړه لوري مشران د زور له ادرس څخه نه بلکې د دوه داسې مسلمانو ګاونډیو هېوادونو د مشرتابه د مسئوليت له کړکۍ وګوري چې ولسونه يې د يو بل په هکله د يوې شېبې لپاره هم د دښمني فکر نکوي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان
د چنګاښ  ٩ /١٤٠٠

1 COMMENT

  1. مننه وحید سیب. داسی لیکنی کیدای سی دنوی افغانستان دسرلوړی او هوساینی لپاره دملی ارمانو دربچی پرانیزی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب